امو راډیو په ٧٨،٦ اف ام څپو خپرونې لري، په ١٣٨٣لمريز کال دانټرنيوز موسسې له خوا په فیض آباد کې جوړه شوې او ١٢ ساعته خپرونې لري. ددې راډيو مسووليت د عبدالبصير حقجو پر غاړه دى او ١٤ رسمي او افتخاري کارکوونکي لري، چې د ٢٦٠٠واټه ټرانسمېټر په درلودلو سره د فيض اباد ښار سربېره په جرم، بهارک، خاش او ارګو ولسواليو کې هم اورېدل کېږي.