الکساندر بېن (فیلسوف)

الکساندر بېن (د ۱۸۱۸ کال د جون له ۱۱ – د ۱۹۰۳ کال د سپټمبر تر ۱۸) یو سکاټلندی فیلسوف او د برېتانیې تجربه پاله مکتب ښوونیز پوه او د ارواپوهنې، ژبپوهنې، منطق، اخلاقي فلسفې او تعلیم اصلاح په برخو کې یوه مخکښه او نوښتګره څېره وه. هغه د ذهن (Mind) جورنال رامنځته کړ چې د ارواپوهنې او تحلیلي فلسفې لومړنی جورنال ؤ او د ارواپوهنې لپاره د ساینسي میتود په جوړولو او پلي کولو کې مخکښ شخصیت ؤ. بېن په منطق کې د ریګیوس څوکۍ پرانیستی او په ابرډین پوهنتون کې د منطق استاد ؤ، په دې پوهنتون کې یې د اخلاقي فلسفې او انګلیسي ادبیاتو استادي هم په غاړه لره او دوه ځله د ابرډین پوهنتون رئیس او زده کړیالانو استازی وټاکل شو.  

الکساندر بېن (فیلسوف)
الکساندر بېن (فیلسوف)
الکساندر بېن (فیلسوف)

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۱ جون ۱۸۱۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مړینه 18 سپټمبر 1903 (85 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ارواپوه [۸]
فیلسوف [۸]
ليکوال [۹]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۰][۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه [۱۲]
زده کړه [۱۲]
ساپوهنه [۱۲]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لومړنی ژوند او تعلیم   سمول

الکساندر بېن په ابرډین کې د جورج بېن چې یو اوبدونکی او تجربه لرونکی سرتېري ؤ، او مارګریټ پاول کورنۍ کې زیږېدلی. په یوولس کلنۍ کې یې ښوونځۍ خوشې کړه ترڅو د اوبدونکي په توګه کار وکړي، له همدې امله هغه ته Weevir, rex philosophorum ویل کېد. ده د ابرډین په میخانیک انسټیټیوټ او په ابرډین عامه کتابتون کې په ویناوو کې هم کډون کاوه.   [۱۳]

هغه په ۱۸۳۶ کال کې ماریشال کالج ته لاره ومونده، په دې کالج کې د ریاضیاتو استاد جان کرویکشنک، د کیمیا استاد توماس کلارک او د طبیعي فلسفې استاد ویلیم نایټ تر اغېزې لاندې راغی. د خپلې لیسانس دورې په پای کې د ویسټ منسټر بیاکتنه (Westminster Review) خپرندویه کې لیکوال شو او د "الیکټروټایپ او ډاګوریوټایپ" تر سرلیک لاندې خپله لومړۍ مقالې یې  د ۱۸۴۰ کال په سپټمبر کې خپره شوه. دا د جان سټوارټ مل سره د هغه د اړیکو پیل ؤ، چې د عمري ملګرتیا لامل شوې. هغه ته د نیلي پیتې (Blue Ribbon) جایزه او همدارنګه د ګرې ریاضیکي بورس (Gray Mathematical Bursary) ورکړل شو. د کالج مسلک او زده کړې یې په ځانګړي ډول په ذهني فلسفه، ریاضياتو او فزیک کې وتلې او لوړې وې او د لیسانس څخه په لوړه درجه فارغ شو.  

بېن په ۱۸۴۱ کال کې د اخلاقي فلسفې استاد، ډاکتر ګلیني پر ځای چې د ناروغۍ له وجهې د خپلې علمي دندې ترسره کولو وس نه درلود، وټاکل شو. هغه د دې درې پرله پسې دورو ترسره کولو ته دوام ورکړ، چې په ترڅ کې یې د ویسټ منسټر خپرندویې لپاره لیکلنې کولې او همدارنګه د جان سټوارټ مېل سره یې د هغه د منطق سیسټم (System of Logic ) (۱۸۴۲) لاسي نسخې په بیاکتنه کې مرسته وکړه. هغه په ۱۸۴۳ کال کې د کتاب لومړنۍ بیاکتنه د لندن او ویسټ منسټر خپرندویې ته وړاندې کړه. 

علمی مسلک   سمول

په ۱۸۴۵ کال کې د ګالسکو په انډرسن پوهنتون کې د ریاضیاتو او طبیعي فلسفې استاد وټاکل شو. یو کال وروسته، یوې پراخې رشتې ته په ترجیح ورکولو سره له دندې ګوښه شو او ځان یې لیکلوالی ته وقف کړ. په ۱۸۴۸ کال کې لندن ته لاړ ترڅو د سر اډون چاډویک په مشرۍ په روغتیايي هیئت کې پسټ ډک کړي، دلته یې د ټولنیزې صلاح لپاره کار کاوه او د فکري حلقې چې جورج ګروټ او جان سټوارټ مېل په کې شامل وو، یو مهم غړی شو. نوموړي په ۱۸۵۵ کال کې خپل لومړی لوی اثر، حواس او عقل (The Senses and the Intellect) او ورپسې په ۱۸۵۹ کال کې د احساساتو او ارادې (The Emotions and the Will) اثر خپور شو. دې آثارو د خپلواکو مفکرینو په منځ کې ځای ور په برخه کړ. بېن د ۱۸۵۷ کال څخه تر ۱۸۶۲ کال پورې د انډرسن پوهنتون لپاره او همدارنګه د ۱۸۶۴ -  ۱۸۶۹ د لندن پوهنتون لپاره د منطق او اخلاقي فلسفې ممتحن ؤ او د هند ملکي خدماتو ازموینو لپاره د اخلاقي علومو ښوونکی هم ؤ.  

بېن په ۱۸۶۰ کال کې د برېتانیې د ولیعهد له خوا په ابرډین پوهنتون کې د منطق د ریګیوس څوکۍ پرانیستې او د انګلیسي ادبیاتو ریګیوس څوکۍ لپاره وټاکل شو، دا پوهنتون د ۱۸۵۸ کال د سکاټلنډ د پوهنتونونو کمیسیون له خوا د ابرډین د کنګز کالج او ماریشال کالج له یوځای کېدو وروسته نوی رامنځته شو.

ژبپوهنه  سمول

تر ۱۸۵۸ کال پورې په ابرډین پوهنتون کې نه منطق او نه هم انګلیسي ته مناسبه پاملرنه شوې وه، نو بېن د دې نیمګړتیاوو برابرولو لپاره خپل ځان وقف کړ. دی نه یوازې په دې بریالی شو چې عموماً د سکاټلنډ په شمال کې د تعلیم معیار لوړ کړي، بلکه په ابرډین پوهنتون کې یې فلسفې مکتب رامنځته کړ او په برېتانیه کې یې د انګلیسي ګرامر او ترکیب په تدریس پراخه اغېزه وکړه. هغه خپلې هڅې په لومړي سر کې د درسي کتابونو چمتو کولو ته متوجه کړې: د انګلیسي لوړ ګرامر (Higher English Grammar) او یو انګلیسي ګرامر (An English Grammar) دواړه په ۱۸۶۳ کې خپاره شول، ورپسې په ۱۸۶۶ کال کې د بدیع علم لارښود (the Manual of Rhetoric)، په ۱۸۷۲ کال کې لومړی انګلیسي ګرامر (A First English Grammar) او په ۱۸۷۴ کال کې د انګلیسي ګرامر پرتله (the Companion to the Higher Grammar) خپاره شول. یاد اثار جامع وو او د دوی لومړني نظرونه او میتودونه د پراخ هرکلي سره مخ شول.  [۱۴][۱۵]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb122852126 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Alexander-Bain-Scottish-philosopher — subject named as: Alexander Bain — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6794cgf — subject named as: Alexander Bain — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/bain-alexander — subject named as: Alexander Bain — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2589 — subject named as: Alexander Bain — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/10422 — subject named as: Alexander Bain — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=5288 — subject named as: Alexander Bain — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  8. پیوستون : 116040793  — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  9. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb122852126 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2002101197 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  12. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2002101197 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  13. Kunitz, p. 30
  14. Higher English Grammar at Google Books
  15. An English Grammar at Google Books