الهي پېغمبر: حضرت شعیب علیه السلام- پښتو
حضرت شعيب عليه السلام
سمولد "مدين" ښار ښـېرازه او اباد و او ورځ په ورځ ابادېده او خلک يې شتمنېدل؛ خو ددې پر ځاى،چې ددې نعمتونو شکر وباسي ،چې څښتن ورکړي ول او د څښتن عبادت وکړي،د هغو بوتانو پر عبادت بوخت وو،چې په خپله يې توږلي وو .
دا خلک به ډېر وخت پر بدچاريو بوخت وو او د مال په راکړه ورکړه کې يې هم خورا دوکې کولې؛ يعنې کم فروشي يې کوله او ډانډۍ يې وهلې؛ پر خلکو يې ،چې څه پلورل؛ نو لږ يې پلورل؛ خو له چا يې ،چې څه پلورل؛نو ډېر يې پلورل او بله له بده بتره خبره خو دا وه ، چې پر خپلو بدچاريو وياړېدل هم او چا به ،چې څومره بد چاري او ډانډۍ وهلې،ورته به يې تر ټولو هوښيار وايه !! ؛ خو ښه خبره يې داوه ،چې په دې ښار کې يو ښه او رښتين ځوان و،چې ټولو پېژانده ،چې نوم يې حضرت شعيب (ع) و.
حضرت شعيب (ع) ډېر غلى ښکارېده او د خلکو په بې ځايه شخړو او معاملو کې يې برخه او ونډه نه اخسته؛ تل يې سر په ګرېوان کې ټيټ و او فکر يې کاوه، ډېر کم ګړېده او چا ته يې بد او ازار نه رسېده،چې بيا لورين څښتن د همدې بدو خلکو د لارښوونې لپاره دا ښه، مينه ناک او پاک ځوان خپل استازى کړ او دنده يې ورکړه،چې د ((مدين )) خلکو ته ورشي او د نړۍ پال عبادت ته يې راوبلي.
حضرت شعيب (ع) هم له هماغې ړومبۍ ورځې مټې بډ وهلې او خلک يې څښتن ته راوبلل،چې په دې ترڅ کې څو تنو پرې ايمان راووړ ،چې مالونه يې چور شوي وو، تېرې پرې شوى و او د پاکۍ او عدالت تږي ول؛ خو هغوى چې خپلې ګټې يې په خطر کې ليدلې وې او پر بدچارۍ روږد شوي وو، د حضرت شعيب (ع) خبرې پرې بدې لګېدې، ويل يې : شعيب څوک دى ،چې موږ ته به نېغه لار وښيي؛ هغه غواړي له دې لارې ځان مشهور او ډله ځان ته جوړه کړي.
حضرت شعيب (ع) وويل : د نړۍ او نړيوالو څښتن يو دى؛ هماغه څښتن ،چې تاسې او ستاسې مور او پلار يې پنځولي دي . خلکو ! څښتن دنده راکړې،چې پيغام يې در ورسوم؛ د بوتانو له عبادته لاس واخلئ، ظلم او تېرى مه کوئ او په تله کې ډانډۍ مه وهئ.
خلکو ورته وويل : موږ خو ګومان کاوه ،چې ډېر هوښيار يې؛ خو ګورو،چې زموږ د پلار نيکه پر دين ملنډې وهې او رښتيا ! لېونى شوى خو به نه يې ؟
حضرت شعيب (ع) ورته وويل : خلکو ! دا څه کوئ؟ ډېر پېرئ او لږ پلورئ .ايا دا د نعمتونو شکر دى؟!
کافرانو وويل : له شعيب سره خبرې کول وخت بربادول دي؛ ځکه څه چې ورته وايو بيا هم خپله کوي، هغه ټول دروغجن، بېکاره او ناپوهه دي،چې ترې راټول شوي؛ نو راځئ لاس يو کړو او شعيب او لارويان يې له ښاره بهر کړو او د تل لپاره ځان له دې غمه خلاص کړو.
حضرت شعيب (ع) وويل: خلکو ! له څښتن او قهر يې ووېرېږئ اوپرې ايمان راوړئ.
کافرانو وويل : شعيبه ! زموږ سر ستا په خبرو نه خلاصېږي او که رښتيا راباندې وايې ؛ نو نور دې پوزې ته را رسولي يو،خېر به دې په دې کې وي ،چې په خپله له دې ښاره پښې سپکې کړې او نور دې غږ وا نه ورو.
حضرت شعيب وويل : زه د څښتن له لوري راغلى يم او استازى يې يم او څښتن مې دنده راکړې،چې نېغه لار دروښيم او نشم کولاى،چې له الهي دندې لاس واخلم او بله داچې زه خو څه تاسې خپل عبادت نه رابلم او له تاسې خو د خپل رسالت لپاره مزدوري نه غواړم ، تر اوسه مې ستاسې د کړخت لپاره سينه پراخه وه، تر دې وروسته به هم پراخه سينه او صبرولرم؛نو نوره خوښه ستاسې ،چې څه کوئ او و يې ويل: د حضرت نوح (ع )قوم مو و نه ليده، چې خداى څنګه ډوب کړ . د "عاد" قوم ويجاړې او کنډرې مو نه دي ليدلي ؟ د "ثمود" قوم په هکله فکر نه کوئ ،چې د خپلو ظلمونو له امله پرې څه وشوو؟ خلکو! ډېر لرې مه زئ او همدا د "سمدوم" قوم وګورئ ،چې د خپل پېغمبر د خبرې نه منلو پرې څه وکړل . خلکو ! زه درته د څښتن له عذابه وېرېږم.
کافرانو وويل : ښه به درته وي ،چې موږ له خپل قوم سره په خپل حال پرېږدې او په موږ کې دولاسي را نه وړې او تر اوسه مو هم ،چې درته څه و نه ويل؛ ستا د ټبر د درناوي له امله وو؛خو تر دې وروسته به درسره پوه شو.
ورځې،ونۍ،مياشتې او کلونه تېر شول؛ کافران ورځ په ورځ ډېرېدل او هم يې تېرى له زغمه ووت، تردې چې د حضرت شعيب (ع) لارويان د ډېرو ظلمونو له کبله او د ځان د ژغورلو لپاره غرونو ته کډن شول؛ خو کافرانو ترې بيا هم لاس وانه خست او هلته يې هم ساه اخستو ته پرېنښوول او غوښتل يې د تل لپاره ترې ځانونه خلاص کړي؛ خو خبر نه وو ،چې ملاتړ يې څښتن دى.
حضرت شعيب (ع)،چې وليدل بې لارې قوم يې لارې ته نه راځي او خبره يې نه مني؛ نو ډېر غمجن شو،لاسونه يې اسمان ته پورته کړل، ويې ويل : خدايه ! زه نور ددې قوم له هدايته نهيلى شوم او لارويان مې ددې خلکو له امله پوزې ته راغلي دي. خدايه ! هر کاراسان درته دى، پر خپل عذاب يې ککړ کړه.
څو ورځې وروسته د حضرت شعيب (ع)دعا قبوله شوه او خلک پر ټکنده ګرمۍ اخته شول ،چې په اوبو څښلو يې تنده نه ماتېده او دومره ګرمي راغله ،چې د کور او ونو سيورو هم مرسته نه کوله او تر نهو ورځو وروسته په اسمان کې ورېځې پيدا شوې ،چې خلک يې په ليدو خوار خوشحاله شول او ټول خلک راغلل او د ورېځو تر سيورو لاندې شول،چې له ګرمۍ ځانونه وژغوري اوچې ټول تر ورېځو لاندې راټول شول، ناڅاپه پرې له اسمانه اور راوورېد او تر پښو لاندې ځمکه يې وښويېده او ټول يو ځاى پوپناه شول .
نور د (( مدين )) په ښار کې نه اله وه او نه ګوله او تر دې عذابه يوه ورځ وروسته،چې کله حضرت شعيب (ع) او لارويان يې له غرونو ښار ته راکوز شول؛ نو په ښار کې دومره چوپتيا وه ،چې ته وا دلته بېخي چا ژوند نه دى کړى .
ټول غلي او چوپ وو،چې حضرت شعيب (ع)وويل : انسان دې ولې دومره تېرى وکړي،چې ځان د څښتن پر عذاب ککړ کړي؛غوره به نه وي،چې د تل لپاره د څښتن عبادت وکړئ او د نعمتونو شکر يې ادا کړئ.
تردې وروسته حضرت شعيب (ع) او لارويانو يې ښار له سره اباد کړ او پاک ژوند يې پکې پيل کړ او له شاوخوا کليو او بانډو هم خلک دې ښار ته راغلل او ښار بېرته را ډک شو او هلته يې هوسا او څوکاله ژوند پيل کړ.
د حضرت شعيب (ع )ښار د ايمان او عبادت ښار شو او چې حضرت موسى (ع ) د "فرعون" له ظلمونو او تېري پوزې ته راو رسېد؛ نو دې له امنه ډک ښار ته راغى او کلونه کلونه پکې پاتې شو او د لس کالو مالدارۍ په بدل کې يې د حضرت شعيب (ع) له لور "صفورا" سره واده وکړ تر څو څښتن حضرت موسى خپل استازى کړ او دنده يې ورکړه،چې ولاړ شه او فرعون د څښتن عبادت ته راوبله .
حضرت شعيب (ع)تر کلونو کلونو ژوند وروسته په 242 کلنۍ کې له دې دنيا ولاړ.
ځينې وايي : حضرت شعيب (ع) "شوشتر"ته نږدې ومړ او ههلته هم خخ شو او عمر يې هم ورته 400 کله ليکلى دى.
لیکوال: اسماعیل هنرمندنیا
ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال
پته:www.andyal.com