انتقادي فکر

انتقادی فکر د قضاوت کولو په موخه د حقیقتونو تحلیل ته ویل کېږي. دا موضوع ډېره پېچلې ده، څو مختلف تعریفونه شته، چې په عامه بڼه منطقي، شکمن او بې طرفانه تحلیل په خپله لمنه کې رانغاړي. په بله وینا، انتقادي فکر د حقیقي شواهدو ارزونه ده. انتقادي فکر یو خپله رهنمایي شوی، خپله تنظیم شوی، خپله څارل شوی او ځان اصلاحي فکر دی. دغه چاره د غوره والي د دقیقو معیارونو او د دوی د کارولو په اړه د پام وړ لارښوونې ته ارزښت ورکوي. د دې ترڅنګ دغه چاره دا اغېزمن ارتباط او د ستونزې د حلولو وړتیا او د اصلي مرکزیت او ټولنیز متمرکزیت بریالي کېدلو لپاره ژمنتیا ته اړتیا لري.[۱][۲][۳][۴]

تاریخچه سمول

د انتقادي فکر لومړني ریکارډونه د سقراط درسونه دي، چې د اپلاتون له خوا ثبت شوي دي. دا په اصل کې د اپلاتون د لومړنیو خبرو اترو یوه برخه وه، چیرې چې سقراط د اخلاقي مسایلو په اړه د یو یا څو خبرې کونکو سره ښکېل وو. لکه دا پوښتنه چې ایا د سقراط لپاره له زندان څخه تېښته سمه وه. فیلسوف دې پوښتنې ته پام واړوه او هغه ته یې انعکاس ورکړ او بلاخره دې پایلې ته ورسېد چې تېښته له ټولو هغو شیانو سرغړونه کوي چې دی یې له خپل ځانه لوړ ساتي: لکه د اتن قوانین او د هغه رهبري کونکی غږ چې سقراط یې د اوریدلو ادعا کوي.[۵][۶]

رېښه پېژندنه او د انتقادي فکر اصلیت سمول

د انتقادي فکر په اصطلاح کې د انتقادي (critical) کلیمه (Grk. κριτικός = kritikos = "تنقید") د انتقاد له کلبمې څخه اخیستل شوی او د انتقاد کولو معنا لري. دغه اصطلاح د فکري وړتیا او د «قضاوت کولو»، «له قضاوت»، «د قضاوت کولو لپاره»، او «د پوهیدلو وړتیا" په ګوته کوي. د انتقادي فکر فکري ریښې د هغه د اېټمولژي په څېر خورا لرغونې دي، چې د سقراط د تدریسي کړنې او هغه لید هم عمره دي، چې 2500 کاله دمخه ترسره کېده. سقراط په دغه کړنه کې د پوښتنو د میتود له لارې کشف کړه، چې خلک نشي کولی په منطقي توګه د پوهې په اړه خپلې باورې ادعاګانې توجیه کړي.[۷][۸][۹]

تعریفونه سمول

په دودیزه بڼه انتقادي فکر په لاندې بېلابېلو بڼو تعریف شوی دی:

  • هغه پروسه ده چې ځواب یا پایلې ته د رسېدلو په موخه معلومات په فعاله، ماهرانه، مفهومي بڼه ترکیب، تحلیل او وارزوي.[۱۰]
  • یو نظم لرونکی فکر دی چې د روښانه، منطقي، خلاص ذهن او پر شواهدو تکیه کوي.[۱۱]
  • یوهدفمند ځان تنظیمونکی قضاوت دی چې پایله یې د تفسیر، تحلیل، ارزونې، او اټکل پر اساس ولاړ دی. همدارنګه د شواهدو، مفکورو، طریقه پېژندنې، انتقادي او متناسبو نظرونو د تشریح پر بنسټ رامنځته شوی قضاوت دی.[۱۲]
  • هغه فکر دی چې زموږ د باورونو په جوړښت کې د دلایلو کارونې ته ژمنتیا لري.[۱۳]

کارونه سمول

د انتقادي فکر د اصلي مهارتونو په لیست کې مشاهده، تفسیر، تحلیل، اټکل، ارزونه، تشریح، او metacognition (له پیژندنې لوړ) شاملېږي. د رینولډز (2011) په وینا، هغه فرد یا ډله چې د انتقادي فکر کولو په یوه قوي طریقه کې ښکېل وي، نو پوره یا کافي توجه د یو مثال په توګه وړاندې کوي:[۱۴]

  • د واقعیت له لارې شواهد
  • هغه مهارتونه چې ستونزې له شرایط څخه جلا کوي
  • د غوره قضاوت لپاره اړونده معیارونه
  • د قضاوت د رامنځته کولو لپاره د تطبیق وړ مېتودونه او تخنیکونه
  • پر ستونزې او پوښتنې باندې د پوهېدو لپاره د تطبیق وړ تیوریکي جوړښتونه

د تر ټولو قوي انتقادي فکر کولو د مهارتونو درلودلو سربیره، یو کس باید د دې مهارتونو د کارولو له لارې د ستونزو په حل او د پریکړو په کولو کې رغنده رول ولري. انتقادي فکر نه یوازې له منطق، بلکې له نورو پراخه فکري معیارونه څخه لکه روښانتیا، اعتبار، دقت، سموالي، تړاو، ژوروالي، پراخوالي، اهمیت او انصاف څخه کار اخلي.[۱۵]

انتقادي فکر لاندې وړتیاو ته اړتیا لري:

  • د ستونزئ وپېژنئ او د هغه د حل لپاره د اړتیا وړ وسایلو پیدا کړئ.
  • د ستونزو ته د حل له مخې لومړیتوب ورکړئ او د لومړيتوب په اهمیت پوه شئ.
  • اړوند معلومات راټول او مارشال (تنظیم) کړئ.
  • ژبه په پوره دقت، روښانتیا او صداقت سره وکاروئ.
  • د شواهدو د ارزیابي او استدلال لپاره معلومات په سمه بڼه تفسیر کړئ.
  • د وړاندېزونو یا قضیو ترمنځ د منطقي اړیکو شتون یا نه شتون وپېژنئ.
  • پایله او تعمیم یا عمومي کول اټکل کړئ.
  • هغه پایله و ازمایئ چې عمومي کېدلو ته رسېږي.
  • د یوې پراخه تجربې پر بنسټ باندې د خپلو باورونو الګوګانې ورغوئ.
  • په ورځني ژوند کې د ځانګړو شیانو او ځانګړتیاوو په اړه دقیق قضاوت وکړئ.

د هغه شواهدو په رڼا کې چې د هر ډول باور یا انګېرل شوي پوهې د ملاتړ، رد او یا د نورو پایلو په اړه مرسته کوي، باید دوامداره هڅه وشي[۱۶]

په انتقادي فکر کې پلټنه سمول

د اډوارډ ایم ګلیزر د وینا مطابق د انتقادي فکر کولو وړتیا درې عناصر لري:[۱۷]

  1. د ستونزو حلولو تګلاره چې په فکري ډول د ستونزو او موضوعاتو په پام کې نیولو سره د یو کس د تجربو په لړ کې رامنځته کېږي.
  2. د منطقي پلټنو او د استدلالي میتودونو پوهه.
  3. د دې میتودونو په پلي کولو کې یو څه مهارت.

هغه ښوونیز پروګرامونه چې هدف یې په ماشومانو او لویانو زده کونکو کې د انتقادي فکر رامینځته کول دي، په انفرادي یا ډله ایزه توګه د ستونزو په حل کولو او د تصمیم نیولو په شرایطو کې یادو دریو مرکزي عناصرو ته په دوامداره بڼه اشاره کوي. د لندن د بشري علومو په لابراتوار کې د انتقادي فکر کولو پروژه د ننیو ټولو لویو تعلیمي سیسټمونو په علمي مطالعه کې دخیل ده، ترڅو وارزوي وي چې سېسټمونه څنګه د انتقادي فکر د ودې یا د هغه د مخنیوي لپاره کار کوي.[۱۸]

معاصره ادراکي ارواپوهنه د انسان استدلال ته د یوې داسې پېچلې پروسې په توګه ګوري چې دواړه غبرګوني او منعکس دي. دا د یوې داسې ستونزې ته اشاره کوي، کومه چې د حسي معلوماتو او حافظې ترڅنګ د انتقادي ذهن د ویش په توګه توضیح شوې ده. د ارواپوهنه تیوري د منطقي ذهن مطلق ماهیت له مینځه وړي او د شرایطو، خلاصې ستونزې او بحث وړ محدودیتونو ته اشاره کوي. دا چې د انتقادي فکر کولو د مهارتونو او د انتقادي فکر کولو د چلند ترمنځ اړیکه یوه تجربوي پوښتنه ده. د سببي تسلط د ترلاسه کولو هغه وړتیا شتون لري، د کومې په اړه چې سقراط په پراخه توګه اوبشپړ تمایل سره د ژببازي (سوفیسټري) د عمل له لارې پیژندل شوی و. د انتقادي فکر د هڅونې د اندازه کولو د طرزالعمل معیار د کلیفرنیا د ذهني هڅونې او د کلیفرنیا د انتقادي تفکر د هڅونې فهرست دی. د انتقادي فکر کولو وسیله یوه بدیله لاره ده چې د انتقادي فکر په اړه د زده کونکو باورونه او چلند معاینه کوي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

زړده  کړې سمول

جان ډیوی یو له ډیرو علمي مشرانو څخه دی. هغه درک کړې چې هغه نصاب چې هدف یې د فکر کولو د مهارتونو رامنځته کول وي هغه افرادو، زده کونکو، ټولنې او ټولې ډیموکراسۍ ته ډېره ګټه رسوي. انتقادي فکر د زده کړې د داخلي کولو په پروسه کې، د بنسټیزو نظرونوپه تشکیل، اصولو او تیوریو کې د زاتي محتوا په جوړولو کې مهم رول لري. انتقادي فکر د زده کړې په لړ کې د تطبیق په برخه کې د پام وړ رول لري. د دغه رول له مخې اړوند نظرونه، اصول او تیورۍ په اغیزمنه بڼه پلې کیږي، ځکه چې د زده کونکو له ژوند سره تړاو لري.[۲۳]

هر ډسپلین د انتقادي فکر کولو د مفکورو او اصولو څخه کار اخلي. اصلي مفکورې تل شتون لري، خو د ځانګړې موضوع په محتوا کې ځای پرځای شوي دي. د زده کونکو لپاره د محتوياتو د زده کولو لپاره، فکري ښکیلتیا خورا مهمه ده. ټول زده کونکي باید د خپلې پوهې د زیاتولو لپاره خپل فکر وکړي. غوره ښوونکي دغه چاره پېژني، په همدې خاطر دوی په پوښتنو کړلو، لوستلو او هغه فعالیتونو باندې تمرکز کوي، کوم چې ذهن هڅوي ترڅو د کلیدي مفکورو او اساسي اصولو موضوع تر خپل ملکیت لاندې راولي. [۲۴]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Edward M. Glaser. "Defining Critical Thinking". The International Center for the Assessment of Higher Order Thinking (ICAT, US)/Critical Thinking Community. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Clarke, John (2019). Critical Dialogues: Thinking Together in Turbulent Times. Bristol: Policy Press. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4473-5097-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Piaget's Stages of Cognitive Development". www.telacommunications.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ مې ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "It's a Fine Line Between Narcissism and Egocentrism". Psychology Today. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Visser, Jan; Visser, Muriel (2019). Seeking Understanding: The Lifelong Pursuit to Build the Scientific Mind. Leiden: BRILL. د کتاب پاڼې 233. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-41680-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Stanlick, Nancy A.; Strawser, Michael J. (2015). Asking Good Questions: Case Studies in Ethics and Critical Thinking. Indianapolis: Hackett Publishing. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58510-755-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Brown, Lesley. (ed.) The New Shorter Oxford English Dictionary (1993) p. 551.
  8. (په 2013-06-25 باندې). Lexical Investigations: Critical Thinking - Everything After Z by Dictionary.com. Everything After Z by Dictionary.com.
  9. "Socrates". Biography. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ مارچ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Critical – Define Critical at Dictionary.com". Dictionary.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Facione, Peter A. (2011). "Critical Thinking: What It is and Why It Counts". insightassessment.com. د کتاب پاڼې 26. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ جولای ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Mulnix, J. W. (2010). "Thinking critically about critical thinking". Educational Philosophy and Theory. 44 (5): 471. doi:10.1111/j.1469-5812.2010.00673.x. S2CID 145168346. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Carmichael, Kirby; letter to Olivetti, Laguna Salada Union School District, May 1997.
  14. Reynolds, Martin (2011). Critical thinking and systems thinking: towards a critical literacy for systems thinking in practice. In: Horvath, Chrii. and Forte, James M. eds. Critical Thinking. New York: Nova Science Publishers, pp. 37–68.
  15. Jones, Elizabeth A., & And Others (1995). National Assessment of College Student Learning: Identifying College Graduates' Essential Skills in Writing, Speech and Listening, and Critical Thinking. Final Project Report (NCES-95-001) (PDF). from National Center on Postsecondary Teaching, Learning, and Assessment, University Park, PA.; Office of Educational Research and Improvement (ED), Washington, DC.; U.S. Government Printing Office, Superintendent of Documents, Mail Stop: SSOP, Washington, DC 20402-9328. PUB TYPE - Reports Research/Technical (143) pp. 14–15. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-16-048051-5. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Edward M. Glaser (1941). An Experiment in the Development of Critical Thinking. New York, Bureau of Publications, Teachers College, Columbia University. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-404-55843-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Edward M. Glaser (1941). An Experiment in the Development of Critical Thinking. New York, Bureau of Publications, Teachers College, Columbia University. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-404-55843-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Research at Human Science Lab". Human Science Lab. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Solomon, S.A. (2002) "Two Systems of Reasoning", in Heuristics and Biases: The Psychology of Intuitive Judgment, Govitch, Griffin, Kahneman (Eds), Cambridge University Press. کينډۍ:ISBN; Thinking and Reasoning in Human Decision Making: The Method of Argument and Heuristic Analysis, Facione and Facione, 2007, California Academic Press. کينډۍ:ISBN
  20. Research on Sociocultural Influences on Motivation and Learning, p. 46
  21. Walsh, Catherine, M. (2007). "California Critical Thinking Disposition Inventory: Further Factor Analytic Examination". Perceptual and Motor Skills. 104 (1): 141–151. doi:10.2466/pms.104.1.141-151. PMID 17450973. S2CID 44863676. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Stupple, E. J. N., Maratos, F. A., Elander, J., Hunt, T. E., Cheung, K. Y., & Aubeeluck, A. V. (2017). Development of the Critical Thinking Toolkit (CriTT): A measure of student attitudes and beliefs about critical thinking. Thinking Skills and Creativity, 23, 91-100.
  23. Dewey, John. (1910). How we think. Lexington, MA: D.C. Heath & Co.
  24. Walters, Kerry. (1994). Re-Thinking Reason. Albany, NY: State University of New York Press.