انجلينا جولي د هاليووډ يوه فلمي ستورې ده چې په گڼ شمېر فلمونو کې يې کار کړی دی, هغه په ۱۹۷۵ کال د جون مياشتې په ۴مه نېټه په متحده ايالاتو کې زېږېدلې، هغه د فيلمي لوبغاړې تر څنګ يوه بشرپاله هم ده، جولي څو ځلې د هاليووډ تر ټولو شتمنه لوبغاړې شوې. جولي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۲ کال کې يې له پلار جان وېټ سره د ټلوېزيون مخ کې وليدل شوه.

انجلينا جولي(Angelina Jolie) د هاليووډ يوه نامتو لوبگره