افغانستان په ۲۰۰۹ ز کال کې

لاندې پېښې په ۲۰۰۹ ز کال کې په افغانستان د میاشتو په ترتیب رامنځته شوې دي.

د دولت چارواکي سمول

  • ولسمشر: حامد کرزی
  • د ولسمشر لومړی مرستیال: احمد ضیاء مسعود وروسته محمد فهیم
  • د ولسمشر دویم مرستیال: کریم خلیلي
  • قاضي‌القضات: عبدالسلام عظیمي

جنوري سمول

  • د ۲۰۰۹ ز کال په لومړیو کې د پاکستان له چمن څخه یوه تدارکاتي لاره د لنډې مودې لپاره وتړل شوه. د جنوري په ۱۰مه، قبایلي خلکو د خپلو نقلیه ګاډو په مټ دا لاره په دې اعتراض وتړله او لاریون یې وکړ چې له نشه يي توکو سره د مبارزي پاکستاني ځواکونو د هغه کلي یو کس وژلی و. لاریونوالو د جنوري په ۱۴مه وروسته له هغه خپل لاریونونه پای ته ورسول، کله چې پولیسو هغوی ته ژمنه ورکړه چې د دوی شکایت به د ایالت چارواکو ته ورسوي.[۱]
  • د بشرپاله چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر، په افغانستان کې خپل شتون ته بیا ادامه ورکړه او د راتلونکې کال لپاره یې خپل بشرپاله مرستې وړاندې کړي.[۲]

فبروري سمول

  • ۷-۶ فبروري، افغان او برتانوي ځواکونو د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د ډیزل په نوم عملیات پیل کړل.  

مارچ سمول

  • د ۲۰۰۹ ز کال د مارچ ۳۰مه – د نورستان ولایت په دوآب ولسوالۍ کې د ۳۰۰ جګړه مارو پر وړاندې د Arctic Torch II.PRT د لومړۍ فرقې د ځواکونو له خوا عملیات پیل شول، چې په پایله کې دوه امریکايي سرتیري ټپیان شول. ویل کېږي چې د هوايي برید نه وروسته په دې جګړه کې ۱۰۰ جګړه مار ووژل شول.
  • د ۲۰۰۹ ز کال د مې ۴- د ګرانای هوايي برید، هغه مهال د فراه په ولایت کې له ۸۶ تر ۱۴۵ کسان چې زیاتره یې ماشومان ووژل، چې پر دوی یې بمبار وکړ.

اګسټ سمول

  • در 5 و 6 اگست، پیاده‌نظام/تکاوران شرکت الفا، کندک 3 و هنگ 75 تکاوران (75th Ranger Regiment)‌، حمله‌ی را به قرارگاه جنگی دشمن در کوه‌های شمال غربی ولایت خوست انجام دادند. هنگامی‌که این نیروها به سمت مورد هدف حرکت می‌کردند در کمین 7 الی 9 نفره دشمن قرار گرفتند. شورشیان در نخست علیه پیاده‌نظام/تکاوران به شلیک پرداختند و تکاوران نیز در برابر آنان آتش گشودند و در تبانی با نیروهایی هوایی و استفاده از سلاح‌های ثقیله مقابله کردند. در این درگیری 20 جنگجوی دشمن توسط پیاده‌نظام/تکاوران به قتل رسانیدند، 2 اسلحه ضد هوایی دشمن و چندین سلاح دیگر، مواد منفجره و تجهیزات نظامی در مکان مورد هدف تخریب و منهدم شدند که باعث نابودی اردوگاه بزرگ دشمن گردید. یکی از اعضای پیاده‌نظام/تکاوران پس از پایان این نبرد، نشان ستاره نقره‌ی را دریافت کرد. [۳]
  • د اګسټ په ۵ او ۶، د الفا شرکت پیاده سرتیرو،

سپټمبر سمول

  • د سپټمبر په میاشت کې، د امنیت او پراختیا نړیوالې شورا، هغه نقشه خپره کړه چې ښیې طالبان د هېواد په ۸۰ سلنه خاوره کې تلپاتې شتون لري او په هر ولایت کې په منځنۍ کچه په اونۍ کې یو یا له یوه زیات وژونکي یا نه وژونکي بریدونه تر سره کېږي.[۴][۵]
  • د ۲۰۰۹ ز کال د سپټمبر له ۳ تر ۴، د هسپانوي او ایټالوي ځواکونو جګړه د طالب ځواکونو او تاجک ملیشو پر وړاندې پیل شوه چې په کې ۱ هسپانوي او ۳ جګړه مار ټپیان او ۱۳ جګړه مار ووژل شول.[۶][۷]
  • د ۲۰۰۹ کال د سپټمبر په ۴، د کندوز هوايي برید ۱۷۹ کسان ووژل. امریکايي F-15E جیټ جنګي الوتکې دوه هغه د تیلو ټانکر چې د طالبانو له خوا نیول شوي و، بمبار کړل، چې له امله یې زیات شمېر ملکي وګړي ووژل شول.
  • د ۲۰۰۹ کال د سپټمبر ۹، سمندري ځانګړي سرویس او د افغان ځواکونو واحد چې د ځانګړو ځواکونو د ملاتړیزې ډلې (SFSG) له خوا یې ملاتړ کېده، د سټیفن فارل د ژغورنې لپاره یې عملیات پر لاره واچول؛ سټیفن فارل هغه خبریال و چې د طالبانو له خوا په کندوز ولایت کې تښتول شوی و. دا عملیات په بریا تر سره شول، فارل را خلاص شو او یو شمېر طالب جګړه ماران ووژل شول. په دې جګړه کې د ځانګړو ځواکونو د ملاتړیزې ډلې یو غړی، د فارل ژباړونکی او دوه ملکي کسان هم ووژل شول. [۸][۹]

اکټوبر سمول

  • د ۲۰۰۹ کال په اکټوبر کې، ۷۲ امریکايي سرتیري وژل شوي و، چې یوازې ۸ اړوند پېښې د اکټوبر په ۲۸مه رامنځته شوې وي. په ۲۰۰۹ ز کال کې، ۲۵۵ امریکايي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی و، چې د تیر کال په پرتله ۴۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

نومبر سمول

  • د ۲۰۰۹ کال د نومبر په ۶، په افغانستان کې د امریکا سفیر ایکن بیري د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، هیلري کلینټون ته ولیکل: «د اضافي ځواکونو لېږل، هغه ورځې لري کوي تر څو افغانان د خپل هېواد کنټرول په لاس کې ونیسي او بېرته خپلو کورونو ته زموږ د سرتیرو بیرته تګ د زماني جدول سره سم که یې ناشونی نه کړي، ستونزمن کولای یي شي. برعکس، د امنیت او حکومتولۍ په برخه کې د امریکا او بهرنيو هېوادونو د رول زیاتوالی به د افغانانو خپلواکې زیاته کړي او هغه هم په ډېر لنډ مهال کې». [۱۰]

ډسمبر سمول

  • ۷ ډسمبر- د افغانستان ولسمشر، حامدکرزي وویل چې ښايي له پنځو کلونو وروسته به د هغه پوځ وکولای شي چې له طالبانو سره جګړې ته چمتو شي. کرزي همداشان وویل چې، د افغانستان امنیتي ځواکونه له ۱۵ تر ۲۰ کلونو پورې د امریکا ملاتړ او مرستو ته اړتیا لري. [۱۱][۱۲]
  • د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خپلې ارزونې «د جګړې یو بل ډول» یوه برخه د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر له میاشتې نه د ۲۰۰۵ کال تر سپټمبر پورې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ د جګړې رسمي نېټې په اړه د مخکنۍ اطلاع په توګه خپروي، چې په پلان کې و تر څو د ۲۰۱۰ کال په پسرلي کې خپور شوی وی. د همدې مطالعې له مخې، په افغانستان کې د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ټیکاو د رامنځته کولو لپاره کوم ستر پلان نه و. [۱۳][۱۴]
  • طالبانو وړاندیز وکړ چې د امریکا متحده ایالاتو ته «حقوقي ضمانت» ورکوي چې هغوی به اجازه ور نه کړي چې له افغانستان څخه پر نورو هېوادونو باندې برید وکړي. خو د امریکا رسمي ځواب یې هېڅ تر لاسه نه کړ. [۱۵]
  • د ډسمبر د میاشتې په منځ کې، بریتانیايي پوځ او افغان کارګرانو په هلمند ولایت کې د یوې سترې لویې لارې د جوړولو کار پیل کړ.[۱۶]
  • د ۲۰۰۹ کال د ډیسمبر له ۱۶ تر ۱۸مې، ایتلافي ځواکونو د کابل په ختیځ د اوزبین په سیمه کې ۳۶ ساعته د سپټینټریون عملیات تر سره کړل. په دغو عملیاتو کې چې ۱۱۰۰ سرتیري په کې ښکېل و، ۸۰۰ یې فرانسوي سرتیري، ۲۰۰ امريکايي ځانګړي ځواکونه او پاتې افغان سرتیري وو. د څه باندې یو نیم ساعت جګړې نه وروسته، څو امریکايي سرتیرو ټپونه واخیستل او د دریو وضعیت یې کړکېچن و. طالبانو د ار پي جې، هاوان او مشینګڼو نه په ګټې اخیستنې پر دوی برید وکړ. د ایتلافي او فرانسوي ځواکونو د توپ له ګولیو نه کار واخیست او د فرانسوي چورلکو (French Tigre) او امریکايي اپاچي او جیټو الوتکو په مټ ترې هوايي ملاتړ کېده. په دغه جګړه کې، لږ تر لږه یو طالب مړ او دری نور یې ټپیان شول. د فرانسې د پوځ د ویاند په وینا، له همدې عملیاتو څخه موخه د اوزبین د درې په شمال کې د افغان امنیتي ځواکونو د واک او حاکمیت ټینګول او په یوه ستراتیژيک کلي کې د افغانستان د بیرغ رپول و (په داسې حال کې چې د اوزبین د درې ۷۵ سلنه کنټرول د ایتلافي ځواکونو او یوه برخه یې د طالبانو تر کنټرول لاندې وه). دغه عملیات د ډګرمن هروه والرانډ په مشرۍ تر سره شول. یو نیم کال وړاندې، طالبانو په اوزبین دره کې د یوه کمین په ترڅ کې ۱۰ فرانسوي سرتیري ووژل او ۲۱ نور یې ټپیان کړل. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
  • د ۲۰۰۹ ز کال د سپټمبر په ۲۷مه، پر نړنګ د شپني برید پر مهال ۱۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول چې زیاتره یې د ښوونځي د عمر ماشومان و. دا برید د امریکايي ځانګړو سرتیرو له خوا د شپې په ۲:۳۰ بجې د کنړ ولایت د نړنګ ولسوالۍ د غازي خان په غونډۍ کې رامنځته شوه.

وژل شویو سرتیرو شمېر سمول

په ۲۰۰۹ ز کال کې، په ټولیزه توګه ۵۲۰ د ناټو سرتیري ووژل شول، چې له دې جملې څخه ۳۱۷ یې امریکايي، ۱۰۸ یې برتانوي او ۹۵ نور یې د ناټو غړو هېوادونو سرتیري وو.

سرچینې سمول

  1. Pakistan reopens NATO supply route, AP wire story, The New York Times, October 14, 2009
  2. Afghanistan beyond 2014: Aid and the Transformation Decade - Lydia Poole, 2014
  3. "Ranger receives Silver Star for combat actions". army.mil. 9 December 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Taliban Control Spreads in Afghanistan". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اکتوبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Roggio, Bill. "ICOS rating on Taliban control in Afghanistan is meaningless" www.longwarjournal.org. September 11, 2009
  6. ".:Spanish army - Sabzak Pass:". ejercito.defensa.gob.es. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. ".:Spanish army - Sabzak Pass (II):". ejercito.defensa.gob.es. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. ".:Spanish army - Sabzak Pass:". ejercito.defensa.gob.es. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. ".:Spanish army - Sabzak Pass (II):". ejercito.defensa.gob.es. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 2010-01-25 باندې). U.S. Envoy's Cables Show Deep Concerns on Afghan Strategy.
  11. (په 2009-12-09 باندې). Afghanistan will need U.S. help for 15 to 20 years, Karzai says – Los Angeles Times. Latimes.com
  12. (په 2009-12-08 باندې). Karzai: Afghan Army Will Need Help Until 2024. Huffingtonpost.com
  13. "Army History Finds Early Missteps in Afghanistan"
  14. "'A Different Kind of War
  15. "Asia Times Online :: South Asia news, business and economy from India and Pakistan". Atimes.com. 2009-12-17. Archived from the original on ۱۰ فبروري ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  16. (په 8 July 2010 باندې). [{{{url}}} Road to Hearts & Minds].
  17. Karim Talbi (په 2009-12-18 باندې). Afghanistan: démonstration de force de la Légion, cinq Américains blessés.
  18. (په 2009-12-17 باندې). French troops spearhead assault in Afghanistan. BBC News.
  19. (په 2009-12-18 باندې). French Afghan assault concludes. BBC News.
  20. (په 2009-12-17 باندې). French troops lead Afghan attack on Taliban.
  21. (په 2009-12-18 باندې). French Foreign Legion launches Afghan assault. ABC News.