اس دي دي رادار

اس دي دي رادار (په چيکي: Stanice monitorování radioelektronických signálů یا SDD - Stanice dalekého dosahu ) د غیر فعال څارونکي سیستم دي چی د راډیو – اېلېکترونيکي اکتشافو او څارولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. نوموړي سیستم کولای سی دښمني سمندري، هوایی او مځکني راډیو – اېلېکتونيکي سرچینې وڅاري او څېړنه وکړي. اس دي دي رادار د چېک په جمهوریت کی جورېږي.[۱]

اس دي دي رادار

توصیف سمول

اس دي دي د رادار ستراتیژیکي سیستم چی د ړامېټ شرکت (په چیکي: Ramet)لخوا جوړېږي.[۲] نوموړي سیستم د ټاټرا ۸۱۵ لخوا انتقالولای سی. د فريکونسۍ پوښښ يې ۰،۳ – ۰،۱ گیگاهتزه دى، که څه هم توليدکوونکى له ۰،۸ څخه تر ۸ گیگاهرتزه پورې د ظرفيت انتخاب هم پېشنهاد کوي او د ۶٠٠ کيلومتترو/ ۳۶۰ درجو په پوښښ سره د کتنې کرښه محدوده وي. نوموړي رادار د بوړاپ غیر فعال څارونکی سیستم او بلو څارونکي سیستمونو سره همکاري کولای سی.[۱] اس اس دي رادار د چېسکې بوډېويڅې (په چېکي: České Budějovice) په ښار کی د راډیو – اېلېکترونیکي مبارزو د پوځي ډلې په لاس کی دي.[۳]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://forum.valka.cz/viewtopic.php/t/105027/title/CZE-SDD-stanice-dalekeho-dosahu
  2. http://www.rametchm.cz/index.php?typ=RMA&showid=12&idzbozi=275472
  3. http://forum.valka.cz/viewtopic.php/t/65664/title/531-prapor-pasivnich-systemu-2007-