اس ټي – ۶۸ یو سی زټ څارونکي رادار

اس ټي – ۶۸ یو سی زټ (په چېکي:Radiolokátor ST-68UCZ) د درو بعدونو منځ واټنه یو پخپله څرخېدونكى روسی څارونکي رادار دي چی د چېک په جمهوریت کی د چېک پوځ لپاره د ړېټيا شرکت لخوا عصري شو. نوموړي څارونکي رادار د الوتکو ویشتونکي سیستمونو سره د همکاري (تعاونو) لپاره ټاکل شوی دی.[۱] تر ۲۰۱۳ کال پوري په روسیې کی ۱۰۰۰ رادارونه جوړ شوي وو.

اس ټي – ۶۸ یو سی زټ د درو بعدونو منځ واټنه یو پخپله څرخېدونكى روسی څارونکي رادار چی د چېک په جمهوریت کی عصري شو

توصیف سمول

اس ټي – ۶۸ یو په ۷۰ کلو کی په شوروي اتحاد طرح او جوړ شو[۲] او يه ۹۰ کلو کی د چېک په جمهوریت کی عصري شو. نوموري رادري سیستم د هوایی اهدافو د څارولو او اکتشافو لپاره ور څخه کار اخيستل کېږي. دغه رادار د کامپیوټر لري چی د الوتکو ویشتونکی توغندیو رهبري وکړي او کولای سی پر دښمنی الوتکو باندي د توغندیو په مرسته برید وکړي. اس ټي – ۶۸ رادار کولای سی ۱۰۰ هوایی اهدافو د ۳۶۰ درجو په سمت کی وڅاري. د زیات ته زیات پالس قوت یی ۳۵۰ کیلو واټو ته رسېږي. نوموړي رادار د -۵۰ درجو څخه تر +۵۰ د حرارت درجو پورې کار کولای سی. دغه سیستم کولای سی هوایی اهدافو چی د ۰،۱ متر د انعکاس سطح لري وڅاري. نوموړي سیستم د ټاټرا ۸۱۵ لخوا انتقال شوي دي.[۳]

سرچینې سمول

  1. http://forum.presscont.eu/viewtopic.php?f=20&t=239
  2. http://forum.valka.cz/viewtopic.php/p/153571#153571
  3. http://www.military-retia.cz/cs/modernizace-radaru-st-68[مړه لينکونه]