اسټوريوډ (کوچنۍ سياره)

اسټوريوډ د لمريز نظام د داخلي برخې يوه کوچنۍ سياره ده. له تاریخي اړخه، دا اصطلاح په ټولو هغو اسماني اجسامو عملي کېږي چې د لمر په شا اوخوا کې راڅرخي، کوم چې په يو تيليسکوټ کې په يوه ډيسک (ټيکلي) بدل شوي نه دي او نه دي ليدل شوي، چې د لکۍ په څېر د يوه فعال لکس لرونکي ستوري ځآنګړتياوې ولري. کله چې په بهرني شمسي نظام کې کوچنۍ سيارې کشف شوې، کومې چې د لکۍ لرونکو په څېر له خوشې کېدو نه د غني سطحو لرونکې وې، همدې سيارو ته د کوچنيو سيارو په اصلي کمربند کې له شته جسمونو نه توپير ورکړل شو. په همدې بنسټ، د «کوچنۍ سيارې» اصطلاح، د لمريز نظام داخلي برخې کوچنيو سيارو او هغو سيارو  ته ويل کېږي، چې له مشتري سره په شریک څرخځای (مدار) کې دي. سترو سيارو ته ډېر ځله سياره ډوله ويل کېږي. 

ټولکتنهسمول

د اسټوريوډ (کوچنيو سيارو) شمېر ميليونونو ته رسېږي: ډېری يې د کوچنيو سيارو ټوټه ټوټه شوي پاتې شوني دي، د ځوان لمر په لمريزو نيبولا (ګرد ډوله) کې هغه اجسام دي چې کله هم دومره ستر نه شول، چې سيارې ځينې جوړې شي. د پېژندل شويو اسټوريوډز غوڅ اکثريت يې د دې سيارو په هغه مرکزي کمربند (مدار) کې راڅرخي، کوم چې د مريخ او مشتري د مدارونو تر منځ پروت دی، يا يې له مشتري سره مدار شريک دی (د مشتري تروجانز). په هر حال، له ځمکې سره د نژدې جسمونو په ګډون، نورې څرخېدونکې کورنۍ هم د پام وړ شمېر لري. يوازې پاتې شوې اسټوريوډز د خپلو ځانګړتياوو په نظر کې نيولو سره ډلبندي کېدای شي، چې اکثريت يې په درېو مهمو ډلو کې دي: C-type, M-type او S-type دي. دا نومونه په ترتيب سره له کاربن نه د ډکو، فلزي او سيليکات (ډبرين) ترکيبونو په نامه اېښودل شوي دي. د اسټورايډز اندازې يو له بل نه ډېر توپير لری؛ تر ټولو ستر يې، سيريس، نږدې زر کيلو متره (۶۰۰ ميله) خپور دی او دومره ستر دی چې يوه کوچنۍ سياره بلل کېدای شي.

کوچنۍ سيارې، تر يو بريده په خپل ځان کې له لکۍ لرونکو او اسماني ډبرو نه جلا دي. د لکۍ لرونکو سره توپير يې يو د جوړښت له اړخه دی: په داسې حال کې چې کوچنۍ سيارې تر ډېره بريده له کاني موادو او ډبرو جوړې شوې دي، لکۍ لرونکي له ګرد او يخ نه جوړ شوي دي. سربېره پر دې، کوچنۍ سيارې له لمر سره نژدې ځای کې جوړې شوې دي چې د لکۍ لرونکو د پراختيا مخه نيسي. د دواړو تر منځ توپير په اندازه (غټوالي، کوچنيوالي) کې دی: اسماني ډبرې يا يو ميتر يا له دې هم کم قطر لري، په داسې حال کې چې کوچنۍ سيارې له يو ميتر نه زيات قطر لري. وروستی توپير يې دا دی چې ،شونې ده شهاب ثاقب د لکۍ لرونکي يا د کوچنۍ سيارې له موادو نه منځ ته راشي.

يوازې يوه کوچنۍ سياره « 4 Vesta» چې په پرتليز ډول انعکاسي سطحه لري، شونې ده چې په رڼو سترګو وکتل شي (د کومې وسيلې له کارولو پرته)، دا چاره يوازې په ډېر تياره اسمان کې شونې ده، کله چې هغه په ښه موقعيت کې وي. ډېر کم ځله، کوچنۍ سيارې چې له ځمکې سره نژدې تېرېږي، شونې ده چې د لنډ وخت لپاره په رڼو سترګو وکتل شي. د ۲۰۲۰ز کال د مارچ په مياشت کې، د کوچنيو سيارو مرکز د لمريز نظام له دننه او بهر نه د ۹۳۰۰۰۰ کوچنيو سيارو معلومات درلودل، د کومو له منځه چې نږدې ۵۴۵۰۰۰ په اړه دومره معلومات و چې شمېريز نوم ورکړل شي.

ملګرو ملتونو د جون دېرشمه نېټه، د کوچنيو سيارو نړيواله ورځ اعلان کړې، تر څو عامو خلکو ته د دې سيارو په اړه معلومات برابر کړي. د کوچنيو سيارو نړيواله ورځ د ۱۹۰۸ز کال د جون مياشتې په دېرشمه نېټه د روسيې فدراسيون په سايبيريا سيمه د ټنګوسکا کوچنۍ سيارې د ټکر د نېټې له کليزې سره برابره ده. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

کشفسمول

لومړۍ کشف شوې کوچنۍ سياره «سيرس» وه، په اصل کې فکر کېده چې دا يوه نوې سياره ده. له دې وروسته دې ته ورته نور جسمونه وموندل شول، کوم چې د هغه مهال د وسايلو په مرسته د رڼا د ټکو په څېر برېښېدل، لکه ستوري داسې، د سيارې د ټيکلي په څېر يې هېڅ نه يا ډېر کم څه ليدل کېدل، خو بيا هم د خپل خوځښت له امله له ستورو نه جلا کولای شول.  دې چارې د فلکياتو پوهاند «سروليام هرشل» دې ته وهڅاوه چې د « asteroid» نوم وړانديز وکړي، چې په يوناني ژبه کې په « ἀστεροειδής» بڼه ليکل کېږی او معنا يې ده، د ستورې په ډول يا د ستورې بڼې ته ورته. دا ټکی له لرغونې يوناني ژبې د « ἀστήρ» لفظ نه اخستل شوی دی چې معنا يې ده ستوری يا سياره. د نولسمې پېړۍ د دويمې نيمايي په لومړيو کې، د « asteroidکوچنۍ سياره» او « planetسياره» اصطلاحات (چې د تل لپاره کوچنۍ نه وي) بيا هم د يو بل پر ځای کارېدل.

د کشف کېدو زماني جدول

  • تر ۱۸۴۹ز کال پورې لس دانې کشف شوې وې.
    • سيرسو ۱۸۰۱
    • پالاس-۱۸۰۲
    • جونو – ۱۸۰۴
    • ويسټا – ۱۸۰۷
    • اسټريا – ۱۸۴۵
    • په ۱۸۴۶ز کال کې، نيپټون سياره کشف شوه.
    • هبه – جولای ۱۸۴۷
    • اريس – اګست ۱۸۴۷
    • فلورا – اکتوبر ۱۸۴۷
    • ميتيس – ۲۵ اپريل ۱۸۴۸
    • هايجيا – ۱۲ اپريل ۱۸۴۹لس کوچنۍ سيارې کشف شوې وې.
  • تر ۱۸۶۸ز کال پورې ۱۰۰ کوچنۍ سيارې کشف شوې وې.
  • ۱۹۲۱ز کال پورې ۱۰۰۰ کشف شوې وې.
  • تر ۱۹۸۹ز کال پورې ۱۰۰۰۰  کشف شوې وې.
  • تر ۲۰۰۵ز کال پورې ۱۰۰۰۰۰ کشف شوې وې.
  • تر ۲۰۲۰ز کال پورې ۱۰۰۰۰۰۰ کشف شوې وې.

تاريخي کړنلارېسمول

په تېرو دوو پېړيو کې د کوچنيو سیارو د کشف کړنلارو په هېښوونکي ډول پرمختګ کړی دی.

د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کلونو کې، « Baron Franz Xaver von Zach» د فلکياتو د څلور وېشتو پوهانو يوه ډله جوړه کړه، تر څو د هغې ورکې شوې سيارې لټون وکړای شي، د کومې وړاندوينه چې د «تيتوس-بوډ» د قانون په مټ له لمر نه د شا او خوا « 2.8 AU» (د ستوريز واحد مقياس) واټن کې شوې وه. تر يو بريده له دې امله هم چې په ۱۷۸۱ز کال کې د سر وليام هرشل له خوا په لرې واټن کې د اورانوس په نوم يوه سياره کشف شوه، چې وړاندوينه يې د همدې قانون په مټ شوې وه. دې موخې ته د رسېدو لپاره اړينه ده چې په لاس رسم شوي اسماني جدول، د «زوډيکل» په ډله کې د ټولو ستورو لپاره چمتو شي، تر څو د تتوالي هغې درجې ته ورسېږي چې موافقه پرې شوې. له دې وروسته شپو کې، به يو ځل بیا د اسمان جدول جوړ کړای شي او هيله شته چې يو خوځېدونکی جسم به ولیدل شي. د اټکل شوې ورکې سيارې خوځښت، په يو ساعت کې شا اوخوا دېرش ثانيې قوس دی، چې په اسانۍ سره يې کتونکي له نورو بېلولای شي.[۹]

لومړی جسم «سرسس» د دې ډلې د يوه غړي له خوا کشف نه شو، بلکې په ناڅاپي ډول په ۱۸۰۱ز کال کې په سيسلي کې د «پالرمو» د څارنځای د رئيس جوزپه پياتزي له خوا کشف شوی و. هغه د ثور په برج کې ستوري ته ورته يو جسم کشف کړ او څو پرله پسې شپې يې د دې جسم د بې ځايه کېدو بهير وڅاره. د همدې کال په وروستيو کې، کارل فردريش ګاوس همدا مشاهدات وکارول، تر څو د دې ناڅرګنده جسم د مدار محاسبه وکړي، کوم چې د مريخ او مشتري سيارو تر منځ موندل شوی و. پياتزي ورته د سيريس په وياړ نوم ورکړ، سيريس د رومايانو د کرنې «خدای» و.

درې نورې کوچنۍ سيارې (2 Pallas, 3 Juno, and 4 Vesta) په راتلونکو څو کلونو کې کشف شوې، چې ويستا په ۱۸۰۷ز کال کې کشف شوه. د اتو کلونو اوږدو بې ګټې څېړنو نه وروسته، د فلکياتو پوهانو داسې وانګېرله چې، نورې نه شته او لټون ته يې د پای ټکی کېښود.[۱۰][۱۱][۱۲]

سرچینېسمول

  1. کينډۍ:Cite press release
  2. "International cooperation in the peaceful uses of outer space". United Nations. Rapporteur: Awale Ali Kullane. 25 October 2016. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  3. (په 15 October 2018 باندې). Stephen Hawking feared race of 'superhumans' able to manipulate their own DNA.
  4. کينډۍ:Cite periodical
  5. (په 18 June 2018 باندې). Better Way To Avoid Devastating Asteroids Needed?.
  6. (په 28 April 2018 باندې). Earth will be hit by an asteroid with 100 percent certainty, says space-watching group B612. Inquisitr.
  7. (په 14 June 2018 باندې). Asteroids and adversaries: Challenging what NASA knows about space rocks. The New York Times.
  8. کينډۍ:Cite report
  9. McCall, Gerald J.H.; Bowden, A.J.; Howarth, Richard J. (2006). The History of Meteoritics and Key Meteorite Collections: Fireballs, Falls and Finds (په انګلیسي ژبه کي). Geological Society of London. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-86239-194-9 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Friedman, Lou. "Vermin of the Sky". The Planetary Society. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. کينډۍ:Cite magazine
  12. Seares, Frederick H. (1930). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Address of the Retiring President of the Society in Awarding the Bruce Medal to Professor Max Wolf"]. Publications of the Astronomical Society of the Pacific 42 (245): 5–22 [10]. doi:10.1086/123986. Bibcode1930PASP...42....5S.