افغان کورنۍ جګړه (۱۸۶۳- ۱۸۶۹ زکال)

د افغانستان دریمه کورنۍ جګړه د ۱۸۶۳ زکال د جون له ۹مې نېټې څخه د ۱۸۶۹ زکال تر جنوري میاشتې ترسره شوه. دغه جګړه د ۱۸۶۳ زکال د جون په ۹مه نېټه د امیر دوست محمد خان له مړینې وروسته د واک پر سر د هغه د زامنو ترمنځ د جنجالونو له امله پیل شوه. دوست محمد خان د خپلې واکمنۍ په دویمه نیمايي کې واک خپلې کورنۍ ته اړوند کړ. د هغه زامن د ولایتونو د والیانو په توګه وټاکل شول او د مرکزي دولت څخه یې په خپلواکه بڼه چارې مخته وړې. دغه چاره لامل وګرځېده د نوموړي له مړینې وروسته د هغه زامن د واک پر سر له یوبل سره ښکېل شي. [۱][۲][۳][۴][۵]

د دوست محمد خان له مړینې وروسته امیر شیرعلي خان له خپلو نورو وروڼو وړاندې کابل ته راورسېد او د امیر په توګه پر تخت کښېناست. د هغه میرنیو وروڼو، محمد افضل خان (دغه مهال د افغاني ترکستان والي و) او محمد اعظم خان په ګډه سره د هغه پر وړاندې توطئه وکړه او هڅه یې وکړه چې واک ترې ونیسي. د ۱۸۶۴ زکال په پسرلي کې شیرعلي خان د دوی دواړو ترمنځ تبادله شوي لیکونه ترلاسه کړل؛ همدا و چې د هغوی سره یې د مبارزې په موخه شمال لوري ته لښکرې ولېږلې. اعظم خان په خوست کې ماته وخوړه او هند ته وتښتېد، خو شیرعلي خان په خپل هوډ کې بدلون راوست او د ۱۸۶۴ زکال د پسرلي په وروستیو کې یې د باجګاه له جګړې وروسته له محمد افضل خان سره روغه وکړه. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

له دې سره هغه مهال چې د محمد افضل خان زوی، عبدالرحمن خان د شیرعلي خان د واکمنۍ د راپرځولو په موخه پلان جوړ کړ د دوی دواړو ترمنځ د سولې فضا له منځه ولاړه. افضل خان بند ته واچول شو او عبدالرحمن هم له جزا څخه د خلاصون په موخه بخارا ته وتښتېد. په ۱۸۶۵ زکال کې شیرعلي خان د کندهار پر لور حرکت وکړ څو خپل سکه یاغي ورور محمد امین خان ته ماته ورکړي. په داسې حال کې چې شیرعلي خان هغه ته اړوند پاڅون وځپه او وه یې شو کولای محمد امین خان ووژني، خو په دغه جګړه کې د شیرعلي وارث هم ووژل شو او د نوموړي په اروايي حالت یې پام وړ اغېز وکړ چې بیا د هغه د ګوښه کېدو لامل هم وګرځېد. د افضل خان ځواکونو له دغه فرصت څخه په ګټنې د ۱۸۶۶ زکال په پسرلي کې د شیرعلي خان ځواکونو ته ماته ورکړه او کابل یې ونیو. شیرعلي خان د پرله پسې ماتو وروسته هم وروسته له هغه یو لړ بریاوو ته لاسرسی وموند چې د ترکستان نوي والي او د وزیر محمد اکبر خان زوی، فیض محمد خان پناه ور وړه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ۱۸۶۷ زکال په سپټمبر میاشت کې فیض محمد خان جبل السراج ته څېرمه ماته وخوړه او د جګړې پر مهال د توپ د یوې مرمۍ د لګېدو له امله ومړ. ورته مهال له دغې چارې لږ وروسته افضل خان په کولرا وبا اخته شو او له دې وروسته عبدالرحمن خان او محمد اعظم خان د ځای ناستوب پر سر له یوبل سره جګړې وکړې. دغې چارې شیرعلي خان ته فرصت برابر کړ څو بېرته واک خپل کړي. هغه داسې طرحه برابره کړه چې پر بنسټ یې د ترکستان سیمه ییز حاکمان د امکان تر بریده له عبدالرحمن خان سره مقاومت وکړي او دی خپله د کندهار له نیولو وروسته د کابل پر لور حرکت وکړي. د هغه پلان کار ورکړ او د ۱۸۶۸ زکال په مۍ میاشت کې یې ځواکونو په بریالۍ توګه کندهار ونیو او د کابل پر لور یې حرکت وکړ؛ په داسې حال کې چې عبدالرحمن خان په میمنه کې بند پاتې و. همدا و چې اعظم خان په چټکۍ ماته وخوړه. د هغه ځواکونه مات شول او شیرعلي خان په بریالۍ توګه وکولای شول د ۱۸۶۸ زکال د سپټمبر په اتمه کابل ته ننوزي. محمد اعظم ایران ته وتښتېد او همالته ومړ، ورته مهال عبدالرحمن خان سمرقند ته وتښتېد او د افغان – انګلیس تر دویمې جګړې پورې یې همالته په تبعید کې ژوند تېر کړ. د دغې جګړې په اوږدو کې د هلمند درانۍ قبیلې د شیرعلي خان په خوا کې ودرېدې. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

کورنۍ جګړه

سمول

دوست محمد خان د هرات له نیولو ۱۲ ورځې وروسته د ۱۸۶۳ زکال د جون په ۹مه ومړ. له مړینې لږ وړاندې یې د شیرعلي پر سر پګړۍ کېښوده او هغه یې د «علي زمری» وباله. له دې سره هم د هغه وروڼو د نوموړي له ځای ناستوب سره مخالفت وکړ. د راپورونو پر بنسټ آن د دوست محمد خان له خښولو وړاندې د شیرعلي خان کوچني ورور، محمد اسلم خان هوډ درلود هغه په تفنګچې ووژني. افضل خان هغه د شیرعلي له وژنې منع کړ، خو له دې سره یې واک ته د شیرعلي خان د رسېدو څخه د مخنیوي په موخه پلان جوړ کړ. [۲۰]

شیرعلي خان درې ورځې د خپل پلار په مړینه ویر وکړ او د ۱۸۶۳ زکال د جون په ۱۲مه د هرات په جامع جومات کې پر تخت کښېناست. اعظم خان جومات ته له راغلو کسانو څخه د شیرعلي خان لپاره بیعت واخیست. ورته مهال هغه په بلخ کې افضل خان ته لیک ولېږه او هغه ته یې زارۍ وکړې چې کابل ته لښکرې ولېږي او د شیرعلي خان له رسېدو وړاندې کابل ښار ونیسي. [۲۱][۲۲][۲۳]

په افغاني ترکستان کې پاڅون

سمول

محمد افضل خان د شیرعلي خان له واک ته رسېدو سره مخالفت وکړ او د سیمه ییزو ازبک حاکمانو څخه یې مرسته ترلاسه کړه. د ۱۸۶۳ زکال په جولای میاشت کې نوموړي د افغانستان پلازمېنې ته د لښکرکشۍ څخه د ملاتړ کولو په صورت هغوی ته د خودمختارۍ ژمنه ورکړه. ورته مهال نوموړی د یو څه وخت لپاره د افغاني ترکستان والي و چې په واقعیت کې د دغې سیمې د ازبکو خاناتو (حاکمانو) د له منځه وړو اصلي محرک و. په پایله کې سیمه ییزو حاکمانو پاڅون وکړ او د دغې جګړې په ډېرو برخو کې د شیرعلي خان په خوا کې ودرېدل. [۲۴]

په څلورو ولایتونو کې پېښې

سمول

د میمنې واکمن، حسین خان مینګ له شیرعلي خان سره مخالف شو او د خیرآباد او دولت آباد په شاوخوا کې پوستو باندې یې بریدونه پیل کړل. د بخارا امیر مظفرخان هغه وهڅاوه او ژمنه یې ورکړه چې بخارايي ځواکونه به د آمو له سیند څخه په تېرېدو د هغه مرستې ته ودانګي او دغه سیمه به له افغانانو څخه آزادوي. ورته مهال افضل خان خپل استازي د بخارا امیر ته د احتمالي مرستې د ترلاسه کولو په موخه ولېږل. د ۱۸۶۳ زکال د اګست په لومړیو کې بخارا خپل استازي د اتحاد اړوند بحث په موخه تخت پل ته راولېږل. د دوی خبرو ماته وخوړه او افضل خان هم په سیمه کې د پراخو بغاوتونو له دې ډلې د خان آباد د پوځي قلا د بغاوت له امله ازبکانو ته د خودمختارۍ د ورکولو اړوند خپله ژمنه ماته کړه. د سراج التواریخ پر بنسټ له دغې قلا څخه د عبدالرحمن خان د کور دروازه وویشتل شوه او په ښار کې یې نور ملکیتونه چور کړل؛ ښار ته د عبدالرحمن د ځواکونو په رارسېدو سره د دوی پاڅونونه وځپل شول. [۲۵][۲۶]

افضل خان د اندخوی حاکم غضنفر خان اړ کړ چې پر میمنه باندې په برید کې یې ملتیا وکړي او په دې سره یې بخارا ته د تلونکو کاروانونو مسیر بند کړ. ورته مهال د افغان او میمنګي ځواکونو ترمنځ د نښتو سربېره هېڅ اړخ کومه ګټه ترلاسه نه کړه. افضل خان په څلور ولایتونو کې خپل قلمرونه له لاسه ورکړل. د شبرغان قوماندان فیض محمد خان او د سرپل قوماندان محمد زمان خان د شیرعلي خان خوا ته وتښتېدل. له دې لږ وروسته د اندخوی غضنفر خان خپلواکي اعلان کړه او افغان ځواکونه یې له ښاره وویستل. افضل خان اړ شو خپل ټول ځواکونه آقچې ته راوغواړي څو د ازبکانو د بریدونو پر وړاندې د بلخ څخه دفاع وکړي. هغه ډېر ژر په قطغن کې له پاڅون سره مخ شو. [۲۷][۲۸][۲۹]

قطغني پاڅون او د بدخشان فتح

سمول

د کندز میر عطالیق چې له ډېرې مودې راهیسې په تبعید کې و، کورنۍ جګړه یې له افغانانو څخه د قطغن د نیولو لپاره فرصت وباله. په داسې حال کې چې شیرعلي خان لا په هرات کې و، نوموړي خپل زوی سلطان مراد سیمې ته د پاڅون د ترسره کولو په موخه ولېږه. عبدالرحمن خان درې پیاده ډلګۍ، ۱۰۰۰ سواره سرتېري، ۱۲ توپونه او ۲۰۰۰ قبیلوي کسان د محمد علم خان او د غلام محمد خان تر مشرۍ لاندې قطغن ته ولېږل څو دغه پاڅون وځپي. محمد علم خان له خپلو ځواکونو مخکې ولاړ او د نور لښکر څخه وړاندې نهرین ته ورسېد. دغه مهال نوموړی او د هغه ۲۰۰ اسپ لرونکي سرتېري په یوه کمین کې ګیر راغلل. ۲۰۰۰ ازبک جنګیالیو په هغوی برید وکړ؛ د محمد علم خان سواره پوځ نوموړی له خپلو نورو ۲۰ کسانو سره یوازې پرېښود او دوی ټول د ازبکانو په تورو ووژل شو. دوی هڅه وکړه چې د محمد علم خان سر له ځان سره واخلي، خو وروسته له هغه چې نور افغان پوځونه سیمې ته راورسېدل د ازبک جنګیالیو ۳۰۰ تنه یې ووژل. [۳۰][۳۱][۳۲]

راتلونکې ورځ افغان ځواکونو له ۴۰ زره قطغني سرتېرو سره جګړه وکړه. دغې خونړۍ جګړې تر ماښامه دوام وکړ؛ افغان ځواکونو په جګړه کې د پیاده سرتېرو د حلقې په نامه (infantry square) له انګلیسي تاکتیک څخه کار واخیست او د قطغني ځواکونو لیکې یې ماتې کړې. د دغې جګړې په پایله کې ۱۰۰۰۰ قطغني سرتېري مړه او ټپیان شول په داسې حال کې چې د افغان لوري له خوا ۲۱ تنه (د محمد علم خان او د هغه د ملتیا کوونکو په ګډون) مړه او ۱۰ تنه نور ټپیان شول. د نهرین جګړې پاڅون له منځه یووړ او سیمه ییز وګړي اړ شول تسلیم شي. سلطان مراد له ۶۰۰۰ کسانو سره (چې ۳۰۰۰ تنه ورته د بدخشان د میرانو له خوا د مرستې په موخه را لېږل شوي و) وتښتېد او ۳۰۰۰ تنه نور قطغني سرتېري ونیول شول. افضل خان دغه سیمه ۱۲ لکه (۱.۲ میلیون) روپۍ جریمه کړه. د بدخشاني پاڅون یو شمېر پاتې غړو ځانونه د سوداګرو په بڼه جوړ کړل او په پوځي مرکزونو کې یې افغان سرتېرو ته یو شمېر تلفات واړول. بالاخره هغوی د توپونو په واسطه اعدام شول. سراج التواریخ هغوی په غلا تورنوي، خو د تاریخ لیکونکي لي په خبره، هغوی په ډېر احتمال سره د دغه پاڅون چریکي رهبران و. [۳۳][۳۴]

د هغوی له اعدام ۲۰ ورځې وروسته د بدخشان امیر جهانداد خان د هغوی له نیولو خبر شو او د هغوی د آزادۍ په موخه یې قاصد ولېږده. له دې سره دغه قاصد په ډېر بد حالت کې بېرته بدخشان ته ولېږل شو. عبدالرحمن خان ۳۶۰۰ پیاده او ۳۰۰۰ سواره سرتېري د جهانداد خان پر وړاندې د جګړې په موخه ولېږل؛ دوی لومړی تالقانو ته ورسېدل او د فرخار ښار یې ونیو. جهانداد خان له بخارا څخه مرسته وغوښته چې د بخارا تحت الحمایه وبلل شي، خو هغه ته خبر ورکړل شو چې بدخشان د کابل د نفوذ په حوزه کې شامل دی او باید تسلیم شي، خو که چېرې ورسره په کابل کې ظلم وشي، د بخارا دولت به مداخله وکړي. جهانداد خان اړ شو ځان تسلیم کړي او د میرعطالیق له برخلیک څخه د ځان ساتنې په موخه یې افغانانو ته باج ورکړ. [۳۵][۳۶]

بالاخره د ۱۸۶۳ زکال د سپټمبر په میاشت کې افضل خان اړ شو شیرعلي خان ته تسلیم شي، ځکه چې د څلور ولایتونو له لاسه ورکولو وضعیت معلوم کاوه. هغه اړ شو چې امر وکړي د شېرعلي خان نوم په خطبو کې وویل شي او د هغه په نامه یې سکه ووهله. [۳۷]

کابل ته د شېرعلي خان حرکت

سمول

شیرعلي خان کابل ته له تګ وړاندې څو میاشتې په هرات کې پاتې شو او خپل زوی محمد یعقوب خان یې د هرات والي وټاکه. محمد اعظم خان چې له امیر څخه ناخوښه و خپله قرارګاه یې پرېښوده او د کابل پر لور یې حرکت وکړ؛ په دې سره هغه د لوګر برکي راجان ته ورسېد. د کابل والي، محمد علي خان د هغه د نیولو لپاره پوځ ولېږه. هغه مهال چې د لوګر ولایت خلکو له شیرعلي خان سره بیعت ته مخه کړه، اعظم خان خپلې جاګیرې سیمې (د خوست، زرمت او کورمې ولسوالۍ په کې شاملېدلې) ته شاتګ غوره کړ. د هغه د نیولو په موخه لېږل شوي سرتېري تر بل امر پورې په لوګر کې پاتې شول. [۳۸][۳۹]

محمد اسلم خان چې هوډ یې درلود په خپل جاګیره سیمه (هغه سیمې چې په پخوانیو حکومتونو کې سیمه ییزو واکمنانو کې ته ورکول کېدې او د امتیازاتو د ترلاسه کولو په ځای یې د هماغه سیمو له عوایدو ګټنه کوله) هزاره جات کې تقاعد شي، له خپلو سلطنتي اطرافیانو څخه یې ځان جلا کړ. خو نوموړی د لارې په اوږدو کې ونیول شو او امیر ته بوتلل شو. شیرعلي خان په پیل کې نوموړي ته غصه شو، خو ډېر ژر یې هغه وبخښه او بېرته یې ورته خپل امتیازات ورکړل. له څلورو ورځو وروسته محمد اسلم خان وتښتېد او له خپل ورور سردار محمد حسین خان سره مل شو. [۴۰]

د شېرعلي خان میرنی ورور او د کندهار والي محمد امین خان هم له امیر څخه ناخوښه و. امیر یو شمېر متنفذین هغه ته ولېږل څو هغه متقاعد کړي چې د ده حکومت ومني. دغه متنفذین بریالي نه شول و؛ امین په پټه سره امر وکړ هر څوک چې د کابل او کندهار په لار کې د امیر اطرافیانو ته ډوډۍ ورکړي جزا به وویني. دغه چاره لامل وګرځېده چې شېرعلي خان تر غزني پورې د کروندو اموال ضبط کړي. هغه مهال چې نوموړی په غزني کې و، د محمد اعظم خان له اړخه یې د بخښنې د غوښتنې لیک ترلاسه کړ. امیر له هغه سره د مخامخ لیدنې لیوالتیا پیدا کړه او د زرمت لوري ته ولاړ؛ اعظم خان هوکړه وکړه چې له امیر سره وګوري و خو شرط یې کېښود چې یو شمېر مخور کسان له لیدو وړاندې اعظم خان ته ورشي. شیرعلي خان د هغه غوښتنه ومنله او اعظم خان په ویاړ د امیر سره ولیدل. [۴۱]

شیرعلي خان هغه ته وویل: «ته لومړنی کس وې چې له ماسره دې بیعت وکړ او ټول خلک دې دغه کار ته راوبلل، اوس ته لومړنی کس یې چې زه دې پرېښودم. که چېرې ته تخت غواړې، زه تاته ښه راغلاست وایم او زه به ستا د وفاداره کس په توګه ستا خدمت وکړم، که چېرې داسې نه وي نو ته باید د یو ورور په څېر له ماسره مرسته وکړې». اعظم خان د خپلو ناسمو چارو له امله بخښنه وغوښته او ژمنه یې وکړه چې درې میاشتې وروسته به د امیر له پلویانو سره یوځای شي او همدارنګه یې د شېرعلي خان د ډاډ په موخه خپل زوی هغه ته وسپاره. هغه مهال چې په دغه سیمه کې یې چارې تنظیم کړې، شیرعلي خان د کابل پر لور حرکت وکړ او کابل ښار ته ننوت.  [۴۲]

ورته مهال اسلم خان په هزاره جات کې خپل جاګیر ته تللی و. هغه ډېر ژر دې ته متوجه شو چې د هغه یوه پوځ چې ۸۰۰ تنه په کې شامل و د نجم الدین په مشرۍ یې د بامیانو ولسوالۍ چور کړې او له هغه څخه یې بغاوت کړی. ورور یې محمد حسن ورته مشوره ورکړه چې امیر ته تسلیم شي؛ اسلم خان په دې شرط هوکړه وکړه چې د هغه له اړخه له امیر سره خبرې وکړي. شیرعلي خان له هغه سره جوړه وه نه کړه او په سیمه کې دوه پاتې پوځونو اسلم خان ته شا کړه. د اسلم خان د اوضاع په خرابېدو سره هزاره ګانو د هغه پر ضد پاڅون وکړ او هغه اړ شو څو له افضل خان څخه مرسته وغواړي. افضل خان د اسلم خان او د هغه د کورنۍ د ساتلو په موخه ۱۰۰۰ تنه ور ولېږل او اجازه یې ورکړه څو هغه ترکستان ته وسپارل شي. له دې سره چې عبدالرحمن خان په اسلم خان باور نه درلود او هیله یې لرله چې وویني هغه له سیمې وتلی، افضل خان تر دې پوښښ لاندې له هغه سره مرسته وکړه چې هغه پناه غوښتې او دا ظلم دی چې هغه وشړي. [۴۳]

د سلطان محمد خان د پاڅون سره هم مهاله د نجیل عطا محمد خان هم پاڅون وکړ او خپل سنګرونه یې پیاوړي کړل. د جلال آباد والي سردار محمد علي خان چې د شیرعلي خان زوی و لغمان ته یې سرتېري ولېږل. دوی د عطا محمد خان قلا ړنګه کړه او هغه یې ونیو. [۴۴]

سرچينې

سمول
  1. Kakar, M. Hasan (2006). A Political and Diplomatic History of Afghanistan, 1863–1901 (په انګليسي). Brill. ISBN 978-90-04-15185-7.
  2. Lee, Jonathan L. (2019-01-15). Afghanistan: A History from 1260 to the Present (په انګليسي). Reaktion Books. ISBN 978-1-78914-010-1.
  3. Fayz Muhammad Kitab Hazarah (2012). The History Of Afghanistan Fayż Muḥammad Kātib Hazārah's Sirāj Al Tawārīkh By R. D. Mcchesney, M. M. Khorrami (trans.,ann.).
  4. Christine Noelle-Karimi. State And Tribe In Nineteenth Century Afghanistan The Reign Of Amir Dost Muhammad Khan ( 1826 1863) By Christine Noelle-Karimi.
  5. "'Masterly inactivity': Lord Lawrence, Britain and Afghanistan, 1864–1879 – Research Portal, King's College, London". kclpure.kcl.ac.uk. نه اخيستل شوی 2021-09-11.
  6. Lee, Jonathan L. (2019-01-15). Afghanistan: A History from 1260 to the Present (په انګليسي). Reaktion Books. ISBN 978-1-78914-010-1.
  7. Yusuf, Mohamed (1988). A History of Afghanistan, from 1793 A.D. to 1865 A.D. ISBN 1466222417.
  8. Lee, Jonathan L. (2019-01-15). Afghanistan: A History from 1260 to the Present (په انګليسي). Reaktion Books. ISBN 978-1-78914-010-1.
  9. Kakar, M. Hasan (2006). A Political and Diplomatic History of Afghanistan, 1863–1901 (په انګليسي). Brill. ISBN 978-90-04-15185-7.
  10. Adamec, Ludwig W.; Branch, India Army General Staff (1979). Historical and Political Gazetteer of Afghanistan, Vol. 4: Mazar-I-Sharif and North-Central Afghanistan. Graz: Akademische Druck- u. Verlagsanstalt. ISBN 978-3-201-01089-4.
  11. Yusuf, Mohamed (1988). A History of Afghanistan, from 1793 A.D. to 1865 A.D. ISBN 1466222417.
  12. Leitner, Gottlieb William (1895). Dardistan in 1895 (په انګليسي). Oriental University Institute.
  13. Kakar, M. Hasan (2006). A Political and Diplomatic History of Afghanistan, 1863–1901 (په انګليسي). Brill. ISBN 978-90-04-15185-7.
  14. Lee, Jonathan L. (2019-01-15). Afghanistan: A History from 1260 to the Present (په انګليسي). Reaktion Books. ISBN 978-1-78914-010-1.
  15. Lee, Jonathan L. (2019-01-15). Afghanistan: A History from 1260 to the Present (په انګليسي). Reaktion Books. ISBN 978-1-78914-010-1.
  16. Christine Noelle-Karimi (2014). The Pearl In Its Midst By Christine Noelle Karimi.
  17. Wheeler, James Talboys (1868). Summary of Affairs of the Government of India in the Foreign Department from 1864 to 1869 (په انګليسي). Office of the Superintendent of Government Print. pp. 13–82.
  18. "Rebellion of Mohammad Yaqub Khan". Qatar Digital Library (په انګليسي). 2019-01-18. نه اخيستل شوی 2022-05-31.
  19. A Brief History of Helmand (په انګليسي). Mike Martin.
  20. Kakar, M. Hasan (2006). A Political and Diplomatic History of Afghanistan, 1863–1901 (په انګليسي). Brill. ISBN 978-90-04-15185-7.
  21. A., Ḥabībī (1987). "AʿẒAM KHAN". Encyclopedia Iranica. Archived from the original on 2011-04-29.
  22. Fayz Muhammad Kitab Hazarah (2012). The History Of Afghanistan Fayż Muḥammad Kātib Hazārah's Sirāj Al Tawārīkh By R. D. Mcchesney, M. M. Khorrami (trans.,ann.).
  23. Ghani, A. (1961). "AMIR SHER ALI KHAN". Historical Society of Afghanistan. 16.
  24. Lee, Jonathan L. (1996-01-01). The "Ancient Supremacy": Bukhara, Afghanistan and the Battle for Balkh, 1731–1901 (په انګليسي). BRILL. ISBN 978-90-04-10399-3.
  25. Lee, Jonathan L. (1996-01-01). The "Ancient Supremacy": Bukhara, Afghanistan and the Battle for Balkh, 1731–1901 (په انګليسي). BRILL. ISBN 978-90-04-10399-3.
  26. Fayz Muhammad Kitab Hazarah (2012). The History Of Afghanistan Fayż Muḥammad Kātib Hazārah's Sirāj Al Tawārīkh By R. D. Mcchesney, M. M. Khorrami (trans.,ann.).
  27. Lee, Jonathan L. (1996-01-01). The "Ancient Supremacy": Bukhara, Afghanistan and the Battle for Balkh, 1731–1901 (په انګليسي). BRILL. ISBN 978-90-04-10399-3.
  28. Fayz Muhammad Kitab Hazarah (2012). The History Of Afghanistan Fayż Muḥammad Kātib Hazārah's Sirāj Al Tawārīkh By R. D. Mcchesney, M. M. Khorrami (trans.,ann.).
  29. Adamec, Ludwig W.; Branch, India Army General Staff (1979). Historical and Political Gazetteer of Afghanistan, Vol. 4: Mazar-I-Sharif and North-Central Afghanistan. Graz: Akademische Druck- u. Verlagsanstalt. ISBN 978-3-201-01089-4.
  30. Lee, Jonathan L. (1996-01-01). The "Ancient Supremacy": Bukhara, Afghanistan and the Battle for Balkh, 1731–1901 (په انګليسي). BRILL. ISBN 978-90-04-10399-3.
  31. Fayz Muhammad Kitab Hazarah (2012). The History Of Afghanistan Fayż Muḥammad Kātib Hazārah's Sirāj Al Tawārīkh By R. D. Mcchesney, M. M. Khorrami (trans.,ann.).
  32. Adamec, Ludwig W.; Branch, India Army General Staff (1979). Historical and Political Gazetteer of Afghanistan, Vol. 4: Mazar-I-Sharif and North-Central Afghanistan. Graz: Akademische Druck- u. Verlagsanstalt. ISBN 978-3-201-01089-4.
  33. Lee, Jonathan L. (1996-01-01). The "Ancient Supremacy": Bukhara, Afghanistan and the Battle for Balkh, 1731–1901 (په انګليسي). BRILL. ISBN 978-90-04-10399-3.
  34. Fayz Muhammad Kitab Hazarah (2012). The History Of Afghanistan Fayż Muḥammad Kātib Hazārah's Sirāj Al Tawārīkh By R. D. Mcchesney, M. M. Khorrami (trans.,ann.).
  35. Lee, Jonathan L. (1996-01-01). The "Ancient Supremacy": Bukhara, Afghanistan and the Battle for Balkh, 1731–1901 (په انګليسي). BRILL. ISBN 978-90-04-10399-3.
  36. Adamec, Ludwig W.; Branch, India Army General Staff (1979). Historical and Political Gazetteer of Afghanistan, Vol. 4: Mazar-I-Sharif and North-Central Afghanistan. Graz: Akademische Druck- u. Verlagsanstalt. ISBN 978-3-201-01089-4.
  37. Lee, Jonathan L. (1996-01-01). The "Ancient Supremacy": Bukhara, Afghanistan and the Battle for Balkh, 1731–1901 (په انګليسي). BRILL. ISBN 978-90-04-10399-3.
  38. Ghani, A. (1961). "AMIR SHER ALI KHAN". Historical Society of Afghanistan. 16.
  39. Christine Noelle-Karimi (2014). The Pearl In Its Midst By Christine Noelle Karimi.
  40. Ghani, A. (1961). "AMIR SHER ALI KHAN". Historical Society of Afghanistan. 16.
  41. Ghani, A. (1961). "AMIR SHER ALI KHAN". Historical Society of Afghanistan. 16.
  42. Ghani, A. (1961). "AMIR SHER ALI KHAN". Historical Society of Afghanistan. 16.
  43. Ghani, A. (1961). "AMIR SHER ALI KHAN". Historical Society of Afghanistan. 16.
  44. Ghani, A. (1961). "AMIR SHER ALI KHAN". Historical Society of Afghanistan. 16.