الله(ج) په مسیحیت کې
په مسیحیت کې الله(ج) ابدي او عالي ذات دی، چې ټول شیان یې پیدا کړي او دی یې ساتونکی دی. عیسویان په وحدانیت (الله(ج) یو دی) باور لري، په کوم کې چې دواړه صفات، لکه: د الله متعال یا افضل صفت، چې (په بشپړ ډول خپلواک اوله مادي نړۍ نه جلا دی) او د پایښت صفت، چې (په مادي کائناتوکې ښکېل دی) شامل دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
د الله(ج) په اړه ابتدايي عیسوي نظریات د پولین په رسالو او لومړنیو عیسوي عقایدو کې بیان شوي، چې د یوه الله( ج) او د عیسی(ع) د الهیت ښکارندوي کوي. که څه هم ځینې لومړي عیسوي مذهبونه، لکه: یهودي او عیسوي ابیسینیانو، د عیسی (ع) پر عروج نیوکه درلوده، خو د ډېری غیر یهودي عیسویانو له خوا بیا د عیسی او د خدای د یووالي مفهوم منل شوی و او په دې توګه يې د ابتدايي عیسویت او یهودیت د وېش یو اړخ رامنځته کړ، ځکه چې د خدای په اړه غیر یهودي عیسوي نظریات، د وخت له دودیزو یهودي تعلیماتو نه توپیر درلود.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
د خدای (ج) صفات او څرنګوالی د عیسویت له لومړیو ورځو راهیسې تر بحث لاندې دی. په دی اړه په دویمه پېړۍ کې ایرینیوس لیکلي: « د خدای په عظمت کې هر څه شامل دي». په اتمه پېړۍ کې، جان دمشق د خدای اتلس صفتونه په ګوته کړي وو، چې په پراخه کچه منل شوي. د وخت په تېرېدو سره ځینې عیسوي الهیات پوهانو په انجیل کې د یو لړ بیانونواو ځینو نورو دیني دلایلو پر بنسټ، د خدای د صفاتو سیستماتیک لیستونه جوړ کړل. په انجیل کې«د خدای پاچهي»یوه نامتو جمله ده او په داسې حال کې چې د پوهانو ترمنځ اتفاق دی، چې دا د عیسی (ع) د تعلیماتو استازیتوب کوي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
مخینه
سمولعیسویان، له یهودانو او مسلمانانو سره په ګډه، ابراهیم (ع) د هغه چا په توګه پېژني، چې خدای هغه ته ځان ښکاره کړی. داسې انګیرل کېږي، چې ابراهیم (ع) لومړی کس و چې توحید (یو خدای)یې ومانه او له خدای سره یې ایډیالي اړیکه درلوده. ابراهیمي مذهبونه په دې باور دي، چې خدای په پرله پسې توګه د زرګونو کلونولپاره د ابراهیم (ع) له اولادونو سره اړیکه درلوده. دواړه عیسویان او یهودیان په دې باور دي، چې دا تړون په عبراني انجیل کې ثبت شوی او ډېری عیسویان یې د زاړه عهد په توګه پېژني. د مسیحیت په دودیزو تفسیرونو کې، خدای ته تل د مذکر ضمیر کارول شوی دی.[۲۱][۲۲]
په مسیحیت کې د الله (ج) نومونه
سمولپه عیسوي الهیات پېژندنه کې د خدای نوم تل ارزښت لري، چې د الهی وحی پر بنسټ او د الهی اصل په توګه ګڼل کېږي. د خدای نوم ته درناوی، یو له لسو حکمونو نه دی، چې نه یوازې د خدای د نوم له ناسم استعمال نه مخنیوي کوي، بلکې د خدای نومونو ته د ستایلو امر هم دی، دواړه د نیکو اعمالو او ستاینې له لارې دي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
په انجیل کې د خدای لپاره ډېر نومونه یاد شوي، چې په زاړه عهد کې یې مهم هغه یې په دې ډول دي: لوی او برلاسی خدای، الشدای، او یاهو او بیا په نوي عهد کې، تیویس،کریوس او پاټر (پلارپه یوناني ژبه کې).[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
صفات او طبیعت
سمولد عیسویت له لومړیو ورځو راهیسې د خدای د صفاتو او طبیعت د نظریاتي بنسټونو په اړه بحثونه روان دي. په دویمه پېړۍ کې، ایرینیوس ددې مسئلې په اړه تحقیق کړی او ځینې ځانګړتیاوې یې بیان کړې دي. د بېلګې په ډول: د څلورم کتاب په ۱۹چپټر کې د کفر خلاف داسې وايي:« د خدای عظمت له هېڅ شي کم نه دی بلکې د هغه عظمت ټول شیان لري».[۳۵][۳۶][۳۷]
د ایرینیوس په اند: د خدای صفات په درېوو بنسټونو ولاړ دي: صحیفه، غالب تصوف او تقوی،خونن ورځ بیاله خدای سره تړلي صفات په بایبل کې د بیانونو پر بنسټ ولاړ دي.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]
په اتمه پېړۍ کې، جان دمشق په خپل کتاب (د ارتودوکس عقیدې توضېح) کې د خدای لپاره اتلس صفتونه په ګوته کړي. دا اتلس صفتونه د وخت (لکه تلپاتې کېدل)، فضا (بې بریده)، ماده یا کیفیت پر بنسټ پر څلورو ګروپونو وېشل شوي او دا لیست تر نننۍنیټې اغېزناک ثابت شوی دی، یو څه برخه په مختلفو عصري فورمولونو کې په ځینو شکلونو کې ښکاري. په ۱۳مه پېړۍ کې توماس ایکیناس یوازې د اتو ځانګړتیاوو په لنډ لیست تمرکز وکړ، د بېلګې په توګه؛ سادگي، بشپړتیا، ښه والی، هر اړخیزه، بې ثباتي، ابدیت او یووالی.
د خدای دوه صفتونه، چې د ځمکې پر سر د خدای شتون ته اشاره کوي، په نړۍ کې د هغه پر ښکېلتیا باندې اعتراف کوي. د تعالیاو پایښت صفتونه دي. د خدای تعالی د صفت معنا دا ده، چې خدای ابدي او لامحدود ذات دی، د پیدا شوې نړۍ اود انساني پښو له لارې نه کنټرولېږي. پایښت په دې معنا دی، چې خدای د نړۍ په چارو کې ښکېل دی او عیسوي تعلیماتو، د اوږدې مودې لپاره د هغه پاملرنه د بشري چارو پر وړاندې تصدیق کړی دی. په هر حال، د پینتیستیک مذهبونو برعکس، په مسیحیت کې د خدای وجود د پیدا شویو کائناتو ماده نه ده. په دودیز ډول، ځینې الهیات پوهان، لکه: لوئیس برخوف د فعلي صفاتو (هغه چې انسانان یې هم لري) او ذاتي صفاتو (هغه چې په یوازې خدای پورې اړه لري) ترمنځ توپیر کوي. ځینې نور الهیات پوهان، لکه: ډونلډ میکلیوډ په دې اند دی، چې ټول وړاندیز شوې ډلبندۍ مصنوعي او بې بنسټه دي.
قضاوت
سمولعبرانیان د خدای د قضاوت په اړه « خدای د هر څه لپاره قاضي دی» دې ته اشاره کوي او دا مفکوره، چې ټول انسانان به بالاخره «محکمه» شي د عیسوي تعلیماتو یو لازمي عنصر بولي. د نوي عهد یو شمېر آیتونه د بېلګې په توګه: (جوهان ۲۲:۵او د رسولانو کړنې ۴۲:۱۰) او وروستني اعتباري اعترافونه ښیي، چې د قضاوت دنده عیسی (ع) ته سپارل شوې.[۴۶][۴۷]
د جوهان۲۲:۵ په وینا: پلار (خدای)د هېڅ چا په هکله قضاوت نه کوي، بلکې هغه د هر شي قضاوت خپل زوی ته ورکړی. د رسولانو کړنې ۴۲:۱۰بیا ژوندي شوي عیسی ته اشاره کوي لکه: «عیسی (ع) د خدای له خوا ټاکل شوی، چېد ژوندیو او مړو قضاوت وکړي».[۴۸][۴۹]
سرچینې
سمول- ↑ Theokritoff, Elizabeth (2010) [2008]. "Part I: Doctrine and Tradition – Creator and creation". In Cunningham, Mary B.; Theokritoff, Elizabeth (eds.). The Cambridge Companion to Orthodox Christian Theology. Cambridge and New York City: Cambridge University Press. pp. 63–77. doi:10.1017/CCOL9780521864848.005. ISBN 9781139001977.
- ↑ Young, Frances M. (2008). "Part V: The Shaping of Christian Theology – Monotheism and Christology". In Mitchell, Margaret M.; Young, Frances M. (eds.). The Cambridge History of Christianity, Volume 1: Origins to Constantine. Cambridge and New York City: Cambridge University Press. pp. 452–469. doi:10.1017/CHOL9780521812399.027. ISBN 9781139054836.
- ↑ Cross, F. L.; Livingstone, E. A., eds. (2005). "Doctrine of the Trinity". The Oxford Dictionary of the Christian Church (3rd Revised ed.). Oxford and New York City: Oxford University Press. pp. 1652–1653. doi:10.1093/acref/9780192802903.001.0001. ISBN 978-0-19-280290-3.
- ↑ Schnelle, Udo (2005) [2003]. "Part II: The Basic Structures of Pauline Thought – Theology: God as the Father of Jesus Christ". Apostle Paul: His Life and Theology (1st ed.). Ada, Michigan: Baker Academic. pp. 395–400. ISBN 9781441242006. LCCN 2005025534.
- ↑ Weinandy, Thomas G. (2019) [2015]. "Part I: Catholic Teaching – God, the Creation, and the History of Salvation: The Incarnation". In Ayres, Lewis; Volpe, Medi Ann (eds.). The Oxford Handbook of Catholic Theology. Oxford and New York City: Oxford University Press. pp. 167–182. doi:10.1093/oxfordhb/9780199566273.013.7. ISBN 9780199566273. LCCN 2018965377.
- ↑ Louth, Andrew (2007). "The Place of Theosis in Orthodox Theology". In Christensen, Michael J.; Wittung, Jeffery A. (eds.). Partakers of the Divine Nature: The History and Development of Deification in the Christian Traditions. Madison, New Jersey and Vancouver, British Columbia: Fairleigh Dickinson University Press. pp. 32–44. ISBN 978-0-8386-4111-8. LCCN 2006017877.
- ↑ Del Colle, Ralph (2001) [1997]. "Part II: The content of Christian doctrine – The Triune God". In Gunton, Colin E. (ed.). The Cambridge Companion to Christian Doctrine. Cambridge and New York City: Cambridge University Press. pp. 121–140. doi:10.1017/CCOL0521471184.009. ISBN 9781139000000.
- ↑ Kelly, J. N. D. (2006) [1950]. "Part II: Creeds and Baptism". Early Christian Creeds (3rd ed.). London and New York City: Continuum International. pp. 30–61. doi:10.4324/9781315836720. ISBN 9781315836720. S2CID 161264947.
- ↑ "Chapter 23: 1 Corinthians". The Blackwell Companion to the New Testament. (2010). Chichester, West Sussex: Wiley-Blackwell. 413–433. DOI:10.1002/9781444318937.ch23. ISBN 9781444318937.
- ↑ Bernard, David K. (2019) [2016]. "Monotheism in Paul's Rhetorical World". The Glory of God in the Face of Jesus Christ: Deification of Jesus in Early Christian Discourse. Journal of Pentecostal Theology: Supplement Series. Vol. 45. Leiden and Boston: Brill Publishers. pp. 53–82. ISBN 978-90-04-39721-7. ISSN 0966-7393.
- ↑ Hurtado, Larry W. (2015) [1988]. "Introduction: Early Christology and Chronology – Chapter 5: The Early Christian Mutation". One God, One Lord: Early Christian Devotion and Ancient Jewish Monotheism (3rd ed.). London and New York City: T&T Clark. pp. 1–16, 97–130. ISBN 9780567657718.
- ↑ Hurtado, Larry W. (2005). "How on Earth Did Jesus Become a God? Approaches to Jesus-Devotion in Earliest Christianity". How on Earth Did Jesus Become a God? Historical Questions about Earliest Devotion to Jesus. Grand Rapids, Michigan and Cambridge, U.K.: Wm. B. Eerdmans. pp. 13–55. ISBN 978-0-8028-2861-3.
- ↑ ("Clementine Homilies," xvi. 15)
- ↑ "TRINITY". Jewish Encyclopedia. JewishEncyclopedia.com.
- ↑ Irenaeus of Lyons by Eric Francis Osborn (26 November 2001) ISBN 0521800064 pages 27-29
- ↑ Global Dictionary of Theology by William A. Dyrness, Veli-Matti Kärkkäinen, Juan F. Martinez and Simon Chan (10 October 2008), ISBN 0830824545, pages 352-353.
- ↑ Christian Doctrine by Shirley C. Guthrie (1 July 1994) ISBN 0664253687
- ↑ Hirschberger, Johannes. Historia de la Filosofía I, Barcelona: Herder 1977, p.403
- ↑ Dictionary of Biblical Imagery by Leland Ryken, James C. Wilhoit and Tremper Longman III (11 November 1998) ISBN 0830814515 pages 478-479
- ↑ Divine Government: God's Kingship in the Gospel of Mark by R. T. France (10 Mar 2003) ISBN 1573832448 pages 1-3
- ↑ Firestone, Reuven (2015). "Abraham and Authenticity". In Blidstein, Moshe; Silverstein, Adam J.; Stroumsa, Guy G. (eds.). The Oxford Handbook of the Abrahamic Religions. Oxford and New York City: Oxford University Press. pp. 3–21. doi:10.1093/oxfordhb/9780199697762.013.9. ISBN 978-0-19-969776-2. LCCN 2014960132. S2CID 170382297.
- ↑ Christiano, Kevin J.; Kivisto, Peter; Swatos, Jr., William H., eds. (2015) [2002]. "Excursus on the History of Religions". Sociology of Religion: Contemporary Developments (3rd ed.). Walnut Creek, California: AltaMira Press. pp. 254–255. doi:10.2307/3512222. ISBN 978-1-4422-1691-4. JSTOR 3512222. LCCN 2001035412. S2CID 154932078.
- ↑ Systematic Theology by Louis Berkhof (24 September 1996) ISBN 0802838200 pages47-51
- ↑ Mercer dictionary of the Bible by Watson E. Mills, Roger Aubrey Bullard 1998 ISBN 0-86554-373-9 page 336
- ↑ The Ten Commandments: Interpretation: Resources for the Use of Scripture in the Church by Patrick D. Miller (6 August 2009) ISBN 0664230555 page 111
- ↑ Theology of the New Testament by Georg Strecker (2000) ISBN 0664223362 page 282
- ↑ John 1:12
- ↑ Micah 4:5
- ↑ Ten Commandments by Arthur W. Pink (30 December 2007) ISBN 1589603753 pages 23-24
- ↑ John 11-21 (Ancient Christian Commentary on Scripture) by Joel C. Elowsky (23 May 2007) ISBN 0830810994 page 237
- ↑ Revelation 3:12
- ↑ John 17:6
- ↑ John 12:27
- ↑ Wiersbe Bible Commentary by Warren W. Wiersbe (1 November 2007), ISBN 0781445396, page 274.
- ↑ (Book IV, Chapter 19
- ↑ Irenaeus of Lyons by Eric Francis Osborn (26 November 2001) ISBN 0521800064 pages 27-29
- ↑ Christian Doctrine by Shirley C. Guthrie (1 July 1994) ISBN 0664253687
- ↑ Book 1, Chapter 8
- ↑ Global Dictionary of Theology by William A. Dyrness, Veli-Matti Kärkkäinen, Juan F. Martinez and Simon Chan (10 October 2008), ISBN 0830824545, pages 352-353.
- ↑ Global Dictionary of Theology by William A. Dyrness, Veli-Matti Kärkkäinen, Juan F. Martinez and Simon Chan (10 October 2008), ISBN 0830824545, pages 352-353.
- ↑ Theokritoff, Elizabeth (2010) [2008]. "Part I: Doctrine and Tradition – Creator and creation". In Cunningham, Mary B.; Theokritoff, Elizabeth (eds.). The Cambridge Companion to Orthodox Christian Theology. Cambridge and New York City: Cambridge University Press. pp. 63–77. doi:10.1017/CCOL9780521864848.005. ISBN 9781139001977.
- ↑ Young, Frances M. (2008). "Part V: The Shaping of Christian Theology – Monotheism and Christology". In Mitchell, Margaret M.; Young, Frances M. (eds.). The Cambridge History of Christianity, Volume 1: Origins to Constantine. Cambridge and New York City: Cambridge University Press. pp. 452–469. doi:10.1017/CHOL9780521812399.027. ISBN 9781139054836.
- ↑ Cross, F. L.; Livingstone, E. A., eds. (2005). "Doctrine of the Trinity". The Oxford Dictionary of the Christian Church (3rd Revised ed.). Oxford and New York City: Oxford University Press. pp. 1652–1653. doi:10.1093/acref/9780192802903.001.0001. ISBN 978-0-19-280290-3.
- ↑ Manual Of Christian Doctrine by Louis Berkhof (1 August 2007), ISBN 1930367902, pages 19-23.
- ↑ Donald Macleod, Behold Your God (Christian Focus Publications, 1995), pages 20-21.
- ↑ Introducing Christian Doctrine (2nd Edition) by Millard J. Erickson (1 April 2001) ISBN 0801022509 pages 391-392
- ↑ Systematic Theology Vol 2 by Wolfhart Pannenberg (27 October 2004) ISBN 0567084663 pages 390-391
- ↑ Theological Dictionary of the New Testament (Volume III) by Gerhard Kittel and Gerhard Friedrich (Jun 1966) ISBN 0802822452 pages 936
- ↑ The Oxford Companion to the Bible by Bruce M. Metzger and Michael David Coogan (14 October 1993) ISBN page 157