الینا راډیو

الینا راډیو الينا راډيو د نورستان له فعالو رسنيو څخه ده ، چې د انټر نيوز موسسې له خوا په ١٣٩٠ لمريز کال جوړ شوې ده. ياده راډيو دسهار له شپږو د غرمې تر ١٠ او بيا د ماسپښين له ٢ د مازيګر تر ٥ خپرونې لري، چې له نورستان سربېره په لغمان ولايت کې هم اورېدل کېږي . ددغې راډيو د امتياز خاوند د نورستان ولايت د مخورو دفرهنګي شورا رييس منور همدرد او مسوول مدير يې صاحب داد همدرد دى .