اسیا سیکورټي ګروپ

اسیا سیکورټي ګروپ يوه کمپنۍ وه چې د کابل – کندهار پر لویه لاره باندې به يې دامریکایانو د اکمالاتو امنیت ساته. دا کمپنۍ د هشمت خليل کرزي لخوا جوړه سوه، او په خپل وخت کې يې ډير ښه پرمختګ وکړ او د افغانستان د ترټولو غوره امنيتي کمپنۍ خطاب يې هم ترلاسه کړ.

د کمپنۍ نښان.
ياداښت: ASG د Asia Security Group لنډيز دی، چې په پښتو اسیا سیکورټي ګروپ ليکل کېږي

د کمپنۍ خدمات:

  • ASG— د لوړ ظرفیت لرونکې کمپنۍ ده، دوی د لويو سوداګرو لپاره امنيت تامينوي، او سوداګري کونکو ته د مشورې ورکولو تر څنګ د سيکيورټي عسکرو د ورکولو په څېر خدمتونه هم وړاندې کوي.
  • د امنیت او خطر مدیریت خدمتونه
  • د امنیت او خطر ارزونه
  • د پانګونې فرصتونه

ددوی دفترونه يې په کندهار، کابل، مزارشریف، او جلال اباد کي دي. دې کمپنۍ ته اوسمهال افغان حکومت د ډېر ډوله وسلو ګرځولو اجازه هم ورکړې ده.

د بندېدلو اوازې سمول

خو يو وخت د ځينو ستونزو له امله د حامد کرزي لخوا ددې کمپنۍ د بندولو خبره رامنځته سوه. کله چې خبريالانو يې د هشمت خليل کرزي څخه د کمپنۍ د بندولو د دليل وپوښتل وسوه، نو هغه وويل چې نوموړې کمپنۍ ما خپله خرصه کړل، نو خبريال ورته وویل چي ولي، ښاغلي هشمت خليل کرزی ورته وویل چې زما همهغه کمپنۍ نه وه خوښه.

سرچینې سمول