په څوحجروي ژوندیو موجوداتو کې، اصلي حجرې قسماً جلا کېدونکې یا نه‌جلا کېدونکې حجرې دي چې کولای شي د حجرو بېلابېلو بڼو ته جلا او په نامحدوده توګه تکثیر شي ترڅو ورته نورې اصلي حجرې تولید کړي. دغه ډول حجرې، د یوې حجرې په ټولګه کې لومړنۍ بڼه ده. اصلي حجرې هم په جنیني او هم په بالغو اورګانیزمونو کې موندل کېږي، خو په هر یوه کې یې ځانګړنې لږ څه سره توپیر لري. نوموړې حجرې په ټولیزه توګه له «مخکېنیو حجرو» (چې په نامحدوده توګه د وېشلو وړتیا نه‌لري) او «د رامنځ‌ته کوونکې مادې حجرو» یا «بلست حجرو» څخه (چې په ټولیز ډول د حجرو یو بڼه رامنځ‌ته کوي) جلا ګڼل کېږي.[۱]

په تي‌لرونکو کې، د جنین د ودې په بلستوسیست پړاو پر مهال، شاوخوا له ۵ تر ۱۴ ورځې، کابو ۵۰ تر ۱۵۰ حجرې دننۍ حجروي کتله رامنځ‌ته کوي. نوموړې حجرې د اصلي حجرو وړتیا لري. د ژوندي جسم دننه، نوموړې حجرې، په پای کې، د جسم د حجرو ټول ډولونو ته بېلېږي (غښتلې کوي یې). دغه بهیر د ګاسترولا کېدلو په پړاو کې، درېیو «اکتودرم، مېزودرم او اندودرم» ریښه‌یي قشرونو ته له بېلېدلو سره پیلېږي. سره له‌دې، کله چې هغه په لابراتواري توګه جلا او وکرل شي، کېدای شي د اصلي حجرې په پړاو کې وساتل شي چې د جنین اصلي حجرو (ECS) په توګه پېژندل کېږي.

بالغې اصلي حجرې د جسم په څو انتخابي موقعیتونو کې موندل کېږي، چې د «niche» په توګه پېژندل کېږي، د هغو حجرو په څېر چې د هډوکو په مغز یا تناسلي غدو کې شتون لري. نوموړې حجرې د حجرو له‌منځه تللو ډولونو د بیا ګړندي جوړولو لپاره دي او یوه یا څو وړتیاوې لري، یعنې کېدای شي یو یا څو ډوله حجرو ته ووېشل شي. په تي‌لرونکو کې دغه حجرې عبارت دي له: د وینې جوړولو اصلي حجرې، چې د وینې او معافیتي حجرې بیا جوړوي؛ قاعده‌یي حجرې، چې د جلد بشروي نسجونه ساتي؛ او مزانشیمي اصلي حجرې، چې هډوکي، غضروفونه، عضلې او شحمي حجرې ساتي. بالغې اصلي حجرې د حجرو کوچنی اقلیت دی؛ د هغو شمېر د «مخکېنیو حجرو» او «وروستیو جلا شویو حجرو» په پرتله، چې په خپل وار سره له بالغو اصلي حجرو څخه رامنځ‌ته کېږي، خورا زیات دی. [۱]

د اصلي حجرو په تړاو څېړنې، په ۱۹۶۰ز لسیزه کې، په ټورنټو پوهنتون او اونټاریو د سرطان انسټیتوت کې د کاناډایي بیولوجي‌پوه ارنست مک‌کالوچ، جېمز تیل او اندریو ج. بېکر د موندنو له‌مخې وپنځول شوې. له ۲۰۱۶ز کال راهیسې، د اصلي حجرو په کارولو سره یوازېنۍ طبي درملنه د وینې جوړوونکو اصلي حجرو پیوند دی، چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۸ز کال کې د فرانسوي سرطان‌پوه «جورجس ماتې» له‌خوا ترسره شو. سره له‌دې، له ۱۹۹۸ز کال راهیسې، د دې امکان رامنځ‌ته شوی دی چې د انسان د جنین اصلي حجرې (د اصلي حجرو په لیکو کې) وکرل او ووېشل شي. د دغو حجرو د بېلولو بهیر په هکله لانجمن بحثونه شتون لري، ځکه چې په ټولیزه توګه د جنین د تخریب لامل ګرځي. په ځینو اروپایي هېوادونو او کاناډا کې، د ESC بېلولو لپاره پر اړوندو سرچینو باندې بندیز لګېدلی دی، خو د انګلستان او چین په څېر نورو هېوادونو کې دغې څېړنې پراختیا موندلې. د سوماتیکې حجرې د هستې انتقال یو تکثیري مېتود دی، چې کېدای شي د اصلي حجرو له‌لارې درملنه کې د جنین اصلي حجرو د کارولو لپاره، د یوه کاپي شوي جنین د جوړولو په موخه ورڅخه ګټه واخېستل شي. په ۲۰۰۶ز کال کې، د شینا یاماناکا په مشرۍ یوې جاپانۍ ډلې، اصلي حجرو ته د جسم بالغو حجرو د بېرته بدلولو لپاره یو مېتود وموند. دغو حجرو ته د «القایي غښتلې اصلي حجرې یا iPSC» نوم ورکړل شو.[۲][۳][۴][۵][۶][۷]

تاریخچه سمول

د Stem Cell (اصلي حجره) ګړنه د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د تیودور بووېري او والنتین هېکر له‌خوا رامنځ‌ته شوه. د وینې اصلي حجرو د تیوري په تړاو مخکښې هڅې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د آرتور پاپنهایم، الکساندر ماکسیمو، او فرانز ارنست کریستین نیومان له‌خوا ترسره شوې.[۸]

د یوې اصلي حجرې مهمې ځانګړنې د لومړي ځل لپاره، د ټورنټو په پوهنتون او اونټاریو د سرطان په انسټیتوت کې د ۱۹۶۰ز لسیزې په لومړیو کې د ارنست مک‌کالوچ او جېمز تیل له‌خوا په ډاګه شوې. هغو په موږکانو کې د مخکښو ترسره شویو څېړنو له‌لارې، د وینې جوړوونکې اصلي حجرې (HSC) کشف کړې. مک‌کالوچ او تیل یو لړ ازمایښتونه پیل کړل چې په هغو کې د هډوکو د مغز حجرې د تشعشع تر لاندې واقع شویو موږکانو ته تزریق شوې. هغو د موږکانو په توري (طحال) کې ځینې غُدې مشاهده کړې چې په خطي ډول د هډوکو د مغز تزریق شویو حجرو له شمېر سره متناسبې وې. هغو داسې فرضیه وړاندې کړه چې هره غُده (کتله) یو کلون دی چې د مغز له واحدې حجرې (اصلي حجرې) څخه رامنځ‌ته کېږي. په راتلونکې هڅه کې، مک‌کالوچ او تیل، د فارغ شویو محصلینو «اندریو جان بېکر او لوی ساینس‌پوه «لوییس سیمینوویچ په همکارۍ، تایید کړه چې هره غده، په واقعیت کې، له یوې واحدې حجرې څخه رامنځ‌ته شوې ده. ترلاسه شوې پایلې یې د «Nature» په علمي ژورنال کې، په ۱۹۶۳ز کال کې خپرې شوې. په همهغه کال کې، سیمینوویچ د هغو څېړنو مشري پر غاړه درلوده چې له‌لارې یې وموندل شوه د کالوني جوړولو حجرې د ځان بیا جوړلو وړتیا لري؛ دا د اصلي حجرو هغه تعیین کوونکې ځانګړنه ده چې تیوري یې د مک‌کالوچ او تیل له‌خوا وړاندې شوې وه.[۹]

د اصلي حجرو په کارولو سره لومړۍ درملنه، د هډوکو د مغز پیوند ؤ چې د فرانسوي سرطان‌پوه «جورجس ماتې» له‌خوا، په ۱۹۵۸ز کال کې، د یوګوسلاویا د وینچا هستوي انسټیتوت پر هغو پنځو کارمندانو باندې ترسره شوه چې د یوه هستوي ځنځیري تعامل پر مهال له یوې تصادفي پېښې څخه اغېزمن شوي وو. واړه کارمندان وژغورل شول.[۱۰]

په ۱۹۸۱ز کې، د جنین اصلي حجرې (ESC) د لومړي ځل لپاره بېلې او د موږکانو بلستوسیستونو په کارولو سره، د بریتانیا بیولوجي‌پوهانو «مارتین ایوانز» او «متیو کافمن» له‌خوا په بریالیتوب سره وکرل شوې. په‌دې سره د موږکانو جنتیکي موډلونو د جوړولو امکان رامنځ‌ته شو؛ نوموړي موډلونه داسې یو سیسټم دی چې په پتولوجي کې د موږکانو د جېنونو کارکړنې د مطالعې په موخه، نوموړي جېنونه حذف یا بدل شوي دي. د ۱۹۹۸ز کال په پیلېدلو سره، د جنین اصلي حجرې د لومړي ځل لپاره د امریکایي بیولوجي‌پوه جېمز ټامسن له‌خوا بېلې شوې او دا زمینه یې برابره کړه ترڅو د نویو درملنو د ازمایښت لپاره د پیوند نوي مېتودونه یا د حجرې بېلابېل ډولونه ولرو. په ۲۰۰۶ز کال کې، د جاپان په کیوتو کې د شینیا یامانکا ډلې فیبروبلستونه، د یوازې څلورو جېنونو د بیان د بدلون له‌لارې، غښتلو اصلي حجرو ته واړول. دغه بریا د القایي غښتلو اصلي حجرو (چې د iPS حجرو په توګه پېژندل کېږي) د ریښې ښودونکې ده.[۱۱]

په ۲۰۱۱ز کال کې یو ورږ لرونکی لېوه، چې د لارۍ لاندې شوی ؤ، د برازیلیا په په ژوبڼ کې د اصلي حجرې تر درملنې لاندې ونیول شو؛ دا د یوه ځناور ژوي د ټپونو په درملنه کې د اصلي حجرو د کارولو لومړۍ سابقه ده.[۱۲][۱۳]

ځانګړنې سمول

د اصلي حجرو د کلاسیک تعریف له‌مخې، دغه حجرې دوه ځانګړنې لري:

  • د ځان بیا جوړونه: د حجروي ودې او حجروي وېش له یوشمېر دورو څخه تېرېدنه، چې د حجروي تکثیر په توګه پېژندل کېږي، په داسې حال کې چې خپل ناجلا شوی حالت ساتي.
  • غښتلتیا: د حجرو ځانګړو ډولونه ته جلا کېدنې وړتیا. په لا څرګنده توګه، دغه ځانګړنه اصلي حجرې مجبوروي چې یا یوه یا څو وړتیاوې ولري، ترڅو وکولای شي هر ډول بالغه حجره رامنځ‌ته کړي؛ سره له‌دې، څو وړتیا لرونکې یا یوه وړتیا لرونکې «مخکېنۍ» حجرې ځینې وخت د اصلي حجرو په توګه ګڼل کېږي. پرته له‌دې، داسې ویل کېږي چې د اصلي حجرې کارکړنه ګوندې د غبرګون‌ښودنې یوه میکانیزم له‌لارې تنظیمېږي.

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Atala, Anthony; Lanza, Robert (2012). Handbook of Stem Cells (په انګلیسي ژبه کي). Academic Press. د کتاب پاڼې 452. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-385943-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Becker AJ, McCulloch EA, Till JE (February 1963). "Cytological demonstration of the clonal nature of spleen colonies derived from transplanted mouse marrow cells". Nature. 197 (4866): 452–454. Bibcode:1963Natur.197..452B. doi:10.1038/197452a0. hdl:1807/2779. PMID 13970094. S2CID 11106827. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Siminovitch L, McCulloch EA, Till JE (December 1963). "The distribution of colony-forming cells among spleen colonies". Journal of Cellular and Comparative Physiology. 62 (3): 327–336. doi:10.1002/jcp.1030620313. hdl:1807/2778. PMID 14086156. S2CID 43875977. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Müller AM, Huppertz S, Henschler R (July 2016). "Hematopoietic Stem Cells in Regenerative Medicine: Astray or on the Path?". Transfusion Medicine and Hemotherapy. 43 (4): 247–254. doi:10.1159/000447748. PMC 5040947. PMID 27721700. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Ferreira, Leonardo (2014-01-03). "Stem Cells: A Brief History and Outlook". Stem Cells: A Brief History and Outlook – Science in the News. WordPress. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Tuch, B. E. (September 2006). "Stem cells: a clinical update". Australian Family Physician. 35 (9): 719–721. PMID 16969445. کينډۍ:ProQuest. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 17 July 2008 باندې). Stem Cell Research Around the World. Pew Research Center's Religion & Public Life Project.
  8. Ramalho-Santos, Miguel; Willenbring, Holger (June 2007). "On the Origin of the Term 'Stem Cell'". Cell Stem Cell. 1 (1): 35–38. doi:10.1016/j.stem.2007.05.013. PMID 18371332. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. MacPherson, Colleen. "The Accidental Discovery of Stem Cells". USask News. University of Saskatchewan. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Vinca reactor accident, 1958 Archived 27 January 2011 at the Wayback Machine., compiled by Wm. Robert Johnston
  11. Ferreira, Leonardo (2014-01-03). "Stem Cells: A Brief History and Outlook". Stem Cells: A Brief History and Outlook – Science in the News. WordPress. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Boyle, Rebecca. Injured Brazilian Wolf Is First Wild Animal Treated With Stem Cells. Popular Science, January 15, 2011. Retrieved 2021-08-07.
  13. Tratamento. Conselho Federal de Medicina Veterinária, 2011-11-01, (Portuguese). Retrieved 2021-08-07.