اسپيزيا (۴۷۰ – له ۸۲۸ مخزېږديز وروسته) په کلاسيک اتن کې يوه بهرنۍ ښځه وه. په «ميليټوس» کې زېږېدلې وه ، وروسته اتن ته ولاړه او له سياستوال «پريسليس» سره يې اړیکې پیدا کړې، له هغه يې یو زوی ځوان پريسليس درلود. د دوديزو تاریخي روايتونو له مخې: هغې د يوې کچنۍ په توګه کار وکړ او د «اسيبيا» (بې ديني) لپاره ازمويل شوې وه، خو اوسنيو پوهانو د دې دواړو ادعاوو حقيقي بنسټونه تر پوښتنې لاندې نيولي دي چې دا دواړه له لرغونو مسخرو (د لرغوني يونان د ډرامو له درې بڼو څخه يو يې کاميډي يا ټوکې وې، بل يې ناورين او درېيم يې شهوت دی) څخه راوتلي دي. که څه هم اسپيزيا د يوناني رومي نړۍ څخه يوه له ټولو زياته پېژندل شوې ښځه ده او د پنځمې پېړۍ د اتن د تاريخ يوه ډېرمهمه ښځه ده، بيا هم د هغې د ژوند په اړه نژدې هېڅ شی هم ثابت نه دی.[۱]

اسپيزيا په زړو مسخرو کې د يوې کچنۍ او فاحشې په توګه انځور شوې ده، په لرغونې فلسفه کې د یوې ښوونکې او ښې ویناوالې په توګه پېژندل شوې ده. هغه تر اوسه هم د بصري او هم ادبي هنرمندانو لپاره يوه موضوع ده. له دولسمې پېړۍ راهيسې، هغه جنس ته مايله او له جنسي اړخه ازاده انځور شوې او همدا راز د ښځمنپالنې د یوې بېلګې په توګه پېژندل شوې چې په لرغوني اتن کې يې د ښځو د حقوقو لپاره مبارزه کوله.

سرچينې سمول

موږ بايد هغه سرچينې وسيلې وګڼو چې د هغې یادونه کوي، ان که هغه په بنسټيز ډول حقيقت ته بدلون هم ورکړي. -نيکول لوراوکس «اسپيزيا، بهرنۍ، مفکره».[۲]

اسپيزيا د پنخمې پېړۍ د اتن په تاريخ کې يوه مهمه څېره وه  او تر ټولو مهمه ښځه او د يونان-رومي نړۍ څخه يوه له هغو ښځو ده چې د ژوند اړوند يې ډېر مهم روايتونه شته. لومړۍ ادبي سرچينې چې د اسپيزیا يادونه يې کړې، د هغې په ژوند کې ليکل شوي او د اتن له مسخرو څخه دي، په څلورمه مخزېږديزه پېړۍ کې هغه د سقراط په محاورو کې راڅرګنده شوې. له څلورمې پېړۍ وروسته نوموړې يواځې د بشپړو متنونو په لنډو اشارو، يا په پاتې شويو ټوټو کې څرګنده شوې، د کومو بشپړ متن چې اوس له منځه تللی. تر دويمې زېږديزې پېړۍ پورې، هغه مهال چې «پلوټارک» « Life of Pericles» وليکه، کوم چې د اسپيزيا تر ټولو اوږد او بشپړ لرغونی ژوندليک کار و. د اسپيزيا د ژوند اوسنۍ ليکنې په پلوټارک تکيه کوي، که څه هم د هغه لیکنه د نوموړې له مړينې اوه پېړۍ وروسته شوې ده.[۳][۴][۵][۶][۷][۸]

دا ستونزمنه ده چې د دې شته سرچينو څخه د ريښتينې اسپيزيا په اړه کومې قطعي پايلې ته ورسېږو: لکه چې «رابرټ والاس» ويلي دي: «زموږ لپاره اسپيزيا خپله کولای شي چې هېڅ راز تاریخي حقيقت ونه لري». د هغې د خپل نوم، پلار نوم او د زېږېدو له زيات وخت پرته د اسپيزيا ژوند ليک نژدې ټول د تايید وړ نه دی او د هغې په اړه لرغونې ليکنې د دې پر ځای چې تاريخي حقايق وي، تر ډېره بريده د دوی (بې له نارينه استثنا څخه) د خپلو اټکلونو وړاندې کول دي. د «ميډيلين هينري» د بشپړ اوږدوالي ژوند ليک کې ټول هغه څه يواځې په نهو پاڼو کې رانغښتي، کوم څه چې د اسپیزيا په اړه معلوم دي.[۹][۱۰][۱۱]

ژوند سمول

د ژوند لومړي کلونه سمول

د اټکل له مخې: اسپيزيا له ۴۷۰ مخزېږديز څخه مخکې نه ده زېږېدلې، د زېږېدو ځای يې د لوني يونان ميليټيوس ښار دی (اوس مهال دا سيمه د ترکيې د ايډين ولايت اړوند ده)، پلار ته يې  «اکسيوکوس» ويل کېدل. د «ايليوس ارسټيدس» په اړوند د لرغونو اثارو څيړونکي به تېروتنې سره ادعا کړې چې اسپيزيا د «کاریان» جنګي بندۍ او وينزه وه؛ شونې ده چې لامل يې د کوچني کوروش د وينزې سره ګډه وډه شوې وې چې د هغې نوم هم اسپيزيا و. هغه شرايط معلوم نه دي، دکومو تر مخې چې اسپيزيا اتن ته ولاړه. يو اند چې په لومړي ځل د «پيټر بيکنيل» له خوا وړاندې شوه اود څلورمې پېړۍ ديو قبر پر ټبرليک ولاړ دی، وړانديز کوي چې د «سکامبونيډا» «الکيبياديس»، څوک چې د مشهور «الکيبياديس» نېکه و، هغه مهال د اسپيزيا له خور سره واده وکړ، کله چې هغه له شړل کېدو وروسته په «ميليټيوس» کې د جلا وطنۍ ژوند تېراوه او اسپيزيا له هغه سره هغه مهال ولاړه، کله چې نوموړی اتن ته ستنېدو. «بيکنيل» اټټکل کړی چې د دې چارې محرک په ۴۵۵/۴ مخزېږديز کې د «دليان» له اتحاديې څخه د «ميليټيوس» له جلا کېدو وروسته په بدلونونو کې د اسپيزيا دپلار «اکسيوکوس» مړینه وه.    [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په يونان کې ژوند سمول

د اسپيزيا د ژوند د معمولي پوهې پر بنسټ، هغې د يوې رنډۍ په توګه کار وکړ او وروسته يې یوه فاحشه پر مخ وړله. ځينې پوهانو دا اند ننګولی دی. پيټر بيکنيل ويلي چې «هغه سپکونکي لقبونه چې د مسخره ډرامه ليکونکو له خوا په هغې پورې کيږي» د باور وړ نه دي. «ماډلين هنري» د اسپيزيا په خپل ليکلي ژوندليک کې استدلال کړی چې «موږ اړ نه یو چې باور وکړو اسپيزيا يوه کچنۍ وه، يواځې له دې امله چې يو مسخره شاعر داسې ويلي دي»، او په جنسي سوداګرۍ کې چې د اسپيزيا انځور څنګه ښکېل شوی دی بايد «د ستر شک په نظر ورته وکتل شي».«ګلن» ادعا کړې چې په حقيقت کې اسپيژيا په اتن کې د ښځو لپاره يوه اکاډمي پرانيستې وه، کوم ځای چې د هغه مهال د ډېرو اغېزناکو نارينه وو د راټولېدو مشهور ځای شو، په هغوی کې سقراط، اپلاتون او پريکلس شامل وو، همدا راز «ربيکا فوټو کينډی» يادونه کوي چې هغه مسخره تورونه چې نوموړې د فاحشه خانې چلونکې وه، له همدې ځايه راوتلي دي. سره له دې چې د دوديزو روايتونو په وړاندې دا ننګونې شته، ډېر پوهان اوس هم باور لري چې اسپيزيا د يوې رنډۍ او ښاغلې به توګه کار کړی دی. «کونسټانټينوس کپاريس» استدلال کړی، هغه ډول مسخره يي بريدونه چې په اسپيزيا شوي، که چېرې په کومې عزتمندې مېرمنې شوي وو، نو د منلو به نه و، همدا علت دی چې شونې ده له «پيرکليز» سره له اړیکو پيلولو مخکې اسپيزيا د جنسي کارکوونکې په توګه تاريخ درلود. که هغې د يوې رنډۍ به توګه کار کړی وي که يې نه وي کړی، خو د هغې وروستی ژوند، په کوم کې چې هغې په څرګند ډول تر يو بريده ځواک، شهرت او خپلواکي تر لاسه کړ، د نورو پیاوړو معشوقو (کچنيو) په شان ژوند درلود لکه: «فيريان -Phryne».  [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

په اتن کې، سپيزيا له دولتي چارواکي «پرکليز» سره وليدل او بيا يې ورسره اړيکه پيل شوه. معلومه نه ده چې دوی څه ډول وليدل، که چېرې د «بيکنيل» رساله سمه وي، نو بيا شونې ده چې له هغه سره يې د «السيباډيس» له کور سره د اړیکې له لارې کتلي وي. «کينيډی» اټکل کړی چې کله د «اليسيباډيس» مشر زوی «سلينياس» د «کورونيا» په جګړه کې ووژل شو، شونې ده چې «پيريکليس» د اسپيزيا «کوريوس» (سرپرست) شوی وي. له پيريکليس سره د اسپيزيا اړيکې د ۴۵۲ او ۴۴۱ کلونو تر منځ وخت کې جوړې شوي دي. د پيريکليس او اسپيزيا د اړيکو د طبيعيت په اړه اختلاف شته. لرغونو ليکوالاانو عموماً د هغې انځور د يوې کچنۍ، د هغه د معشوقې او يا ښځې په توګه وړاندې کړی دی. اوسني پوهان هم وېشلي دي. «ريبيکا فوټو کينيډي» وايي دوی سره واده کړی و؛ «ډيبرا نيلز» بيا اسپيزيا د پيريکليس د اصلي مېرمنې په توګه ښودلې ده. «ميډلين هينري» باور لري چې د پيرکليس د ۱۵۱/۱۰ دهويت قانون د اتن د یو اوسېدونکي او د يو بهرني تر منځ واده غیر قانوني اعلان کړ او دا اړیکه د يو نیم ازدواجي «پاللاکيا» (معشوقه) په نوم يادوي چې د تړون له لارې عملي شوی و (معشوقه، متعه يا صيغه چې د واده عقد نه وي شوی، خو سړي او ښځه لکه د واده اړيکه ولري)؛ «سو بلونډيل» بيا اسپيزيا د پيريکليس د غېر واده شوې ښځې په توګه پېژندلې ده.[۲۱][۱۵][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

اسپيزيا او پيرکليس يو زوی درلود چې ځوان پيرکليس نومېده، نوموړی له ۴۴۰/۳۹ مخزېږديز څخه وروسته نه دی زېږېدلی. د ځوان پيرکليس د زېږېدو پر مهال، پيرکليس دوه مشورع زامن درلودل چې هغه «پارالوس» او «زانتيپوس» نومېدل. په ۴۳۰/۲۹ کال کې، د هغه د دوه زامنو له مړینې وروسته، پيرکليس د ۴۵۱/۰ د خپل هويت قانون کې د تغيراتو وړاندې وکړ، کوم به چې ځوان پيرکليس ته اجازه ورکړی وای چې هم تبعه شي او هم ميراث تر لاسه کړي. که څه هم ډېر په دې باور دي چې دا کار په ځانګړي ډول د پيرکليس لپاره و، ځينو وړانديز کړی چې د اتن د وبا او «پيلوپونيشيا» د جګړې له امله د کورنيو د اغېزمنېدو په ځواب کې زياته استثنا وړاندې شوه.[۲۹][۳۰]

سرچينې سمول

  1. Collins English Dictionary, "Aspasia"
  2. Loraux 2021، ص. 14.
  3. Henry 1995، ص. 3.
  4. Henry 1995، ص. 68.
  5. Henry 1995، ص. 9.
  6. Henry 1995، ص. 57.
  7. Henry 1995، ص. 6.
  8. Henry 1995، ص. 29.
  9. Pomeroy 1996، ص. 648.
  10. Azoulay 2014، صص. 104–105.
  11. Wallace 1996.
  12. Bicknell 1982، ص. 247.
  13. Henry 1995، ص. 132، n. 1.
  14. Azoulay 2014، ص. 104.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Nails 2000، ص. 59.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Bicknell 1982، ص. 245.
  17. Henry 1995، صص. 138–139، n. 9.
  18. Kapparis 2018، ص. 393.
  19. Kapparis 2018، ص. 104.
  20. Kennedy 2014، صص. 75; 87، n. 1.
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Kennedy 2014، ص. 77.
  22. Glenn 1994، ص. 184.
  23. Kennedy 2014، ص. 75.
  24. Henry 1995، صص. 13–14.
  25. Blundell 1995، ص. 148.
  26. Bicknell 1982، صص. 243–244.
  27. Azoulay 2014، ص. 105.
  28. Kennedy 2014، صص. 17; 77.
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ Henry 1995، ص. 13.
  30. Kennedy 2014، ص. 17.