الېکساندر ګاولند

الېکساندر گاولند (په آلمانی: Alexander Gauland) یو آلمانی لیکوال او سیاستمدار دئ. دی په ختیځ آلمان کښی لوی شوی دئ او د تحصیلاتو دپاره لوېدیځ آلمان ته کډه یې وکړه. د ماربورگ او گیسن د پوهنتونو کښی د تاریخ، د سیاست پوهنی او د حقوقو تحصیلونه یې وکړل. د ۲۰۱۳ له کال راهیسې د آلمان دپاره د آلترناتیف (AfD) د گوند سیاستمدار دئ. د براندنبورگ په ایالت کښی د دې گوند مشر و. الېکساندر گاولند د امریکا د متحده ایالاتو په نفوذ انتقاد کاندی، خو هغه له روسیې سره همکاری غواړي.