افغانستان په ۲۰۱۳ز کال کې
افغانستان په ۲۰۱۳ز کال کې
دولتې چارواکي
سمول- ولسمشر: حامد کرزی
- د ولسمشرلومړی مرستیال: محمد فهیم
- د ولسمشر دویم مرستیال: کریم خلیلي
- قاضي القضات: عبدالسلام عظيمي
پیښې
سمولجنوري
سمول- د جنورۍ شپږمه – په سپین بولدک کې ځانمرګي بریدګر څلور تنه ووژل.
- د جنورۍ ۱۶ مه– په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت پر ریاست یو ډله ایز ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې یو امنیتي ساتونکی ووژل شو او ۱۷ نور ټپیان شول.
- د جنورۍ ۲۶ مه– په کندز کې په یوه مارکیټ کې ځانمرګي برید لږ تر لږه لس کسان ووژل او تر شلو زیات یې ټپیان کړل.
- د جنورۍ ۲۷مه – د تېرې ورځې په بمي چاودنو کې د افغان ملي پولیسو لږ تر لږه شل غړي ووژل شول او همدارنګه د کندهار په وروستي برید کې اته پولیس وژل شوي دي.
فبروري
سمول- د فبروري لسمه - امریکایی جنرال جوزف ډانفورډ د جان آر الن پر ځای په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومانده پر غاړه واخیسته.
- د فبروري ۱۳مه - افغان چارواکي وايي، په کونړ ولایت کې د ناټو په هوايي برید کې د درې ماشومانو په ګډون لس ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
- د فبروري ۲۴ مه - د افغانستان په ختیځ لوګر او جلال اباد ولایتونو کې په یو لړ ځانمرګو بریدونو کې دوه امنیتي ساتونکي او یو افغان پولیس وژل شوي . همدا راز په کابل کې د ملي امنیت پر ریاست د دریم برید مخه ونیول شوه.
- افغان ولسمشر حامد کرزي په امریکا غږ کړی، چې له میدان وردګو ولایت څخه دې هغه امریکايي ځانګړي ځواکونو وباسي چې د شکنجې کولو ادعاوې پرې شتون لري.
- د فبروري ۲۷مه- طالبانو د افغانستان په جنوب ختیځ اندړو ولسوالۍ کې د شپني عملیاتو پایله کې ۱۷ افغان حکومت پورې تړلي ملېشې (سیمه ایز پولیس) وژلې.
مارچ
سمول- د مارچ دوهمه - طلوع نیوز د پاکستان د علماو د شورا د مشر طاهر اشرفي له خولې لیکلي چې اشرفي په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شتون له امله ځانمرګو بریدونو ته مشروعیت ورکړې. مګر اشرفي دا تورونه رد کړل، خو دغو څرګندونو د افغانانو تر منځ اندېښنې راپارولي.[۱]
- د مارچ نهمه - کابل ته د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل د راتګ پر مهال په کابل او خوست کې د دوو ځانمرګو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل شول.
- د مارچ لسمه – افغان ولسمشر حامد کرزی ادعا کوي چې امریکايي ځواکونه له افغان طالبانو سره کار کوي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی یو شمېر پوځیان په ۲۰۱۴ز کال کې له وتلو وروسته هم په دغه هېواد کې پاتې شې.
- د مارچ ۱۱مه- په میدان وردګو ولایت کې په ایتلافي ځواکونو په وروستي برید کې دوه امریکایي او درې افغان سرتیري ووژل شول. په یوه بله پېښه کې دوه ملکي افغانان هغه مهال د امریکايي پوځیانو له خوا په ډزو ووژل شول چې هغوی کابل ته څېرمه په یوې پوستې کې تم نشول.
اپریل
سمول- د اپریل دریمه – د فراه ولایت په یوه محکمه باندې د طالب جنګیالیو د ځانمرګی برید له امله ۴۶ څخه زیات کسان ووژل شول او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شول.
- د اپریل څلورمه – د افغانستان په جنوب ختیځ ولایت غزني کې د ناټو په هوايي برید کې لږ تر لږه پنځه کسان ووژل شول.
- د اپریل شپږمه– د افغانستان په جنوبي ښار قلات کې یوې بمي چاودنې درې پوځیان، دوه امریکايي ملکي وګړي او یو افغان ډاکټر ووژل. د هېواد په ختیځ کې په یوه بل برید کې یو امریکايي ملکي وګړی هم وژل شوی دی.
- د اپریل اومه – د افغانستان په کنړ ولایت کې د ناټو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول.
- د اپریل اتمه- افغان ولسمشر حامد کرزي په کونړ ولایت کې د ناټو ځواکونو له خوا د ۱۱ ماشومانو وژنه غندلې او په دې اړه یې د پلټنو لارښودنه کړی.
- وسله والو طالبانو په میدان وردګو ولایت کې په یوه مسافر وړونکي بس د چاودنی پړه پر غاړه اخیستې، چې له امله یې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
مې
سمول- د مې څلورمه – کندهار ولایت کی په یوه بمی چاودنه کی پنځه امریکایی پوځیان ووژل شول، دغه راز په یو بل بریدکې ۳ تنه نور عسکر وژل شوي دي.
- د مې شپږمه – د پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې یو افغان سرحدي پولیس ووژل شو او دوه پاکستاني پوځیان ټپیان شول.
- د می ۱۳مه - په هلمند ولایت کې د ایساف پر یوې اډې د طالبانو په برید کې درې ګرجستاني عسکر ووژل شول او څو نور ټپیان شول.
- د می ۱۴مه – طالبانو په کندهار ولایت کی څلور امریکایی پوځیان ووژل.
- د می ۱۶مه - په کابل کې یوه ځانمرګي برید د دوو امریکایي سرتیرو او د ناټو د څلورو کارکوونکو په ګډون ۱۵ کسان ووژل دغه پیښه کې ۳۹ تنه نور ټپیان شو.[۲]
- د می ۲۴مه - د کابل په مرکزي برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ نښته وشوه، چې یو افغان پولیس، یو نیپالی سرتیری او څو طالب اورپکي پکې ووژل شول.
- د می ۲۹مه – طالب جنګیالیو په جلال اباد ولایت کې د سره صلیب پر یوه مېلمستون برید وکړ.
جون
سمول- د جون دوهمه - طالب اورپکو د افغانستان په ختیځ، کامدیش ولسوالۍ کې پر دوو پوستو برید وکړ، چې څلور افغان ملي پولیس یې ووژل.
- د جون دریمه – د افغانستان په ختیځ کې یوه ځانمرګي برید د ۱۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل.
- د جون څلورمه - دوه برتانوي سرتیري په افغانستان کې د دوی د وخت په اوږدو کې د "ملکي وګړو جنسي او نژادي ناوړه چلند" په تور محاکمه شول.
- د جون پنځمه - د متحده ایالاتو سارجنټ رابرټ بیلز وروسته له هغه د مرګ سزا رد کړه چې هغه د نهو ماشومانو په ګډون د ۱۶ افغان ملکي وګړو په وژلو اعتراف وکړ.
- د جون شپږمه - په شیر غازي کې د ایساف پر یوې اډې د طالبانو د برید په ترڅ کې اوه ګرجستاني سرتیري ووژل شول او نهه نور ټپیان شول.
جولای
سمول- د جولای په دوهمه - د کابل په شمال کې د ناټو پر یوې اډې باندې د اورپکو برید دوه تنه ووژل.
- د جولای نهمه - يو افغان سرتيري يو سلواکي عسکر وواژه او شپږ نور يې ټپيان کړل ، په همدې ورځ د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۷ تنه ووژل.
- د جولای ۱۸مه– په لوګر ولایت کې اته افغان کارګران هغه مهال ووژل شول چې د امریکایانو پوځي اډې ته د کار لپاره تلل.
- د جولای ۲۳مه– په میدان وردګو ولایت کې یوې چاودنې اته تنه ووژل، چې په کې درې امریکایي سرتیري، د ملي اردو څلور سرتیري او یو افغان ژباړن شامل و.
اګسټ
سمول- د اګسټ لومړۍ نېټه - په افغانستان کې د ناټو ځواکونو وروسته له هغې پلټنې پیل کړې چې په ننګرهار ولایت کې د امریکا په هوايي برید کې پنځه افغان پولیس ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.
- د اګست دریمه – په جلال اباد کې د هند کونسلګرۍ ته څېرمه په ځانمرګي برید کې نهه ماشومان ووژل شول.
- د اګست پنځمه – د کندهار په یوه مارکیټ کې چاودنې لږ تر لږه څلور کسان ووژل.
- د اګست پنځمه - په افغانستان او پاکستان کې د سیلابونو له امله له ۱۶۰ څخه ډیر خلک مړه شول.
- د اګست اتمه - په ننګرهار ولایت کې په یوه هدیره کې چاودنې لږ تر لږه ۱۴ کسان ووژل.
- د اګست ۱۱مه- په پکتیا ولایت کې په یوه برید کې درې امریکايي عسکر ووژل شول.
- د اګست ۱۱مه – په کابل ولایت کې ناڅاپه سیلابونو ۲۲ کسان ووژل.
- د اګست ۱۷مه – د افغانستان په لویدیځ کې په یوه پوځي کمپ کې د جنګیالېو له خوا لس تنه ووژل شول.
- د اګست ۲۳مه - د برتانوي پاراټروپرانو ګډه ورځنۍ ګزمه، د متحده ایاالتو سمندري او افغان سرتیرو د ناقانونه وسلو په لټه کې د هلمند په ولایت کې یو کلی په نښه کړ. دغه ځواکونه د چینوک هلیکوپتر له ښکته کېدو وروسته د طالبانو له خوا پرې برید وشو، چې ۴۵ دقیقې یې دوام وکړ. په پایله کې ۱۱ تنه اربکیان ووژل شول او ۴ تنه نور ټپیان شول. د امریکا د سمندري ځواکونو یو سرتیری هم ټپي شوی او یو عسکر ته د (ویکتوریا کراس) مډال ورکړل شو.
سپټمبر
سمول- د سپتمبر اتمه– کابل ته څېرمه د استخباراتو پر دفتر د طالبانو برید د ملي اردو څلور سرتېري ووژل.
- د سپتمبر ۱۳مه - طالبانو په هرات کې د امریکا پر کونسلګرۍ برید وکړ، دوه افغان ملي پولیس یې ووژل او شاوخوا ۲۰ نور یې ټپیان کړل.
- د سپتمبر ۱۵مه - افغانستان کې د ډبرو سکرو د یوه کان د نړیدو له امله لږ تر لږه ۲۷ کان کیندونکي مړه شول.
اکټوبر
سمول- د اکتوبر ۱۵مه – د لوګر ولایت په یوه جومات کې بمي چاودنې د دغه ولایت والي جان ارسلا جمال وواژه او ګڼ نور یې ټپیان کړل.
- د اکتوبر ۲۶مه – د کابل په څنډه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو تر منځ وسله والې نښتې لږ تر لږه یو امنیتي ساتونکی وواژه او څو نور یې ټپیان کړل.
- اکتوبر ۲۷مه – د افغانستان په ختیځ کې سړک ته څېرمه یوې چاودنې ۱۸ کسان ووژل.
- د اکتوبر ۲۸مه – د استرالیا صدراعظم ټوني ایبټ افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې اعلان وکړ چې د استرالیا جګړه په افغانستان کې پای ته رسېدلې ده.
نومبر
سمول- د نومبر ۱۳مه - په افغانستان کې د کوکنارو کروندګرو د اپینو په تولید کې بې ساري زیاتوالی اعلان کړ.
- د نومبر ۱۶مه – په کابل کې موټر بم چاودنې شپږ تنه ووژل او شل نور یې ټپیان کړل.
ډسمبر
سمول- د ډسمبرڅلورمه- د متحده ایالاتو د ډرون بریدونو د اعتراض په ځواب کې افغانستان ته د پاکستان له لارې اکمالات وځنډیدل.
- د ډسمبر شپږمه - د شاهي سمندري ځواکونو قومندان دریم بریدمن الکساندر بلیکمن د نظامي محکمې له خوا د یو بې وسلې جنګیالي د وژلو په تور په عمري بند محکوم شو.
- د ډسمبر ۱۵مه – د استرالیا وروستي سرتیري له افغانستانه ووتل. [۳]
- د ډسمبر ۲۳مه - تورن / کیپټن ریچارډ هولوی، د ځانګړو سمندري چوپړتیاوو یو غړی، د افغان ټاکنو نه مخکې، د کابل په ختیځ کې په یوه دره کې د طالب جنګیالیو په وړاندې د ځانګړو سمندري ځواکونو او افغان ځواکونو له خوا د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له خوا ووژل شو.
سرچینې
سمول- ↑ Pakistani Cleric's Suicide Bomber Comments Anger Afghans – March 5, 2013, Radio Free Europe/Radio Liberty
- ↑ Graham-Harrison, Emma (May 16, 2013). "Taliban suicide blast in Afghanistan 'targeted Nato advisers'". The Guardian.
- ↑ Farmer, Ben (November 27, 2014). "Special Forces soldier died in perilous raid on Taliban haven". The Daily Telegraph. بياځلي په June 29, 2015.