اقلیم پېژندنه

اقلیم پېژندنه یا اقلیم پوهنه د ځمکې د اقلیم علمي څېړنه ده چې لږ تر لږه په یوه ۳۰ کلنه دوره کې د اوبو او هوا د منځنۍ کچې په توګه تعریفېږي. دغه مډرنه څېړنیزه برخه د اتومسفیري یا فضايي علومو اصلي او د فزیکي جغرافیې یوه فرعي څانګه بلل کېږي. دا مهال په اقلیم پېژندنه کې د سمندر پوهنې او ژواک‌ جغرافیايي کیمیا اړخونه هم شاملېږي.[۱]

هغه اصلي مېتودونه چې اقلیم پېژندونکي یې کاروي، د هغو فزیکي پروسو د مشاهداتو تحلیل او ماډل‌ جوړونه ده چې اقلیم مشخصوي. په دې برخه کې د څېړنې اصلي موضوعات د اقلیم د بېلابېلوالي څېړنه، د اقلیمي بدلونونو میکانیزمونه او اقلیمي بدلونونه دي. د اقلیم په اړه لومړنۍ پوهه د اقلیم په لنډمهالې وړاندوېینه کې کارولی شو، لکه د ال نینو-سوېلي نوسان (ENSO)، د ماډن-جولیان نوسان (MJO)، د شمالي اتلانتیک نوسان (NAO)، د شمالي قطب نوسان (AO)، د ارام سمندرګي لس کلن نوسان (NAO) او د ارام سمندر نوسان (IPO).

د اقلیم ماډلونه د اقلیم له ډينکامیکې څېړنې او د اقلیم له سیستم څخه نیولې د راتلونکي اقلیم تر وړاندوېینې پورې د بېلابېلو موخو لپاره کارول کېږي. اقلیم په یوه زماني دوره کې د اوبو او هوا د حالت په توګه پېژندل کېږي، په داسې حال کې چې اقلیم په یوه اوږده زماني دوره کې تر نامحدود وخت پورې اړیکه لري.[۲]

تاریخچه

سمول

د اقلیم په اړه رسمي څېړنې یونانیانو پيل کړې؛ د اقلیم کلیمه هم د یوناني ژبې له (klima) کلیمې نه اخیستل شوې ده چې موخه یې د ځمکې د محور خموالی یا کږوالی دی. د اقلیم په اړه تر ټولو مهم کلاسیک متن «په هوا، اوبو او ځایونو کې» دی چې تر میلاد ۴۰۰ کاله وړاندې هیپوقراط (Hippocrates) لیکلی دی. دغه متن د انسان پر روغتیا د اقلیم د اغېزو او د اسیا او اروپا تر منځ د فرهنګي توپیرونو په اړه دی. چینايي عالم «شن کوا» (۱۰۳۱-۱۰۹۵) «یانژو» سیمې ته نږدې تر ځمکه لاندې تیږه شوي بانسونه یا بامبوګان ولیدل، د دې سیمې اقلیم وچ او د بانس د ودې لپاره نامناسب دی، په دې توګه دې پایلې ته ورسېد چې اقلیم په طبیعي ډول په یوه لویه زماني محدوده کې ډېر زیات بدلون کوي.[۳][۴]

د علمي انقلاب په جریان کې د ترمامتر او بارومتر اختراع د اسنادو د ثبتولو امکان برابر کړ چې دغه چاره د ۱۶۴۰-۱۶۴۲ز کلونو په لومړیو کې په انګلستان کې پیل شوه. د اقلیم په لومړنيو څېړونکو کې یو اډمونډ هالي دی چې سوېلي نیم‌کرې ته تر سفر وروسته یې په ۱۶۸۶ کال کې د سوداګریزو بادونو نقشه خپره کړه. بل څېړونکی فرانسېس ګالټون (۱۸۲۲-۱۹۱۱ز ) دی چې انټي سیلکون (anticyclone) اصطلاح یې رامنځته کړه [انټي سیکلون په فضا کې د لوړ فشار سیمې ته ویل کېږي]. د دې تر څنګ هلموټ لنډسبرګ (۱۹۰۶-۱۹۸۵ز ) په اقلیم پېژندنه کې د شمېرو د تحلیل بنسټ کېښود چې وروسته یې یوه فزیکي علم ته تکامل وکړ.[۳][۵]

اقلیم پوهانو د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې تر ډېره د سیمه‌ييزو اقلیمونو پر تشرېح کولو تمرکز درلود. دغه تشرېحي اقلیم پېژندنه یو تطبیقي علم و او کروندګرو او نورو لېوالو کسانو ته یې د دې په اړه معلومات ورکول چې عادي اقلیم او د سختو پېښو د رامنځته کېدو احتمال څومره دی. د دغه کار لپاره اقلیم پوهانو یو نورمال اقلیم او د اقلیم شدید بدلونونه په یوه ۳۰ کلنه دوره کې تعریفول.[۶][۷]

د شلمې پېړۍ په منځنیو کلونو کې د اقلیم په اړه شته ګومانونو اقلیم ثابت باله. دا چې پوهان د کنګل دورې په څېر د تېرو اقليمي بدلونونو په اړه پوهېدل، د اقلیم مفهوم د اوبو او هوا د مشخصولو په اړه د یوې ټولیزې نظریې په رامنځته کېدو کې ګټور و. دغه چاره په وروستیو لسیزو کې مخ پر بدلېدو شوه او دا چې د اقلیمي بدلونونو د علم تاریخ ژر پیل شو، اقلیمي بدلونونه په اویایمو او را وروسته کلونو کې د اقلیم پوهانو د څېړنې پر منځنیو موضوعاتو بدل شول.[۸]

فرعي څانګې

سمول

د اقلیم پېژندنې بېلابېلې فرعي برخې د اوبو او هوا یا اقلیم بېلابېل اړخونه څېړي. په اقلیم پېژندنه کې د څانګو بېلابېلې ډلبندۍ موجودې دي. د بېلګې په توګه د امریکا د هوا پېژندنې ټولنه تشرېحي اقلیم پېژندنه، علمي اقلیم پېژندنه او تطبیقي اقلیم پېژندنه د دغې برخې د درېیو فرعي څانګو په توګه راپېژني. تطبیقي اقلیم پېژندونکي د تولید او کرنې په څېر په بېلابېلو صنایعو کې تخصص کوي.[۹]

مېتودونه

سمول

د معاصرو اقلیمونو په څېړنه کې د هوا پېژندنې هغه اطلاعات شاملېږي چې د ګڼو کلونو په جریان کې راټول شوي وي؛ لکه د اورښت، تودوخې او اتومسفیري ترکیب مخینې. د اتومسفیر او د هغه د ډینامیک پوهه هم په هغو احصایوي او ریاضیکي ماډلونو کې مجسمېږي چې د بېلابېلو مشاهداتو په ګډولو او د تناسب د څرنګوالي په ازمویلو له یو بل سره مرسته کوي. ماډل جوړونه د تېر، اوسني او راتلونکي اقلیم په اړه د پوهېدو لپاره کارول کېږي.

د اقلیم لومړني معلومات

سمول

د اقلیم د څېړنې لپاره د اقلیمي متغیراتو اوږدمهالي سوابق راټولول اړین دي. اقلیم پوهنه له هغو لومړنیو معلوماتو سره سروکار لري چې د هواپوهنې په مرسته راټول شوي وي. پوهان د څېړنو لپاره د اقلیم مستقیم او غیر مستقیم مشاهدات، د ځمکې ښودونکې سپوږمکۍ، د ترماتر د نړیوالې شبکې په څېر علمي وسایل او هغه ماقبل التاریخ کنګلونه کاروي چې له طبیعي کنګل‌ځایونو څخه استخراج شوي دي. دا چې د اندازې اخیستنې  تکنالوژي د وخت په اوږدو کې بدلېږي، د لومړنیو معلوماتو سوابق په مستقیم ډول نه ‌شو سره پرتله کولای. دا چې ښارونه په ټولیز ډول تر کلیوالي سیمو ګرم دي، ښاريتوب د دې لامل شوی چې لومړني معلومات د دغو ګرمو سیمو لپاره وخت پر وخت تصحیح یا سم کړل شي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ماډلونه

سمول

اقلیمي ماډلونه د اتومسفیر، سمندرونو، ځمکې او کنګل د متقابلو اغېزو د څرګندولو لپاره کمي مېتودونه کاروي. دغه ماډلونه د اوبو او هوا د ډینامیک له څېړنې او د اقلیم له سیستم څخه نیولې د راتلونکي اقلیم تر وړاندوېینې پورې د بېلابېلو موخو لپاره کارېږي. ټول اقلیمي ماډلونه ورودي انرژي ځمکې ته د لنډې څپې د الکترو مقناطیسي تشعشع په توګه له خروجي انرژۍ سره د اوږدې څپې د الکترو مقناطیسي تشعشع په توګه برابروي یا یې برابرۍ ته نږدې کوي. هر ډول نابرابري د ځمکې په متوسطه تودوخه کې د بدلونونو د پېښېدو لامل کېږي. د اقلیم په اکثرو ماډلونو کې د کاربن ډای اکسایډ په څېر ګلخانه‌يي ګازونو تشعشعي اغېزې شاملې دي. دغه ماډلونه د ځمکې په تودوخه کې د یوه لوړېدونکي بهیر او په لوړو جغرافیايي ځایونو کې د تودوخې د چټکې لوړېدنې وړاندوېینه کوي.

سرچینې

سمول
  1. Climate Prediction Center. Climate Glossary. Archived 6 October 2006 at the Wayback Machine. Retrieved on 23 November 2006.
  2. "What is Climatology?". drought.unl.edu (په انګليسي). نه اخيستل شوی 27 February 2017.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Heymann, Matthias (2010). "The evolution of climate ideas and knowledge". Wiley Interdisciplinary Reviews: Climate Change (په انګليسي). 1 (4): 581–597. doi:10.1002/wcc.61. ISSN 1757-7799.
  4. A. J. Bowden; Cynthia V. Burek; C. V. Burek; Richard Wilding (2005). History of palaeobotany: selected essays. Geological Society. p. 293. ISBN 978-1-86239-174-1. نه اخيستل شوی 3 April 2013.
  5. Life Stories. Francis Galton. Retrieved on 19 April 2007.
  6. Weart, Spencer (2008). "Climatology as a Profession". history.aip.org. American Institute of Physics. نه اخيستل شوی 25 October 2019.
  7. Robinson او Henderson-Sellers 1999، مم. 4-5.
  8. Robinson او Henderson-Sellers 1999، مم. 5-6.
  9. Wang او Gillies 2012، م. IX.
  10. "What kinds of data do scientists use to study climate?". Climate Change: Vital Signs of the Planet. نه اخيستل شوی 13 January 2020.
  11. "How do weather observations become climate data? | NOAA Climate.gov". www.climate.gov. نه اخيستل شوی 13 January 2020.
  12. "What kinds of data do scientists use to study climate?". Climate Change: Vital Signs of the Planet. نه اخيستل شوی 13 January 2020.
  13. Rohli او Vega 2011، م. 8.