اسمان تير ۳۱ (الوتکه)

د اسمان تیر د لوړ وزر کاربن فایبر رڼا الوتکه ده چې د 3I (Iniziative Industriali Italiane) شرکت لخوا جوړه شوېده . کله چې شرکت له افلاس سره مخ شو نو طرحه یې په ۲۰۱۲ کې (Magnaghi Aeronautica) واخیسته. لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۹۲ کال د جولای په ۱۳ کړې.

د طرحې دنوي شرکت مالک یې په وزرو کې د تیلو لویې ټانکۍ اضافه کړې، ایروډاینامیک سیستم یې پکښي پر مختللی کړ، برېښنایي سیستم او جوړښتي عناصر یې پکښي بدل کړل. اوسمهال کې د څلورو کسانو د کابین جوړولو طرحه باندې هم کار روان دی. ځینې خلک یې د سپورت لپاره ترلاسه کوي. د پولو د څارنې لپاره هم کاریږي. د مختلفو موخو لپاره مختلف ډولونه لري

طرحه او جوړښت سمول

پیلوټان : دوه

اوږدوالی : ۷.۶۰ متره

د وزرو پراخوالی : ۹.۶۸ متره

لوړوالی : ۲.۵۶ متره

د وزرو سطحه : ۱۳.۵ مترمربع

وزن : ۶۵۰ کیلو ګرامه

زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۱۹۴ کیلو متره

د پورته ختنې نرخ : په ثانیه کې ۴.۳ متره یا ۸۴۰ فټه

پاور پلنټ : Rotax 912 F2 , 73.5 kW (98 hp)

سرچیني سمول

https://rahimiz.com/2020/07/04/3i-sky-arrow/ Archived 2022-04-23 at the Wayback Machine.