الکټرونیکي جنسي پارونه

د جنسي هڅونې لپاره د برېښنایي وسيلو څخه کار اخيستل

الکټرونیکي جنسي پارونه (erotic electrostimulation) چې په لنډ ډول د الکټروسيس په نوم هم يادېږي [۱] یوه جنسي کړنه ده چې د ځانګړو برېښنايي يا برقي وسيلو په واسطه انسان جنسي خوند ته رسوي، په ساده ډول: د ښځې پر تناسلي غړي دا ډول برقي وسيلې ايښودل يا ننباسل کېږي، چې د برق په وسيله حرکت لري، دغه کړنه د جنسي غړي د ښورولو لامل کېږي چې په پایله کې د انسان د اعصابو د جنسي خوند اخيستنې رګونه تحريک کېږي او انسان جنسي خوند ته رسېږي.

د جنسي پارونې برېښنايي وسيله چې په مرسته يې ښځې پارول کېږي

خونديتوت

سمول

د الکټروسيس کړنه ځينې لارې چارې لري چې بايد رعایت شي، د څېړنو پر اساس دا ډول کړنه که په ناسمه توګه ترسره شي ښايي د مړينې لامل هم شي. [۲] ترټولو عامه او ډېره پېښېدونکې ستونزه د جنسي غړي سوځېدنه ده، يعنې دغه ډول الکټرونیکي وسيلې ښايي جنسي غړی وسوځوي يا پوستکي ته زیان ورسوي [۳] که څه هم دا ډول وسيلې ولټاژونه او درجې لري انسان کولای شي چې په خپله خوښه يې تنظيم کړي خو په هر حالت، د جنسي پارونې لپاره طبيعي او بې خطره لارې ډېرې دي، داسې فعالیت ډېر ريسکونه او احتمالي خطرونه لري. [۳] الکټرونیکي وسيلې ښايي د بدن پر رګونو هم اغېزه کښېږدي، خصوصاً هغه سيمې چې دا وسيلې ورسره نښلي. خو د دې ټولو ريکسونو او احتمالي خطرونو سربېره بياهم الکترونيکي وسيلې کارول ښايي په ځينو حالتونو کې هيڅ خطر پېښ نه کړي.

الکترودونه (وسيلې)

سمول

الکټروډ په اصل کې هغه برېښنايي/برقي وسيلې دي چې د بدن پر پاروونکو برخو لګول کېږي.

 
د ښځې پر سينې د جنسي پارونې په موخه د الکټرونیکي وسيلو څخه کار اخيستنه؛ دا ډول کړنه د زړه د اريتيميا د احتمالي پېښېدونکي خطر له امله ډاکټران نه توصیه کوي. [۳]

په پورتني انځور کې يوه مېرمنه ليدل کېږي چې پر خپلو سينو يې د الکټرونیکي پارونې وسيله لګولې ده، د ډاکټرانو په وینا دا ډول فعاليت د دې سيمې رګونو ته زیان رسولای شي، او آن تر دې چې امکان لري د زړه بندېدو لامل شي. [۳]

الکټروډونه د جنسي پارونې په موخه د بدن پر حساسو ځايونو لګول کېږي ترڅو حرکت ورکړي او انسان جنسي خوند ته ورسوي. دا ډول برېښنايي وسيلې د ښځې پر واژن، سينو او نورو برخو لګول کېږي.

سرچينې

سمول
  1. . 17 November 2009. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  2. Abdul, Uncle (1998). Juice: Electricity for Pleasure and Pain. San Francisco: Greenery Press. ISBN 1-890159-06-9.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ . 1998. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help) Invalid <ref> tag; name "zity.biz" defined multiple times with different content