انار که د روغتيا زېرمه؟ (Pomegranate)

د انار علمي نوم (Punica granatum) دی، د ( Lythraceae ) کورنۍ او ( Punica) ډول پورې اړه لري. انار نزدې په هره آب او هوا اوهر ډوله خاوره کې وده کولی شي اومیوه ورکوي، مګر په معتدله او نسبتاً ګرمه هوا کې ښه وده کوي. انار ډیره ګرمي، وچ بادونه او ترمنفي لس(۱۰ -) درجو پورې سړه هوا تحمل کولی شي. د مېوې د رسېدلو په وخت کې ډېرې اوبه ورکول د مېوې د چاودېدلو لامل ګرځي. د انارو تکثیر په دوه ډوله کېږي ، د تخم او قلمې له لارې چې د قلمې څخه لاس ته راغلي نيالګي زر حاصل ورکوي. د انارو فصل په هغه موسم کې چې پاڼې کرارکرار ژیړېږي او د څانګو څخه بېل او په ځمکې پرېوځي راټولېږي. د کرنې وزارت د مسؤلینو له خولې افغانستان کې ۴۸ ډوله انار پېدا کېږي او ډېری باغونه یې په کندهار، تاشقرغان، سمنګان، فراه، نيمروز او کاپیسا ولایتونوکې شتون لري ، خو کندهار د انارو د ډیر او غوره تولید له کبله هېواد کې ځانګړی ځای او شهرت لري. انار د افغانستان یو د ارزښتناکو مېوو څخه دي چې په داخلې او بهرني بازارونو کې خورا اهمیت لري. افغانستان د انارو ستر تولیدونکی هېواد ندی مګر دا یو حقیقت دی چې د نړۍ تر ټولو غوره انار د افغانستان د انارو له ډلې دي. «لوړن استودارد» د امریکا متحده ایالاتو د نړېوالې پراختیا استازی (USAID) یو وخت ویلي و: « د افغانستان انار د نړۍ تر ټولو غوره انار دي چې په خپل ژوند کې به مو لیدلي وي، دا انار سور رنګ او فوق العاده خوند لري». د افغانستان د انارو ځانګړتیا د هغې په غټوالي، د ډېرو اوبو لرلو (Juicy) او ښکلي سور رنګ کې ده. د انارو مېوې کارول ډېرموارد لري. د بېلګې په ډول د انارو مېوه هم په تازه ډول خوړل کېږې او هم ورڅخه اوبه ويستل کېږي، شربت ترې جوړېږې اوپروسس کېږي. شربت یې هم په خالص ډول څښل کېږې او هم ورڅخه نورشيان لکه واين (Wine) ،جيلي (Jelly) ،جيم (Jam ) مربع اوآيسکريم جوړېږي او يا هم د نوروشيانو سره ګډ خوړل کېږي: لکه په سلات باندې د تروه انارو د شربت کارول يا د انګورو د شربت سره د انارو د شربت ګډول اوبيا کارول د ٥ کيلو انارو څخه ٣٫٣ کيلو خالص جوس په لاس راځي.


د انارو خوراکي ارزښت: الله تعالی په هر موسم کې مناسب د هماغه موسم میوه جات پیدا کړيدې تر څو انسانان د خپل ژوند د بقا پخاطر د وجود ضروریات د میوو څخه پوره کړې. د قرانې طب څیړونکې پدې عقیده دې چې انار د جنتې میوې په نوم د منې ( خزان) په موسم کې ځکه حاصل ورکوې چې د منې په موسم کې د ونو پاڼی ژړیږې، سمسورتیا له منځه ځې او انسانان د ستړیا او ناراحتۍ احساس کوي، مګر دانارو خوراک سره ناراحتي او ستوماني له منځه ځي، تراوت او تازه ګي رامنځته کوي. انار یوه جنتي مېوه ده چې قرانکریم کې یې ذکر شوی دی: « و الزیتون و الرّمان مُتَشابِهاً و غَیرَ مُتشابِه » ژباړه: زیتون او انار، مشابه او غېر مشابه میوه جات پېداشوېدي. همداراز د بشریت ستر لارښود محمد (ص) فرماېلي دي: انار وخورئ ځکه هیڅ دانه یې په معدې کې ځای نه نیسي مګر دا چې ۴۰ ورځو پورې زړه نوراني کوي او شیطان بېرون باسي. بل ځای کې رسول (ص) فرماېلي دي: هیڅ انار نشته مګر دا چې په هغه کې یوه جنتې دانه شتون لري او زه غوره ګڼم، چې حتی یوه دانه يې هم پرېنږدم.

حضرت علي ( رض) فرماېلي:

خپلو ماشومانو ته انار ورکړئ، تر څو زر خبرې وکړي. یو دانه انار د یو کس ۴۰ سلنه د ویټامین سي اړتیا پوره کوي. همدا راز انار د فولیک اسید او آنتی اکسیدان غوره سرچينه ده. سربېره پردې انار د (E,C,B,A ) ویټامینونو ستره سرچينه ګڼل کېږي. انار د ځمکې پر مخ بهترینه او سالمترینه میوه ده چې د نورو مېوو په پرتله زیاته ګټوره او متفاوت ترکیبات لري. څېړنې ښايي چې انار نه يواځې د ښکلي رنګ او مزه دارو اوبو میوه ده، بلکې دانارو پاڼه، دونې پوستکی، ریښه، ګل، د مېوې پوستکی او دانه يې ډېرې زیاتې ګټې لري چې په لاندې ډول یې تر بحث لاندې نیسو. ۱- که له خوړو ورسته خواږه انار وخوړل شي، د مخ رنګ ښکلی کوي، مخ ژر نه ګونځې کېږي او خواړه هم ژر هضموي. ۲-انار معتدل، قوي ، ادرار راوړنکی او د تندې له منځه وړونکی دی. ۳- هغه اشخاص چي ډنګر دي د خوږو انارو خوړل ورته ګټور دي. ۴- د انارو پوستکي او ریښه د معدې او کلمو چینچي له منځه وړي. ۵- خواږه انار دټوخي آرامونکي او د غږ صفا کونکي دي. ۶- خوږ انار د وجود خارښت ته تسکین ورکوي. ۷-انار اشتها رامنځته کوي، او که غواړئ چې ځوان پاتې شئ، نو انار وخورئ. ۸- خوږ انار د معدې او کبد پياوړې کونکی دی. ۹-د ترشو انارو زیات لګښت په هغه کسانو کې چې د معدې تکلیف لري د معدې د زخم لامل کېدی شي. ۱۰-د خولې د زخمونو لپاره د ترشوانارو اوبه مزمزه کول ښه درمل دي. ۱۱- د پزې د دنني زخمونو د درملنې لپاره ترش انار جوش کړئ، تر څو ټینګ ( غلیظ ) شي، بیا يې د شاتو سره ګډ کړئ او په زخمونو يې کېږدئ. ۱۳- د خوږوانارو رُب پياوړي او چاق کونکي دي. ۱۴- د انارو خوراک سره غم او خفګان له منځه ځي. ۱۵-هغه کسان چې خاورې خوري، د انارود رُب خوراک سره ښه کېږي. ۱۶- د امیدواره (حامله) ښځو لپاره د انارو رُب خوړل ډېر ګټور دي، چې پدې سره به روغ او په خپل وخت ماشوم نړۍ ته راشي. ۱۷-هغه کسان چې د وينې کمښت لري، یا د ډېرې ستړیا احساس کوي، د انار د پاڼو جوشاندې څخه دې د چاې په ډول ګټه پورته کړي.( ۱۰ ګرام په ۲۵۰ سي سي اوبو کې). ۱۸- د انار د پوستکي جوشانده د ښځو د سپینو ترشحاتو لپاره ګټوره ده. ۱۹. د انارو د مېده شوو ګلانو ترکیب د کنځلې دغوړ سره د سوځیدلي ټپ لپاره درمل دي. ۲۰- د انارو پوستکی وچ او سړه ځانګړتيا لري. ۲۱- خوږ انار سوړ، معتدل او لږ لوند ځانګړتيا لري. ۲۲- د وچ ټوخې او سینې د درد د رفع کولو لپاره د انار سر سورې کړئ او د بادامو تېل پکې ور زيات کړئ، بیا یې په اور کېږدئ، تر څو تېل جذب کړي او ويې خوري نو سکون به درکړي. ۲۳- ترش انار جنسي قوه کمزورې کوي. ۲۴- د انارو د ګل او ګلاب عصاره د سترګو د پړسوب لپاره ګټور دي، مګر په لګښت کې يې باید پوره پاملرنه وشي. ۲۵- که څوک غواړي یو ښکلی ماشوم نړۍ ته راوړي، نو د امېدوارۍ په بهير کې دې د ماسپخښین او ماښام خواړو تر منځ انارو څخه ګټه واخلي. ۲۶- د انارو خوراک مستي له منځه وړي. ۲۷- که انار دخوړو نه وړاندې وکارول شي، د صفرا لپاره ګټور دي. ۲۸- د انارو د ګل جوشانده د ورېو د ناروغېو او خونرېزۍ لپاره درمل دې. ۲۹- ترش انار د ګرم مزاج خلکو لپاره ګټور دي. ۳۰- که انار د دانو(زړو)سره وخوړل شي، نو د خېټې د بادونو څخه مخنیوی کوي. ۳۱- انار د شکر ناروغۍ د مخنیوي لپاره ډېر ګټور دي. ۳۲-که د انارو اوبه، شکره، نشاېسته او د بادامو تېل سره یو ځای جوش کړو او بیا يې نیم ګرم وکاروو، نومثانه تقویه کوي او د ادرارو سیستم خلاصوي. ۳۳- انار د دُخانیاتو زیانونه له منځه وړي. ۳۴- هغه کسان چې د سوړ مزاج خاوندان دي، نو انار باید دسونډ ( زنجفیل ) او نبات سره وکاروي. ۳۵- د انارو اوبه د خېټې او معدې شاوخوا اضافه غوړ( چربی) له منځه وړي او د وزن د زیاتېدو مخنیوی کوي. ۳۶-که انار د هغې د داخلۍ پردو سره وخوړل شی، نو معده صیقل کوي او زیرکتیا زیاتوي. ۳۷- د انارو اوبو څخه په منظم ډول ګټه اخېستل د وینې دوران تنظیموي اود زړه د حملې ګواښونه کموي. ۳۸- په انارو کې شته آنتي اکسیدان د وینې د لښته کېدو مخنیوی کوي. ۳۹-د انارو اوبه د سرطاني ناروغېو په ځانګړي ډول د سینې او پروستات په کمښت او مخنیوي کې مرسته کوي. ۴۰-د انارو اوبه ضد باکتریايي او ضد ویروسي ځانګړتيا لري او د غاښوونو په سلامتیا کې مرسته کوي. ۴۱- دانارو د پاڼو جوشانده د مېرمنو مېاشتنی عادت تنظیموي.

نـــړۍ کې د انارو لس (۱۰) ستر حاصل لرونکي هېــوادونه (۲۰۱۹ ) ۱- ایــــران: د نړۍ د انارو ستر حاصل ترلاسه کوونکی هېواد دی، چې کال کې نزدې یو میلیون ټن انار حاصل ترلاسه کوي. ۲- دامریکا متـــــــحده ایالات( United States): متحده ایالات نړۍ کې د انارودوهم ستر حاصل اخېستونکی هېواد دی، دغه هېواد په نړۍ کې د بېلا بېلو میوو د حاصل او لېږد له آمله ښه پېژندل شوی او د انارو په حاصل کې د ایران ستر رقیب شمېرل کېږي. ۳-چیـــــن (China): چین په دریم قطار کې د انارو ستر حاصل ترلاسه کونکی هېواد دی.انار په ۸۰يمه لسیزه کې چین کې پېژندل شویدي.د چین د سیچوان، یوننان او هنان په سيمو کې انار ښه حاصل ورکوي. ۴ـ هندوستــــــان(India): هند په نړۍ کې دا نارو د حاصل له پلوه په څلورمه درجه کې راځي.هند د نورو میوو په حاصل کې هم ښه نوم لري، خو انار پدې هېواد کې یود غوره مېوو له ډلې شمېرل کېږي.

۵-اسرائیـــــل(Israel): ټول اسرائيل د انارو د حاصل په وړاندې غوره آب اوهوا لري، مګر ډېری حاصل يې په مرکزي او جنوبې سيمو کې دي. د اسرائیل دانارولپاره آروپايې هېوادونه غوره بازار کڼل کېږي. ۶-مصـر(Egypt): مصر د انارو د حاصل شپږم ستر هېواد دی. مصر کې دوه ډوله انار ډېر پېژندل شوي او ښه بازار لري. یو يې واندرفول او بل يي بلدي دي . بلدي انار نازکه پوستکی او ښه خوند لري. ۷-هسپانیــا(Spain): د هسپانیا بزګرانو په ورستېو دوه کلونو کې د انارو حاصل ته خاصه پاملرنه کړېده او په یاده موده کې يې نزدې ۲۰٪ سلنه د انارو حاصل کې زیاتوالی راغلی دی. د والنسیا او آلیکانته ښارونه يې د انارو د حاصل له پلوه ډېر پېژندل شوي دي.

۸- ترکیــه(Turkey): ترکیه په نړۍ کې د انارواتم ستر حاصل ورکوونکی هېواد دی .سربیره پر دننني لګښت د انارو ليږدونه هم لري. ۹-افغانستــان(Afghanistan): افغانستان نړۍ کې د غوره او نایابو انارو حاصل له پلوه خورا پېژندل شوی او د انارو د حاصل شمېر په لحاظ نړۍ کې نهم پوړ کې راځي. ۱۰-بلــژیک (Belgian): دا هېواد هم د نړۍ د انارو ستر حاصل لرونکی هېواد دی . پدې هیواد کې د انارو د ډېر لګښت له آمله بزګران د کور دننه بازار لپاره آنار کري. انجنیــرنجیـب الله ناصـري