الېک ډاګلاس-هیوم

الکساندر فریډریک ډاګلاس هیوم، د هیرسل بارون هیوم، د اغزن ګل نښان لرونکی (Order of the Thistle) ، د برېتانیې د ځانکړې شورا غړی (Privy Council of the United Kingdom)، د د جوړجاړي قاضي (Justice of the peace)، د پاچا د استازي مرستیال (Deputy lieutenant) ( د ۱۹۰۳ ز کال د جولای له ۲ مې - د ۱۹۹۵ ز کال د اکتوبر تر ۹مې)  له ۱۹۶۳ ز کال نه تر ۱۹۶۴ ز کال پورې د برېتانیې لومړی وزیر و. یوازینی برېتانوی لومړی وزیر و چې د اډوارډین په دوران کې زېږېدلی او وروستی کس و چې ریاست یې په غاړه درلود، په داسې حال کې چې د مشرانو مجلس غړی و. مخکې له دې چې د مشرانو جرګې غړیتوب نه ډډه وکړي او د پاتې صدارت لپاره یې د مشرانو په جرګه کې چوکۍ په غاړه واخیسته، خو  شهرت یې د لنډ صدارت په پرتله د برېتانیې د بهرنیو چارو وزیر په توګه د هغه د دوو دورو په خدمت پورې ډېر تړلی دی.

الېک ډاګلاس-هیوم
(انګلیسي: Alec Douglas-Home د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
الېک ډاګلاس-هیوم
الېک ډاګلاس-هیوم

د شخص معلومات
پيدايښت ۲ جولای ۱۹۰۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
مړینه 9 اکتوبر 1995 (92 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د برېتانیې لومړی وزیر   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۹ اکتوبر ۱۹۶۳  – ۱۶ اکتوبر ۱۹۶۴ 
هارولډ مکمېلن  
هارولد وېلسن  
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۱۴]
ډیپلوماټ   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوبه کرېکټ   د (P641) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هغه د کرکټ یو تکړه لوبغاړی و او د کلب او ناحیې په کچه یې لومړی درجه کرکټ وکړ، په سیمه ییز پوځ کې یې له ۱۹۲۴ ز کال نه خدمت پیل کړ. ډاګلاس-هیوم (د لارډ ډنګلاس نارسمي اشرافي لقب پر بنسټ) په ۱۹۳۱ ز کال کې پارلمان ته ننوت او د نویل چمبرلین د پارلماني یاور په توګه یې خدمت وکړ، که څه هم په ۱۹۴۰ ز کال کې د نخاعي توبرکلوز تشخیص له امله دوه کاله په بستر کې پاتې شو. ډاګلاس-هیوم له رغېدو وروسته خپل سیاسي مسلک بیا پیل کړ او د ۱۹۴۵ ز کال په ټولټاکنو کې یې خپله چوکۍ کارګر ګوند ته وبایلله. په ۱۹۵۰ ز کال کې یې بېرته ترلاسه کړه، خو په راتلونکي کال کې یې د خپل پلار د مړینې له امله د مشرانو جرګه خوشی کړه او د هیوم ۱۴م اېرل په توګه د مشرانو جرګې ته د ننه شو. هیوم د راتلونکي محافظه کار حکومت په مشرۍ، په تدریج سره په لوړو پستونو کې، لکه د مشرانو جرګې مشر او د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو. په وروستي پست (۱۹۶۰-۱۹۶۳ز) کې یې د کیوبا د توغندیو په کړکېچ کې د متحده ایالاتو له پرېکړې نه ملاتړ وکړ او د ۱۹۶۳ ز کال په اګست کې د قسمي اټومي ازموینې د بندیز تړون له لاسلیک کوونکو نه و.

هارولډ مکمیلن د ۱۹۶۳ ز کال په اکتوبر کې د صدارت نه ګوښه شو او هیوم ډاګلاس یې ځای ناستی وټاکل شو. په ۱۹۶۰ز کلونو کې، د مشرانو جرګه کې د لومړي وزیر ناستی د منلو وړ نه و، نو هیوم د خپل میراثي غړیتوب نه ډډه وکړه او د ښاغلي الېک ډاګلاس-هیوم په توګه په بریالیتوب سره پارلمان ته په ټاکنو کې نوماند شو. د ټاکل کېدو تګلاره یې لانجمنه وه او د مکمیلن د کابینې دوو وزیرانو د هغه تر مشرۍ لاندې په چوکیو کې پاتې کېدل ونه منل. په هغه باندې چې د کارګر ګوند له لوري د ناخبره اشراف په بڼه نیوکې وشوې، نو د کارګر ګوند مشر هارولډ ویلسن په پرتله یې په تلویزیوني مرکو کې په سختۍ ګډون کاوه.

د لومړي وزیر په توګه د ډاګلاس-هیوم چلند او په ظاهره همغسې شرافي او پخواني  پاتې شول. د اقتصاد په اړه یې ساده پوهه لرله او خپل صدراعظم رجینالډ ماډلينګ ته يې آزاد واک ورکړ، ترڅو مالي چارې اداره کړي. هغه د بهرني سیاست له اداره کولو نه خوند اخیست او د بهرنیو چارو وزیر راب بټلر یې زیات فعال نه و، خو داسې مهم کړکېچونه یا مسائل موجود نه وو چې حل یې کړي. محافظه کار ګوند چې نږدې دوولس کاله یې حکومت وکړ، د مکمیلن تر مشرۍ لاندې د پروفومو شرموونکې نامشروع اړیکه او د ډاګلاس هوم د لومړۍ وزیری له امله خپل مقام له لاسه ورکړ، داسې برېښېده چې د درنې ټاکنیزې ماتې په لور روان و، لومړی وزیري یې د شلمې پېړۍ دویمه لنډه دوره وه، چې دوې ورځې کمې یو کال یې دوام وکړ. د هغه په حکومت کې د تصویب شوو قوانیو له منځ څخه، په ۱۹۶۴ ز کال کې د بیاپلور قېمت ساتنې فسخه وه.

ډاګلاس-هوم چې د ۱۹۶۴ز کال په ټولټاکنو کې یې په کم توپیر ماتې وخوړه، د ګوند مشرۍ نه د ۱۹۶۵ ز کال په جولای کې ګوښه شو او د مشر د ټاکلو لپاره یې  نوې او لږ محرمه طریقه جوړه کړه. وروسته یې د لومړي وزیر اډوارډ هیث په کابینه کې د بهرنیو چارو او مشترک المنافع هېوادونو په اداره (۱۹۷۰-۱۹۷۴ز) کې چې د پخواني سکرتریت پراخه بڼه یې وه، خدمت وکړ. د ۱۹۷۴ ز کال د محافظه کارانو دوو غبرګو ماتو له لومړی ماتې وروسته، هغه په دویمه ماته د ۱۹۷۴ز کال د اکتوبر په ټاکنو کې ګډون وکړ او د مشرانوجرګې د دایمي غړي په توګه د هېرسل بارون هیوم لقب سره، د اعیانو د مجلس ته راستون شو. ده په تدریجي ډول د سیاست لومړۍ کرښې څخه شاته شو او په ۱۹۹۵ کال کې یې د ۹۲ کلونو په عمر له نړۍ څخه سترګې پټې کړې. 

ژوند او لومړنی مسلک سمول

لومړني کلونه سمول

ډاګلاس-هیوم د ۱۹۰۳ز کال د جولای په ۲ مه د لندن د مېفیر په ۲۸ جنوبي واټ کې زېږېدلی، یو نوی جوړ شوی ښاري کور و، چې د آسونو د شپول پر ځای د برېتانوي معمار ډټمار بلو له خوا چې د ودانۍ مخ یې ډیزاین کړ، جوړ شوی او داسې باور شته چې مرستیال یې فرانسوي معمار فرناند بیلري، د داخلي وړو کارونو مسؤل و. د ودانۍ کار د مېپل او کمپني له لوري ترسره کېده. ګاونډیانو د ودانۍ د کار له اندازې نه اعتراض وکړ، چې د لومړنۍ ټاکل شوي اندازې نه ډېر زیات و، له دې امله، د ودانۍ له پروژې څخه ووت او بیلري پروژه بشپړه کړه.  دا کور چې اتلس مخکینۍ کړکۍ یې لرلې، د سیاستوال او دلال، سر کاثبرټ کویلټر څخه په اجاره شوی و او د لیکوال او معاشر، باربارا کارټلنډ راتلونکی کور و.[۱۵][۱۶]

ډاګلاس-هیوم د لارډ ډنګلاس (د هیوم د ۱۲م ارل مشر زوی) او د هغه مېرمنې، لېډي لیلیان لمبټون (د درهام د ۴م ارل لور) له اوو ماشومانو نه لومړی و. د هلک لومړی نوم په دودیز ډول "الېک" ته لنډ شوی. د جوړې د کوچني ماشومانو په منځ کې وېلیم ډاګلاس-هیوم ډرامه لیکونکی و.  [۱۷]

د هیوم ۱۲ اېرل په ۱۹۱۸ کال کې مړ شو، ډنګلاس یې په ارلډم کې ځای ناستی شو او دا نارسمي اشرافي لقب یې زوی الېک ډاګلاس-هیوم ته ورسېد، چې تر ۱۹۵۱ ز کال پورې د لارډ ډنګلاس په لقب یادېده. ځوان لارډ ډنګلاس د لوډګروو په ښوونځۍ او ورپسې په ایتون کالج کې زده کړې وکړې. په ایتون کې د هغه هم دورانو، چې سیریل کانولي هم په کې شامل و، وروسته یې ده داسې یاد کړی:[۱۸]

هغه د ایتون کلیسا پټ پلوی، ډېر زړه وړونکی، زغم لرونکی او آرام هلک  و چې له ښېګڼو ډک او په ټولو ویاړونو پټ دی، چې د ښوونکو خوښېږي او هلکان یې د هغه له طرفه پرته، له کومې ظاهري هڅې، پرته له دې چې د بریا ناوړه اغېزې په ځان احساس کړي یا په نورو کې د حسد او کینې درد راپورته کړي، ستاینه کوي. په اتلسمه پېړۍ کې هغه له ۳۰ کلنۍ نه مخکې لومړی وزیر شو. ظاهراً هغه د ژوند د مبارزې لپاره په آبرومندانه توګه نامناسب ښکارېده.  

ډنګلاس له ایتون نه وروسته د اکسفورد کرېسټ چرچ  ته لاړ، چې هلته په مدرن تاریخ کې د لېسانس درېیمې درجې سند سره په ۱۹۲۵ ز کال کې فارغ شو. 

ډنګلاس یو تکړه سپورتمین و. په فایوز لوبه کې د ایتون په استازیتوب سربیره، د ښوونځۍ، کلب او کونټي په کچه یو وړ کرکټر و او د برېتانیې د لومړيو وزیرانو په منځ کې چې د لومړۍ درجې کرکټ یې کړی و، بې ساری و. دی چې د جورج هرسټ له خوا روزل کېد، د وېسډن کتاب په عبارت "د ایتون XI ګټور غړی" کې راغلی، چې پرسي لاري او ګوبي الن په کې شامل وو. وېسډن څرګنده کړه: " د ۱۹۲۲ کال ایتون – هیرو لوبه، چې باران اغېزمنه وه، سره له دې چې له اوبو ډک ډګربهر خنډ جوړ و، هغه ۶۶ منډې جوړې کړې او بیا یې د مېډیم پېس آوټ سوېنګرونو سره د ۳۷ منډو په ورکولو سره ۴ ویکټې واخیستې".       [۱۹][۲۰][۲۱]

هغه د لومړۍ درجې په کچه د اکسفورد پوهنتون کرکټ کلب، مېډلسکس کونټي کرکټ کلب او ماری لېبون کرکټ کلب  (MCC)  استازیتوب وکړ. د ۱۹۲۴ او ۱۹۲۷ ز کلونو تر منځ یې لس لومړی درجې لوبې وکړي، چې د ۱۶۳۳ په اوسط سره یې ۱۴۷ منډې جوړې کړې او تر ټولو ښې منډې یې ۳۷ ناسوځېدلی دي. د توپ اچوونکي په توګه یې د ۳۰۲۵ په اوسط سره ۱۲ ویکټې واخیستې او ترټولو غوره یې په ۴۳ منډو کې ۳ ویکټې دي. د هغه درې لومړی درجې لوبې د ۱۹۲۶-۱۹۲۷ ز کال د سویلي امریکا په لوبو کې دMCC  په "استازیتوب" ارجنټاین په وړاندې نړیوالې لوبې وې.        [۲۲]  

ډنګلاس په سیمه ییز پوځ کې، هغه وخت خدمت پیل کړ، کله چې په ۱۹۲۴ز کال کې یې په لانارکشایر یومانري کې  بریدمن وټاکل شو، بیا په ۱۹۲۸ز کال کې جګتورن او په ۱۹۳۳ ز کال کې جګړن شو.  [۲۳][۲۴][۲۵]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ https://www.gov.uk/government/history/past-prime-ministers/alec-douglas-home
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Alec-Douglas-Home — subject named as: Sir Alec Douglas-Home — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6ns27vh — subject named as: Alec Douglas-Home — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/11442 — subject named as: Alec Douglas-Home — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p1076.htm#i10759 — subject named as: Alexander Frederick Douglas-Home, Baron Home of the Hirsel — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/douglas-home-alexander-frederick — subject named as: Alexander Frederick Douglas-Home — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb118865663 — subject named as: Alec Douglas- Home — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0022896.xml — subject named as: Alexander Frederic Douglas-Home — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=douglashome — subject named as: Alec Douglas-Home
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ genealogics.org person ID: https://www.genealogics.org/getperson.php?personID=I00019872&tree=LEO — subject named as: Sir Alec Douglas-Home — دوتنه: Leo van de Pas
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/18375 — subject named as: Alec (Alexander Frederick) Douglas-Home — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  12. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=16058 — subject named as: Alexander Frederick Douglas-Home — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ UK Parliament ID: https://beta.parliament.uk/people/NO2ugs53
  14. PACE member ID: http://www.assembly.coe.int/nw/xml/AssemblyList/MP-Details-EN.asp?MemberID=1145 — د نشر نېټه: ۲۰ اپرېل ۲۰۲۲
  15. Ivey, Prudence (14 February 2020), "Dame Barbara Cartland's former mansion: Queen of Romance's Mayfair townhouse goes on sale on Valentine's Day", Homes and Property (London Evening Standard), مؤرشف من الأصل في ۰۱ اپرېل ۲۰۲۰, د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "South Street (No.28)", BHO (British History Online), د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Lord Home of the Hirsel – Obituary", The Times, 10 October 1995 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Death of Lord Home", The Times, د کتاب پاڼې 8, 1 May 1918 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); and "The Earl of Home", The Times, د کتاب پاڼې 6, 13 July 1951 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. کينډۍ:Cricinfo
  20. "Public Schools Fives", The Times, د کتاب پاڼې 14, 24 November 1921 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Eton v. I Zingari", The Times, د کتاب پاڼې 7, 4 July 1921 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. کينډۍ:Cricinfo
  23. Kelly's Handbook to the Titled, Landed and Official Classes, 1925, Kelly's, د کتاب پاڼې 535 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Kelly's Handbook, 1929, د کتاب پاڼې 581 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Kelly's Handbook, 1934, د کتاب پاڼې 616 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)