افشاري ایران

افشاري ایران (په انګلیسي: Afsharid Iran، په پاړسي: ایران افشاري) چې د افشاري ټولواکمنۍ په توګه هم پېژندل کېږي، د ایرانیانو یوه ټولواکمني وه چې د ترکمني افشار ټبر له‌خوا د ایران په شمال ختیځ ولایت خراسان کې تاسیس شوه او پر ایران (فارس) باندې یې واکمني درلوده. دغه ولایت اتلسمې زېږدیزې پېړۍ په نیمایي کې د افشاریانو کورنۍ له‌خوا اداره کېده. دغه کورنۍ په ۱۷۳۶ز کال کې د نامتو نظامي قوماندان «نادرشاه» له‌خوا تاسیس شوه، چې د صفویې کورنۍ وروستۍ واکمن یې له تخته وپرزوه او خپل ځای یې د ایران پاچا په توګه اعلان کړ.[۱][۲][۳][۴][۵]

د نادرشاه د واکمنۍ پر مهال، د ایران نقشه د ساسانیانو له ټولواکمنۍ راهیسې تر ټولو لوی پراخوالي ته ورسېده. په اوږدو کې، دغې ټولواکمنۍ پر اوسني ایران، ارمنستان، ګرجستان، د آذربایجان جمهوریت، افغانستان، بحرین، ترکمنستان او ازبکستان او د عراق، پاکستان، ترکیې، د عربي متحده اماراتو، عمان او شمالي قفقاز (داغستان) پر ځینو سیمو باندې حکومت کاوه. له مړینې وروسته یې، د ټولواکمنۍ ډېرې سیمې یې د زندانو، درانیانو، ګرجستانیانو او د قفقاز خاناتو ترمنځ ووېشل شوې او د افشاریانو واکمني په یوه کوچني سیمه‌ییز ولایت خراسان کې محدوده شوه. په پای کې، د افشاریانو لړۍ د آغا محمد خان قاجار له‌خوا په ۱۷۹۶ز کال کې نسکوره شوه او نوموړي د ایرانیانو یوه نوې قومي ټولواکمني رامنځ‌ته کړه او له ذکر شویو سیمو څخه یې یوشمېر بېرته تر ولکې لاندې راوستلې.

دغه کورنۍ په شمال‌ختیځ ایران کې د خراسان ولایت د ترکمن افشار ټبر په نامه ونومول شوه. افشاریانو په اصل کې، په دیارلسمې زېږدیزې پېړۍ کې له ترکستان څخه آذربایجان (د ایران آذربایجان) ته کډه کړې وه. د اوولسمې پېړۍ په لومړیو کې لوی عباس ډېري افشاریان له آذربایجا څخه خراسان ته واستول ترڅو د ازبکانو پر وړاندې د دولت له شمال‌ختیځ پولو څخه دفاع وکړي او وروسته له هغې ډېر افشاریان په نوموړو سیمو کې استوګن شول. نادر د افشاریانو قرقلو څانګې پورې تړاو درلود.[۶][۷]

تاریخچه

سمول

د لړۍ تاسیس

سمول

نادرشا (د نادرقُلي په نامه) د خراسان د افشار قبیلې په یوې غریبې نیمه کوچیانۍ کورنۍ کې زېږېدلی ؤ، چې وروسته د دغې سیمې جګړه‌مار شو. واک ته د هغه رسېدل له هغو پیل شول چې غلجي شاه محمود هوتکي په ۱۷۲۲ز کال کې د صفوي پاچا سلطان حسین ضعیفه او ټوټې، ټوټې شوې واکمني نسکوره کړه. په همدې وخت کې، د عثمانیانو او روسانو ځواکونو هم د ایران ځینې سیمې ونیولې. روسیې د ایران په قفقاز خاوره کې د شمالي قفقاز او ماورای قفقاز یو لړ سیمې او همدا راز د شمالي ایران اصلي خاورې یوه برخه د روسیې-فارس جګړې په پایله کې ونیوله، په داسې حال کې چې ګاونډي عثمانیانو له لوېدیځ څخه برید وکړ. د استانبول ۱۷۲۴ز کال تړون له‌مخې، دواړه لوري توافق ته ورسېدل ترڅو نیول شوې سیمې خپل ترمنځ ووېشي.[۸][۹][۱۰]

د جګړې ډګر په بلې څنډه کې، نادر د سلطان حسین له زوی دوه‌یم تهماسب سره یوځای شو او د غلجي افغانانو پر وړاندې یې د مقاومت مشري کوله، د غلجیانو مشر اشرف خان یې په لږه موده کې په ۱۷۲۹ز کال کې له پلازمېنې څخه بهر کړ او تهماسب د پاچاهۍ پر تخت کښېناسته. عثمانیانو او روسانو ته د لاسه تللو سیمو په بېرته راګرځولو او په ایران کې د ایرانیانو برلاسي بیا موندلو لپاره نادر ډېرې جګړې وکړې. په داسې حال کې چې هغه د ختیځ له غلجیانو سره په جګړه کې ؤ، تهماسب په قفقاز کې له ناورینه ډکه یوه جګړه پیل کړه او په دې سره عثمانیانو فرصت وموند ترڅو په لوېدیځ کې خپلې له‌لاسه تللې سیمې بېرته ونیسي. نادر ته دغه وضع د زغملو نه‌وه، نو تهماسب یې په ۱۷۳۲ز کال کې له واکمنۍ څخه ګوښه او په ځای یې د هغه زوی درېیم عباس ته واک ورکړ. څلور کاله وروسته، وروسته له هغو چې د فارس ډېري له‌لاسه تللې سیمې بېرته راوګرځول شوې، نادر پر ځان پوره باور درلود ترڅو په مُغان ډاګ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ځان د پاچا په توګه اعلان کړي.[۱۱]

وروسته، نادر په ۱۷۳۲ز کې د رشت تړون او په ۱۷۳۵ز د ګنجې تړون له‌لارې روسان اړ کړل ترڅو په ۱۷۲۲-۱۷۲۳ز کې نیول شوې سیمې بېرته ایران ته وروګرځوی. پر شمالي خاوره باندې د واک له ترلاسه کولو وروسته، د روسیې او ایران نوي اتحاد هوډ وکړ ترڅو د خپل ګډ دښمن عثماني ټولواکمنۍ پر وړاندې جګړه وکړي او د عثمانیانو او فارس جګړې ته یې دوام ورکړ. د عثمانیانو ځواکونه له لوېدیځ ایران او د قفقاز له پاتې سیمو څخه وشړل شول او په ۱۷۳۶ کې د استانبول تړون له‌مخې عثمانیان اړ شول ترڅو په قفقاز کې د ایرانیانو واکمني تایید کړي او نادر د ایران نوي پاچا په توګه په رسمیت وپېژني.[۱۲][۱۳][۱۴]

د نادر سوبې او د ځایناستي ستونزه

سمول

د هوتکیانو د لړۍ پرزېدا

سمول

تهماسب او قاجار مشر فتح علي خان (د آغا محمد خان قاجار نیکه) له نادر سره اړیکه ونیوله او ویې غوښتل ترڅو د هغو له خوځښت سره یوځای شي او غلجي افغانانان له خراسان څخه وشړي. هغه موافقت وکړ او په دې توګه ملي مهمه څېره وګرځېده. کله چې نادر پوه شو چې فتح علي خان له ملک محمود سره اړیکې لري، پاچا ته یې خبر ورکړ او تهماسب هم بې‌له‌ځنډه اعدام او پر ځای یې نادر د پوځ مشر وګرځوه. له هغه وروسته نادر د تهماسب قُلي (د تهماسب مریي) لقب غوره کړ. د ۱۷۲۶ز کال په وروستیو کې نادر د مشهد سیمه بېرته ونیوله.[۱۵]

نادر غوره وګڼله چې په مستقیمه توګه اصفهان ته لښکر ونه‌لېږدوي. په لومړي سر کې، د ۱۷۲۹ز کال په مې میاشت کې یې ابدالي افغانانو ته د هرات تر څېرمه ماته ورکړه او په دې سره ډېري ابدالي افغانان د نادر له پوځ سره یوځای شول. د غلجي افغانانو نوي پاچا شاه اشرف هوتک تصمیم ونیوه ترڅو د نادر پر وړاندې ودرېږي خو د ۱۷۲۹ز کال په سپټمبر میاشت کې یې د دامغان په جګړه کې او او بیاځلي په نومبر کې یې په مورچاخورت کې د نادر له‌خوا ماته وخوړله او افغانان د تل لپاره د فارس له خاورې څخه ووتل. اشرف خان وتښتېده او په پایله کې نادر اصفهان ته ننوت، په ډسمبر کې یې دغه ولایت تهماسب ته وسپاره او ښار یې تالا کړ ترڅو د خپل پوځ لګښت برابر کړي. نادر د تهماسب له‌لوري، د پیدایښت ځای خراسان په شمول، د ختیځ ډېري ولایتونو والي وټاکل شو او خپل خور یې ورته واده کړه. نادر د شاه اشرف په تعقیب ووت او ماته یې ورکړه، چې وروسته د خپلو یارانو له‌خوا ووژل شو. په ۱۷۳۸ز کال کې نادرشاه د هوتکیانو د واک وروستی مرکز په کندهار کې محاصره او ویجاړ کړ. ترڅېرمه یې نوی ښار اباد کړ او د «نادرآباد» په نامه یې ونوموه.[۱۶][۱۷]

د عثمانیانو لومړی نظامی خوځښت او د قفقاز بېرته نیونه

سمول

د ۱۷۳۵ز کال په پسرلي کې، نادر د فارس پر اصلي دښمن «عثمانیانو» باندې برید وکړ او د وروستیو ګډوډیو په موده کې ډېري له‌لاسه تللې خاورې یې بېرته ونیولې. په همدې وخت کې، ابدالي افغانانو قیام وکړ او مشهد یې کلابند کړ؛ نادر یې اړ کړ ترڅو له جګړې لاس واخلي او خپل ورور ابراهیم وژغوري. څوارلس میاشتې وخت یې ونیوه ترڅو نادر دغه قیام کرار کړي.

د نادر او پاچا تهماسب ترمنځ اړیکې کمرنګه شوې وې، ځکه چې پاچا د خپل جنرال نظامي بریاوو په هکله اندېښمن ؤ. په داسې حال کې چې نادر په ختیځ کې بوخت ؤ، تهماسب هڅه وکړه ترڅو ځان وښیي او د یوې جګړې له‌لارې یریوان بېرته ونیسي. په پایله کې، هغه د نادر ټولې وروستۍ لاس‌ته راوړنې عثمانیانو ته له‌لاسه ورکړې او یو تړون یې لاسلیک کړ چې د تبریز په بدل کې ګرجستان او ارمنستان عثمانیانو ته وروګرځوي. نادر په غوسه شو او ویې لیدل چې د تهماسب د پرزولو وخت رارسېدلی دی. دغه تړون یې وغنده او رد یې کړ او د عثمانیانو پر وړاندې یې د خلکو د ملاتړ غوښتنه وکړ. په اصفهان کې، نادر په تهماسب باندې شراب وڅښل او مست یې کړ او وروسته یې درباریانو او ندیمانو ته ورښکاره کړ او ویې پوښتل چې ایا داسې مست او بې‌خبره شخص د واکمنۍ وړ دی. په ۱۷۳۲ز کال کې یې تهماسب اړ کړ ترڅو د واکمنۍ تخت خپل کوچني ماشوم «درېیم عباس» ته پرېږدي، چې په دې توګه نادر نایب‌السلطنه شو.[۱۸][۱۹]

سرچينې

سمول
  1. Pickett, James (2016). "Nadir Shah's Peculiar Central Asian Legacy: Empire, Conversion Narratives, and the Rise of New Scholarly Dynasties". International Journal of Middle East Studies. 48 (3): 491–510. doi:10.1017/S0020743816000453. ISSN 0020-7438. JSTOR 43998158. S2CID 159600918.
  2. Tucker, Ernest (2012). "Afshārids". Encyclopaedia of Islam, THREE. Brill Online. “The Afshārids (r. 1149–1210/1736–96) were a Persian dynasty founded by Nādir Shāh Afshār, replacing the Ṣafavid dynasty.” 
  3. Lockhart, L., "Nadir Shah: A Critical Study Based Mainly upon Contemporary Sources", London: Luzac & Co., 1938, 21 :"Nadir Shah was from a Turkmen tribe and probably raised as a Shiʿa, though his views on religion were complex and often pragmatic"
  4. Mikaberidze, Alexander (2011). Conflict and Conquest in the Islamic World: A Historical Encyclopedia, Vol.1. ABC Clio, LLC. p. 408. ISBN 978-1-59884-336-1."This event marked the twilight of the Safavid power but also served as a launching pad for an Afshar Turkoman commander named Nadir Shah."
  5. Axworthy 2006, p. back cover. "Nader Shah, ruler of Persia from 1736 to 1747, embodied ruthless ambition, energy, military brilliance, cynicism and cruelty"
  6. Axworthy 2006, pp. 17–19. "His father was of lowly but respectable status, a herdsman of the Afshar tribe ... The Qereqlu Afshars to whom Nader's father belonged were a semi-nomadic Turcoman tribe settled in Khorasan in north-eastern Iran ... The tribes of Khorasan were for the most part ethnically distinct from the Persian-speaking population, speaking Turkic or Kurdish languages. Nader's mother tongue was a dialect of the language group spoken by the Turkic tribes of Iran and Central Asia, and he would have quickly learned Persian, the language of high culture and the cities as he grew older. But the Turkic language was always his preferred everyday speech, unless he was dealing with someone who knew only Persian."
  7. Cambridge History of Iran Volume 7, pp. 2–4
  8. Encyclopedia Iranica Archived 2020-05-26 at the Wayback Machine. : "Born in November 1688 into a humble pastoral family, then at its winter camp in Darra Gaz in the mountains north of Mashad, Nāder belonged to a group of the Qirqlu branch of the Afšār Turkmen."
  9. Encyclopedia Iranica[مړه لينکونه]
  10. Martin, Samuel Elmo (1997). Uralic And Altaic Series. Routledge. p. 47. ISBN 0-7007-0380-2. خوندي شوی له اصلي څخه په 2020-06-02. بياځلي په 2022-05-23.
  11. Michael Axworthy Iran: Empire of the Mind (Penguin, 2008) pp.153–156
  12. Dowling, Timothy C. (2 December 2014). Russia at War: From the Mongol Conquest to Afghanistan, Chechnya, and Beyond ... Abc-Clio. ISBN 978-1-59884-948-6. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 April 2023. بياځلي په 25 December 2014.
  13. Tucker, Ernest (2006). "Nāder Shah". Encyclopædia Iranica Online.  
  14. "İstanbul Antlaşması (1736) - Teknoloji Tasarim Ve icatlar". خوندي شوی له the original on 2012-03-06. بياځلي په 2015-06-20.
  15. Axworthy 2006, pp. 57–74
  16. Axworthy 2006, pp. 75–116
  17. Encyclopædia Iranica
  18. Elton L. Daniel, "The History of Iran" (Greenwood Press 2000) p. 94
  19. Lawrence Lockhart Nadir Shah (London, 1938)