الحاج مولوي عبدالسليم جمالزی

الحاج مولوي عبدالسلیم جمالزی (زوکړه ۱۱ جوزا ۱۳۳۲) لیکوال او ژباړن دی. له تېرو شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې يې د حج او عمرې لارښود کتاب لسګونه ځله په افغانستان او پاکستان کې چاپ شوی. دغه کتاب په روانه پښتو ژبه د حج او عمرې لومړنی عملي لارښود ګڼل کېږي. هغه د اطلس القران په نوم د نبوي سیرت یو جامع کتاب هم په روانه پښتو ژباړلی.