اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه

اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه ټولنیز-اقتصادي بشري حقونه دي، لکه د زده‌کړې حق، د استوګنځي یا کور جوړولو حق، د مناسب ژوند لرلو حق، د روغتیا حق، د قربانیانو حقونه او د علم او ​​​​کلتور حق. اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه د بشري حقونو په نړیوالو او سیمه‌ییزو سندونو کې په رسمیت پېژندل شوي او خوندي دي. غړي دولتونه د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د مراعات، ساتنې او پوره کولو قانوني مکلفیت لري او تمه دا ده چې د دغو حقونو د پوره کولو لپاره به "پرمختللی اقدام" کوي.

د بشري حقونو نړیواله اعلامیه یو شمیر اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه په رسمیت پېژني او د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو نړیوال میثاق (ICESCR) د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو لومړنۍ نړیواله قانوني سرچینه ده. د ماشوم د حقونو کنوانسیون او د ښځو پر وړاندې د تبعیض یا توپیرپالنې د ټولو ډولونو له منځه وړلو کنوانسیون د ماشومانو او ښځو په اړه په (ICESCR) میثاق کې په رسمیت پېژندل شوي ډېری اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه په رسمیت پېژني او خوندي کوي یې. د نژادي یا توکمیز تبعیض د ټولو ډولونو د له منځه وړلو کنوانسیون د یو شمیر اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو په تړاو د نژادي یا توکمیز اصل پر بنسټ تبعیض یا توپیرپالنه منع کوي. د معلولیت لرونکو اشخاصو د حقونو کنوانسیون هم د معلولیت پر بنسټ، له اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو څخه د بشپړې ګټې اخیستنې اړوند د مناسبو استوګنیزو امکاناتو د نه منلو په ګډون، هر ډول تبعیض منع کوي.[۱]

د بشري حقونو نړیوال او سیمه‌ییز سندونه سمول

اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه د بشري حقونو په یو شمېر نړیوالو او سیمه‌ییزو سندونو کې په رسمیت پېژندل شوي او خوندي شوي دي.[۲]

د بشري حقونو نړیوال سندونه سمول

د بشري حقونو نړیواله اعلامیه (UDHR) چې په ۱۹۴۸م کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا تصویب شوه، د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو یوه له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي. دا اعلامیه په ٢٢مه ماده کې د ټولنيز خوندیتابه حق، په ٢٣مه ماده کې د کار حق، په ۲۴مه ماده کې د استراحت او تفرېح حق، په ۲۵مه ماده کې د ژوند د مناسب معيار حق، په ۲۶مه ماده کې د زده‌کړې حق، او په ۲۷مه ماده کې د علم او ​​کلتور له ګټو د برخمنتیا حق په رسمیت پېژني.[۲]

د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو نړیوال تړون (ICESCR) د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو لومړنۍ نړیواله قانوني سرچینه ده. د دغه تړون په ۶مه او ۷مه ماده کې د کار کولو او عادلانه او مناسبو کاري شرایطو حق، په ۸مه ماده کې له سوداګریزو اتحادیو سره د یوځای کېدو او د کارګرانو د ډله‌ییز اقدام یا کار کولو حق، په ۹مه ماده کې د ټولنیز امنیت او خوندیتوبب حق، په ۱۰مه ماده کې د میندو او ماشومانو په ګډون د کورنۍ د ساتنې او خوندیتابه حق، په ۱۱مه ماده کې د خوړو او کور لرلو په شمول د ژوند د مناسب معیار حق، په ۱۲مه ماده کې د روغتیا حق، په ۱۳مه ماده کې د زده‌کړې حق، او دغه راز په ۱۵مه ماده کې په کلتوري ژوند کې د ګډون حق او د علم او ​​​​کلتور له ګټو د برخمن کېدو حق، په رسمیت پېژندل شوی او خوندی شوی دی. د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق، چې له (ICESCR) سره هم‌مهاله تصویب شوی، یو شمېر اساسي اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه په رسمیت پېژني او خوندي کوي یې، چې په ۲۲مه ماده کې یې له سوداګریزو اتحادیو سره د یوځای کېدو حق، او په ۲۷مه ماده کې د توکمیزو، مذهبي یا ژبنیو لږکیو حق چې په خپل کلتور کې ګډون وکړي، خپل دیني او مذهبي مراسم ترسره کړي او خپله ژبه وکاروي، د یادولو وړ دي.[۲]

د بشري حقونو یو شمېر نور مهم سندونه هم د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو اړوند احکام لري. د ماشوم د حقونو کنوانسیون د ماشومانو په اړه په (ICESCR) کې یاد شوي ډېری اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه په رسمیت پېژني او خوندي کوي یې. د دغو حقونو له جملې څخه، په ۲۴مه ماده کې د روغتیا حق، په ۲۵مه ماده کې د ټولنیز خوندیتوب حق، په ۲۷مه ماده کې د ژوند د مناسب معیار حق، په ۲۸مه ماده کې د زده‌کړې حق، او په ۳۲مه ماده کې له اقتصادي استثمار یا ناوړه ګټې اخیستنې څخه د خوندیتوب حق پکې د یادولو وړ دي (وګورئ: د ماشومانو کار). د نژادي تبعیض یا توپیرپالنې د ټولو ډولونو د له منځه وړلو کنوانسیون د یو شمېر اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو په تړاو د نژادي یا توکمیزې ریښې پر بنسټ تبعیض یا توپیرپالنه منع کوي. د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو ډولونو د له منځه وړلو کنوانسیون د ښځو لپاره یو لړ اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه تاییدوي. د کار د نړیوال سازمان (ILO) کنوانسیونونه هم د کار اړوند یو لړ اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه خوندي کوي. د علم او علمي خوندیتابه په اړه سپارښتنه کې پر عامو نړیوالو معیارونو د کابو ۱۹۵ دولتونو له لوري هوکړه شوې او پر علمي آزادیو، د ساینس پوهانو پر حقونو، د څېړنیزو افرادو پر حقونو، او د علم لرلو اړوند د هر چا پر حق ټینګار کوي.[۳][۴]

د بشري حقونو سیمه‌ییز سندونه سمول

د بشري او خلکو د حقونو په اړه د افریقا منشور په ۱۵مه ماده کې د کار کولو حق، په ۱۶مه ماده کې د روغتیا حق او په ۱۷مه ماده کې د زده‌کړې حق خوندي کوي. د اروپا ټولنیز منشور هم په پراخه کچه اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه خوندي کړي دي. په دغو حقونو کې له لومړۍ تر لسمې مادې پورې د کار کولو حق، د کار کولو مناسبو شرایطو، له سوداګریزو اتحادیو سره د یوځای کېدو او د کارګرانو د ډله‌ییز اقدام یا کار کولو حقونه راځي، په ۱۱مه ماده کې د روغتیا حق، له ۱۲مې تر ۱۴مې مادې پورې د ټولنیز امنیت حق، چې د روغتیایي مرستې حق او د ټولنیزې هوساینې د خدماتو حق پکې راځي، له ۱۵مې تر ۱۷مې مادې پورې او همدا راز ۱۹مه ماده کې، په ځانګړې توګه د زیان منونکو ډلو ساتنه، او په ۳۱مه ماده کې د کور او استوګنیزو امکاناتو لرلو حقونه شامل شوي دي. د سان سلواډور پروتوکول هم د بین الامریکايي بشري حقونو په نظام کې د یو لړ اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو خوندیتوب تضمینوي.[۵]

د دولتونو مسؤولیت سمول

اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه، چې د بشري حقونو په نړیوالو او سیمه‌ییزو سندونو کې راغلي، قانوني الزامیت لري. غړي دولتونه قانوني مکلفیت لري چې دغه حقونه مراعات، خوندي او پرځای کړي. په دې برخه کې د دولتونو د مکلفیتونو دقیق څرنګوالی د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د نړیوال میثاق (ICESCR) په اصولو کې شته او د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د نړیوال میثاق یو بل اختیاري پروتوکول د ویانا د بشري حقونو اعلامیې او عملي پروګرام سره سم منل شوی دی.[۶][۷]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. "Universal Declaration of Human Rights". www.un.org (په انګلیسي ژبه کي). 2015-10-06. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Leckie, Scott; Gallanger, Anne (2006). Economic, social and cultural rights: a legal resource guide. University of Pennsylvania Press. د کتاب پاڼي xiv. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8122-3916-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Leckie, Scott; Gallanger, Anne (2006). Economic, social and cultural rights: a legal resource guide. University of Pennsylvania Press. د کتاب پاڼي xv. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8122-3916-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Recommendation on Science and Scientific Researchers". portal.unesco.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Leckie, Scott; Gallanger, Anne (2006). Economic, social and cultural rights: a legal resource guide. University of Pennsylvania Press. د کتاب پاڼي xv. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8122-3916-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Leckie, Scott; Gallanger, Anne (2006). Economic, social and cultural rights: a legal resource guide. University of Pennsylvania Press. د کتاب پاڼي xvi. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8122-3916-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Vienna Declaration and Programme of Action, Part II paragraph 75