اصطلاحي منطق

په فلسفه کې اصطلاحي منطق (term logic) چې د دودیز منطق، قیاسي منطق یا ارستویي منطق په نوم هم پېژندل کېږي، د منطق اړوند هغې کړنچارې یو ازاد نوم دی چې له ارستو سره پیل شوی او په لرغوني تاریخ کې تر ډېره د هغه د پیروانو له لوري، چې د ارستويي یا مشائي مکتب په نوم یادېږي، پراختیا ورکړل شوې ده؛ مګر تر ډېره بریده په دریمه قبل المیلاد پېړۍ کې له زوال سره مخ شو.

اصطلاحي منطق په منځنیو پېړیو کې بیا راژوندی کړای شو. لومړی په لسمه پېړۍ کې د الفارابي له لوري په اسلامي منطق کې او وروسته په دولسمه پېړۍ کې په مسیحي اروپا کې د نوي منطق له ظهور سره راژوندی شو، او د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د محمولاتو منطق د ظهور تر وخته مسلط او غالب پاتې شو.

اصطلاحي منطق، که څه هم نوو منطقي سیستمونو تر سیوري لاندې راوست او پیکه یې کړ، خو لاهم د منطق په مطالعه کې مهم رول لوبوي. عصري منطقونه هم دغه منطق د ماتېدو پر ځای عموما پراخوي، او له همدې کبله پر نوو سیستمونو د پوهېدو لپاره، له پخواني هغه سره آشنايي اړینه ده.

ارستويي سیستم سمول

د منطق په برخه کې د ارستو کار په شپږو متنونو کې راټول شوی چې په ټولیز ډول د اورګانون (Organon) اثر په نوم پېژندل کېږي. له دغو متنونو څخه په ځانګړې توګه دوه یې، یعني تحلیلي لومړیتوبونه یا قیاس (Prior Analytics) او تعبیرات یا تفسیرونه (De Interpretatione)، د قضاوتونو او صوري یا رسمي استنتاج سره د ارستو د چلند اصل زړه یا اساسي برخه رانغاړي، او دا په اصل کې د ارستو د اثارو هغه برخه ده چې د اصطلاحي منطق په اړه ده. د ارستو د منطق په اړه پر دغه دود ولاړ عصري علمي کار په ۱۹۵۱ کال کې د جان لوکاسیویز لخوا د یوه انقلابي پاراډایم له رامنځته کولو سره پیل شو. د لوکاسیویز طریقه د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو کې د جان کورکوران او تیموتي سمایلي لخوا یو ځل بیا تقویه شوه – چې په ۱۹۸۹ کال کې د رابین سمېټ لخوا او په ۲۰۰۹ کال کې د ګیسیلا سټرایکر لخوا د تحلیلي لومړیتوبونو یا قیاس نومي اثر عصري ژباړې ته لاره هواروي.[۱][۲]

اساسات سمول

د دغې تیورۍ تر شا بنسټیزه انګېرنه دا ده، چې عبارات له دوو اصطلاحاتو څخه جوړ شوي دي – له همدې کبله د "دوو اصطلاحاتو تیوري" یا "اصطلاحي منطق" نومول کېږي – او دا چې د استدلال پروسه په خپل وار سره له عباراتو څخه جوړه شوې ده:

  • اصطلاح د وینا یوه برخه ده چې د یو څه استازیتوب کوي، مګر په خپله صحیح یا غلط نه وي، لکه "انسان" یا "له منځه تلونکی یا فاني". لکه څنګه چې اصلي تصور دی، ټول اصطلاحات د ارستو له لوري په اورګانون نومي اثر کې راغلو لسو مقولاتو له ډلې څخه له یوه یې اخیستل کېږي، کوم چې د منطقي بحث په ساحه کې ټول څیزونه او ځانګړنې ډلبندي کوي.
  • عبارت له دوو اصطلاحاتو څخه جوړ دی، چې یو یې، "خبر"، چې د بلې برخې یعني "موضوع" "تایید" یا "تردید" دی، او د سم‌والي یا ناسم‌والي یا صدق او کذب قابلیت لري.
  • قیاس بیا یو داسې استنتاج دی چې په هغه کې یو عبارت ("پایله") د دوو نورو عبارتونو ("فرضیو") تابع وي.

یو عبارت ممکن کلي یا مشخص وي، او ممکن مثبت یا منفي وي. په دودیز ډول څلور ډوله عبارتونه شته دي:

  • الف-ډول: کلي او مثبت ("ټول فیلسوفان فاني یا له منځه تلونکي دي")
  • ب-ډول: مشخص او مثبت ("ځینې فیلسوفان فاني کېدونکي دي")
  • ج-ډول: کلي او منفي ("ټول فیلسوفان فاني نه دي")
  • د-ډول: مشخص او منفي ("ځینې فیلسوفان فاني نه دي")

اصطلاح سمول

یوه اصطلاح (یوناني: ὅρος horos) د عبارت یا قضیې اساسي برخه ده. د هوروس اصلي معنا (او همدارنګه د لاتیني کلمې اصطلاح terminus) معنا "ډېر یا نهایي extreme" یا "حد او پوله boundary" ده. دا دواړه اصطلاحات له عبارت یا قضیې (proposition) دباندې دي، او د تایید یا انکار له عمل سره یوځای کېږي.

د لومړنیو عصري منطق پوهانو لکه ارنولډ (چې د پورټ-رویال منطق د هغه د دورې ترټولو مشهور متن و)، له نظره اصطلاح د "آیډیا یا نظریې" یا "تصور یا مفهوم" په څېر یو رواني وجود دی. مېل دا یوه کلمه ګڼي. د "ټول یونانیان نارینه دي" خبره په دې معنا نه ده چې د یونانیانو مفهوم د نارینه مفهوم دی، یا دا چې د "یونانیانو" کلمه د "نارینه" کلمه ده. یو عبارت یا قضیه له حقیقي څیزونو یا نظرونو څخه نه شي جوړېدای، مګر یوازې بې معنا کلمې هم نه دي.

پر فلسفه یې اغېزه سمول

ارستویي منطقي سیستم د فرانسوي ارواشنونکي (psychoanalyst) ژاک لاکان پر وروستۍ فلسفه خورا زیات نفوذ درلود. د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو کې لاکان د ارستو پر اصطلاحي منطق د فریګه او جاک برونشویګ په طریقې سره له سره کار کړ او د جنسیت څلور فورمولونه یې تولید کړل. په داسې حال کې چې دا فورمولونه د تقابل د مربع رسمي یا صوري ترتیب ساتي، خو بیا هم د لاکان د ځانګړې منفي قضیې یا محمول "له جوهر پرته شتون" په واسطه د دواړو ځانګړتیاو د کلیاتو د کمزوري کولو یا تضعیف هڅه کوي.[۳][۴]

د اصطلاحي منطق زوال سمول

اصطلاحي منطق په اروپا کې د رنسانس په دوره کې مخ پر ځوړ شو، په ځانګړې توګه کله چې ځینو منطق پوهانو لکه روډولف اګریکولا فریسیوس (۱۴۴۴-۱۴۸۵) او راموس (۱۵۱۵-۱۵۷۲) مکاني منطق ته وده ورکول پیل کړل. دغه منطقي دود، چې د پورټ-رویال منطق په نوم یادېږي، یا ځینې وختونه "دودیز منطق" بلل کېږي، قضیې یا عبارات د اصطلاحاتو پر ځای د نظرونو د ترکیب په توګه وبللې، مګر له دې پرته یې د اصطلاحي منطق ډېری اصول تعقیبول. دا بیا تر ۱۹مې پېړۍ پورې، په ځانګړې توګه په انګلستان کې، اغېزناک او بانفوذه پاتې شو. جرمني فیلسوف لایبېنتس یوه ځانګړې او متفاوته منطقي محاسبه جوړه کړه، مګر د منطق په اړه د هغه نږدې ټول اثار ناچاپ او بې پامه پاتې وو، تر هغه چې لويي کوتورا د ۱۹۰۰ په شاوخوا کې د لایبنېتس پر اثارو او پاتې میراث (Nachlass) مرور وکړ او د منطق په برخه کې یې د هغه مخکښې څېړنې خپرې کړې.

په نولسمه پېړۍ کې د منطق د الجبري کولو هڅو، لکه د بول (۱۸۱۵-۱۸۶۴) او وین (۱۸۳۴-۱۹۲۳) اثارو، په ټولیز ډول داسې سیستمونه رامنځته کړل چې تر ډېره د اصطلاحي منطق د دود تر اغېزې لاندې وو. لومړی د محمولاتو منطق د فریګه د مفهوم لیکنې (Begriffsschrift) اثر و چې په ۱۸۷۹ کال کې خپور شو او تر ۱۹۵۰ کال مخکې ډېر لږ لوستل شوی و، چې تر یوه بریده یې لامل د هغه د لیکني عجیب او غریب سبک یا ډول و. د محمولاتو عصري منطق بیا په ۱۸۸۰ لسزه کې د چارلز سنډرز پیرس له لیکنو سره پیل شو، چا چې پر اېټالوي ریاضي پوه پیانو (۱۸۵۸-۱۹۳۲) او حتی تر ډېره ارنسټ شروډر (۱۸۴۱-۱۹۰۲) هم اغېزې وښندلې. دا بیا د برټرانډ راسل او اې اېن وایټهیډ په وسیله ثمر ته ورسېد، او د ریاضیاتو مبادي (۱۹۱۰-۱۹۱۳) اثر یې د پیانو د محمولاتو منطق په یو ډول کارولی دی.

اصطلاحي منطق همدا راز تر یو بریده په دودیز رومي کاتولیک زده‌کړو کې هم ژوندی پاتې شو، په ځانګړې توګه په علمي بنسټونو کې. د منځنیو پېړیو کاتولیک الهیاتو، په ځانګړې توګه د توماس اکویناس لیکنو، تر ډېره حده ارستويي رنګ درلود، او په دې توګه اصطلاحي منطق د کاتولیک الهیاتي استدلال یوه برخه وګرځېده. د بېلګې په توګه، د جویس د منطق اصول اثر (۱۹۰۸؛ دریمه نسخه ۱۹۴۹)، په کاتولیک علمي بنسټونو کې د کارولو لپاره لیکل شوې، او د فریګه یا برټرانډ راسل هېڅ یادونه یې نه ده کړې.[۵]

سرچينې سمول

کينډۍ:لږې سرچينې

  1. * Review of "Aristotle, Prior Analytics: Book I, Gisela Striker (translation and commentary), Oxford UP, 2009, 268pp., $39.95 (pbk), کينډۍ:ISBN." in the Notre Dame Philosophical Reviews, 2010.02.02 Archived 2011-06-15 at the Wayback Machine..
  2. Degnan, M. 1994. Recent Work in Aristotle's Logic. Philosophical Books 35.2 (April, 1994): 81-89.
  3. "The Aristotelian Roots of Lacan's Formulas of Sexuation". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Urban, William J. (2015). Lacan and Meaning: Sexuation, Discourse Theory, and Topology in the Age of Hermeneutics. New York. د کتاب پاڼي 108–10, 132–3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1530345502. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Copleston's A History of Philosophy