اميل دورخيم
ډيويډ اميل دورخيم “David Emile Durkehim” (فرانسوي: [emil dyʁkɛm] يا [dyʁkajm]؛ زوکړه: ۱۸۵۸ د اپرېل ۱۵، مړينه: ۱۹۱۷ د نومبر ۱۵) يو فرانسوي ټولنپوه و. نوموړي په رسمي ډول د ټولنپوهنې پوهنيز سمون رامنځته کړ او په عمومي ډول يې د کارل مارکس “Karl Marx” او ماکس ويبر “Max Weber” دواړو تر څنګ د معاصرې ټولنيزې پوهې له اصلي ودانونکو په توګه يادونه کېږي. [۶][۷][۸]
اميل دورخيم | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | |
دين | اتيزم [۲][۳][۴] |
عملي ژوند | |
استاد | ويلهم ونډت |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | توکمپوهنه |
کار ورکوونکی | پاریس پوهنتون [۵] |
مؤثر | |
سمول |
د دورخيم د کار زياتره برخه په دې پورې تړلې وه، چې ټولنې په مدرنيته کې څه ډول خپله بشپړتيا او تړلتيا ساتلی شي. مدرنيته هغه دوره ده، چې دوديز ټولنيز او مذهبي پيوندونه په کې خورا لږ نړېوال دي او نوي ټولنيز بنسټونه په کې شته شوي دي. د ټولنې د پوهنيزې څېړنې په اړه د نوموړي مفکورې د معاصرې ټولنپوهنې د بنسټ ډبره کېښوده او هغه دا ډول پوهنيز توکي د احصائيو، سروې ګانو او تاريخي کتنې په توګه په توګه د کاتوليک او پروتستانت ډلو د ځانوژنو په شننه کې وکارول. د نوموړي لومړنی ستر ټولنپوهنيز اثر د “De la division du travail social” (ټولنه کې د کار وېش، ۱۸۹۳) تر سرليک لاندې و، چې وروسته ورپسې په ۱۸۹۵ز کال کې د “Les Regeles de la method sociologique” (د ټولنپوهنيز مېتود قواعد) خپور شو، چې دا همغه کال و چې دورخيم په کې د ټولنپوهنې لومړنۍ اروپايي څانګه برابره يا تنظيم کړه او د فرانسې د ټولپوهنې لومړنی پروفيسور شو. د “Le Suicide, 1897” تر سرليک لاندې د دورخيم د سيمينار پایليک چې په کاتوليک او پروتستانت وګړو کې د ځانوژنې د کچو څېړنه وه، په ځانګړي ډول د معاصرې ټولنيزې څېړنې لپاره لاره هواره کړه او له روانپوهنې او سياسي فلسفې څخه د ټولنيزې پوهې د بېلولو دنده يې تر سره کړه. دورخيم راتلونکي کال (۱۸۹۸ز) کې “L’Annee Sociologique” ورځپاڼه رامنځته کړه. “Les Formes elementaires de la vie religieuse” (۱۹۱۲؛ د مذهبي ژوند لومړنۍ بڼې) په نوم کتاب د مذهب يوه نظريه وړاندې کړه، چې د اصلي او معاصرو ټولنو ټولنيز او کلتوري ژوند پرتله کوي. [۹]
دورخيم د مشروع پوهې پوه توګه د ټولنپوهنې په منښت سره وار له مخه په ژور ډول تر نفوذ لاندې راغلی و. نوموړي هغه مثبت پلوي يا مثبت اصالت ښه يا بشپړ کړ، چې په اصل کې وار له مخه د “Auguste Comte” له لورې برابر شوی و او هغه څه هڅوي، چې د اپيستيمولوژيکي رياليزم [هغه عقيده چې وايي موجودات له ذهن څخه د باندې په واقعي ډول شته] د بڼې په توګه ګڼل کېدلی شي او همدار راز په ټولنيزه پوهه کې د انګېرنې او قياس له موډل څخه ګټه اخېستنه هم هڅوي. د دورخيم لپاره ټولنپوهنه د بنسټونو پوهه وه، چې ياده اصطلاح د يو څه پراخه معنا له مخې «د اشتراکيت په واسطه د رامنځته شوي چلند د باورونو او دودونو» پېژني، چې د جوړښتي ټولنيزو حقيقتونو د موندنه په نښه کوي. دورخيم په دې ډول د جوړښتي وظيفوي اصالت ستر وړاندې کونکی و، چې په ټولنپوهنه او انسان پوهنه دواړو کې يو بنسټيز ليد دی. د نوموړي له نظره ټولنيزه پوهه بايد په هغه مفهوم کې په سوچه ډول جامع وي، چې له مخې يې ټولنپوهنه بايد د اشخاصو د معلومه عملونو اړوند ټاکلې يا محدودې څېړنې په پرتله په پراخه کچه د ټولنې اړوند ښکارندې وڅېړې. [۱۰]
نوموړی په ۱۹۱۷ ز کال کې د خپلې مړينې تر وخته پورې د فرانسې د روښانفکرۍ ژوند يو واکمن ځواک پاتې شو، چې ګڼ شمېر ويناوې يې وړاندې کړې د پوهې، اخلاق، ټولنيزې ډلبندۍ، مذهب، قانون، زده کړو او انحراف په ګډون يې د بېلابېلو موضوعګانو په اړه کتابونه چاپ کړل. د «ډله ايز شعور» غوندې ځينې هغه اصطلاحات چې نوموړي نوي رامنځته کړل، اوس هم د نامتخصص وګړو له لورې کارول کېږي. [۱۱]
ژوند ليک
سمولد ژوند لومړني وختونه او ميراث
سمولډيويډ اميل دورخيم د فرانسې د لورين په اپينال “Epinal, Lorraine, France” کې د ۱۸۵۸ ز کال د اپرېل پر ۱۵ نېټه له ميلاني “Melanie” (Isidor) او مويس دورخيم “Moise Durkheim” څخه وزېږېد، چې د پرهېزګاره فرانسوي يهودانو “French Jews” د نسب اوږده لړۍ کې راځي. دا چې د نوموړي پلار، نيکه او ستر نيکه ټول د ښاغلي يا د يهودي کورنۍ مشران (rabbis) وو، ځوان دورخيم خپلې زده کړې په يو “rabbinical” ښوونځي کې پيل کړې. که څه هم د کوچنيوالي په عمر کې يې ښوونځي بدل کړل او د خپلې کورنۍ د پلونو د نه څارلو پرېکړه يې وکړه. نوموړي په حقيقت کې په بشپړ ډول د يو بې دينه يا سيکيولر ژوند مشري وکړه، چې په واسطه يې د نوموړي د کار ډېره برخه د دې څرګندولو ته ځانګړې شوې وه، چې مذهبي ښکارندې د اسماني عواملو په پرتله له ټولنيزو عواملو څخه سرچينه اخېستې ده. د دې حقيقت تر څنګ دورخيم له خپلې کورنۍ يا يهودي ټولنې سره خپلې اړيکې ونه پاللې. د نوموړي زياتره ګډ کار کونکي او زده کونکي يهوديان وو، چې له ځينو سره يې ان د وينې اړيکه درلوده. د بېلګې په ډول: مارسل ماوس “Marcel Mauss” چې له جګړې څخه د مخکې دورې د يادونې وړ ټولنيز انسانپوه و، د نوموړي وراره و. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
زده کړې
سمولپه عمر وړوکی او په عقل پوخ زده کونکی دورخيم په ۱۸۷۹ ز کال په خپله درېيمه هڅه کې کې “Ecole Normale Superieure (ENS)” ته ننوت [شامل شو]. د ياد کال د ننوت يا داخلېدلو ټولګی د نولسمې پېړۍ تر ټولو نامتو ټولګی ځکه و، چې د نوموړي زيات ټولګيوال لکه “Jean Jaures” او هينري بيرګسن “Henri Bergson” د فرانسې د روښانفکرۍ تاريخ کې ستر شخصيتونه شول. نوموړي په “ENS” کې د نوما ډينيس فسټيل ډي کولېنګس “Numa Denis Fustel de Coulanges” تر لارښوونې لاندې زده کړې وکړې، چې د ټولنيزې پوهې د نظر په درلودلو سره د لرغوني يونان او روم د سبکونو پلوی و. دورخيم د “Montesquieu” په سرليک باندې لاتيني ژبه کې د خپلې دوکتورا پايليک وليکه. په ورته وخت کې يې “Auguste Comte” او هيربرت سپينسر “Herbert Spencer” هم ولوستل، چې په واسطه يې دورخيم پر خپل مسلک باندې له ډېر کوچنيوالي څخه د ټولنې پر وړاندې پوهنيزه وسيله کې لېوال شو. دې حالت له فرانسوي پوهنيز سيستم سره د زياتو شخړو له منځه د لومړني ټکر معنا درلوده، چې هغه وخت يې د ټولنيزې پوهې هيڅ نصاب نه درلود. دورخيم ته انساني څېړنې بې خونده ښکاره شوې او له همدې امله يې خپل پام له روانپوهنې او فلسفې څخه اخلاقو او په پای کې ټولنپوهنې ته واړوه. نوموړي په ۱۸۸۲ ز کال په فلسفه کې خپل “aggregation” تر لاسه کړ، که څه هم يو کال مخکې د يوې سختې ناروغۍ له امله يې د وروستۍ درجې تر څنګ د زده کړو ياد بهير پای ته ورساوه. [۱۶][۱۷][۱۸]
د ټولنې پر وړاندې د نوموړي لارې چارې دورخيم لپاره پاريس کې د سترې پوهنيزې ګومارنې د تر لاسه کولو د موکې مخنيوی وکړ. له ۱۸۸۲ څخه تر ۱۸۸۷ ز کال پورې يې په بېلابېلو ولايتي ښوونځيو کې فلسفه تدريس کړه. نوموړي په ۱۸۸۵ ز کال المان ته تګ پرېکړه وکړه، چې د دوه کالونو لپاره يې په کې د ماربرګ، برلين او ليپزيګ پوهنتونونو کې ټولنپوهنه ولوسته. لکه څرنګه چې دورخيم په بېلابېلو مقالو کې په ګوته کړي دي، نوموړي په ليپزيګ پوهنتون کې د امپريسيزم [هغه سيستم چې يوازې پر ازمايښت او قياس باندې تکيه کوي] د ارزښت ستايل او د هغه مشخص ژبه او پېچلي شيان زده کړل، چې د کارتيسي مېتود د يو څه زيات مجرد يا ذهني، روښانه او ساده نظريو پر وړاندې يې څرګند توپير درلود. نوموړي په ۱۸۸۶ ز کال د خپلې دوکتورا پايليک د برخې په توګه «ټولنه کې د کار وېش» تر سرليک لاندې خپله مسوده بشپړه کړې وه او د ټولپوهنې د نوې پوهې د رامنځته کولو پر لور يې کار کاوه. [۱۹][۲۰]
علمي مسلک
سمولالمان کې د دورخيم دوره د دې لامل شوه، چې نوموړی د الماني ټولنيزې پوهې او فلسفې په اړه ګڼ شمېر مقالې خپرې کړي. نوموړی د ويلهيلم ونډت “Wilhelm Wundt” له کار [کتاب] څخه په ځانګړي ډول اغېزمن شوی و. د دورخيم مقالې په فرانسه کې وپېژندل شوې او نوموړي په ۱۸۸۷ ز کال د بورډيوکس پوهنتون “University of Bordeaux” کې د استادۍ دنده تر لاسه کړه، چې ټاکل شوې وه، چې په ياد پوهنتون کې به د ټولنيزې پوهې لومړنۍ دورې ته تدريس کوي. د نوموړي رسمي وړ نوم “Chargé d'un Cours de Science Sociale et de Pédagogie” و، ځکه چې نوموړي پيداګوژي او ټولنپوهنه دواړه تدريس کړل، چې ټولنپوهنه له دې څخه مخکې هيڅکله فرانسه کې نه وه تدريس شوې. په خورا انساني پوهنځي کې د ټولنيز پوه ګومارنه د وختونو د بدلون يوه مهمه نښه او ټولنيزو پوهو مخ پر وده ارزښت او پېژندنه وه. دورخيم له همدې دريځه د فرانسوي ښوونځي سيستم په سمولو کې مرسته وکړه او د ښوونځي نصاب ته يې د ټولنيزې پوهې څېړل وروپېژندل. که څه هم د نوموړي دې مخالفتي باورونو چې مذهب او اخلاق له ټولنيز غبرګون څخه په بېلو اصطلاحاتو کې تشرېح کېدلی شي، نوموړی له زياتو نيوکو سره مخامخ کړ. [۲۱][۲۲][۲۳]
سرچينې
سمول- ↑ پیوستون : 118528297 — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ http://jcrt.org/religioustheory/2018/05/12/thinking-about-god-in-a-pluralistic-world-the-challenge-of-modern-theology-lecture-1-johannes-zuchaber/
- ↑ https://www.irishtimes.com/news/science/statistics-challenge-demise-of-religion-1.639611
- ↑ https://www.cambridge.org/core/books/abs/cambridge-companion-to-atheism/atheists-a-psychological-profile/D85096EA26C59B4CC19473DC2252BB16
- ↑ https://www.persee.fr/doc/inrp_0298-5632_1985_ant_2_1_2615 — د نشر نېټه: ۱ جون ۲۰۲۰
- ↑ Marchand, Jean Jose. 23 June 1974. "Claude Lévi-Strauss : 3ème partie" [interview]. Archives du XXème siècle. Montigny sur Aube: l'Institut national de l'audiovisuel (INA). Archived from the original 17 October 2012.
- ↑ (Calhoun 2002، p. 107)
- ↑ Kim, Sung Ho (2007). "Max Weber". Stanford Encyclopedia of Philosophy (24 August 2007 entry) http://plato.stanford.edu/entries/weber/ (Retrieved 17 February 2010)
- ↑ (Allan 2005، م. 104)
- ↑ Durkheim, Émile. 1982 [1901]. "Preface to the Second Edition". Pp. 34–47 in The Rules of Sociological Method and Selected Texts on Sociology and its Method, edited by S. Lukes, translated by W. D. Halls. New York: The Free Press. ISBN 978-0-02-907940-9. p. 45.
- ↑ Durkheim, Emile. 1993 [1893]. The Division of Labour in Society, translated by G. Simpson. New York: The Free Press. p. ix.
- ↑ Jones, Robert Alun. 1986. "Emile Durkheim: His Life and Work (1858-1917)." Pp. 12–23 in Emile Durkheim: An Introduction to Four Major Works. Beverly Hills, CA: SAGE Publications. – via The Durkheim Pages, University of Chicago.
- ↑ Tiryakian, Edward A. For Durkheim: Essays in Historical and Cultural Sociology. London: Ashgate Publishing. ISBN 9780754671558. p. 21.
- ↑ Poggi, Gianfranco. 2000. Durkheim. Oxford: Oxford University Press. ISBN 978-0-19-878087-8.
- ↑ (Calhoun 2002، p. 103)
- ↑ (Bottomore او Nisbet 1978، م. 8)
- ↑ (Lukes 1985، م. 64)
- ↑ (Calhoun 2002، p. 103)
- ↑ (Calhoun 2002، p. 104)
- ↑ (Jones او Spiro 1995، p. 149)
- ↑ (Calhoun 2002، p. 104)
- ↑ (Allan 2005، م. 104)
- ↑ Poggi, Gianfranco. 2000. Durkheim. Oxford: Oxford University Press. ISBN 978-0-19-878087-8.