امنیت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا United Nations Security Council) ) د ملګرو ملتونو اړوند ایداره ده چې دنده یې د نړیوال امنیت او سولې ساتل دي. د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د امنیت شورا د واک سیمه د سوله ساتو ځواکونو استول، د نړیوالو بندیزونو تصویب او د دښمنو هیوادونو پر ضد جګړې ته د ځواکونو د استولو لپاره اجازه ورکول دي، د دې شوراپریکړې د امنیت شورا د پریکړه لیک په توگه خپریږي. امنیت شورا پنځه دایمي او لس غوره شوي غړي لري. پنځه دایمي غړي یې په پریکړو کې د ویټو حق هم لري. د امنیت شورا ریاست نوبتي دی او وخت یې یوه میاشت دی.