اسلام او روغتیا

د کتاب ځانګړنې:

د کتاب نامه: اسانه اسلامپوهنه ( د ژڼیو لپاره)

لیکوال: شیخ محسن قرآیتي (د تفسیر نور مفسر)

ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال

وېبپاڼه:www.andyal.com

: اسلامي اخلاق (روغتیایی احکام)

سمول

اسلام پاکوالي او روغتیا ته خورا ارزښت ورکوي.

رسول الله (ص) خپلې جامې په یوه دیګ کې اچولې او بیا یې خوټولې، تر څو د پاکوالي لوړه درجه یې ساتلې وي.

د حضرت محمد (ص) شعار دا و: (( پاکوالی د اسلام ستنن ده.))

بل شعار یې دا و: (( پاکوالی د ایمان برخه ده.[1]))

داچې په اسلام کې د تورو جامو اخستو سپارښتنه نه کېږي، شونې ده دلیل یې دا وي، چې ناپاکي او خیری پر تورو جامو نه ښکاره کېږي او انسان یې وینځلو ته نه اړ ایستل کېږي.

د حضرت محمد (ص) د ژوند په باب راغلي دي، چې پاکوالي، روغتیا او له رنځه د مخنیوي په برخه کې خورا هڅاند و او نور ته یې هم ددې چار سپارښتنه کوله.

اسلام سپارښتنه کوي چې:

1- پر هغو  اوبو ځان مه وینځئ، چې یو ځل پرې مخکې چا ځان وینځلی وي.

2- د خلکو ان د دښمنانو د څښاک اوبه مه چټلوئ.

3- تر خوړو روسته یې لوښي ژر ووینځئ او تر وینځلو روسته یې چپه کېږدئ.

4- خواړه دومره ګرم مه خورئ، چې خوله مو وسوځوي.

5- تر غوړو خوړو روسته یخې اوبه مه څښئ.

6- تر خوړو مخکې مو لاسونه ووینځئ، وینځلي لاسونه مه وچوئ؛ ځکه کېدای شي پر هغه ټوکر چې لاسونه وچوئ، ککړتیا ولري.

7- د څارویو پاتې شوني خواړه مه خورئ.

8- غاښونه مو په یوه پاک څیز خلال کړئ.

9- ماښام او هغه مهال چې رڼا لږه وي، مطالعه مه کوئ.

10-                په بیړه خواړه مه خورئ او مړۍ مو کوچنۍ اخلئ.

11-                کجورې، زیتون، انځر، انار، سبزیانې، حبوبات، غوښه او شات وخورئ؛ خو چې اسراف پکې و نه کړئ.

12-                خواړه باید په ناسته او داسې وخت کې وخوړل شي، چې حرکت و نه لرئ.

13-                خواړه چې خورئ؛ نو ورګوئ، چې اشتها مه ورته زیاته شي.

14-                خوړو ته تر خوړو مخکې په زیر وګورئ، چې کوم مضر څه پکې نه وي.

15-                دسترخوان ته چې ناست یاست؛ نو خپلو خوړو ته ګورئ، د بل ته نه.

16-                خوړو ته مو زیر شئ او په چمتو کولو کې یې د الله له ځواکه مه غافلېږئ، چې الله یې چمتو کولو ته څنګه له ټولې هستۍ کار اخستی او څنګه یې جوړ کړي دي؟ له خاورې او بې رنګه اوبو یې بېلابېلې مېوې له بېلابېل خوندونو سره پنځولي دي.څنګه یې خواړه د انسان له معدې او هضمي سسټم – غونډال سره همغږي کړي دي. د بېلګې په توګه: په غنمو یا مڼه کې باید څومره ګلوکوز، څومره اوبه او څومره کانيز توکي وي.

خوړو ته زیر شئ، چې تر هضم او جذب روسته څنګه پر غوښه، هډوکو، غاښونو، وېښتانو، وینه، پر ترخو اوښکو او خوږو توکاڼو بدلېږي.

خوړو ته زیر شئ، چې څومره انسانان یې په چمتو کولو کې زیار ګالي او موږ باید د هغوی زحمتونه تویې نه کړو.

خوړو ته زیر شئ، هغه ځواک (انرژي) چې یې تر خوړو روسته لاس ته راوړو، په سمه ځای او لار کې ولګوو.

خوړو ته مو زیر شئ او سوچ وکړئ، چې آیا دا خواړه نور خلک هم لري که نه یا په میلیونو انسانان وږي او له دې خوړو بې برخې دي؟

خوړو ته زیر شئ او په چمتو کولو کې یې له لمر، ورښت، اوبو، خاورې، باد او نورو لاملونو مه غافلېږئ.

اسلام تر خوړو مخکې، خوړو پرمهال او تر خوړو روسته ته روغتیایي احکام لري.

تر خوړو روسته ځینې احکام یې دادي:

۱-تشې او ډکې متیازې په ځان کې مه ساتئ او ژر اودسماتي ته ځئ.

۲-په ولاړه تشې متیازې مه کوئ؛ ځکه بدن او جامې نجسوي او هم په ولاړه په بشپړه توګه متیازې نه تشېږي او د متیازو په پیپ کې یو څه متیازې پاتېږي.

۳-مخ په قبله، شا په قبله، د خلکو په مخ کې، مخ په لمر، باد او سپوږمۍ متیازې مه کوئ.

۴-د اوبو په نېرونو، ویالو، ډنډونو، د ونو بیخ، په کوڅو، لارو او واټونو کې متیازې مه کوئ.

۵-تر متیازو کولو روسته باید استنجا وکړو او ځان په اوبو پاک ووینځو.

۶-تشناب مو د کور په لرې برخه کې جوړ کړئ.

۷- تر ویدېدو مخکې هرومره تشناب ته ولاړ شئ.

                                                                                                                                   


'[1]' .  بحارالانوار، ۵۹ ټوک، ۲۹۱ مخ.