افغان عربان

افغان عربان (چې د عربو- افغانانو په نوم هم پېژندل کېږي) هغه عرب او نور اسلام پاله مسلمان مجاهدین دي چې د افغان-شوروي جګړې پر مهال او له هغو وروسته د شورویانو او د شوروي پلوه افغانانو پر وړاندې په جګړه کې د افغان مجاهدینو سره د مرستې په موخه افغانستان ته راغلي وو. (په بل عبارت، په داسې حال کې چې هغوی ته افغانان ویل کېږي، خو دوی اصلا د افغانستان نه و). [۱]

د دغو رضاکاره جنګیالیو شمېر له ۸۰۰۰ څخه تر ۳۵۰۰۰ تنه و. د سعودي عربستان وژل شوی خبریال جمال خاشقجي، چې لومړنی عرب خبریال و او د یوې لویې عربي رسنۍ لپاره یې د افغانستان جهاد تر رسنیز پوښښ لاندې راووړ، د هغوی شمېر یې شاوخوا ۱۰ زره تنه ښودلی. په مسلمانه عربي نړۍ کې هغوی د شوروي اتحاد په ماته کې د ونډې لرلو له امله اتلان یادېدل او خپلو کورونو ته په بېرته ستنېدو سره هغوی د خپلو او نورو دولتونو پر وړاندې په جهاد کې پام وړ رول درلود. په دوی باندې د اېښودل شوي دغه نوم سربېره هېڅ یو له دوی څخه افغان نه و او آن یو شمېر یې عرب هم نه و بلکې ترک او مالایي قومونو ته اړوند کسان هم په کې شامل و. په لویدیځ کې بیا د دغو کسانو د رهبرانو له ډلې څخه اسامه بن لادن تر ټولو مشهور و. [۲][۳][۴][۵]

ریښه سمول

د افغان عربانو یو له ملاتړو څخه د هماغه مهال د پاکستان د استخباراتي سازمان مشر جنرال حمیدګل و چې هغه د افغانستان په جګړه کې د نورو هېوادونو د مسلمانانو استخدام په داسې توګه تشرېح کړی: «موږ جهاد کوو او دا په معاصر دوره کې لومړنۍ نړیواله اسلامي پوځي ډله ده. کمونېستان ځانته نړیواله ډله لري، لویدیځ ناټو لري، ولي مسلمانان نه شي کولای لاس یو وکړي او یوه ګډه جبهه رامنځته کړي». [۶]

عبدالله یوسف عزام سمول

عبدالله یوسف عزام (زوکړه: ۱۹۴۱ زکال – وفات: ۱۹۸۹ زکال) تر ډېره په مسلمانه او عربي نړۍ کې د افغان مجاهدینو د آرمانونو د پوره کولو لپاره د شور او شوق رامنځته کولو له امله پېژندل کېږي. هغه مهال چې شوروي اتحاد په ۱۹۷۹ زکال کې په افغانستان برید وکړ؛ عزام د مسلمانو هېوادونو څخه د دفاع، له ایمان وروسته لومړني مسئولیت تر نامه لاندې فتوا صادره کړه او د افغانستان جهاد یې په ټولو مسلمانانو باندې فرض عین اعلان کړ. هغه څرګنده کړه چې «د عربو څخه هر کس چې کولای شي په فلسطین کې جهاد وکړي، باید له هماغه ځایه یې پیل کړي او که چېرې یې هلته نه شي کولای باید افغانستان ته ولاړ شي». په داسې حال کې چې د فلسطین جهاد د یو شمېر لاملونو له امله ډېر اهمیت درلود خو څرګندوله یې چې «دا زموږ نظر دی چې موږ باید له فلسطین وړاندې جهاد په افغانستان کې پیل کړو». له دغه حکم څخه نورو شیخانو له دې ډلې د سعودي عربستان لوی مفتي عبدالعزیز بن باز هم ملاتړ وکړ. [۷][۸][۹]

له ۱۹۸۰ زکال لږ وروسته، عبدالله عزام د مکتب الخدمت (د خدمتو دفتر) تر نامه لاندې بنسټ تاسیس کړ چې د ډیورنډ له فرضي کرښې هاخوا په پاکستاني لوري کې یې د افغانستان د جګړې لپاره نوو استخدام شوو کسانو ته میلمستونونه چمتو کول او همدارنګه یې د هغوی د روزلو ځایونه برابرول. دغه بنسټ د سعودي عربستان له دولتي مرستو او همدارنګه د ځوان بډایه سعودي وګړي اسامه بن لادن له شتمنۍ څخه، د ونډه اخیستونکو جهادي جنګیالیو لپاره «د الوتکو د ټکټونو د پېرلو، د استوګنې د ځای برابرولو او همدارنګه یې د پاکستان له دولتي ادارو څخه هغوی ته د یو شمېر اسنادو په جوړولو کې کار اخیست». د ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال عزام د مجاهدینو له دوه مشرانو، د پاکستان د خوښې وړ ګلبدین حکمتیار او عبدالرسول سیاف سره نږدې اړیکې لرلې.

ویل کېږي چې د دواطلبه جنګیالیو په کمپونو کې عزام «په دغو ګڼ شمېر جهادیانو باندې پیاوړی اغېز درلود». د هغه شعار دا و چې «نه مذاکره، نه کنفرانسونه او نه هم خبرې؛ بلکې یوازې او یوازې جهاد او ټوپک» په کار راځي. هغه د جهاد پر اهمیت ټینګار درلود او څرګندوله به یې چې: «هغه کسان چې باور لري اسلام له جهاد، جګړې او د وینې له قربانۍ پرته غوړېږي [او] بریالی کېږي؛ تېر وتلي دي. دوی د دغه دین له ماهیت څخه هېڅ خبر نه لري» او افغانستان یوازې د دغه ګام پیل دی:[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

دغه مسئولیت [یعنې جهاد] په افغانستان کې په بریا سره نه خلاصېږي او دا مسئولیت تر هغه وخته ستاسو پر غاړه دی تر چې په هغو ځایونو کې چې یو وخت په کې اسلام حاکم و بیاځلي اسلام حاکم نه شي. زموږ پر وړاندې فلسطین، بخارا، لبنان، چاد، ارتریا، سومالیا، فلیپین، برما، سویلي یمن، تاشکند او اندلس ... لا پاته دي. [۲۱]

د ۱۹۸۸ زکال له اګست لږ وروسته اسامه بن لادن د عزام پر ځای په پېښور کې د افغان عربو مجاهدینو رهبر وټاکل شو. عزام د ۱۹۸۹ زکال په نومبر میاشت کې د یو واټ ته څېرمه ماین په واسطه چې ویل کېږي د ده د مخالف ایمن الظواهري او د مصر د اسلامي جهاد د ډلې د راډیکال مجاهدینو کار و، ترور کړای شو.

په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ دورې واکمنۍ پر مهال سمول

د ۱۹۹۰مې لسیزې په نیمايي او وروستیو کې افغان عربانو د وهابي محوره القاعدې ډلې په اډانه کې له طالبانو سره د مرستې او پر هغوی د اغېز له امله په افغانستان کې پام وړ نفوذ وموند. په سلګونو افغان – عرب جنګیالیو د ۱۹۹۷ او ۱۹۹۸ زکلونو پر مهال د افغانستان په شمال کې د طالبانو په جګړه کې ونډه لرله او د طالبانو د بریاوو لامل وګرځېدل. په سلګونو تنه نور یې له کابل ښار څخه بهر د ریشخورو په فرقه کې ځای پر ځای شوي و چې د احمدشاه مسعود پر وړاندې یې د طالبانو په جګړه کې برخه اخیسته. [۲۲]

د ۱۹۹۶ او ۱۹۹۸ زکلونو تر منځ القاعده نور په خپل پناه ځای افغانستان کې د راحتۍ احساس کاوه او وه یې شو کولای له دغه ځایه د امریکایانو پر وړاندې د جګړې او همدارنګه د هغوی او د هغوی د متحدینو د وژلو فتوا صادره کړي. «افغان عربانو یو بشپړه حلقه جوړه کړې وه. په ۱۹۸۰مه لسیزه کې چې یوازې د افغانستان په جهاد او سړه جګړه کې ښکېل و تر ۱۹۹۰مې لسیزې پورې یې د افغانستان په مرکزي برخو، ګاونډیو هېوادونو او لویدیځ کې ځانته مراکز پیدا کړل». په دې پسې القاعدې په ۱۹۹۸ زکال کې په افریقا کې د متحده ایالاتو په سفارتونو بمي بریدونه وکړل او همدارنګه یې د ۲۰۰۱ زکال د سپټمبر د ۱۱ مې بریدونه ترسره کړل. [۲۳]

د ۲۰۰۱ زکال د سپټمبر میاشتې د ۱۱مې نېټې له بریدونو وروسته امریکا په افغانستان برید وکړ، طالبان یې له واکه راوپرځول او د افغان عربانو د ودې دوران ته یې پای ټکی کېښود. د ۲۰۰۱ زکال په وروستیو کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو د عملیاتو پر مهال د دغو عرب جنګیالیو ګڼ شمېر منسجم واحدونه د لرې واټن څخه د کنټرول کېدونکو توغندیو پر مټ له منځه یووړل شول. یو شمېر نور یې هم د یو شمېر قومي مشرانو له خوا له امریکایانو څخه د پیسو ترلاسه کولو په موخه ونیول شول. [۲۴]

له سي آی اې سره اړیکې سمول

د بریتانیا د عوامو جرګې پخواني مشر او همدارنګه له ۱۹۹۷ زکال څخه تر ۲۰۰۱ زکال پورې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر رابین کوک د ۲۰۰۵ زکال د جولای په ۸مه د ګارډین ورځپاڼې ته لیکلي و چې:

بن لادن د لویدیځو استخباراتي اژانسونو د یوې لویې حسابي تیروتنې محصول و. نوموړی د ۸۰مې لسیزې پر مهال د سي آی اې (د امریکا د استخباراتي ادارې) له خوا په افغانستان کې د شوروي سره د مبارزې په موخه وسله وال کړای شو او سعودیانو ورسره مالي مرسته وکړه. القاعده په واقعي معنی «یو ډیټابیس» و، دا په اصل کې د هغه زرګونو مجاهدینو اړوند کمپیوټري فایل و چې د سي آی اې له خوا د روسانو د ماتولو لپاره استخدام او روزل شوي و. [۲۵]

له دې سره دغه تصور چې سي آی اې له غیر افغان مجاهدینو په ځانګړې توګه له اسامه بن لادن سره اړیکې لرلې د یو شمېر منابعو د بحث موضوع ګرځېدلې. د ملي امنیتي چارو په برخه کې د سي ان ان تلویزیون د تحلیل ګر پیټر بیرګن په خبره، دا چې سي آی اې د بن لادن مالي ملاتړ کړی یا یې هغه روزلی – په ساده ډول یو عامیانه افسانه ده. د دغې چارې اړوند هېڅ سند شتون نه لري. په واقعیت کې د ډېرو لږ داسې مواردو شواهد شتون لري چې ښيي بن لادن، ایمن الظواهري او د متحده ایالاتو دولت دې په هغو هوکړه لرلې وي. ټول دا مني چې هغوی په ۱۹۸۰مه لسیزه کې اړیکه نه لرله. بن لادن خپلې پیسې لرلې، د امریکا ضد و او په خپلواکه او پټه بڼه یې فعالیت کاوه. [۲۶]

سرچينې سمول

  1. Mohammed M. Hafez (په March 2008 باندې). Jihad After Iraq: Lessons from the Arab Afghans Phenomenon. CTC Sentinel.
  2. Kepel, Gilles (2021). Jihad: The Trail of Political Islam. London: Bloomsbury. د کتاب پاڼې 134. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-3501-4859-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Commins, David (2006). The Wahhabi Mission and Saudi Arabia. London: I.B.Tauris & Co Ltd. د کتاب پاڼې 174. In all, perhaps 35,000 Muslim fighters went to Afghanistan between 1982 and 1992, while untold thousands more attended frontier schools teeming with former and future fighters. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Rashid, Ahmed, Taliban: Militant Islam, Oil and Fundamentalism in Central Asia (New Haven, 2000), p. 129.
  5. Peter Bergen, The Osama bin Laden I Know: An Oral History of al Qaeda's Leader, Simon and Schuster (2006), p. 41
  6. Rashid, Taliban (2000), p.129
  7. Defence of the Muslim Lands; The First Obligation After Iman Archived 2016-05-29 at the Wayback Machine., by Sheikh Abdullah Azzam (Shaheed), English translation work done by Brothers in Ribatt
  8. rather than a less important collective obligation known as fard al-kifāya
  9. "The Ruling of Fighting in Palestine and Afghanistan". مؤرشف من الأصل في ۱۷ مې ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. examples can be found in "The Signs of ar-Rahmaan in the Jihad of the Afghan," www.Islamicawakening.com/viewarticle.php?articleID=877& accessed 2006, and Abdullah Yusuf Azzam, "Abul-Mundhir ash-Shareef," www.islamicawakening.com/viewarticle.php?articleID=30& accessed 2006
  11. Mohammed Loay Baizid in interview, from Wright, Lawrence, Looming Tower: Al Qaeda and the Road to 9/11, by Lawrence Wright, NY, Knopf, 2006, p.106
  12. Commins, David (2006). The Wahhabi Mission and Saudi Arabia. London: I.B.Tauris & Co Ltd. د کتاب پاڼې 174. In all, perhaps 35,000 Muslim fighters went to Afghanistan between 1982 and 1992, while untold thousands more attended frontier schools teeming with former and future fighters. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Rashid, Ahmed, Taliban: Militant Islam, Oil and Fundamentalism in Central Asia (New Haven, 2000), p. 129.
  14. Kepel, Gilles (2002). Jihad: The Trail of Political Islam. Belknap Press of Harvard University Press. د کتاب پاڼي 147. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Hegghammer, Thomas (2020). The Caravan: Abdallah Azzam and the Rise of Global Jihad. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 266–270. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-76595-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Temple-Raston, Dina. "Western Fighters Answer Mideast Extremists' Clarion Call". NPR. مؤرشف من الأصل في ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۴. The last great call to arms for Muslim fighters was in the 1980s, after the Soviets invaded Afghanistan. About 20,000 foreign fighters traveled there, most of them from the Gulf states. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Commins, David (2006). The Wahhabi Mission and Saudi Arabia. London: I.B.Tauris & Co Ltd. د کتاب پاڼې 174. In all, perhaps 35,000 Muslim fighters went to Afghanistan between 1982 and 1992, while untold thousands more attended frontier schools teeming with former and future fighters. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Kepel, Gilles (2002). Jihad: The Trail of Political Islam. I.B.Tauris. د کتاب پاڼې 145. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781845112578. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. McGregor, Andrew (Fall 2003). ""Jihad and the Rifle Alone": 'Abdullah 'Azzam and the Islamist Revolution". Journal of Conflict Studies. XXIII (2). مؤرشف من الأصل في ۱۰ جولای ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Scheuer, Michael (2002). Through Our Enemies' Eyes: Osama Bin Laden, Radical Islam, and the Future of ... Potomac Books. د کتاب پاڼې 68. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57488-967-3. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Kepel, Gilles (2006). Jihad: The Trail of Political Islam. I.B.Tauris. د کتاب پاڼې 147. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781845112578. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Rashid, Taliban (2000), p.139
  23. Rashid, Taliban (2000), p.140
  24. Thoughts of an Arab Afghan Veteran Archived February 17, 2007, at the Wayback Machine.
  25. Cook, Robin (په 2005-07-08 باندې). The struggle against terrorism cannot be won by military means. Guardian Unlimited
  26. Bergen, Peter . Bergen: Bin Laden, CIA links hogwash. CNN