اقلیمي امنیت
اقلیمي امنیت هغو امنیتي خطرونو ته ویل کېږي چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د اقلیم په نښو کې د بدلونونو له امله رامنځته کېږي. دا مفهوم پر دې مفکوره متمرکز دی چې په اقلیم پورې اړوند بدلونونه په ټولنه کې هغه شته خطرونه ډېروي چې د انسانانو، اېکوسیستمونو، اقتصاد، زېربناوو او ټولنو امنیت ګواښي. په اقلیم پورې اړوند امنیتي خطرونه په نړۍ کې د سولې او امنیت د مدیریت د ډول لپاره پراخې پایلې لري. که سم مدیریت ونهشي، د اقلیم له بدلون سره تطابق او د اغېزو کمولو لپاره اقلیمي اقدامات هم ښايي پر انساني امنیت منفي اغېزې ولري.[۱]
اقلیمي بدلون دا ظرفیت لري چې شته کړکېچونه ډېر کړي یا نوي کړکېچونه رامنځته کړي – په دې توګه د یوه ګواښ ډېروونکي په توګه عمل کوي. دا د تاوتریخجنو جګړو او نړیوال امنیت لپاره یو کتلېست کېدای شي. د څه باندې ۵۰ کمي څېړنو یوه مېټا انلایز، چې د اقلیم او شخړو تر منځ اړیکه یې څېړله، وښوده چې "د هر ۱ معیاري انحراف (1σ) لپاره په اقلیم کې بدلون د تودوخې درجې د ګرمېدو یا شدید ورښت لامل کېږي، متوسط اټکلونه ښيي چې د خپلمنځي تاوتریخوالي فرېکونسي ۴ سلنې ته لوړېږي او د ډلو تر منځ د تاوتریخوالو شمېر ۱۴ سلنې ته پورته کېږي. د اقلیمي بدلونونو حکومتمنځي پلاوی وايي چې په چاپېریالي کډوالۍ کې ګډوډي ښايي د شخړو له ډېروالي سره مرسته وکړي، که څه هم دوی د کمپيدا سرچینو د د ډېروالي پر رول لږ ډاډه دي. البته اقلیمي بدلونونه تل د تاوتریخوالي لامل نه کېږي او شخړې ډېری وخت له یو بل سره د تړلو عواملو له امله رامنځته کېږي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷]
ګڼو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې اقلیمي بدلون ښايي د شخړو د زیاتېدو لامل شي. د متحدو ایالتونو له متقاعدو جنرالانو جوړ «پوځي مشورتي پلاوي» وړاندوېینه وکړه چې د ځمکې تودوخه به په نا امنو سیمو کې د «خطر د ضریب» په توګه عمل وکړي. د ستراتیژیکو او نړیوالو څېړنو مرکز او د امریکا د نوي امنیت مرکز چې د واشنګټن دوه فکري مرکزونه دي، راپور ورکړی چې توپانونه "د سیمهییزو او ان ملي هویتونو د ننګولو وړتیا لري او په پایله کې یې د سرچینو پر سر وسلهوالې شخړې پېښېدای شي." دوی وايي چې تر ټولو لوی ګواښ به "په هېوادونو کې دننه او بهر د خلکو له پراخې کډوالۍ څخه" پېښ شي. له دې سره سره، نور څېړونکي په دې اړه لا ډېر شکمن وو: یوې څېړنې د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ کلونو تر منځ په اروپا کې د اقلیم او شخړو تر منځ هېڅ کومه بامعنا احصایوي اړیکه پیدا نهکړه.[۸][۹][۱۰]
د اقلیمي بدلون او امنیت تر منځ اړیکه په ټوله نړۍ کې د مقاماتو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د مخ پر ودې جي۷۷ ډلې هېوادونو لپاره اندېښنه ده. لرې نه ده چې د اقلیمي بدلونونو اغېزې به د یوه امنیتي ګواښ په توګه مخ پر ودې هېوادونو ته سخت زیان ورسوي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې «مارګارټ بکېټ» ویلي چې "یو بېٍثباته اقلیم به د شخړې ځينې لوی محرکونه ډېر کړي چې د کډوالۍ فشارونه او د سرچینو لپاره سیالي یې بېلګې دي." د اقلیمي بدلون د انساني اغېزو او د تاوتریخوالي او وسلهوالو شخړو د ګواښونو تر منځ اړیکه ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې څو بحراني یا سخت شرایط په هممهاله ډول تر اغېز لاندې راځي.[۱۱]
مخینه
سمولاقلیمي امنیت هغو امنیتي خطرونو ته ویل کېږي چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د اقلیم په نښو کې د بدلونونو له امله رامنځته کېږي. اقلیمي بدلون د بېلابېلو امنیتي راپورونو له لارې په یوویشتمه پېړۍ کې د نړیوال امنیت لپاره د یوه ستر ګواښ یا ناورین په توګه پېژندل شوی دی. په ۲۰۲۰ کال کې د نړیوالو فاجعهبارو خطرونو راپور چې د نړیوالو ننګونو بنسټ خپور کړی، څرګندوي چې اقلیمي بدلونونه به په ډېر احتمال سره د تمدن پای وي. ۷۰ سلنه نړیوال دولتونه اقلیمي بدلون د ملي امنیت موضوع ګڼي. اقلیمي خطرونو ته د پالیسیو لېوالتیا په چټکۍ سره وده کړې او د نورو موضوعاتو لکه د خوړو او انرژۍ امنیت، د کډوالۍ پالیسي او ډپلوماټیکو هڅو تر څنګ د پالیسۍ پر اجنډا هم اغېز کوي. اقلیمي بدلون یوه نړیواله ننګونه ده چې په اوږد مهال کې پر ټولو هېوادونو اغېز کوي، ځکه د اقلیمي بدلونونو اغېزې په نابرابر ډول په بېلابېلو سیمو کې خپرېږي. له دې سره سره، ښايي پر څنګ ته شویو او زیانمنونکو ټولنیزو ډلو لا ډېره نامتناسبه اغېزه وکړي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
په ۲۰۱۸ کال کې د نړیوال ګواښ د ارزونې راپور کاږي:[۱۶]
تېر ۱۱۵ کلونه د معاصر تمدن په تاریخ کې تر ټولو ګرمه دوره وه او تېر څو کلونه تر ټولو ګرم کلونه ثبت شوي دي. په ګرمه نړۍ کې د هوا سختې پېښې د لویو اغېزو احتمال لري او ښايي له نورو لاملونو سره یو ځای شي او د بشري ناورینونو، نښتو، د اوبو او خوراکي توکو د کمښت، کډوالۍ، د کاري قوې د کمښت او د برېښنا د پرې کېدو خطر ډېر کړي. څېړنو په ځمکنيو سیستمونو کې له اقلیم سره اړوند هغه شاخصونه نه دي پېژندلي چې د اقلیم د ناڅاپي بدلونونو احتمال ښيي.[۱۷]
اغېز
سمولپه ۲۰۰۳ کال کې «پيټر شوارټز» او «ډاګ رانډال» د متحدو ایالتونو د ملي امنیت لپاره د اقلیم د اړوندو سناریوګانو احتمالي اغېزې وڅېړلې او دا پایله یې ترلاسه کړه چې "موږ د اقلیم د بدلون لپاره سناریو جوړه کړې ده، که څه هم ډېره احتمالي نه ده، خو د منلو وړ ده او دا به د متحدو ایالتونو ملي امنیت په داسې ډول وننګوي چې سملاسي دې موضوع ته پام وکړي." په موندنو کې راغلي وو:
دا احتمال شته چې د ځمکې دا تدریجې ګرمېدل به د سمندر د ترموهالین لېږدوونکي د ناڅاپي ټکني کېدو لامل شي چې له امله یې د ژمي په موسم کې شرایط سختېږي، د خاورې رطوبت په چټکۍ سره کمېږي او په هغو مشخصو سیمو کې د ډېرو شدیدو بادونو لامل کېږي چې اوس مهال د نړۍ لویه برخه خوراکي توکي په کې تولیدېږي. که کافي چمتووالی موجود نه وي، پایله ښايي د ځمکې په چاپېریال کې د انسان د لېږد ظرفیت پوره راکم کړي.[۱۸]
روغتیا
سمولڅېړنو د تودوخې د سختو څپو له امله د مړینې کچه ښودلې ده. د تودوخې سخت شرایط کولای شي د حرارت د تنظیم لپاره د انسان پر ظرفیت غالب شي؛ راتلونکې سناریوګانې ښيي چې د ګلخانهيي ګازونو د تولید په ډېرېدو سره به په کال کې د نړۍ شاوخوا ۷۴ سلنه نفوس لږ تر لږه د شلو ورځو لپاره د وژونکې تودوخې له پېښو سره مخامخ کېږي.[۱۹]
رواني اغېزې
سمولپه ۲۰۱۱ کال کې په «امریکن سایکالوژېست» مجله کې یوې مقالې د اقلیمي بدلون له امله د رواني اغېزو درې برخې مشخصې کړې: [۲۰]
- مستقیمې اغېزې - "د شدیدې هوا او بدل شوي چاپیریال حادې یا زیان اړوونکې اغېزې"
- غیر مستقیمې اغېزې - "د اغېزو د مشاهدې پر بنسټ د عاطفي هوساینې ګواښونه او د راتلونکو خطرونو په اړه اندېښنې لرل"
- رواني ټولنیزې اغېزې - "د تودوخې، وچکالۍ، کډوالیو او د اقلیم له امله د شخړو او تر ناورین وروسته د تطابق اوږدمهاله ټولنیزې اغېزې"
د اقلیمي بدلون له امله د ټولنیزو رواني اغېزو پایلې د تاوتریخوالي زیاتوالی، د ډلو تر منځ شخړې، بېځایه کېدل او ټولنیزې - اقتصادي نابرابرۍ دي. د څېړنو پر بنسټ، د تودوخې او تاوتریخوالي تر منځ اړیکه موجوده ده او د ځمکې په متوسطه تودوخه کې هر ډول زیاتوالی د تاوتریخوالي د زیاتېدو احتمال له ځانه سره لري.[۲۱]
شخړې
سمولدا چې اقلیمي بدلونونه پر ټولنو او د انسانانو پر ژوند پراخې اغېزې لري، نو احتمالي امنیتي پېښې خورا پراخې او پېچلې دي. دې موضوع ته په ۲۰۰۷ کال کې هغه مهال پام ډېر شو چې د اقلیمي بدلونونو د کمولو په برخه کې د هڅو له امله «ال ګور» او د اقلیمي بدلون حکومتمنځي پلاوي ته د سولې په برخه کې د نوبل جایزه ورکړل شوه. په هماغه کال د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اقلیمي بدلون او امنیت په اړه لومړنۍ مناظره جوړه کړه او وروسته په ۲۰۱۲، ۲۰۱۸، ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې په دې اړه نورې تعقیبي مناظرې هم جوړې شوې. د دې موضوع په اړه په یوه څېړنه کې د نړیوال بدلون په اړه د جرمني مشورتي شورا څلور مسیرونه مشخص کړل چې احتمالاً اقلیمي بدلونونه له شخړو سره تړي: د تازه اوبو سرچینې ویجاړول، خوراکي ناخوندیتوب، د طبیعي پېښو ډېروالی او شدت او د کډوالۍ د بڼو ډېروالی یا بدلون. راپورونه وايي چې دا لاملونه ښايي تاوتریخجنې شخړې ډېرې کړي، مثلاً د تاوتریخوالي لپاره د فرصتونو جوړښتونه بدلول (مثلاً کله چې دولتونه کمزوري وي نو محروم خلک په اسانۍ د وسلهوالو ډلو لهخوا ګومارل کېدای شي) یا د زیانمنو خلکو شکایتونه لا پسې ډېر کړي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
په ۲۰۱۶ کال کې د بولټن اتومي ساینسپوهانو (Bulletin of the Atomic Scientists) لهخوا په خپره شوې مقاله کې وړاندیز شوی چې په اقلیم پورې د اړوندو موضوعاتو پر سر شخړه ښايي د اټومي شخړې لامل شي چې په دې کې کشمیر، هند او پاکستان شامل دي. خو ځینې پوهان په دې باور دي چې اقلیمي بدلون دا احتمال نهلري چې د دولتونو تر منځ د جګړو پر ماهیت لوی اغېز ولري، خو پر کورنیو جګړو او ټولنیز شخړو يې د اغېزو په اړه اندېښنې مطرح شوې دي. د ۶۰ څېړنو د یوه مېټا انلایز پر بنسټ هسیانګ، بورک او میګویل دې پایلې ته رسېدلي چې ګرمه تودوخه او شدید ورښتونه ښايي خپلمنځي تاوتریخوالی تر ۴ سلنه او د ډلو تر منځ شخړې تر ۱۴ سلنه پورې ډېرې کړي (منځني اټکلونه). د دوی پایلې د نورو څېړونکو لهخوا د بدیل ماډل د مشخصاتو لپاره په کافي اندازه د منلو نه دي. وروستۍ څېړنې دقیقې دي او پر دې سره یوه خوله دي چې په اقلیم پورې اړوندې طبیعي پېښې (لکه د تودوخې څپه، وچکالي، توپان او سېل) د وسلهوالو شخړو خطرونه په متوسط ډول ډېروي. ځکه نو اقلیمي بدلون «د خطر د ډېرېدو ضریب» دی چې د شخړو موجود خطرونه ډېروي. د دې موضوع په برخه کې او د دې موضوع په اړه نورې څېړنې په ۲۰۱۹ کال کې په «نیچر» ژورنال کې د یوې تخصصي ارزونې په خپرولو سره دې پایلې ته رسېږي چې په تېره پېړۍ کې د دولتونو تر منځ د وسلهوالو شخړو خطرونه له ۳ تر ۲۰ سلنه پورې د اقلیمي لاملونو په اغېزو پورې اړوند وو، خو د شخړو نور لاملونه ډېر مهم دي.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
سرچينې
سمول- ↑ Joshua W. Busby (2007). Climate Change and National Security. Council on Foreign Relations. ISBN 978-087609-413-6. خوندي شوی له the original on May 9, 2017. بياځلي په January 25, 2016.
- ↑ Smith, Dan; Vivekananda, Janani (2007). "A climate of conflict". International Alert. خوندي شوی له the original on 24 May 2013.
- ↑ "World in Transition: Climate Change as a Security Risk". German Advisory Council on Global Change. 2007. خوندي شوی له the original on 16 December 2017. بياځلي په 19 October 2014.
- ↑ Ryan P. Harrod and Martin, Debra L. The Bioarchaeology of Climate Change and Violence. New York: Springer, 2013.
- ↑ Burke, Marshall; Hsiang, Solomon M.; Miguel, Edward (1 January 2015). "Climate and Conflict". Annual Review of Economics. 7 (1): 577–617. doi:10.1146/annurev-economics-080614-115430. S2CID 17657019.
- ↑ Hsiang, S. M.; Burke, M.; Miguel, E. (13 September 2013). "Quantifying the Influence of Climate on Human Conflict". Science (in انګليسي). 341 (6151): 1235367. doi:10.1126/science.1235367. PMID 24031020. S2CID 1277105.
- ↑ Schneider, S.H.; et al. (2007). "Assessing key vulnerabilities and the risk from climate change. In: Climate Change 2007: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Contribution of Working Group II to the Fourth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change [M.L. Parry et al. (eds.)]". Cambridge University Press, Cambridge, U.K., and New York, N.Y., U.S.A. pp. 779–810. بياځلي په 20 May 2009.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "National Security and the Threat of Climate Change Archived 11 August 2011 at the Wayback Machine.". Military Advisory Board, 15 April 2007.
- ↑ "Cool heads or heated conflicts?". The Economist. 10 October 2009. p. 88.
- ↑ Kurt M. Campbell; Jay Gulledge; J.R. McNeill; John Podesta; Peter Ogden; Leon Fuerth; R. James Woolsey; Alexander T.J. Lennon; Julianne Smith; Richard Weitz; Derek Mix (October 2007). "The Age of Consequences: The Foreign Policy and National Security Implications of Global Climate Change" (PDF) (PDF). بياځلي په 14 July 2009.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Reuters. U.N. Council Hits Impasse Over Debate on Warming. The New York Times, 17 April 2007. Retrieved on 29 May 2007.
- ↑ "A Security Threat Assessment of Global Climate Change". The Center for Climate & Security (in American English). 2020-02-20. بياځلي په 2021-06-23.
- ↑ Chloe Taylor (Jan 16, 2019). "Global tension is hampering our ability to fight climate change, Davos survey warns". CNBC. بياځلي په January 18, 2019.
- ↑ "Global Catastrophic Risks 2020" (PDF). Global Challenges Foundation. 13 July 2020. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په November 3, 2020.
- ↑ "The Global Security Defense Index on Climate Change". ASP. American Security Project. 2021. خوندي شوی له اصلي څخه په October 6, 2014.
- ↑ Daniel R. Coats (Feb 13, 2018). "Worldwide Threat Assessment of the US Intelligence Community" (PDF). Statement for the Record.
- ↑ Nordås, Ragnhild; Gleditsch, Nils Petter (August 2007). "Climate change and conflict". Political Geography. 26 (6): 627–638. doi:10.1016/j.polgeo.2007.06.003.
- ↑ Peter Schwartz & Doug Randall (2003). "An Abrupt Climate Change Scenario and its Implications for United States National Security" (PDF). Climate.gov. خوندي شوی له the original (PDF) on 2009-03-20.
- ↑ Mora, Camilio; et al. (2017). "Global risk of deadly heat". Nature Climate Change. 7 (7): 501–506. Bibcode:2017NatCC...7..501M. doi:10.1038/nclimate3322.
- ↑ Doherty, Thomas J.; Clayton, Susan (2011). "The psychological impacts of global climate change". American Psychologist. 66 (4): 265–276. doi:10.1037/a0023141. PMID 21553952.
- ↑ Doherty, Thomas J.; Clayton, Susan (2011). "The psychological impacts of global climate change". American Psychologist. 66 (4): 265–276. doi:10.1037/a0023141. PMID 21553952.
- ↑ Conca, Ken (2019-01-02). "Is There a Role for the UN Security Council on Climate Change?". Environment: Science and Policy for Sustainable Development (in انګليسي). 61 (1): 4–15. doi:10.1080/00139157.2019.1540811. ISSN 0013-9157. S2CID 158940594.
- ↑ "To Address Climate Risks, Advance Climate Security in the United Nations". New Security Beat (in American English). بياځلي په 2019-12-20.
- ↑ WBGU (2007). World in Transition: Climate Change as a Security Risk. Berlin: Springer.
- ↑ Barnett, Jon; Adger, W. Neil (2007). "Climate change, human security and violent conflict". Political Geography (in انګليسي). 26 (6): 639–655. doi:10.1016/j.polgeo.2007.03.003.
- ↑ Reuveny, Rafael (August 2007). "Climate change-induced migration and violent conflict". Political Geography (in انګليسي). 26 (6): 656–673. doi:10.1016/j.polgeo.2007.05.001.
- ↑ Nordås, Ragnhild; Gleditsch, Nils Petter (August 2007). "Climate change and conflict". Political Geography. 26 (6): 627–638. doi:10.1016/j.polgeo.2007.06.003.
- ↑ Zia Mian (December 7, 2016). "Kashmir, climate change, and nuclear war". Bulletin of the Atomic Scientists.
- ↑ Solomon M. Hsiang; Marshall Burke; Edward Miguel (2013). "Quantifying the Influence of Climate on Human Conflict". Science. 341 (6151): 1235367. doi:10.1126/science.1235367. PMID 24031020. S2CID 1277105.
- ↑ Ide, Tobias; Scheffran, Jürgen (2014-09-02). "On climate, conflict and cumulation: suggestions for integrative cumulation of knowledge in the research on climate change and violent conflict". Global Change, Peace & Security (in انګليسي). 26 (3): 263–279. doi:10.1080/14781158.2014.924917. ISSN 1478-1158. S2CID 144283223.
- ↑ Mach, Katharine J.; Kraan, Caroline M.; Adger, W. Neil; Buhaug, Halvard; Burke, Marshall; Fearon, James D.; Field, Christopher B.; Hendrix, Cullen S.; Maystadt, Jean-Francois; O’Loughlin, John; Roessler, Philip (2019). "Climate as a risk factor for armed conflict" (PDF). Nature (in انګليسي). 571 (7764): 193–197. Bibcode:2019Natur.571..193M. doi:10.1038/s41586-019-1300-6. ISSN 1476-4687. PMID 31189956. S2CID 186207310. خوندي شوی له the original (PDF) on 2022-04-12. بياځلي په 2022-04-27.
- ↑ Buhaug, H.; Nordkvelle, J.; Bernauer, T.; Böhmelt, T.; Brzoska, M.; Busby, J. W.; Ciccone, A.; Fjelde, H.; Gartzke, E.; Gleditsch, N. P.; Goldstone, J. A. (2014-12-01). "One effect to rule them all? A comment on climate and conflict". Climatic Change (in انګليسي). 127 (3): 391–397. Bibcode:2014ClCh..127..391B. doi:10.1007/s10584-014-1266-1. ISSN 1573-1480.
- ↑ Raleigh, Clionadh; Linke, Andrew; O'Loughlin, John (2014). "Extreme temperatures and violence". Nature Climate Change (in انګليسي). 4 (2): 76–77. Bibcode:2014NatCC...4...76R. doi:10.1038/nclimate2101. ISSN 1758-6798.
- ↑ von Uexkull, Nina; Croicu, Mihai; Fjelde, Hanne; Buhaug, Halvard (2016-11-01). "Civil conflict sensitivity to growing-season drought". Proceedings of the National Academy of Sciences (in انګليسي). 113 (44): 12391–12396. doi:10.1073/pnas.1607542113. ISSN 0027-8424. PMC 5098672. PMID 27791091.
- ↑ Detges, Adrien (September 2016). "Local conditions of drought-related violence in sub-Saharan Africa: The role of road and water infrastructures". Journal of Peace Research (in انګليسي). 53 (5): 696–710. doi:10.1177/0022343316651922. ISSN 0022-3433. S2CID 113591140.
- ↑ Ide, Tobias; Brzoska, Michael; Donges, Jonathan D.; Schleussner, Carl-Friedrich (2020-05-01). "Multi-method evidence for when and how climate-related disasters contribute to armed conflict risk". Global Environmental Change (in انګليسي). 62: 102063. doi:10.1016/j.gloenvcha.2020.102063. ISSN 0959-3780.
- ↑ Scheffran, Jürgen; Link, Peter Michael; Schilling, Janpeter (2019-04-26), "Climate and Conflict in Africa", Oxford Research Encyclopedia of Climate Science (in انګليسي), Oxford University Press, doi:10.1093/acrefore/9780190228620.013.557, ISBN 978-0-19-022862-0
- ↑ Koubi, Vally (2019-05-11). "Climate Change and Conflict". Annual Review of Political Science (in انګليسي). 22 (1): 343–360. doi:10.1146/annurev-polisci-050317-070830. ISSN 1094-2939.
- ↑ Scartozzi, Cesare M. (2020). "Reframing Climate-Induced Socio-Environmental Conflicts: A Systematic Review". International Studies Review (in انګليسي). 23 (3): 696–725. doi:10.1093/isr/viaa064.
- ↑ Mach, Katharine J.; Kraan, Caroline M.; Adger, W. Neil; Buhaug, Halvard; Burke, Marshall; Fearon, James D.; Field, Christopher B.; Hendrix, Cullen S.; Maystadt, Jean-Francois; O’Loughlin, John; Roessler, Philip (2019). "Climate as a risk factor for armed conflict" (PDF). Nature (in انګليسي). 571 (7764): 193–197. Bibcode:2019Natur.571..193M. doi:10.1038/s41586-019-1300-6. ISSN 1476-4687. PMID 31189956. S2CID 186207310. خوندي شوی له the original (PDF) on 2022-04-12. بياځلي په 2022-04-27.