افغانستان په ۱۹۰۴ ز کال کې


هغه پېښې چې په ۱۹۰۴ ز کال کې په افغانستان کې رامنځته شوې دي، په لاندې ډول بیانیږي.

په دغه کال کې په کورنۍ ارامي کې ګډوډي را منځته نه شوه، خو لکه د تل په څېر د امیر د کورنۍ او شاوخوا کسانو تر منځ د اختلافونو اوازه په مکرر ډول سره اورېدل کېده. داسې رپوټونه شته چې د همدې کال په لومړیو کې خپل ناسکه ورور، محمد عمر د کابل له ولایت څخه لرې کړی دی او هغه یې له خپلې مور، بې بې حلیمې سره تر کلکې څارنې لاندې نیولی دی. ویل کېږي چې څه موده وروسته ملایانو د امیر او وروڼو تر منځ پخلاینه کړې ده او محمد عمر د کابل د ځواکونو د قومندان په توګه ټاکل شوی دی. د افغان او روسي سرتیرو تر منځ د ترکستان په پوله د جوړو شوو پوستو د ویجاړۍ له کبله رامنځته کېږي، خو دا کار په جګړې سره پای ته نه رسیږي او امیر اړوند چارواکی د موضوع د څېړنې لپاره لېږي. شاوخوا ۴۰۰۰ ترکمن او د جمشید قبیله د روسانو د ظلمونو له لاسه هرات ته کډوال کېږي او امیر هم هغوی ته د ذوالفقار د ګذرګاه سیمه د هغوی د اوسیدنې لپاره په سوغات کې ورکوي. د ایوب خان ځینې مخکښ لارویان افغانستان ته را ستنیږي او نور هم له ا میر څخه غوښتنه کوي چې هغوی ته دې هم اجازه ورکړل شي.

د ۱۹۰۴ ز کال د پسرلي لومړۍ میاشتې سمول

امیر د مرغانو د ښکار په مهال، خپل لاس ټپي کوي او د هند نایب السلطنه په خپله غوښتنه خپل شخصي ډاکتر د امیر د درملنې لپاره کابل ته لېږي. د امیر درملنه په بریا تر سره کېږي او په دغه وخت کې د امیر خوشالۍ ښايي دې ته لاره هواره کړي چې د هند له خوا د لویس ډین په مشرۍ یو ځانګړی پلاوی چې هغه وخت د هند د بهرنیو چارو وزیر و کابل ته ولاړ شي. دغه پلاوی د نوامبر په ۲۶مه له پېښور څخه کابل ته ځي او د ډیسمبر په ۱۲مه کابل ته رسیږي. رپوټونو کې راغلي چې د دې پلاوي کار ډېر د قناعت وړ و.

که څه هم د دې سفر جزئیات نه دي خپاره شوي، خو د دې ګومان کول چې په دغه بحث کې به د امیر او ښاغلي ډین تر منځ په کومو مواردو باندې بحث شوی وي، هومره هم ستونزمنه خبره نه ده. لومړی دا چې روسیې په لرې ختیځ کې د خپلو ستونزو او فجایعو سره سره، هېڅکله له افغانستان څخه خپلې سترګې پټې نه کړي. د ترکستان په شمال او هم سویل لور ته د هرات پر خوا د روسیې د اوسپنې پټلۍ په چټکۍ سره د بشپړیدو په حال کې ده او پولې ته نږدې را رسیدلې ده؛ په پوله کې د افغان او روسي چارواکو تر منځ د مخامخ سوداګریزو اړیکو مسئله په ښکاره لا تر اوسه پورې پرانیستې ده او روسیه هر وخت چې مناسب یې وبولي کولای شي ستونزه رامنځته کړي. پرته له شکه، امیر غواړي پوه شي چې که روسیه پر ده برید وکړي نو بریتانیا به ور سره څه مرسته وکړي، له بلې خوا د هند دولت دې ته لېوالتیا لري تر څو پوه شي چې امیر تر کومه بریده پورې کولای شي له ځانه دفاع وکړي، څومره شمېر ځواکونه کولای شي د جګړې سیمې ته ولېږدوي او دا چې د هغوی اغېزمنتوب به څومره وي. په شمال لویدیځه پوله کې دواړو خواوو ته له پرتو قبایلو سره د امیر او هند د دولت اړیکې هم زیاتې څېړنې ته اړتیا لري.

په لومړي سر کې د امیر او بریتانوي هند تر منځ د ډيورنډ پولې په نوم پر یوې پریکړې باندې هوکړه وشوه، خو امیر پر پولې د نښې اېښودو د کار سر ته رسولو په اړه لږ اندېښمن و او وروسته داسې ښکارېده چې هغه خپل نظر اړولی او دا کار له ځنډ سره مخ شو. وروسته داسې برېښېده چې د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ د اسانتیا په برخه کې یو لړ هڅې وشوې. په ورته مهال کې چې د هند د بهرنیو چارو وزیر له امیر سره په کابل کې پر مهمو خبرواترو باندې لګیا و، د امیر مشر زوی، عنایت الله خان د هند له نایب السلطنه سره په کلکته کې و. که څه هم د امیر مشر زوی په دغه وخت کې یو تنکی ۱۶ کلن ځوان دی او د هغه سفر یو تفریحي سفر ګڼل کېږي، خو که چېرته هغه د پاچاهي تخت ته ورسیږي نو ښايي چې دا سفر هغه ته یو له ګټې ډک سفر واوسي.

سرچينې او ياداښتونه سمول