انتقادي نظریه

انتقادي نظریه د ټولنیزې فلسفې هر ډول هغه تګلاره او چلند دی، چې د ټولنې او فرهنګ په اروزنه او انتقاد باندې تمرکز کوي، ترڅو د قدرت جوړښتونه څرګند او په سمه توګه وننګوي. په ټولنپوهنه او ادبي نقد کې له ریښې لرلو سره داسې استدلال کوي، چې ټولنیزې ستونزې د خلکو په پرتله تر ډېره له ټولنیزو جوړښتونو او او فرهنګي مفروضاتو څخه رامنځته کېږي. دا نظریه داسې استدلال کوي، چې ایدیولوژي د انسان د خلاصون تر ټولو اصلي خنډ دی. انتقادي نظریه په بېلابېلو مطالعاتي برخو لکه روانپوهنه، ټولنپوهنه، تاریخ، د ارتباطاتو نظریې، فلسفه او د فیمینیزم اړوند نظریه کې کارول کېږي. [۱]

په ځانګړې توګه، انتقادي نظریه (capitalized) یو فکري مکتب دی، چې د فرانکفورت مکتب اړوند تیوریسنانو یا نظریه پردازانو لکه هربرت مارکوزه، تئودور آدورنو، والتر بجامین، اریش فروم او ماکس هورکهایمر په وسیله ترسره او تمرین شوی دی. هورکهایمر یوه نظریه د انتقادي نظریې په توګه تشریح کړه، تر دې چې د «له هغو شرایطو څخه د انسانانو د آزادۍ په لټه کې دی، چې هغوی بردګۍ یا غلامۍ ته اړ باسي». انتقادي نظریه که څه هم د موډرنیزم محصول او ثمره ده او که څه هم د انتقادي نظریې زیاتره بنسټګر د پست موډرنیزم نظریې په هکله بدبینه و، بیا هم انتقادي نظریه د موډرن او پسټ موډرن تفکر او نظریې له اساسي او مهمو برخو څخه ده او نن ورځ په پراخه کچه د انساني او ټولنیزو علومو په برخه کې کارول کېږي.[۲][۳][۴][۵]

انتقادي نظریه سره له دې چې د فرانکفورت مکتب په لومړي نسل کې ریښې لري، د ګیورګي لوکاچ او آنتونیو ګرامشي تر اغېز لاندې همد ده. سربېره پر دې د فرانکفورت مکتب د دویم نسل عالمان او پوهان په تېره بیا یورګن هابرماس هم په دې مکتب ډېر اغېزمن و. د هابرماس په آثارو کې انتقادي نظریه په آلماني ایده‌آلیسم کې له خپلو نظري ریښو څخه هم مخته ولاړه او آمریکایي پراګماتیزم ته نېږدې شوه. د ټولنیز «بنسټ او جوړښت یا بشپړاوي» په هکله اندیښنه د مارکسیستي فلسفې له مفاهیمو څخه ده، چې په زیاتره معاصرو انتقادي نظریو کې هم پاتې شوی دی.[۶]

بیاکتنه یا ارزونه سمول

د ستېنفورد فلسفې اړوند دایره‌المعارف له یو پلوه د څو نسله آلماني فیلسوفانو او د فارنکفورت مکتب اړوند تیوریسنانو د محصول او ثمرې په توګه د انتقادي نظریې (capitalized) او هرې هغې فلسفي تګلارې ترمنځ توپیر قایل کېږي، چې د انسان د خپلواکۍ په لټه کې دی او په فعاله توګه د ټولنې د بدلون او تغییر لپاره هلې ځلې کوي او دغه راز له بل پلوه د انسانانو د اړتیاوو په اساس «انتقادي نظریه» په عمومي توګه د غټو حروفو له کارولو پرته نومول کېږي. په دې پراخ او هر اړخیز تعریف کې فلسفي تګلارې د فیمینیزم، انتقادي توکم اړوند نظریه او پسا استعماري بڼو اړوند دي.[۷]

ماکس هورکهایمر د لومړي ځل لپاره په ۱۹۳۷ ز کال کې په خپله مقاله «دودیزه او انتقادي نظریه» کې انتقادي نظریه «په آلماني ژبه؛ Kritische Theorie» د یو کلیت په توګه د ټولنې د نقد او تغییر اړوند ټولنیزه نظریه د دودیزې نظریې په وړاندې تعریف کړه، چې یوازې درک او توضیح پورې اړوند ده. هورکهایمر غوښتل انتقادي نظریه د رادیکال بڼې په توګه او دغه راز له مارکسیستي فلسفې څخه د خلاصېدونکې برخې په توګه جلا کړي. له همدې امله هم د منطقي پوزیتویزم په وسیله د وړاندې شوي علم موډل یې نقد کړ او هغه هغه څه یې نقد کړل، چې هغه او همکارانو یې د اردتدوکس اړوند کمونیزم او مارکسیزم د پټې اقتدارګرایۍ او پوزیتویزم په توګه بلل. هغه داسې یوه نظریه انتقادي بیان کړه، چې «له هغو شریاطو څخه د انسان د آزادولو په لټه کې دی، چې هغه غلامۍ یا برده‌ګۍ ته وړي». انتقادي نظریه د ارزښتونو یا الزامي کړنو اړوند د یو شمېر کلي او ټولیزو نظریو (الزامونو) په اساس د ټولنې د نقد کولو له لارې، یا هم د خپلې خوښې او خپل ملاتړ اړوندو ارزښتونو په نقد کولو (لکه ناڅاپي او دروني انتقاد) سره یو ډول هنجاري او الزامي اړخ لري. انتقادي نظریې نه یوازې دا چې د ټولنیز قدرت اړوند جوړښتونه مفهوم سازي او نقد کوي، بلکې له انساني موضوع سره د ټولنې د پیوندولو لپاره په تجربه ولاړ موډل رامنځته کوي. د دود له نړیوالو ځای غوښتنو څخه دفاع کوي؛ خو دا کار د ځانګړو ټولنیزو – علمي او تاریخي څېړنو په اډانه کې ترسره کوي.[۸][۹][۱۰]

د انتقادي نظریې اصلي مفاهیم دا دي، چې باید:

د ټولنې کلیت یې د تاریخي خانګړتیاوو په رڼا کې وارزوي (یعنې په یوه ځانګړې زماني محدوده کې یې د جوړښت بڼه وګوري)، د ټولو اصلي ټولنیزو علومو لکه تاریخ، جغرافیې، اقتصاد، ټولنپوهنې، سیاسي علومو، انسان پېژندنې او روانپوهنې په ادغام او راټولولو سره د ټولنې د درک او پوهې کچه لوړه کړي. د پست مدرنیزم اړوند انتقادي نظریه هم د انتقادي نظریې یوه بله برخه او بل محصول دی. د مدرنیستي دورې اړوندو جوړښتونو لکه لوړ روایتونه، عقلانیت او نړیوالو حقیقتونو د ننګونې په موخه د فرهنګي هویتونو تجزیه او تحلیل کول او په ورته وخت کې د ټولنیزو ستونزو سیاسي کول «یعنې په فرهنګي او تاریخي برخو کې د هغو په راوستلو سره، ترڅو ځان د معلوماتو د راټولولو او تحلیل په بهیر کې دخیل کړي او دغه راز پایلو او موندنو ته یې له یو بل سره نسبت او تړاو ورکړي».[۱۱]

کانت او مارکس سمول

د «انتقادي» نظریې دا نسخه د خالص عقل یا دلیل د نقد په برخه کې د ایمانویل کانت په وسیله د نقد اصطلاح کارولو او دغه راز د مارکس په وسیله د انتقاد اصطلاح کارولو څخه اخیستل شوې، چې د مارکس «Das Kapital» اصطلاح د «د سیاسي اقتصاد نقد» په معنی ده.

د کانټ په ماورايي ایدیالیزم کې، نقد یا تنقید یوې قوې، یوې بڼې یا د پوهې ټولګې او مجموعې د اعتبار اړوند حدودو ټاکل او ارزونه ده، په تېره بیا د هغه علم یا پوهې د بنسټیزو او نه کمېدونکو مفاهیمو اړوندو محدودیتونو د محاسبه کولو له لارې. د کانت د نقد یا تنقید مفهوم د ناسمو، نه اثباتېدونکو یا ګروهماتیکو فلسفي، ټولنیزو او سیاسي باورونو له منځه وړلو پورې تړاو لري. د هغه د عقل او استدلال برخې اړوند انتقاد د الهیاتي عقایدو او مابعدالطبیعي نظریو اړوند انتقاد پکې شامل و، او د اخلاقي خپلواکۍ د ودې او د خرافاتو او غیرعقلاني اقتدار او روښانتیا اړوند انتقاد پکې یو بل سره یوځای او وتړل. زیاتره «انتقادي ریالیستیک» محفلونو هغه له پامه غورځوي، له همدې امله د کانټ سمدستي هڅونه د ځانګړي او خاص دلیل د انتقاد لیکلو لپاره د دیوید هیوم د شکمنې تجربه ګرایۍ له امله د رامنځته شویو ستونزو ارزول و، چې په میتافزیک باندې په برید کې یې د نړۍ د پېژندنې ضد او مروج اوسېدو لپاره د استدلال او اروزنې په موخه له عقل او منطق نه کار اخیسته. د کانت په وړاندې د علیت اړوندو مفاهیمو د مخکنیو میتافیزیکي ادعاوو کارول د یو الزام او مجبوریت په توګه مطرح کړل، ځکه که چېرې یوڅه د پېژندلو وړ وي، باید د درک وړ پدیدو د متمایزه انتزاعاتو په اساس ولاړې او تأسیس شي.

مارکس په ښکاره توګه د نقد یا انتقاد مفهوم د ایډیولوژۍ نقد پورې وتاړه او هغه یې د ټولنیز انقلاب له عمل سره وصل کړ. لکه څنګه چې د فویرباخ په هکله د خپلو نظریو په ۱۱مه برخه کې یې تشریح کړل: «اصلي ټکی دا ده، چې فیلسوفانو د نړۍ بدلولو لپاره نړۍ په بېلابېلو بڼو تفسیر کړې ده».[۱۲]

آدورنو او هورکهایمر سمول

لکه څنګه چې تئودور دبلیو آدورنو او ماکس هورکهایمر په ۱۹۴۷ ز کال کې د روښانتیا اړوند ډیالکتیک کې توضیح کړې د انتقادي نظریې یوه مهمه ځانګړتیا د ټولنیز تسلط د وروستۍ سرچینې یا بنسټ په هکله دوګانګي یا ابهام ده، یعنې هغه دوګانګي یا ابهام چې د انسان د خلاصون او آزادۍ په هکله د نوې انتقادي نظریې د «بد بینۍ» لامل شو. دې ابهام او دوګانګۍ په هغو تاریخي شرایطو کې ریښه لرله، چې په لومړیو کې د هغو له امله دا ابهام او دوګانګي رامنځته شوه، په تېره بیا د ټولنیزې سلطې یا واکمنۍ د بشپړو نویو اشکالو په توګه د نازیسم، دولتي سرمایه دارۍ او فرهنګي صنعت رامنځته کېدل، چې په مناسبه او کافي اندازه د دودیزو مارکسیستي ټولنپوهنیزو شرایطو سره په مناسبه اندازه تشریح او بیان کېدلای نه شول. [۱۳][۱۴][۱۵]

د آدورنو او هورکایمر لپاره، په اقتصادي برخه کې د دولت مداخله په عملي توګه د مارکسیزم د «تولیدي اړیکو» او د ټولنې د «مادي تولیدوونکو ځواکونو» تر منځ دودیزه تاوتریخوالی په عملي توګه له منځه وړی و. بازار یا مارکېټ «د سوداګریزو توکو د وېش لپاره د یو «بې خبره یا ناخود hګاه» میکانیزم په توګه» په متمرکزه پلان جوړونې سره بدل او ځایناستی شوی و.[۱۶][۱۷]

سرچينې سمول

  1. Geuss, Raymond (1981). The Idea of a Critical Theory. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 2–3. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-24072-7. The very heart of the critical theory of society is its criticism of ideology. Their ideology is what prevents the agents in the society from correctly perceiving their true situation and real interests; if they are to free themselves from social repression, the agents must rid themselves of ideological illusion. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (Horkheimer 1982, 244)
  3. Ritzer, George, Sociological Theory, From Modern to Postmodern Social Theory (and Beyond), McGraw-Hill Higher Education, New York, New York, 2008, pp. 567–568.
  4. Agger, Ben (2012), "Ben Agger", North American Critical Theory After Postmodernism, Palgrave Macmillan UK, د کتاب پاڼي 128–154, doi:10.1057/9781137262868_7, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1349350391 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Critical Theory and Society: A Reader. Routledge. 1990. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Outhwaite, William. [1988] 2009. Habermas: Key Contemporary Thinkers (2nd ed.). کينډۍ:ISBN.
  7. کينډۍ:Cite SEP
  8. Horkheimer 1982, p. 244.
  9. Bohman, James (8 March 2005). "Critical Theory". In Zalta, Edward N. (المحرر). Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Fall 2016). Metaphysics Research Lab, Stanford University. مؤرشف من الأصل في ۱۳ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Bohman, James; Flynn, Jeffrey; Celikates, Robin (2021), Zalta, Edward N. (المحرر), "Critical Theory", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Spring 2021), Metaphysics Research Lab, Stanford University, د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جون ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lindlof, Thomas R.; Taylor, Bryan C. (2002). Qualitative Communication Research Methods (په انګلیسي ژبه کي). Sage. د کتاب پاڼې 49. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0761924944. forms of authority and injustice that accompanied the evolution of industrial and corporate capitalism as a political-economic system. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Theses on Feuerbach". §XI. Marxists Internet Archive. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اپرېل ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  13. Adorno, Theodor W., and Max Horkheimer. [1947] 2002. Dialectic of Enlightenment, translated by E. Jephcott. Stanford: Stanford University Press. p. 242.
  14. Habermas, Jürgen. 1987. "The Entwinement of Myth and Enlightenment: Horkheimer and Adorno." In The Philosophical Discourse of Modernity: Twelve Lectures, translated by F. Lawrence. Cambridge, MA: MIT Press. p. 116: "Critical Theory was initially developed in Horkheimer's circle to think through political disappointments at the absence of revolution in the West, the development of Stalinism in Soviet Russia, and the victory of fascism in Germany. It was supposed to explain mistaken Marxist prognoses, but without breaking Marxist intentions."
  15. Dubiel, Helmut. 1985. Theory and Politics: Studies in the Development of Critical Theory, translated by B. Gregg. Cambridge, MA.
  16. Dialectic of Enlightenment. p. 38: "[G]one are the objective laws of the market which ruled in the actions of the entrepreneurs and tended toward catastrophe. Instead the conscious decision of the managing directors executes as results (which are more obligatory than the blindest price-mechanisms) the old law of value and hence the destiny of capitalism."
  17. "The Entwinement of Myth and Enlightenment," p. 118.