الفا سنتوري (الفا قنطورس)
الفا سنتوري په سويلي قنطورس فلکي غونچه (د ستورو غړوسکه) کې يو درې ګونی ستوريز نظام دی. له درې ستورو څخه جوړ شوی دی چې دا دي: Rigil Kentaurus (الفا سنتوري A)، Toliman (B) او Proxima Centauri (C). Proxima Centauri همدا راز لمر ته تر ټولو نږدې ستوری دی چې 4.2465 نوري کاله واټن لري (1.3020پارسيک) (Parsec د فلکي اجسامو تر منځ د واټن معلومولو يوه اندازه ده چې د درې اعشاريه شبږ ويشت نوري کاله برابره ده).[۱]
الفا سنتوري A او B لمر ته ورته ستوري دي (په ترتيب سره G او K طبقه)، او دوی په شریکه سره د دوه ګونو ستورو نظام جوړوي چې هغه الفا سنتوري AB دي. په غړېدلو سترګو (له کومې وسيلې يا الې پرته)، دواړه مهمې برخې د یو ستوري په توګه ښکاري، چې ظاهري د ځلادرجه يې -0.27 ده. دا په ستوريزه غونچه (برج) کې تر ټولو روښانه ستوری دی، او د شپې په اسمان کې درېيم روښانه ستوری دی، چې یوازې له سيريوس او کانوپوس څخه وورسته زیات ځلېږي.
الفا سيتوري A د لمر د روښنايۍ په نسبت 1.1 زيات کتله او 1.5 برابر زياته ځلا لري، به داسې حال کې چې الفا سنتوري B کوچنی او يخ دی، د لمر د په نسبت يې کتله 0.9 ځله او د روښنايي يې 0.5 ځله کمه ده. دا جوړه د يو شریک مرکز په شا او خوا کې څرخېږي، د کوم مداري موده چې 79 کاله ده. د دوی بيضاوي مدار غېر عادي او عجيب او غرب دی، په همدې بنسټ د A او B تر منځ واټن د 35.6 فکلياتي واحدوونو (AU) کې بدلون لري، يا د پلوټو او لمر تر منځ واټن تقريباً 11.2 AU، يا د زحل او لمر تر منځ د واټن په اندازه.[۲][۳]
الفا سنتوري C يا Proxima Centauri، يوه کوچنۍ کمزورې سره رنګه لنډۍ (Class M) ده. که څه هم په غړېدلو سترګو نه لېدل کېږي، Proxima Centauri لمر ته تر ټولو نږدې ستوری دی، چې واټن يې 4.24 نوري کاله (1.30PC) دی، چې له Alpha Centauri AB څخه يو څه نږدې دی. اوسمهال، د Proxima Centauri او Alpha Centauri AB تر منځ واټن شا اوخوا 13000AU (0.21 نوري کاله) دی، چې د نيپتون د مدار د نيمايي قطر شا اوخوا 430 برابره زيات دی.[۴]
Proxima Centauri دوه تايید شوې سيارې لري چې هغه: په 2006ز کال کې د اوسېدو وړ سيمه کې کشف شوې د Proxima b په نوم د ځمکې په اندازه يوه سياره ده، او Proxima d يوه نومانده فرعي ځمکه ده، چې دې ستوري ته ډېره نږدې څرخېږي، او په 2022ز کال کې اعلان شوې ده. په 2019ز کال کې موندل شوې يوه کوچنۍ نيپټون 1.5 AU په واټن لېرې Proxima c ده، چې په اړه يې توافق نه شته. شونې ده چې په Alpha Centauri A کې د اوسېدو وړ سيمه کې نوماند نيپټون په اندازه ستوری موجود وي، په داسې حال کې چې تر اوسه په طبيعيت کې د ستورو په اړه نامعلومه ده، او شونې ده چې د کشف د طريقې يوه مصنوعه (خپله جوړه شوې) وي. Alpha Centauri B د کومې معلومې سيارې لرونکې نه ده: Bb سياره، چې په څرګند ډول په 2012ز کال کې موندل شوې وه، وروسته ناسمه ثابته شوه، او تر اوسه کومه بله سياره نه ده تايید شوې.[۵][۶][۷][۸]
د نوم اصل او نوم اېښودل
سمولα Centauri (چې په لاتيني ټکو کې الفا سينتوري بلل کېږي) په 1603ز کال کې د «جوهان باير» له خوا ورکړل شوي سيستم نوم دی. د دې دوديز نوم « Rigil Kentaurus» دی، کوم چې د عربي نوم رجل القنطورس لاتينې شوې بڼه ده، معنا يې ده د قنطور پښه. دا نوم ډېر ځله د « Rigil Kent» يا ان د Rigil په توګه لنډيز کېږي، په داسې حال کې چې وروستی نوم Rigel (Beta Orionis) لپاره ډېر پېژندل کېږي.[۹][۱۰][۱۱]
په اروپايي سرچينو کې موندل شوی بديل نوم، Toliman د اټکل تر مخې د عربي نوم الظليمان دی، د کوم معنا چې ده (دوه نارينه) شترمرغ، کوم نوم چې زکريا القزويني په Lambda او Mu Sagittarii اېښي و، همدا راز په سويلي نيمه کره کې دي. [۱۲]
یو درېيم نوم چې کارول کېږي هغه Bungula دی. د دې ټکي اصل نه دی معلوم، خو کېدای شي چې دا له يوناني توري بيټا (β) او لاتيني ټکي ungula «د ژوي پښه» څخه اخیستل شوی وي.[۱۳]
Alpha Centauri C په 1915ز کال کې « Robert T. A. Innes» کشف کړی وه، چا چې وړانديز کړی و چې په دې دې Proxima Centaurus نوم کېښودل شي، له لاتيني ژبې څخه، «سينټورس ته تر ټولو نږدې [ستوری]. د Proxima Centauri نوم وروسته په پراخه کچه استعمالېدو، او دا اوس د نړيوالې فلکياتي اتحاديې (IAU) له خوا د منل شوي مناسب نوم په توګه ثبت شوی دی.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
په 2016ز کال کې، د IAU د ستورو د نومونو په اړه کار کونکې ډلې، له يو څخه د زياتو نظامونو پر ځای د انفرادي اجزاوو د ستورو څخه د مناسب نوم اېښودلو د پرېکړې په کولو سره، د Rigil Kentaurus نوم تر Alpha Centauri A پورې محدودول تايید کړل، او د Proxima Centauri نوم د Alpha Centauri C پورې محدود کړل. د 2018ز کال د اګست د مياشتې په لسمه نېټه، IAU د Toliman نوم د Alpha Centauri B لپاره تايید کړ. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
ليدل
سمولپه غړېدليو سترګو (له کومې الې او وسيلې پرته)، Alpha Centauri AB د يو واحد ستوري په توګه ښکاري، کوم چې د سنټورس په سويلي غونچه (برج) کې تر ټولو روښانه دی. د دوی ظاهري زاويه يي جلاوالی نږدې په اتيا کلونو کې 2 او 22 قوسونو تر منځ دی (غړېدلې سترګې د 60 قوسونو په اندازه تفکيک لري)، خو د مدار په ډېره اندازه کې، دواړه په اسانۍ سره په دوربينونو يا کوچنیو تيليسکوپونو د تفکيک وړ دي. په −0.27 ظاهري اندازې سره (د A او B اندازې لپاره يو ځای شوی)، الفا سنتوري يوه د لومړۍ-اندازې ستوری دی او يوازې له سيريس او کينوپس څخه ډېر کمزوری (تت) دی. دا د Pointers يا The Southern Pointers بهرنی ستوری دی، ځکه دا بلل کېږي چې Beta Centauri (Hadar/Agena) څخه تېرېدونکې ليکه، چې شا اوخوا څلور اعشاريه پنځه درجې لوېديځ ته ده، د Crux ستوريزې غونچې– سويلي صليب- ته اشاره کوي. Pointers په اسانۍ سره حقيقي سويلي صليب د False Cross په نوم پېژندل کېدونکې کمزوري (تت) ستوري څخه جلا کوي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
تقريباً د نهه ويشت درجې سويلي عرض البلد په سويل کې، الفا سنتوري دايروي دی او کله هم له افق څخه لاندې نه راځي. تقريباً نهه ويشت درجې شمالي عرض البلد په شمال کې، الفا سنتوری کله هم نه راپورته کېږي. الفا سنتوری د سويلي افق سره نږدې موقعيت لري، کله چې نهه ويشت درجې شمالي عرض البلد څخه د استوا خط پورې ليدل کېږي (په مکسيکو کې هرمسيلو او چيهواهوا ښار سره نږدې، ګيلوسټن، ټيکساس، اوکالا، فلوريډا او لانزاروټ، د اسپنايې د کينري جزيرې)، خو يوازې د هغې د اوج په شا اوخوا کې (اوج يعنې نصف النهار ته رسېدل) د لنډې مودې لپاره. دا ستوری هر کال د اپريل په څلورويشتمه نېټه په سيمه ييزه نيمه شپه او د جون په اتمه نېټه به سيمه يیز وخت د شپې نهه بجې خپل اوج ته رسېږي.[۲۹][۳۰]
لکه چې له ځمکې څخه ليدل شوي دي، Proxima Centauri د Alpha Centauri AB سويل لوېديځ ته دوه اعشاريه دوه درجو کې دی، کوم چې د سپوږمۍ د زاويه يي قطر نږدې څلور برابره دی. Proxima Centauri د کم شمېر ستورو په ميدان کې 11.1 عام ظاهري مقدار د زيات سور رنګه ستوري په توګه راڅرګندېږي، د کوم د ليدلو لپاره چې د منځنۍ کچې تيليسکوپ ته اړتيا ده. د تغېر موندونکو ستورو بڼې په 4.2 په عمومي کيټلاک کې د V645 Cen په توګه ثبت شوی دی، دا د UV Ceti ډول بلېدونکی (لمبې وهونکي) ستوری په غېر متوقع ډول د بصري اوږدو څپو د 0.6 اندازې په سرعت سره ځلېدای شي، او بيا له څو دقيقو وروسته تتېږي، ځينې شوقي او مسلکي فلکيات پوهان په منظم ډول د نوري يا راډيو تيليسکوپونو په استعمال سره د چاودنو څخه څارنه کوي. د 2015ز کال د اګست په مياشت کې، د دې ستوري تر ټولو سترې شغلې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې د اګست په ديارلسمه نېټه په B ليکه (اسماني رنګه روښانه سيمه) کې، له عادي څخه 8.3 ځلې زيات ځلېدونکی شوی و.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
شونې ده چې الفا سنتوري د سیمه ييزې پوکاڼۍ د G-cloud په داخل کې وي، او د هغې سره تر ټولو نږدې معلوم سيستم دوه ګونی قهوه يي کوچنی سيستم دی چې د Luhman 16 په نوم پېژندل کېږي او 3.6 نوري کاله (1.1PC) لېرې دی.[۳۵][۳۶]
سرچينې
سمول- ↑ "IAU Working Group on Star Names (WGSN)". International Astronomical Union. بياځلي په 22 May 2016.
- ↑ Kervella, Pierre; Thevenin, Frederic (15 March 2003). "A Family Portrait of the Alpha Centauri System". European Southern Observatory Press Release: 5. Bibcode:2003eso..pres...39. eso0307, PR 05/03.
- ↑ کينډۍ:Citation-attribution
- ↑ Kervella, P.; Thévenin, F.; Lovis, C. (January 2017). "Proxima's orbit around α Centauri". Astronomy & Astrophysics. 598. L7. arXiv:1611.03495. Bibcode:2017A&A...598L...7K. doi:10.1051/0004-6361/201629930. S2CID 50867264.
- ↑ Faria, J. P.; Suárez Mascareño, A.; et al. (January 4, 2022). "A candidate short-period sub-Earth orbiting Proxima Centauri" (PDF). Astronomy & Astrophysics. 658. European Southern Observatory: 17. arXiv:2202.05188. Bibcode:2022A&A...658A.115F. doi:10.1051/0004-6361/202142337.
- ↑ Artigau, Étienne; Cadieux, Charles; Cook, Neil J.; Doyon, René; Vandal, Thomas; et al. (June 23, 2022). "Line-by-line velocity measurements, an outlier-resistant method for precision velocimetry". The Astronomical Journal. 164:84 (3) (published August 8, 2022): 18pp. arXiv:2207.13524. Bibcode:2022AJ....164...84A. doi:10.3847/1538-3881/ac7ce6.
- ↑ Wagner, K.; Boehle, A.; et al. (10 February 2021). "Imaging low-mass planets within the habitable zone of α Centauri". Nature Communications. 12 (1): 922. arXiv:2102.05159. Bibcode:2021NatCo..12..922W. doi:10.1038/s41467-021-21176-6. PMC 7876126. PMID 33568657. Kevin Wagner's (lead author of paper?) video of discovery
- ↑ Rajpaul, Vinesh; Aigrain, Suzanne; Roberts, Stephen J. (19 October 2015), "Ghost in the time series: no planet for Alpha Cen B", Monthly Notices of the Royal Astronomical Society, 456 (1): L6–L10, arXiv:1510.05598, Bibcode:2016MNRAS.456L...6R, doi:10.1093/mnrasl/slv164, S2CID 119294717
{{citation}}
: CS1 maint: unflagged free DOI (link) - ↑ Paul Kunitzsch; Tim Smart (2006). A Dictionary of Modern Star Names: A Short Guide to 254 Star Names and Their Derivations. Sky Pub. p. 27. ISBN 978-1-931559-44-7.
- ↑ Davis, George R. Jr. (October 1944). "The pronunciations, derivations, and meanings of a selected list of star names". Popular Astronomy. 52 (3): 16. Bibcode:1944PA.....52....8D.
- ↑ R.H. Allen, Star Names and their Meanings
- ↑ ظليم ذ, in Edward William Lane, An Arabic–English Lexicon
- ↑ R.H. Allen, Star Names and their Meanings
- ↑ Innes, R. T. A. (October 1915). "A Faint Star of Large Proper Motion". Circular of the Union Observatory Johannesburg. 30: 235–236. Bibcode:1915CiUO...30..235I.
- ↑ Innes, R. T. A. (September 1917). "Parallax of the Faint Proper Motion Star Near Alpha of Centaurus. 1900. R.A. 14h22m55s-0s 6t. Dec-62° 15'2 0'8 t". Circular of the Union Observatory Johannesburg. 40: 331–336. Bibcode:1917CiUO...40..331I.
- ↑ کينډۍ:Cite dictionary
- ↑ Alden, Harold L. (1928). "Alpha and Proxima Centauri". Astronomical Journal. 39 (913): 20–23. Bibcode:1928AJ.....39...20A. doi:10.1086/104871.
- ↑ "Bulletin of the IAU Working Group on Star Names, No. 2" (PDF). International Astronomical Union. October 2016. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2022-10-09. بياځلي په 2019-05-29.
- ↑ "IAU Working Group on Star Names (WGSN)". International Astronomical Union. بياځلي په 22 May 2016.
- ↑ "WG Triennial Report (2015–2018) – Star Names" (PDF). p. 5. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2022-10-09. بياځلي په 14 July 2018.
- ↑ "Naming Stars". IAU.org. بياځلي په 16 December 2017.
- ↑ "IAU Catalog of Star Names". International Astronomical Union. بياځلي په 2018-09-17.
- ↑ Moore, Patrick, ed. (2002). Astronomy Encyclopedia. Philip's. ISBN 978-0-540-07863-9.
{{cite book}}
: CS1 maint: url-status (link) - ↑ Van Zyl, Johannes Ebenhaezer (1996). Unveiling the Universe: An Introduction to Astronomy. Springer. ISBN 978-3-540-76023-8.
- ↑ Hartung, E. J.; Frew, David; Malin, David (1994). "Astronomical Objects for Southern Telescopes". Cambridge University Press.
- ↑ Moore, Patrick, ed. (2002). Astronomy Encyclopedia. Philip's. ISBN 978-0-540-07863-9.
{{cite book}}
: CS1 maint: url-status (link) - ↑ Norton, A. P.; Ed. I. Ridpath (1986). Norton's 2000.0: Star Atlas and Reference Handbook. Longman Scientific and Technical. pp. 39–40.
- ↑ Mitton, Jacquelin (1993). The Penguin Dictionary of Astronomy. Penguin Books. p. 148. ISBN 9780140512267.
- ↑ Norton, A. P.; Ed. I. Ridpath (1986). Norton's 2000.0: Star Atlas and Reference Handbook. Longman Scientific and Technical. pp. 39–40.
- ↑ James, Andrew. "'The '"Constellations : Part 2 Culmination Times"'". Sydney, New South Wales: Southern Astronomical Delights. بياځلي په 6 August 2008.
- ↑ Matthews, R. A. J.; Gilmore, Gerard (1993). "Is Proxima really in orbit about α Cen A/B?". Monthly Notices of the Royal Astronomical Society. 261: L5–L7. Bibcode:1993MNRAS.261L...5M. doi:10.1093/mnras/261.1.l5.
- ↑ کينډۍ:Cite conference
- ↑ Page, A. A. (1982). "Mount Tamborine Observatory". International Amateur-Professional Photoelectric Photometry Communication. 10: 26. Bibcode:1982IAPPP..10...26P.
- ↑ "Light Curve Generator (LCG) – aavso.org". aavso.org. خوندي شوی له the original on 25 July 2020. بياځلي په 7 June 2017.
- ↑ Linsky, Jeffrey L.; Redfield, Seth; Tilipman, Dennis (November 2019). "The Interface between the Outer Heliosphere and the Inner Local ISM: Morphology of the Local Interstellar Cloud, Its Hydrogen Hole, Strömgren Shells, and 60Fe Accretion". The Astrophysical Journal. 886 (1): 19. arXiv:1910.01243. Bibcode:2019ApJ...886...41L. doi:10.3847/1538-4357/ab498a. S2CID 203642080. 41.
{{cite journal}}
: CS1 maint: unflagged free DOI (link) - ↑ Boffin, Henri M. J.; et al. (4 December 2013). "Possible astrometric discovery of a substellar companion to the closest binary brown dwarf system WISE J104915.57–531906.1". Astronomy and Astrophysics. 561: L4. arXiv:1312.1303. Bibcode:2014A&A...561L...4B. doi:10.1051/0004-6361/201322975. S2CID 33043358.