افغانستان په ۱۹۲۹ ز کال کې

هغه پېښې چې په ۱۹۲۹ ز کال کې، په افغانستان کې شوې، په لاندې توګه بیان شوې دي. افغان کورنۍ جګړې له تېر کال راهیسې دوام کړی.

متصدیان

سمول
  • پاچا :
    • د جنوري تر ۱۴مې – امان الله خان
    • د جنوري له ۱۴ تر ۱۷مې عنایت الله خان
    • د جنوري له ۱۷مې،  د اکتوبر تر ۱۶ مې حبیب الله کلکانی
    • د اکتوبر له ۱۶ مې وروسته محمد نادرشاه
  • لومړی وزیر :
    • تر جنورۍ پورې – شیر احمد
    • له جنوري د نوامبر تر ۱ – شیر گیان
    • له نوامبر وروسته – محمد هاشم خان

د جنوري ۷ مه

سمول

شاه امان الله خان د دې لپاره چې وتوانيږي، شینواري ارام کړي، اعلامیه صادره کړه چې په کې ډېری اصلاحات لکه د ښځو زده کړې، د عسکري جبري خدمت او د اروپايي جامو اغوستل یې لغو کول. دغه راز نوموړي ژمنه وکړه، څو داسې شورا چې په کې روحانیون، اشراف او مقامات وي، جوړه کړي، څو په قانون بیا کتنه وکړي او هغه پریکړې چې په لویه جرګه کې شوې بیا وګوري او له ده سره همکاري وکړي، خو ډېره ناوخته شوې وه او هڅو یې نه شو کولای، چې هغه وژغوري. کله چې د سقاو زوی د جنوري په ۹ مه بریدونه پيلوي، شاه امان الله کولای شوی، د روسیې په هوايي مرستې سره بریدونه شنډ کړي، خو شینواري د نوموړي د زیاتو اعترافونو غوښتونکي دي او په واقعیت کې له تخت نه د نوموړي د لرې کولو په برخه کې هوډمن ښکاري. شاه امان الله چې ځان د مقاومت پروړاندې عاجز ویني، د جنوري په ۱۴ مه نېټه، له پاچهي نه د خپل ورور عنایت الله خان په ګټه استعفی ورکوي. عنایت الله خان هغه کس دی چې لس کاله یې خصوصي ژوند کړی. له استعفی وروسته نوموړی په دې توانېږي، چې کندهار ته د تلو لار پرانیزي، چېرې چې قبایل تراوسه ورته وفادار وو. نوموړی خپله ښځه ملکه ثریا څه موده مخکې هلته لېږلې وه. په پاچهي کې بدلون یوازې د امان الله خان سقوط ګړندی کوي. د سقاو زوی په کابل ښار باندې بریدونو سره ډېر فشار راوړي او بریالی کېږي، څو د جنوري په ۱۷مه په کابل ښار بشپړ واکمن شي.عنایت الله له درې ورځنۍ پاچهۍ وروسته، له سلطنت نه لرې کېږي او د سقاو زوی ځان د حبیب الله غازي په نوم د امیر په توګه اعلاموي. عنایت الله خان ته اجازه ورکول کېږي، څو د کورنۍ له غړو سره په خوندي توګه په بريټانیايي الوتکه کې پېښور ته ولېږدول شي. نوموړی له لږ ځنډ وروسته بېرته په کندهار کې له خپل ورور سره یو ځای کېږي.[۱]

جنوري

سمول

روسي او الماني رسنیو په لوړغږ سره، د بریټانیا دولت په افغانستان کې د کورنۍ جګړې په پارولو تورن کړ. دغه تور چې په اړه یې مدارک نه وو، په رسمي توګه رد کېږي. د هندوستان حکومت کلک تدبیرونه تر لاس لاندې نیسي، څو د افغانستان په جګړه کې د ښکېلتیا په موخه، د پولې ها خوا قبایلو د ورتګ مخنیوی وکړي.

د جنوري ۲۱مه

سمول

شاه امان الله چې په کندهار کې د خپل قوم تر فشار لاندې ؤ، په رسمي توګه یې خپله استعفی باطله کړه او بیا ځان شاه اعلاموي. په همدې وخت کې یو ځواک چې د ده پلوی دی، د کابل او کندهار ترمنځ په غزني ولایت کې راټولېږي. هغه قبایل چې د افغانستان په ختیځو برخو کې ژوند کوي، هم د حبیب الله منلو ته لېوالتیا نه لري، ځکه هغوی له یوې خوا د حبیب الله کلکاني د تاجک والي له امله او دا چې نوموړی پښتون نه دی، نوموړي ته د شک په سترګه ګوري او بل پلو دوی ته ترجیح ورکوي، څو خپلواک اوسي. له دې امله د امیر قلمرو په نسبي توګه د هېواد یوه کوچنۍ برخه رانغاړي، چې تر ډېره په کې کابل او د شمال ولسوالۍ شاملېږي ،چېرې چې د نوموړي د قبیلې خلک هلته ژوند کوي،ځکه حبیب الله سواد نه لري، د شاه امان الله له اصلاحاتو سره هېڅ خواخوږي نه ښيي او کابل ته پخوانی رژیم راولي.

د جنوري پای

سمول

سره له دې چې تراوسه هېڅ یو بهرنی په کابل کې نه و ځورول شوی او د بهرنیو ضد غورځنګ هېڅ نښه هم نه لیدل کېږي، خو د هندوستان حکومت هغه باور چې د نظم د ټینګښت په برخه کې په نوي واکمن لاره، پریکړه کوي، څو ټولو بریټانوي وګړو ته لارښوونه وکړي چې له کابل نه ووځي او د وتلو لپاره یې الوتکه وراستوي. د فبرورۍ په لومړیو کې د بهرنیو وګړو ایستل پيلېږي او د میاشتې تر پایه دوام کوي. د بريټانیا په وګړو سربېره چې ډېری یې د هندوستان وګړي دي، زیات شمېر ترکي او د نورو ملتونو وګړي هم په بریټانیايي الوتکو کې پېښورته لېږدول کېږي. د ژغورنې دغه عملیات، د بريټانیا د استول شوي استازي سر فرانسیس همفریس او د نوموړي د وروستي همکار په وتلو سره د فبرورۍ په ۲۵مه پای ته رسېږي.

بريټانوي الوتکې، د دوو میاشتو په ترڅ کې په دوه اویا (۷۲) الوتنو کې ۶۰۰ تنه له کومې مرګ ژوبلې او ناوړه پېښې پرته، له کابل نه پېښور ته لېږدوي ــ د غرونو لوړوالي په پام کې نیولوسره، چې باید ورنه واوړي، په سختې یخنۍ کې د پام وړ لاسته را وړنه وه. د سر فرانسیس همفریس له وتلو وروسته، هغه ډيپلوماټان چې له افغانستان څخه نه دي وتلي، د روسیې او ترکیې سفیران او د ایران او المان شارژدافیران په کې شامل دي.

د فبروري لومړۍ نېټه

سمول

شینواري او نور قبایل چې د دوی په ګاونډيتوب کې دي د علي احمد خان سلطنت ته (هغه څوک چې کابل ته د حبیب الله کلکاني له ورتګ وروسته یې په جلال اباد کې ځان امیر اعلام کړ) د شاه امان الله د سلطنت په څېر هېڅ لېوالتیا ونه ښودله او د جګدلک په سیمه کې یې درنه مرګ ژوبله واړوله. نږدې په همدې موده کې قبایلي خلک جلال اباد ته د ننه شول او ښار یې لوټ کړ. د همدې لوټ تالان په ترڅ کې د پوډرو په یوه زیرمه کې چاودنه کوي، سلګونه کسان وژني او ښار د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ کوي. هغو قبایلو چې د علي احمد ملاتړ کړی وو، د کابل امیر ته بیعت وړاندې کړ، خو نور قبایل خپلواک پاتې کېږي او له یو بل سره شخړې کوي. علي احمد د کندهار لار غوره کوي او هلته لومړی د امان الله خان له خوا زنداني کېږي، خو څه موده وروسته بېرته خوشي کېږي.

فبروري او مارچ

سمول

حبیب الله کلکانی د کابل په سویل کې له تاګاري قبایلو او وردګو سره په جګړه بوخت دی. نوموړی بریالی کېږي چې دوی مغلوب او ارام کړي. په پایله کې غزني ته خپله لار پرانیزي، چېرې چې د غلجیو احمدزي قبیلې ملک غوث الدین خان امیر اعلام کړی دی. په دغه بهیر کې امان الله په کندهار کې دی او هېڅ ځان نه ښيي، سره له دې چې د نوموړي اړوند کسان هڅه کوي، څو د افغانستان په ختیځ کې د خلکو پام نوموړي ته واړوي، چې وروسته نه بریالي کېږي. شاه امان الله پر ځان لږ باور ښيي او کله هم فکر کوي چې هرات ته ولاړ شي، خو یوازې هغه څه چې د نوموړي مخه نیسي، د کندهار خلکو اعتراضونو ته درناوی دی چې وايي:  دا ډول حرکت به دوی ته لوی زیان واړوي. د (لنډي کوتل) له لا وارجي نه میر اکبر چې د شینوارو پېژندل شوې څېره وه، د حبیب الله کلکاني ملاتړ وکړ، شاه د لوړې په مراسمو کې له میر اکبر نه وغوښتل، چې کابل ته ورشي او د قبایلو په اړه ورته ډاډ ورکړي. دغه وړاندیز ومنل شو او د میر اکبر شینواري له امله وو چې شاه خپل ځواک ترلاسه کړ.

د مارچ ۶

سمول

د شاهي کورنۍ غړی شاه نادرخان چې په ریویرا کې د تقاعد دورې تېرولو په حال کې و او د پېښو له رامنځ ته کېدو او تدریجي وروسته تګ سره سخت اندېښمن و، بېرته افغانستان ته راځي. نوموړی په ۱۹۱۹ ز کال کې د جګړې وزیر (دفاع وزیر) ؤ او په قبایلو کې یې ځان ته ځانګړی ځای پیدا کړی وو. نوموړي په ۱۹۲۵ ز کال له شاه امان الله سره د نظر اختلاف له امله د افغانستان د استازي په توګه فرانسې ته ځي، خو له دوه کلنې دندې وروسته له خپلې دندې لرې شو او د ځان د روغتیا لپاره په ریویرا کې خپل ژوند ته دوام ورکړ. اوس هوډمن دی، څو خپل پلرني ټاټوبي ته ستون شي، څو په ظاهره د خپلو خپلوانو ساتنه وکړي. خو په واقعیت کې غواړي و ګوري، چې ایا کولای شي، په هېواد کې سوله او یو والی راولي که نه. نوموړی د فبرورۍ په ۲۵ مه پېښور ته رسېږي، په همدغه ورځ سرفرانسیس همسفیر هم هلته رسېږي. د مارچ په ۶ مه له خپل یوه ورور سردار شاه ولي خان سره له پولې تېرېږي. حبیب الله کلکاني د نوموړي د هرکلي لپاره، په کابل کې چمتووالی نیولی وو، خو نوموړی د دې پرځای چې کابل ته راشي، په خوست کې خپل یوه ورور سردار شاه محمود خان ته ورځي. له دې کار وروسته، حبیب الله کلکاني ډېر ژر لارښوونه کوي، څو په کابل کې ډېر ژر د نوموړي کور چوراو د کورنۍ غړي یې زنداني کوي.

نادر خان امیر له هېڅ یوه سیال سره په تړاو کې نه بولي او پر ځای یې هڅه کوي، څو یوه جرګه راوبولي، څو دغه جرګه د هېواد د ټول امیر په اړه پریکړه وکړي. له دې سره سم هڅه کوي، څو حبیب الله کلکاني قانع کړي، چې د دغې جرګې د پریکړو درناوی وکړي. نادر نوموړي ته لیک لیکي او وايي چې:  د شاه په توګه د ځان د اعلانولو سره دې تېروتنه کړې ده، ځکه نوموړی په اصل کې د دغې څوکۍ صلاحیت نه لري او نوموړي ته بلنه ورکوي ، څو د نوي حاکم د ټاکلو لپاره یو کنفرانس جوړ کړي. دغه راز، زیاتوي:  که چېرې نوموړی همکاري ونه کړي، هغه (نادرخان) هغه اغېز چې په قبایلي خلکو یې لري، د نوموړي پرضد یې کاروي. نادر له لنډې مودې وروسته، یو بل لیک حبیب الله کلکاني ته لیکي چې:  په سوله ییزو کلماتو باندې مزین دی، په دغه لیک کې نادر حبیب الله کلکاني ته ډاډ ورکوي، که چېرې د شاه امان الله یا د شاهي سلطنت کورنۍ د یوه غړي په ګټه له واک نه لرې شي، په بشپړډول او عزت سره بښل کېږي، دغو دوستانه چلندونو کومه پایله نه لرله.

اپریل

سمول

د شوروي حکومت شکمن کېږي، چې ایران غواړي د هرات خاورې یوه برخه د خپل هېواد ضمیمه کړي او هغه هېواد ته د دغه کار نه ترسره کولو په اړه غوڅ خبرداری ورکوي. د افغانستان په شمال کې جګړه د روسیې په قلمرو کې د بریدونو لامل هم کېږي او په پایله کې روسیه، ځینې مخه نیوونکې کړنې ترسره کوي، خو پوځي لاسوهنه نه کوي.

د افغانانو په جامه کې د ویتالي پرېماکوف تر قوماندې لاندې یو شمېر روسي ځواکونه افغانستان ته راځي، څو د امان الله خان ملاتړ وکړي، د افغانستان ځینې برخې نیسي، خو وروسته د میاشتې په وروستیو کې د افغانستان پرېښودو ته مجبورېږي.

د امان الله خان ځواکونه په نهایت کې د شمال پرلور خوځېږي او له کوم مقاومت پرته مقر ته رسېږي. له دې سره سم، حبیب الله کلکاني له کابل نه د سویل پر لور خوځېدلی او د اپریل په ‍۱۹ مه نېټه د شاه امان الله له ځواکونو سره مخامخ کېږي او د غلجیو په مرسته د امان الله خان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړوي. شاه امان الله یو ځل په مقر کې مقاومت کړی، خو د قبیلې د ناوړه چلند له امله اړکېږي، چې د مې په ۱۴مه له هغه ځایه ولاړ شي. امان الله خان  له دغې ماتې وروسته د هڅې لپاره خپله هیله له لاسه ورکوي او د مې په ۲۳ مه له خپل ورور عنایت الله خان سره افغانستان پرېږدي. په دغه دوران کې د هېواد په نورو برخو کې هم بخت له حبیب الله کلکانی سره وو. په شمال او د شوروي په ترکستان پولو کې د سردار علي غلام نبي خان له خوا هغه څوک چې په مسکو کې د دولت استول شوی استازی و، د امان الله خان بیرغ پورته کېږي. سید حسین هم په همدې سیمه کې د حبیب الله کلکانی بیرغ پورته کوي، خو غلام  مغلوبوي او په پایله کې د جون په وروستیو کې یې د روسیې له پولو تېرېدو ته اړ کوي. د مې په ۴ مه سردار عبدالرحیم خان چې د هېواد په لویدیځ کې دی، هرات د کابل د امیر په نوم نیسي.

د مې ۹

سمول

نادر خان چې د خوست په لویه ولسوالۍ کې یې ځواکونه راټول کړي وو، د کابل پر لور پرمختګ پیلوي، خو له هغو ځواکونو سره چې له کابل نه استول شوي وو، د لوګر په بره کي دره کې ورسره مخامخ کېږي او ماتې خوري، دغه ماتې تر ډېره د نوموړي د غزني متحد د خیانت له امله ده. د حبیب الله کلکاني ځواکونه د مې میاشتې تر وروستیو پورې له کوم مقاومت پرته کندهار نیسي او امیر احمد علي د زنداني په توګه کابل ته راوړي، چې وروسته د جولای په میاشت کې اعدامېږي. له دغې ماتې وروسته، نادر خان په مطلق ډول خپلې ټولې سرچینې له لاسه ورکوي، خو بیا هم نادر د هغه تاثیر له امله چې په قبایلو یې لاره او د وروڼو وفاداري یې، د حبیب الله کلکاني له سرسختو سیالانو بلل کېږي. اوس حبیب الله کلکاني هڅه کوي، څو د روغې جوړې له لارې له هغه سره مخامخ شي او د یوه کنفرانس وړاندیز کوي. نادر خان بیا شرط ږدي، چې لومړی باید له سلطنت نه استعفی ورکړي، هغه څه چې امیر ورباندې نه راضي کېږي.

د جون ۱۶مه

سمول

نادر خان بریالی کېږي، چې په کابل کې د قبایلو د یوې مهمې جرګې ملاتړ ترلاسه کړي، دغه جرګه د شور بازار د حضرت صاحب له خوا چې اغېزمن مذهبي مشر دی، ګردیز ته څېرمه د شیشرک په سیمه کې ترسره کېږي. له دې سره سم، امیر حبیب الله جګړه پیل کړې او ځواکونه یې د لوګر په دره کې د ګردیز د بیانیولو لپاره چېرې چې نادرخان په مارچ میاشت کې نیولی و، ورلېږي. د دغو ځواکونو لومړۍ هڅه، د جون په ۱۳ مه د سیمې د بیا نیولو لپاره د قبایلو له خوا شنډېږي، خو بله هڅه یې چې څو ورځې وروسته د جون په ۲۵ مه ترسره کېږي، بریالی ده، خو د امیر ځواکونو ډېر پرمختګ، د قبایلي خلکو د غصې له امله شونی نه دی. په وروستیو څو میاشتو کې د قبایلو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره، د امیر او د نادرخان او د هغه وروڼو ترمنځ فعاله تبلیغاتي سیالۍ دوام لري. نادرخان په تدریجي توګه په دغې سیالۍ کې بریالی کېږي او د قبایلو ملاتړ ترلاسه کوي. نوموړی د جولای په نیمايي کې یو برید کوي، خو له ماتې سره مخامخ کېږي. ځواکونه یې د اګست په ۲۲ مه په ګردیز چټک برید کوي او په پایله کې توانېږي، چې هغه ځای بیا ونیسي، خو نه شي کولای، چې هغه وساتي. امیر په وروستیو کې د کابل لویدیځ کې له هزاره ګانو سره چې د نوموړي د څنګ اغزي وو، سوله کړي او اوس کولی شي چې د نادر خان پروړاندې جګړې لپاره ډېر سرتیري ولېږي او د نوموړي بریا شنډه کړي. د سپټمبر په لومړیو کې د دراني قبایلو او د امیر سرتیري او والي د کندهار له ښاره وباسي. له پوځي پلوه دغه ماتې درنې پایلې نه لري، خو له اقتصادي اړخه د غذايي توکو له اصلي سرچینې سره د کابل اړیکې پرې کوي، چې په پایله کې په کابل کې د ډوډۍ بیه ډېره لوړېږي.

د سپتمبر ۱۵مه

سمول

د حبیب الله کلکاني ځواکونه، د هغه د ورور حمید الله تر قوماندې لاندې په جګړه کې خپله بریا نندارې ته وړاندې کوي او هغه لښکر ته چې د نادرخان ورور محمد هاشم خان د افغانستان ختیځو قبایلو له خلکو راټول کړی، جلال اباد ته نږدې د ګندمک په سیمه کې ماتې ورکوي. سره له دې چې دغه بریا د امیر په ګټه ده، خو ډېره نه. د تېرو څلورو میاشتو پرله پسې جګړو د هغه سرچینې تشې کړې وې او له هندوستان سره د اړیکو بیا پیلولو په برخه کې د هغه بې وسي د دې لامل شوې، چې دغه سرچینې بیا ډکې نه شي. بل پلو، نادر خان په قبایلو باندې خپل اغېز پياوړی کړی او د اکتوبر میاشتې له پيل سره، د هغه د ورورشاه ولي خان تر قوماندې لاندې د نوموړي پوځ دومره پیاوړی شوی، څو وکړای شي د لوګر درې له لارې کابل ته پرمختګ وکړي. د اکتوبر په ۶ مه د امیر حبیب الله کلکاني ځواکونه، له کابل نه بهر د نادر خان له ځواکونو سره مخامخ کېږي او په سختۍ سره مغلوب کېږي. د دوی مقاومت په چټکۍ سره له منځه ځي. شاه ولي خان د اکتوبر په ۸ مه د کابل دروازو ته رسېږي او دوه ورځې وروسته، د ښار کنټرول په لاس کې نیسي. حبیب الله کلکاني څو ورځې په شاهي ارګ کې مقاومت کوي، خو ارګ هم د اکتوبر په ۱۳مه د بمبارد له امله نیول کېږي.

د اکتوبر ۱۷مه

سمول

نادر خان په ناڅاپي توګه کابل ته راځي او د مشرانو او اغېزناکو خلکو یوه غونډه جوړوي ،څو د ملاتړ لپاره یې له دوی مننه وکړي. د قبایلو ویاند له هغه نه په عاجزانه توګه غوښتنه کوي، چې تاج قبول کړي. نوموړی په لومړیو کې د ناسم روغتیايي حالت له امله خپل تاج نه مني، خو په نهایت کې د غونډې برخه والو د پرله پسې ټینګار له امله رضایت ښيي. ډېری ولایتونه په لنډ وخت کې د نوموړي حکومت مني. حبیب الله کلکاني له کابل نه تښتي او په شمال کې د دانیس غره ته چې هغه ولسوالي، چې د نوموړي قبیله هلته مېشت ده پناه وړي، خو نوموړي ته د وفاداره ځواکونو په راټولولو کې ناکامه کېږي او د څو ورځو په ترڅ کې ، له خپلو څو لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره نیول کېږي او کابل ته راوړل کېږي.

د هزاره ګانو او نورو قبایلو په غوښتنه، چې له حبیب الله کلکاني سره دښمني لري، د نومبر ۲ ټول اتلس کسه اعدامېږي. د نوي امیر لومړي ګامونه، د یوه وزارت جوړول او په منظمه اردو کې د ځواکونو شاملول دي. نوموړی د اکتوبر په ۱۹ مه د یوې ورځپاڼې له لارې اروپا ته یو پيغام لېږي او په کې هیله څرګندوي چې، وکړای شي، افغانستان د ودانۍ پر لور وخوځوي او هغه یو پرمختللی او خپلواک هېواد جوړکړي، ښوونځي بیا پرانیزي، سړکونه، د اوسپنې پټلۍ او صنایع جوړې کړي. نوموړي ډېره لېوالتیا لرله، چې له ټولو ملتونو سره دوستانه اړیکې ټینګې کړي، په ځانګړي ډول له فرانسې سره، چې په ډېره مهربانۍ یادونه کوي. نوموړي د نومبر په وروستیو کې یوه اعلامیه صادره کړه او د خپلې دولتدارۍ پالیسي یې په لسو برخو کې رالنډه کړه، چې د دولت په بنسټونو کې د اسلامي قوانینو لرل، د ټولو الکولي څښاک توکو منع کول، د یوه پوځي ښوونځي او پرمختللو وسلو جوړولو فابریکې جوړول، له بهرنیو ځواکونو سره د شاه امان الله د اړیکو پالل، یوې پرمختللې ښوونیزې پالیسۍ جوړول او د پخواني دولت د شورا دوام په کې شامل دي.

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. Dupree, Louis (1978). Afghanistan. Princeton University Press. p. 453. ISBN 0-691-03006-5.