افغانستان او سیمه ییزه همکاري

سیمه‌ییزه همکاري څېړند د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، په اروپا کې د نړیوالې همکارۍ د یو ډول په بڼې رامنځ ته شوه. د وخت په تېرېدو د نړۍ د نورو سیمو هېوادونو له سیمه‌ییزې همکارۍ څخه په مختلفو برخو کې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو د یوې بېلګې په توګه ګټه اخیستل پیل کړل او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې ځینو هېوادونو د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په موخه سیمه‌ییز سازمانونه رامنځ ته کړل. د سیمه‌ییزو سازمانونو اصلي موخه د غړو هېوادونو تر منځ د همکاریو پراختیا وه او ډېر تمرکز یې د غړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او اجتماعي همکاریو د پراختیا په اړه و.

د سړې جګړې پر مهال سیمه‌ییزه همکاري د شوروي او امریکا له سیالیو څخه اغېزمنه وه او د نړۍ هېوادونه ځینې له شوروي اتحاد او ځینې نور له امریکا سره ملګري وو، خو د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته د سیمه‌ییزې همکارۍ د پراختیا لپاره زمینه او شرایط برابر شول او د نړیوال دوه قطبي نظام له پای ته رسېدو وروسته، د سیمه‌ییزې همکارۍ د پراختیا او پیاوړتیا لپاره نوي فرصتونه او امکانات رامنځ ته شول. د نړۍ د ډېرو هېوادونو لپاره د دې زمینه برابره شوه چې د ایډیالوژیکو ګټو او ارزښتونو پر ځای خپلو ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او د خپلو ګټو د خوندیتوب او د سیمه‌ییزې همکارۍ د پراختیا په موخه په خپلواک ډول اقدامات وکړي. په لاتینې امریکا، افریقا، سویل ختیځې اسیا، سویلي اسیا او د درېیمې نړۍ په نورو وروسته پاتې سیمو کې د سیمه‌ییزې همکارۍ د پراختیا په موخه هڅې پیل شوې، خو په دې سیمو کې سیمه‌ییزې همکارۍ په اروپا کې د سیمه‌ییزې همکارۍ له ډول او بڼې سره ډېر توپیر درلود. په افریقا کې سیمه‌ییزه همکاري د سوداګریزو اقتصادي ګټو او انګیزو پر ځای تر ډېره بریده امنیتي انګېزې درلودې، خو د وخت په تېرېدو د سیمه‌ییزې همکارۍ نوې بڼه رامنځ ته شوه. نوې سیمه‌ییزه همکاري ډېر اړخونه لري چې پر بنسټ یې په سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي برخو کې د هېوادونو تر منځ همکاري پراختیا پیدا کوي.

د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د نړیوالتوب پروسې د سیمه‌ییزې همکارۍ په پراختیا کې مهم او د پام وړ رول تر سره کړ، نړیوال کېدو او د اقتصاد او ازاد بازار پراختیا یو پر بل د هېوادونو تړاو او تکیه کول ډېر کړل، له همدې امله اوسمهال هیڅ یو هېواد د دې وړتیا نه لري چې خپل ملي اقتصاد په یوازې ځان مدیریت کړي، سیمه‌ییزه همکاري نه یوازې دا چې له نړیوالتوب سره ټکر نه لري، بلکې نړیوالتوب او سیمه‌ییزه همکاري له یو بل سره مرسته او یو بل پیاوړي کوي.

افغانستان چې د اسیا په زړه کې موقعیت لري، په شمال کې یې د مرکزي اسیا هېوادونه، په ختیځ کې یې چین، په لوېدیځ کې یې ایران او په سوېل کې یې د سوېلي اسیا هېوادونه پاکستان او هند موقعیت لري. د افغانستان جیو ستراتیژیک موقعیت ته په پام، د سیمه‌ییزې همکارۍ پراختیا کولای شي د افغانستان په اجتماعي، اقتصادي ودې او پرمختګ او د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې مهم رول تر سره کړي. له همدې امله د افغانستان د ملي پراختیا په ستراتېژۍ کې د سیمه‌ییزې همکارۍ پراختیا ته ځانګړی ځای ورکول شوی و او د افغانستان حکومت د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانسونو (ریکا) د جوړېدو او د استانبول پروسې د پیل لپاره زمینه او شرایط برابرکړي وو.

افغانستان د سیمې د سوداګریزو او ترانسپورټي لارو په څلورلارې کې قرار لري. د افغانستان جیو ستراتیژیک موقعیت ته په پام د سیمې له هېوادونو سره د سیمه‌ییزې همکارۍ له لارې د اړیکو او همکاریو پراختیا د افغانستان لپاره ځانګړی ستراتیژیک ارزښت او اهمیت لري. افغانستان د خپلو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د حل لپاره اړدی چې د سیمې له هېوادونو سره همکاریو ته پراختیا ورکړي. له بل لوري له افغانستان سره مرسته او همکاري د سیمې د هېوادونو د امنیت او ثبات د ټینګښت او پرمختګ لپاره مهمه ګڼل کېږي.

مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.www.aksosbookstore.af