انارشیستي فکري مکتبونه
انارشیزم یوه سیاسي فلسفه ده، چې د انساني اړیکو د ترسره کولو په برخه کې حاکمې ډلې او دولت نامطلوبه، غیر ضروري او مضر ګڼي یا دا چې په تلپاتې توګه یې د متضاد یا مخالف واک او طبقاتي سازمان په توګه ګڼي. [۱][۲][۳]
د انارشیزم پلویان په انارشیستانو مشهور دي او د هغو ټولنو، چې دولت ونه لري او د غیر طبقاتي داوطلبانه اتحادیو او انجمنونو پر بنسټ ولاړ وي ملاتړ کوي. په هر حال، انارشیستي فکري مکتبونه کولای شي په اساسي توګه سره جلا وي او د افراطي وګړپالنې نه نیولې تر بشپړې ډلې پالنې او هم مهاله لېوالتیاوو (لکه بغاوتي انارشیزم) پورې د ټولو ملاتړ کوي. د انارشیزم بېلابېلې بڼې تر ډېره د ټولنیز انارشیزم او وګړپال اناشیزم په ډلو یا دې ته ورته دوه ګونو ډلبندیو لکه زرغون انارشیزم او له کین اړخ نه وروسته انارشیزم په ډلو وېشل کېږي.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
انارشیزم تر ډېره د یوې کیڼ اړخې رادیکالي ایډیالوژۍ یا افراطي کیڼ اړخې ایډیالوژۍ په توګه ګڼل کیږي او تر ډېره د انارشیستي اقتصاد او حقوقي فلسفې لویه برخه د استبداد ضد، د دولت ګرایۍ ضد او ازادي غوښتونکو تفاسیرو څرګندوونکی دی، چې له رادیکالي کیڼ اړخ او دغه راز سوسیالیستي سیاستونو لکه کمونیزم، ډلې پالنې، ازاد بازار، وګړ پالنې، ګډ اقتصاد او سندیکالیزم یا د صنفي اتحادیو پیروي نه اخیستل شوي. ځینې وخت «ډله پالونکو، کمونیستي، لیبرالي او وګړپالونکو فکري برخو چې انارشیستانو له هغو نه الهام اخیستی و، د مخ په زیاتېدونکي ځانګړي کیفیت پر موندلو پیل وکړ او په دې توګه یې د یو شمېر انارشیستي مکتبونو له رامنځته کېدو نه ملاتړ وکړ». [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
د ډیویډ ګرابر په نامه نامتو انسان پېژندونکي یادونه کړې، چې سره له دې چې ډېری مارکسیستي فکري مکتبونه (لکه لنینیزم، تروتسکیزم او مائوییزم) تل ځینې بنسټګر لري، انارشیستي مکتبونه «تقریباً تل له سازماني اصل یا له عملي بڼې نه راڅرګندېږي».[۱۶]
کلاسیک انارشیزم
سمولد ۱۹مې پېړۍ وروستۍ او د ۲۰مې پیړۍ لومړۍ لسیزې، د انارشیستي نظریې د تاریخ ښکلې دوره (belle époque) جوړوي. په دې کلاسیکې دورې کې، چې تقریباً له ۱۸۴۰ یا ۱۸۶۰ لسیزو نه تر ۱۹۳۹ ز کاله پورې تعریف کېږي، انارشیزم د مارکسیزم تر څنګ په اروپا او دغه راز شمالي او لاتینې امریکا، اسیا او اسټرالیا کې د کارګرې طبقې په مبارزاتو کې رغنده او فعال رول ولوباوه. موډرنیزم یا عصریت، ډله ییزې کډوالۍ، ریل پټلۍ او چاپي برخې ته اسانه لاسرسي ټولو مواردو له انارشیستانو سره مرسته وکړه، ترڅو خپلې موخې پرمخ یوسي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
متقابل ګرایۍ یا متقابله همکاري
سمولمتقابل ګرایۍ یا متقابله همکاري په ۱۸مه ز پېړۍ کې د انګلستان او فرانسې هېوادونو د کارګرانو په خوځښتونو کې پیل شوه، بیا یې انارشیستي بڼه خپله کړه، چې په فرانسه کې له پییر جوزف پرودون او په امریکا کې له نورو سره یوځای و. دې برخې د امریکې متحده ایالتونو کې په وګړ پالونکو انارشیستانو لکه بنجامین ټاکر او ویلیام بي ګرین باندې اغېز وکړ. جوزایا وارن هم په ۱۸۳۳ ز کال کې د اووينېت په ناکامه ازمایښتونو کې له ګډون وروسته دې ته ورته نظریې وړاندې کړې. په ۱۸۴۰ او ۱۸۵۰ ز لسیزو کې چارلز ادانا او ویلیام باتچلډر ګرین د امریکې متحده ایالتونو ته د پرودون اثار معرفي کړل. ګرین د امریکې له شرایطو سره د پرودون متقابله همکاري او همغږي تطبیق کړه او هغه یې بنجامین ټاکر ته معرفي کړ.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
متقابل انارشیزم متقابله عمل، خپلواکې ټولنې یا انجمن، رضاکارې هوکړې، فدراسیون او دغه راز اعتباري او ارزي اصلاحاتو پورې اړوندېږي. د متقابل ګرایۍ ډېری پلویان په دې باور دي، چې یو بازار د دولت له مداخلې پرته قیمتونه د کاري ځواک اړوندو لګښتونو پر لور راکموي او د ارزښت نظریې پر بنسټ کار، سود، اجاره او ګټه له منځه وړي. شرکتونه دې ته اړ کېږي، چې د کارګرانو په سر سیالي وکړي، لکه څنګه چې کارکوونکي د شرکتونو پر سر سیالۍ کوي او خپلې حق الزحمې یا معاشونه ډېروي. [۲۹][۳۰]
ځینې بیا متقابل ګرایي یا متقابله همکاري د وګړپال او جمعیت پال انارشیزم تر منځ بولي. پرودون په خپل کتاب «مالکیت څه دی؟» کې د «ازادۍ» نظریه چې د «انارشۍ» معادله ده پراخوي، چې د «کمونیسم او مالکیت» اړوند یو ترکیب دی. ګرین د پیر لرو تر اغېز لاندې، په درېیو فلسفو کمونیسم، سرمایه دارۍ او سوسیالیزم کې د تقابل ګرایۍ په لټه کې و. نورو وګړپالونکو انارشیستانو د متقابل ګرایۍ اصطلاح وکاروله؛ خو د برخو پر یوځای والي یې لږ ټینګار درلود، حال دا چې ټولنیز انارشیستان لکه د بېلابېلو انارشیستي پوښتنو لیکونکي داسې ادعا کوي، چې متقابل ګرایي یا متقابله همکاري د هغو د فلسفي د دود یوه فرعي څانګه ده. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
ټولنیز انارشیزم
سمولټولنیز انارشیزم له وګړپالونکي انارشیزم نه د خپلواک انارشیزم یوه پراخه ټولګه ده. په دې برخه کې، چې د انارشیزم وګړپالونکې بڼې په فردي خپلواکۍ او دغه راز د انسانانو په عقلاني جوړښت باندې ټینګار کوي، ټولنیز انارشیزم «له مفهومي نظره فردي ازادۍ له ټولنیزې برابرۍ سره اړوند بولي او پر ټولنې او متقابلې همکارۍ باندې ټینګار کوي». ټولنیز انارشیزم د انارشیزم په برخه کې د انارشیستي لېوالتیاوو د توصیف او بیان لپاره کارول کېږي، چې د انارشیستي نظریې او عمل په اشتراکي او مشارکتي اړخونو باندې تمرکز کوي. ټولنیز انارشیزم له خپل ځان سره ټولیز انارشیزم، انارکو کمونیزم، ازادۍ غوښتونکی سوسیالیزم، انارکوسندیکالیزم او ټولنیزه ایکولوژي لري (خو یوازې دې مواردو پورې محدود نه دی).[۳۵][۳۶]
ټولیز یا اشتراکي انارشیزم
سمولټولیز یا اشتراکي انارشیزم د انارشیزم یوه انقلابي بڼه ده، چې تر ډېره میخائیل باکونین، یوهان موست او د لومړي نړیوال استبداد ضد برخې پورې اړوندېږي. د متقابل ګرایانو یا متقابله همکارۍ پر خلاف ټولیزه انارشیستان د تولید په وسایلو کې د هر ډول خصوصي مالکیت مخالف دي، د دې پر ځای د مالکیت له ټولیز او اشتراکي کېدو نه ملاتړ کوي. دا باید د نخبه ګانو د یوې کوچنۍ ډلې په وسیله سره یوځای او د تاوتریخوالي ډکو کړنو له لارې یا «د عمل له لارې تبلیغ» په وسیله پیل شي، ترڅو چې کارکوونکي پاڅون او دغه راز د زور او جبر له لارې د تولیدي وسایلو راټولولو ته وپاروي. کاریګرانو ته به د هغه وخت له مخې مزد یا پاداش ورکول کېږي، کوم چې دوی د تولید په پرخه کې مصرف کړی وي، نه دا چې د انارکو کمونیزم په څېر «توکي د اړتیا پر بنسټ» توزیع شي. که څه هم ټولیز پالو انارشیستانو د کاري ځواک لپاره د جبران یا مزد ورکولو ملاتړ کاوه؛ خو ځینو یې تر انقلاب وروسته د اړتیا له مخې د توزیع کمونیستي سیسټم د لېږد احتمال مطرح کړ. ټولیز انارشیزم له مارکسیزم سره یوځای رامنځته شو؛ خو د یوې بې دولتې ټولنې لپاره د مارکسیزم د هلو ځلو سربېره، پرولتاریا له مارکسیستي دیکتاتورۍ سره مخالفت وکړ. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
ځینې ټولیز انارشیستان د اسعارو له کارولو سره مخالفت نه لري. یو شمېر کارګران چې د هغه وخت په اساس حقوق ترلاسه کوي، کوم چې دوئ یې د تولید لپاره مصرفوي. دا حقوق په یو مشترک یا اشتراکي بازار کې د بېلابېلو توکو د پېرلو لپاره کارول کېږي. دا له انارکو کمونیزم سره په تضاد کې ده، چې په هغه کې حق الزحمې لغوه کېږي او خلک په ازاده توګه له ګودام نه توکي (هرڅوک د خپلې اړتیا پر بنسټ) وړي. ډېری ننني ټولیز انارشیستان د خپل انارشیزم بڼه د انتقالي ټولنې په توګه نه، بلکې د یوې تلپاتې ټولنې په توګه انارکو کمونیزم یا اقتصاد ته ډالۍ بولي. ځینې ټولیز انارشیستان لکه د مشارکتي اقتصاد پلویان په انعام یا پاداش او یو ډول اعتبار باندې باور لري؛ خو په پیسو یا بازار باندې باور نه لري. [۴۱]
سره له دې چې ټولیز انارشیزم له انارشیستي کمونیزم سره ډېر ورته والی لري؛ خو د دواړو تر منځ یې ګڼ شمېر اساسي توپیرونه موجود دي. د بېلګې په توګه ټولیز انارشیستان په دې باور دي، چې اقتصاد او د شتمنیو لویه برخه یا ټوله برخه یې په ټولیزه توګه د ټولنې په واک کې وي، حال دا چې انارشیستي کمونستان د دې برعکس په دې باور دي، چې د مالکیت مفهوم باید د ټولنې په وسیله رد شي او د کارولو مفهوم ورته وکارول شي. سربېره پر دې ډېری ټولیز انارشیستان پر دې باور دي چې د هغه وخت پر بنسټ چې کاریګرانو ټولنې ته د تولید په موخه مصرف کړی باید د اسعارو یوه بڼه یا ډول ورته وټاکل شي، حال دا چې انارکو کمونیستان په دې باور دي، چې اسعار او حق الزحمې دواړه باید لغوه شي او سوداګریز توکي باید «د هر یوه د اړتیا په تناسب سره» ووېشل شي. [۴۲]
انارکو کمونیزم
سمولانارکو کمونیزم د انارشیزم یوه نظریه ده، چې د دولت، بازارونو، پیسو، خصوصي مالکیت (شخصي مالکیت ته د احترام په ساتلو سره) او دغه راز د تولیدي وسایلو مشترک مالکیت په ګټه سرمایه دارۍ، مستقیمې دیموکراسۍ او افقي شبکې د لغو کېدو ملاتړ کوي. رضاکاره اتحادیې او د کاریګرۍ شوراګانې له تولید او مصرف سره د دې لارښود د اصل پر بنسټ «له هرچا د هغه د وړتیا سره سم، هر چاته د هغه د اړتیا سره سم» پر مخ ځي.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]
سرچينې
سمول- ↑ Walt, Lucien Van der; Schmidt, Michael (2009). Black Flame: The Revolutionary Class Politics of Anarchism and Syndicalism. ISBN 978-1-904859-16-1. Archived from the original on 27 March 2021. نه اخيستل شوی 15 October 2020.
- ↑ Malatesta, Errico. "Towards Anarchism". Man!. Los Angeles: International Group of San Francisco. OCLC 3930443. Archived from the original on 7 November 2012. نه اخيستل شوی 14 February 2018. Agrell, Siri (2007-05-14). "Working for The Man". The Globe and Mail. Archived from the original on 2007-05-16. نه اخيستل شوی 2008-04-14. "Anarchism". Encyclopædia Britannica. (2006). Encyclopædia Britannica Premium Service. "Anarchism". The Shorter Routledge Encyclopedia of Philosophy: 14. 2005.
Anarchism is the view that a society without the state, or government, is both possible and desirable.
The following sources cite anarchism as a political philosophy: Mclaughlin, Paul (2007). Anarchism and Authority. Aldershot: Ashgate. p. 59. ISBN 978-0-7546-6196-2. Johnston, R. (2000). The Dictionary of Human Geography. Cambridge: Blackwell Publishers. p. 24. ISBN 0-631-20561-6. - ↑ Slevin, Carl. "Anarchism." The Concise Oxford Dictionary of Politics. Ed. Iain McLean and Alistair McMillan. Oxford University Press, 2003.
- ↑ "That is why Anarchy, when it works to destroy authority in all its aspects, when it demands the abrogation of laws and the abolition of the mechanism that serves to impose them, when it refuses all hierarchical organization and preaches free agreement — at the same time strives to maintain and enlarge the precious kernel of social customs without which no human or animal society can exist". Peter Kropotkin. "Anarchism: its philosophy and ideal" Archived 18 March 2012 at the Wayback Machine..
- ↑ "Anarchists are opposed to irrational (e.g., illegitimate) authority, in other words, hierarchy — hierarchy being the institutionalisation of authority within a society". "آرشیف کاپي". Archived from the original on 15 June 2012. نه اخيستل شوی 24 September 2022.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) "B.1 Why are anarchists against authority and hierarchy?" in An Anarchist FAQ. - ↑ "ANARCHISM, a social philosophy that rejects authoritarian government and maintains that voluntary institutions are best suited to express man’s natural social tendencies". George Woodcock. "Anarchism" at The Encyclopedia of Philosophy.
- ↑ "In a society developed on these lines, the voluntary associations which already now begin to cover all the fields of human activity would take a still greater extension so as to substitute themselves for the state in all its functions". "Anarchism" Archived 6 January 2012 at the Wayback Machine.. Peter Kropotkin. The Encyclopædia Britannica.
- ↑ Slevin, Carl. "Anarchism." The Concise Oxford Dictionary of Politics. Ed. Iain McLean and Alistair McMillan. Oxford University Press, 2003.
- ↑ Ostergaard, Geoffrey. "Anarchism". The Blackwell Dictionary of Modern Social Thought. Blackwell Publishing. p. 14.
- ↑ Kropotkin, Peter (2002). Anarchism: A Collection of Revolutionary Writings. Courier Dover Publications. p. 5. ISBN 0-486-41955-X.R.B. Fowler (1972). "The Anarchist Tradition of Political Thought". Western Political Quarterly. University of Utah. 25 (4): 738–752. doi:10.2307/446800. JSTOR 446800.
- ↑ Brooks, Frank H. (1994). The Individualist Anarchists: An Anthology of Liberty (1881–1908). Transaction Publishers. p. xi. ISBN 1-56000-132-1.
Usually considered to be an extreme left-wing ideology, anarchism has always included a significant strain of radical individualism, from the hyperrationalism of Godwin, to the egoism of Stirner, to the libertarians and anarcho-capitalists of today
. - ↑ Kahn, Joseph (2000). "Anarchism, the Creed That Won't Stay Dead; The Spread of World Capitalism Resurrects a Long-Dormant Movement". The New York Times (5 August).Colin Moynihan (2007). "Book Fair Unites Anarchists. In Spirit, Anyway". New York Times (16 April).
- ↑ Moynihan, Colin. "Book Fair Unites Anarchists. In Spirit, Anyway". The New York Times (16 April).
- ↑ "The anarchists were unanimous in subjecting authoritarian socialism to a barrage of severe criticism. At the time when they made violent and satirical attacks these were not entirely well founded, for those to whom they were addressed were either primitive or "vulgar" communists, whose thought had not yet been fertilized by Marxist humanism, or else, in the case of Marx and Engels themselves, were not as set on authority and state control as the anarchists made out". Daniel Guerin, Anarchism: From Theory to Practice Archived 6 April 2020 at the Wayback Machine. (New York: Monthly Review Press, 1970).
- ↑ Mark Bevir (ed). Encyclopedia of Political Theory. SAGE. Los Angeles. 2010. p. 34.
- ↑ David Graeber and Andrej Grubacic, "Anarchism, Or The Revolutionary Movement Of The Twenty-first CenturyArchived 17 March 2008 at the Wayback Machine.", ZNet. Retrieved 13 December 2007.
- ↑ Levy, Carl (2004). "Anarchism, Internationalism and Nationalism in Europe, 1860–1939". Australian Journal of Politics and History. 50 (3): 337–338. doi:10.1111/j.1467-8497.2004.00337.x.
- ↑ Levy, Carl; Newman, Saul, eds. (2019). The Anarchist Imagination: Anarchism Encounters the Humanities and the Social Sciences. Interventions. Routledge. p. 12. ISBN 978-1-138-78276-1.
- ↑ Levy, Carl (Fall 2010). "Social Histories of Anarchism". Journal for the Study of Radicalism. 4 (2): 1–44. doi:10.1353/jsr.2010.0003. ISSN 1930-1197. S2CID 144317650. کينډۍ:Project MUSE. کينډۍ:ProQuest.
- ↑ Cornell, Andrew (2016). Unruly Equality: U.S. Anarchism in the Twentieth Century. University of California Press. p. 5. ISBN 978-0-520-96184-5.
- ↑ Levy, Carl (2004). "Anarchism, Internationalism and Nationalism in Europe, 1860–1939". Australian Journal of Politics and History. 50 (3): 330. doi:10.1111/j.1467-8497.2004.00337.x.
- ↑ Moya, Jose C. (2015). "Transference, culture, and critique The Circulation of Anarchist Ideas and Practices". In De Laforcade, Geoffroy; Shaffer, Kirwin, R., ed. In Defiance of Boundaries: Anarchism in Latin American History. University Press of Florida. p. 327. ISBN 978-0-8130-5138-3.
- ↑ Moya, Jose C. (2015). "Transference, culture, and critique The Circulation of Anarchist Ideas and Practices". In De Laforcade, Geoffroy; Shaffer, Kirwin, R., ed. In Defiance of Boundaries: Anarchism in Latin American History. University Press of Florida. p. 331. ISBN 978-0-8130-5138-3.
- ↑ "A member of a community," The Mutualist; this 1826 series criticized Robert Owen's proposals, and has been attributed to Josiah Warren or another dissident Owenite in the same circles; Wilbur, Shawn, 2006, "More from the 1826 "Mutualist"?"
- ↑ Warren published the periodical "The Peaceful Revolutionist" in 1833, seven years before Proudhon's "What is Property."
- ↑ "While more learned men lost faith in utopias and in human nature when the New Harmony experiment failed, Warren became more trusting than before in man's intelligence and perfectibility." – Native American Anarchism, pg. 94, Eunice Schuster
- ↑ Dana, Charles A. Proudhon and his "Bank of the People" Archived 13 February 2017 at the Wayback Machine. (1848).
- ↑ Tucker, Benjamin R., "On Picket Duty", Liberty (Not the Daughter but the Mother of Order) (1881–1908); 5 January 1889; 6, 10; APS Online, pg. 1
- ↑ Carson, Kevin (2007). "Preface". Studies in Mutualist Political Economy. BookSurge Publishing. ISBN 978-1-4196-5869-3. Archived from the original on 21 ډيسمبر 2010.
- ↑ "Under the mutual system, each individual will receive the just and exact pay for his work; services equivalent in cost being exchangeable for services equivalent in cost, without profit or discount; and so much as the individual laborer will then get over and above what he has earned will come to him as his share in the general prosperity of the community of which he is an individual member." From "Communism versus Mutualism", Socialistic, Communistic, Mutualistic and Financial Fragments. (Boston: Lee & Shepard, 1875) by William Batchelder Greene
- ↑ Greene, William B. "Communism – Capitalism – Socialism Archived 27 September 2007 at the Wayback Machine.", Equality (1849), p. 59.
- ↑ Proudhon, Pierre-Joseph What is Property? Archived 2 November 2007 at the Wayback Machine. (1840), p. 281
- ↑ Avrich, Paul. Anarchist Voices: An Oral History of Anarchism in America, Princeton University Press 1996 ISBN 0-691-04494-5, p. 6 Blackwell Encyclopaedia of Political Thought, Blackwell Publishing 1991 ISBN 0-631-17944-5, p. 11
- ↑ Suissa, Judith(2001) "Anarchism, Utopias and Philosophy of Education", Journal of Philosophy of Education 35 (4), 627–46. doi:10.1111/1467-9752.00249
- ↑ Patsouras, Louis. 2005. Marx in Context. iUniverse. p. 54
- ↑ Avrich, Paul. 2006. Anarchist Voices: An Oral History of Anarchism in America. AK Press. p. 5
- ↑ Bakunin's associate, James Guillaume, put it this way in his essay, Ideas on Social Organization Archived 19 November 2017 at the Wayback Machine.(1876):
When... production comes to outstrip consumption... [e]veryone will draw what he needs from the abundant social reserve of commodities, without fear of depletion; and the moral sentiment which will be more highly developed among free and equal workers will prevent, or greatly reduce, abuse and waste.
- ↑ Bakunin, Mikhail; Statism and Anarchism Archived 18 December 2008 at the Wayback Machine.:
They [the Marxists] maintain that only a dictatorship – their dictatorship, of course – can create the will of the people, while our answer to this is: No dictatorship can have any other aim but that of self-perpetuation, and it can beget only slavery in the people tolerating it; freedom can be created only by freedom, that is, by a universal rebellion on the part of the people and free organization of the toiling masses from the bottom up.
- ↑ Bakunin, Mikhail. Bakunin on Anarchism. Black Rose Books. 1980. p. 369
- ↑ Alexander Beckman. What is Anarchism?, p. 217
- ↑ Mayne, Alan James (1999). From Politics Past to Politics Future: An Integrated Analysis of Current and Emergent Paradigms. Greenwood Publishing Group. ISBN 978-0-275-96151-0. Archived from the original on 27 March 2021. نه اخيستل شوی 2010-09-20.
- ↑ Anarchism for Know-It-Alls. Filiquarian Publishing. 2008. ISBN 978-1-59986-218-7. نه اخيستل شوی 20 September 2010.[مړه لينکونه]
- ↑ Fabbri, Luigi (13 October 2002) [1922]. "Anarchism and Communism". Northeastern Anarchist. No. 4. Archived from the original on 29 September 2018.
- ↑ Makhno, Mett, Arshinov, Valevski, Linski (Dielo Trouda). "The Organizational Platform of the Libertarian Communists". 1926. Constructive Section: available here http://www.nestormakhno.info/english/platform/constructive.htm Archived 2 October 2018 at the Wayback Machine.