اصلاح پاله یهودیت

اصلاح پاله یهودیت چې د لیبرال یهودیت یا د پرمختګپاله یهودیت په نوم هم یادېږي، یوه لویه یهودي فرقه ده چې د ایمان په وده کونکي ماهیت، د مراسمو د اړخونو په پرتله د خپلو اخلاقي اړخونو په غوره والي او همدا راز د دوامداره وحې په عقیده باندې ټینګار کوي چې  دا وحې د انسان د عقل سره نږدې نغښتې ده او د سینا په غره کې د خدای په راڅرګندېدنه پورې محدوده نه ده. د یهودیت لیبرال څانګه په دیني او شخصي رسم باندې د لږ ټینګار له لارې مشخص کېږي، حلاخه (halakha) (یهودي قانون) اختیاري او یهودي فرد خپلواک بولي او د بهرنیو اغېزو او پرمختګپاله ارزښتونو پرمخ ډېره پرانیستې ده.   

د اصلاح پاله یهودیت ریښې د ۱۹ پېړۍ په آلمان کې پرتې دي، هلته رابي ابراهام ګایګر او همکارانو یې د هغې لومړني اصول جوړ کړل. له ۱۹۷۰ کلونو راهیسې دې غورځنګ د سخت نظري وضاحت پرځای ټول شموله او د منلو وړ سیاست غوره کړ د امکان تر حده یې زیاتو خلکو ته په خپلو ټولنو کې د ګډون بلنه ورکړه. دا د پرمختللو سیاسي او ټولنیزو اجنډاوو سره ، په ځانګړي توګه د دودیز یهودي تکون اولام (tikkun olam) یا "د نړۍ اصلاح" تر سرلیک لاندې ټینګ تړاو لري. تکون اولام د اصلاح پاله یهودیت اصلي شعار دی او د تکن اولام په پار عمل د پیروانو لپاره یو له اصلي وسیلو څخه ده ترڅو دوی خپل تړاو څرګند کړي. اوس د غورځنګ تر ټولو مهم مرکز په شمالي امریکا کې دی.  

په متحده ایالاتو کې د اصلاح پاله یهودیت اتحادیې (URJ)، په انګلستان کې د اصلاح پاله یهودیت غورځنګ (MRJ) او لیبرال یهودیت، په اسرائیل کې د اصلاح پاله او پرمختګپاله یهودیت لپاره د اسرائیل غورځنګ (IMPJ) او په لاتینه امریکا کې UJR-AmLat په ګډون بېلابېلې سیمه ییزې څانګې شته دي؛ دا ټول د پرمختګپاله یهودیت لپاره د نړیوالې اتحادیې (WUPJ) تر بیرغ لاندې یو ځای دي. د پرمختګپاله یهودیت لپاره د نړیوالې اتحادیه چې په ۱۹۲۶ کال کې رامنځته شوه، اټکل کوي چې په ۵۰ هېوادونو کې لږ تر لږه له ۱،۸ مېلیون وکړو څخه استازیتوب کوي، چې یوازې له یو ملیون څخه کم یې د کلیسا بالغ غړي ثبت شوي او همدارنګه زیات شمېر ناتړلي افراد دي چې د دې فرقي سره ځان تړلي. په دې سره یاده فرقه د اورتودوکس یهودیت څخه وروسته په نړۍ کې دوهمه لویه یهودي فرقه کېږي.  

تعریفونه   سمول

د اصلاح پاله یهودیت خپله ذاتي کثرت پالنه او انفرادي ځانواکۍ ته د هغه اهمیت د هر ساده تعریف مخه نیسي؛ د هغې بېلابېلې برخې یهودیت د ټول پړواوونو په اوږدو کې د داسې دین په توګه ګڼي چې د دوامداره تکامل له پروسې څخه یې سرچینه اخیستې. دوی د نورو اصلاحاتو تضمین او هغوی اجباري کوي او د باورونو، قوانینو یا عملونو هر ثابت، دایمي ټولګه ردوي. د اصلاح پاله یهودیت روښانه توضیح په ځانګړي ډول له هغه وخته ستونزمنه شوه چې د ۱۹۷۰ کال په لسیزه کې د یوه داسې سیاست په لور چې ټول شمولیت (په متحده ایالاتو کې "لوی خیمه") یې د بې تناقض الهیات په پرتله ارزښمن باله، بدلون پیل شو. دا تحول په پراخه کچه د هغه تحول سره چې څېړونکو په امریکا کې د "کلاسیک" څخه "نوي" اصلاح پاله یهودیت ته تحول باله، همزمانه ؤ او په ټوله نړۍ کې د یهودیت په نورو موجودو کوچنیو څانګو کې هم په ورته وخت کې پېښ شو. غورځنګ په اصولو او اصلي باورونو ټینګار بند کړ، په شخصي روحاني تجربو او ډله ییز ګډون باندې ډېر تمرکز وکړ. دا بدلون د یوې ځانګړي نوې عقیدې یا د پخوانۍ عقیدې په پرېښودو سره مل نه ؤ، بلکې د ابهام سره مل ؤ. مشرتابه د حلاخي رسم له ټاکنیز غوره کولو څخه نیولې تر هغه عناصرو پورې چې دیني انسان پالنې ته رسي، زیاتو مختلفو فکرونو ته اجازه ورکړه او ویې هڅول.[۱][۲][۳]  

د کثرت پالنې او ابهام په ګټه د نظري بنسټ کمېدونکی اهمیت، د لوی شمېر تازه راغلو افرادو پام راواړاوه. همدا رنګه اصلاحات یې تر داسې حده پورې متنوع کړل، چې له هغې څخه یې د روښانه تعریف جوړول ستونزمن کړ. لومړني او "کلاسیک" اصلاحات د یهودیت له دودیزو بڼو او د بې تناقص الهیات څخه په لېرې سره مشخص شول. "نوو اصلاحات" تر یوې اندازې پورې د هغه چوکاټ د ننه چې د "کلاسیک" مرحلې په جریان کې رامنځته شوی ؤ، د پخوانيو رد شوو عناصرو د بیا یوځای کولو هڅه وکړه، که څه هم همدا اعتقادي بنسټ په زیاتېدونکې توګه مبهم شو.  

منتقدینو لکه رابي ډانا ایوان کپلان خبرداری ورکړ چې اصلاح پالنه د دې پر ځای چې د عقیدې تعریف شوی سیسټم وي، ډېر د یهودي فعالیتونو په کانون بدل شوي، دا کانون هغه وسیله ده چې د یو چا له تاریخ سره نږدېوالی ښيي او په هغې کې حتی رابیز زده کونکي اړ نه دي چې په کوم ځانګړي الهیات باور ولري یا په کوم ځانګړي عمل کې ښکېل شي.   [۴]

الهیات (خدای پېژندنه)  سمول

خدای   سمول

د خدای په رابطه، که څه هم په روحاني مشرتابه کې ځینې نظرونه دیني او حتی سیکولر انسان پالنې ته نږدې وو، خو غورځنګ تل رسماً خدای باوره موضع  درلوده او په شخصي خدای باندې باور یې تائیداوه. دا تمایل د شلمې پېړۍ په منځ کې د روحانیونو او موسسینو په منځ کې ډېر پراخ شو او د مفکورې د پراخ او مبهم تعریفونو لامل شو. [۵]

په آلمان کې د اصلاح پالنې لومړني مفکرین د دې اصل څخه پيروي کوي؛ د ۱۸۸۵ کال په پیټسبورګ تګلاره (Pittsburgh Platform) کې "یو خدای ... د خدای مفکوره لکه څنګه چې زموږ په سپېڅلي کتاب کې ښوول شوی" داسې شرح شوی چې یهودي خلکو د هغه پادریانو منصوب شوي وي. دا تګلاره د بشپړې خدای باوره پوهې په بنسټ ده، که څه هم د "خدای مفکوره" په اصطلاح باندې بهرنيو منتقدینو سخته نیوکه وکړه. په ۱۹۳۷ کال کې د کولمب اصولو اعلامیه (Columbus Declaration of Principles) وه هم داسې وه، چې د "یو ژوندی خدای چې په نړۍ باندې واکمني کوي" په اړه په کې خبرې شوې وې. حتی په ۱۹۷۶ کال کې د سان فرانسیسکو سلن لید (San Francisco Centenary Perspective)، چې د اصلاح پاله الهیات پوهانو تر منځ د لوی اختلاف پر مهال برابره شوې، "د خدای تایید ... د عصري کلتور ننګونو د ځینو لپاره ثابت باور ستونزمن کړی دی. سره له دې موږ خپل ژوند په شخصي توګه او ټولیزه توګه د خدای د واقعیت پر بنسټ ولاړ کوو." د ۱۹۹۹ کال پیټسبورګ د اصولو بیانیه "د خدای حقیقت او یووالی" اعلان کړ. د برتانیې لیبرال یهودیت د خدای په اړه یهودي مفکوره داسې تائیدوي: یو او نه جلا کېدونکی، متعال او هر ځای حاضر، خالق او ساتونکی".  [۶][۷][۸]

سرچينې سمول

  1. Kaplan, Dana Evan (2013). The New Reform Judaism: Challenges and Reflections. Jewish Publication Society. د کتاب پاڼي 7, 315. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0827609341. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Romain, Jonathan (1995). Tradition and Change: A History of Reform Judaism in Britain, 1840–1995. London: Vallentine Mitchell. د کتاب پاڼي 39–45. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0853032984. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Jakob Josef Petuchowski, "The Concept of Revelation in Reform Judaism", in Studies in Modern Theology and Prayer, Jewish Publication Society, 1998. pp. 101–112.
  3. Meyer, Michael A. (1988). [[[:کينډۍ:Google books]] Response to Modernity: A History of the Reform Movement in Judaism] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). New York: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195051674. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Kaplan, Contemporary Debates, pp. 136–142; New Reform Judaism, pp. 6–8. Quote from: Kaplan, "Faith and Matrimony", Jewish Ideas Daily, 19 April 2013.
  5. Kaplan, American Reform: an Introduction, p. 29; Challenges and Reflections, p. 36; Contemporary Debates, 136–142.;Jonathan Romain Reform Judaism and Modernity: A Reader, SCM Press, 2004. p. 145.
  6. Meyer, p. 96.
  7. Challenges and Reflections, pp. 34–36.
  8. Kaplan, Contemporary American Judaism: Transformation and Renewal, pp. 131.