اسلامي سیاست یا پالیسي

[۱] اسلامي سیاست یا پالیسي

سمول

د لـــــوی خــــدای (ج) پـــــــه نـــــامــــــه

لومړی بحث- کلیات

د اسلام په مبارک دین کی د حضرت محمد (ص) په سیاسی ژوندانه کی د سیاسی کړنلاری بحث او د یپلوماسي د هغه روشونو، طریقو، ټکرونو او غبرګونونو مطالعه او څیړنه وه کوم چی د اسلام مبارک دین د ملتونو او دولتونو ترمینځ د قانونی کړنلاری د عنوان په توګه ترسیم کړیده . هغه ټکرونه او کشمکشونه چی د اسلام د مبارک دین ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) په خپل وخت او زمانه کی د ملتونو ، قومونو ، د هیوادونو د مشرانو او زمامدارانو سره درلودل تر سترګو کیږی. دا یو نوی بحث دی چی پخوانی حقیقتونه نه دی او خاصی منابع نه لری خو له ټولو مشکلاتو او ستونزو سره سره چی لری یی د څو جهتونو او خواوو څخه د توجه وړدی چی له هغی جملی څخه لاندی ټکو ته په ځانګړی ډول اشاره کوو.

۱: هغه کلی تصور چی نن ورځ له دیپلوماسی څخه خاصتاً د اجباری اړیکو په حیث په اذهانو کی وجود لری  د هغه مفهوم دادی چی شیطانت ، چل او ول ، دوکی ، دروغو ، نفاق ، پټو کړونو ، ویاړ ، امتیاز غوښتونو، زیاتو خبرو ، وعده ماتولو ، د فرصتونو او امکاناتو څخه پدی معنی چی په پراخه توګه تری استفاده کیږی او ځینو نورو منفی ارزشونو ولاړ دی په داسی حال کی چی د دیپلوماسی ژبه د رمز د ژبی په حیث شهرت لری . خو د پیغمبر (ص)  دیپلوماتیک روابط او کړنی کوم چی په خپل سیاسی ژوندانه کی یی درلودلی موږ له هغه سره په بل شکل اشنا کیږو کومی چی د نن ورځی غلط تصور وجود لری. دغه دیپلوماسی له  ریښتنولی ، صراحت ( تیزی ) ، سادګی ، د قدرت ظاهرول ، قاطيعت ، زړورتوب او شجاعت سره ملګری دیپلوماسی وه او په داسی یوه طریقه او لاره باندی پوهیدل او د هغی اختیارول کیدای شی د خاص اهمیت درلودونکی وی .

۲: دیپلوماسی په زیاتو وختونو کی د هیواد د ولسمشر لپاره د خارجی سیاست طریقه او ځینی نوی طریقی او اصول ښی همدارنګه زیات شمیر د نظر خاوندان له دیپلوماسی څخه د دولت د مغز تصور کوی او دولت مغز یی ګڼی نو په دی اساس د حضرت رسول اکرم (ص)  چی د دیپلوماسی پیژندل په جمهوری اسلامی نظام کی د خاص اهمیت درلودوکی ده .

۳: لدی نه علاوه چی د رسول الله (ص) د يپلوماسی نظری جنبه لری نو د کاری اړخه هم د زیات اهميت درلودونکی ده ځکه چی د نوموړی دیپلوماسی حاصل سوی نتايج او څیړنی کولی شی په عملی ډګر کی د یو اسلامی دولت د لاری د خلاصون سبب شی او هغه اصول او معیارونه چی له نوموړو  کړنلاروڅخه لاس ته راغلی وی کولی شی چی د ایران اسلامی جمهوریت  په خارجی سیاست کی په کار واچول شی

دغو ټولو ځانګړتیاوو ته په کتلو سره چی د حضرت رسول اکرم (ص) د دیپلوماسی ضرورت او اهمیت څیړی کوولای شو ددغه بحث اهداف په لاندی ټکو کی خلاصه کړو:

الف: له بیګانه وو سره د سیاسی کړنو په هکله د حضرت رسول اکرم (ص) د سیاسی ژوندانه پیژندنه

ب: د اسلامی ديپلوماسی د اصولو او معیارونو پیژندنه د اسلام د ستر پیغمبر (ص) د ویونکی او عملی اسلامی دیپلوماسی د اصولو او معیارونو پیژندنه چی دا خپله یو اسلامی سند او اصل دی دا په دی معنی چی د رسول الله (ص) عمل او کړنه له یو طرفه تجربه او لارښود دی او له بلی خوا د اسلامی ظوابتو مستنده پیژندنه ده .

ج: د حضرت رسول اکرم (ص) د اصولو په چوکاټ کی د نوو طریقو او ظوابطو استنباط او پیژندنه

د: د روشونو او طریقو د اصلاح لپاره د هغو لارښوونو لاس ته راوړل کوم چی احیانا د نړیوا ل عرف څخه  په پیروی د اسلامی جمهوریت په خارجی سیاست کی پکارواچول شی او بالاخره وکوولای شوچی د هغی څخه د خارجی سیاست په عملی کولو کی اسلامی طریقو څخه په خپل هیواد کی ګټه واخلو او هغه طریقی او لاری چی شتون لری اصلاح کړو .

هـ: د هغه ضعیفو وجوهو سره اشنا کیدل چی د هیوادونو تر مینځ په بین المللی روابطو کی د اسلامی اصطلاح په حیث لیدل کیږی او د هغی مقایسه کول د اسلام د ستر پیغمبر (ص) د ژوندانه سره چی دا په خپله داسی نتیجه را په برخه کوی چی نوموړی هیوادونه تر کومه حده اسلامی هیوادونه دی .  په نوموړی بحث کی د اسلامی د ستر پیغمبر(ص) د سیاسی ژوندانه د مختلفو وجوهاتو څیړلو او مطالعه کولو په نظر کی نیولو سره لاندی مهم مسایل تر بحث او څیړنی لاند ی نیسو .

۱: په بهرنی سیاست کی کلی هدفونه او ضوابط

۲: هغه طریقی چی د اسلامی ستر پیغمبر (ص) د خلکو سره  د اړیکو په ټینګښت ، د قومونو او ملتونو سره د رسالت د تحقق او د وحی د پیام رسولو لپاره په کار وړلی

۳: د رسول اکرم (ص) د سولیزو  مذاکراتو سولیزی طریقی

۴:  هغه طریقی چی د استازو په استولو کی تری استفاده کیږی

۵: د عقدونو ، تړونونو او قراردادونو څرنګوالی

۶: د رسول اکرم (ص) د مذاکراتو اصول د راغلو هیتونو او استازو سره

۷: د معاصری نړی د هیوادونو په رابطه د حضرت رسول اکرم (ص) دیپلوماسی خاصتا هغه دیپلوماسی چی د لویو هیوادونو د مشرانو سره تری استفاده کیدله

۸: په اسلام کی ازاده دیپلوماسی د یو ټولنیز مسولیت په شکل

۹: د نوموړی بحث په وړاندی کولو سره د الله پاک (ج) څخه مرسته غواړم او هیله لرم چی نوموړی اهداف د ټولو لپاره ګټور واقع شی په ځانګړی ډول د سیاسی فقهی د پوهانو لپاره ګټور او مفید وی ډیره موده وشوه چی په داسی یوه سخته لاره کی قدم ندی اخیستل شوی او د نظر د خاوندانو لارښوونی ددغی برخی په لوړوالی او ټینګښت کی پوره بسنه کوی او د قدر وړ دی .

د ملتونو تر منځ اړیکی معمولا پیچلی خو په پوره پوهه په ارامه طریقه ولی دایمی په ظریفه او ګټوره طریقه خو د پټوالی سره یو ځای ترسره کیږی خو سیاسی اړیکی بیا په ښکاره ډول بیا د مذاکراتو خبرو اترو ، قراردادونو ، د امتیازونو د غوښتلو او د امتیازونو په ورکولو ترسره کیږی خو مختلف اهداف او پیچلی معاملات د نوموړو دلایلو ترمینځ شتون لری .

معمولا په دی ځای کی خاصی طریقی او لارښوونی ترسره کیږی چی په عملی ډګر کی په رمزی او حرفوی شکل د فرصتونو او مواقعو څخه په غلطی استفادی ښکاره کیږی همدا علت دی چی دیپلوماسی له منفی ارزشونو سره یو ځای کوی او کله کله بیا په عمل کی د ضدیت تر سرحده را ټیټیږی .

د سیاسی اړیکو د ټینګښت ساده او پخوانی طریقه مذاکره ده چی د هیوادونو د مشرانو او زمامدارانو تر منځ کله د استازه په لیږلو او کله بیا له هغوی سره د لیدلو په اساس ترسره کیږی نو له همدی امله د سیاسی استازو او سفیرانو مصونیت چی په پخوا وختونو کی په ډیره خواشینی سره نه مراعات کیدلو او د بشر د تاریخ د پخوانیو سنتونو او عاداتو له دیپلوماسی څخه شمیرل کیدلو.

معمولا دوه مهم ریښه لرونکی عوامل چی عبارت دی له د تمدنونو او لاس ته راوړنو پراختیا او ساتنه او بل داچی د ویرانووکو جنګونو څخه ډار د ملتونو ، قومونو او مختلفو مشرانو او زمامدارانو تر مینځ د دیپلوماسی باب خلاصوی او د مذاکراتو او لیکنو هغه خاصی طریقی چی په سیاسی برخوردونو کی شتون لری د هیوادونو مشران او زمامداران تری پرهیز کوی .

د دیپلوماسی په تاریخ کی یونان یو خاص ځای لری دیپلوماسی ، دیپلوماتیک او ددیپلومات  کلمی د یونانی کلمی ( دیپلوما ) څخه جوړ شوی دی چی معنی یی صفحه یا تاو شوی پاڼی ته ویل کیده چی د هغه په سبب به شخص ته یو سند د عنوان او امتیاز په توګه ورکول کیده او نوموړی سند به یی په دی دلیل چی تاوولو او لوله کولو د دیپلوما په نوم یاداوه چی د ( دیپلوم ) کلمه د همدی سببه په علمی مدارکو کی پکار وړل کیږی.

یونانیانو د مذاکراتو او خبری جګړو د طریقو د مخنیوی لپاره دیپلوماسی ته خاص اهمیت ورکولو هغه یی د ستونزو په حل او په اړونده اړیکو کی له جنګ کولو څخه کمه نه ګڼله د حضرت مسیح (ع) د میلاد څخه پخوا د یونان مشهور او نوښتګر شاعر( هومر) د دیپلوماتیکو اړیکو په اړوند زیاتی څرګندونی کړیدی.

رومیانو سره له دی چی په نظامی قدرت باندی تکیه کولو ته ډیر اهمیت ورکاوه خو په زیاتو ځایونو کی یی د خپلو تصرفاتو د ساتلو او د ټینګښت لپاره د پټو او محرمانه طریقو څخه چی د دسیسو ، فریبونو او چل او ول سره مل وی استفاده کوله .

د بیزانس په امپراطوری کی ددی له خاطره چی د پراختیا غوښتنی خصلت یی یو اساسی دلیل ګڼلو په اکثره جبهو کی مبارزی او نښتی رامینځته کیدلی چی دا د بهرنیو تجاوزونو د غلطو روشونو او طریقو څخه استفاده ددی سبب شوه چی د انسانی او اخلاقی موازینو سره په ټکر کی واقع شی ، دغه تګلاره په منځنی پیړی کی د اروپایی هیوادونو په بهرنیو اړیکو کی ددی سبب وګرځید چی د خپلو مستعمراتو د نیول شوو ځایونو د پراختیا او د سیالیو په درشل کی د امتیازونو د لاس ته راوړلو لپاره په هر کار لاس پوری کړی همدارنګه دا ددی سبب وګرځیدله چی د ۱۹ او ۲۰ میلادی پیړیو په بهیر کی د پورتنیو اړیکو څخه استفاده کول د لومړی او دوهم نړیوال جنګ د لویو جنایتونو په شان نوره هم پراختیا پیداکړی .

هغه چا چی فرهنګ ، تمدن او د هغوی اثار یی رامنځ ته کړی دی د هغو غربی ځمکی اوسیدونکی او مبتکران پری ښه پوهیږی چی هر وخت د حال او ماضی تر منځ د ارتباطی خط د رسمولو لپاره هڅه او کوښښ کوی چی دا اصلی خط چی هر څه دی د غربی ځمکی څخه پیل او هملته ختمیږی او هر هغه څه چی په نورو هیوادونو او ځمکو کی منځ ته راغلی دی نو هغه د فرعی خطونو په څیر د غرب د فرهنګ تمدن او اصلی خط څخه لری رامنځ ته شوی دی . خو د هغه څه مطالعه چی د نړی په دری ګونو اصلی فرهنګی (کانونو) کی چی هغه د یونان ، غربی اسیا او منځنی اسیا نهضتونه دی او په هغه کی د فرهنګی نهضتونه رامنځ ته شوی او له هغی نه یادونه شوی د هغه تحولاتو او بدلونونو په نسبت چی د چین ، هند ، ایران او په ځانګړی ډول په منځنی ختیځ او د انبیاوو په سیمه کی رامینځ ته شوی کوولای شی چی یو باانصافه محقق یا څیړونکی له دی غلط تصور څخه بهر، له اصلی واقیعتونو او لارښوونو سره اشنا کړی.

د دیپلوماسی د بدلونونو او تحولاتو د تاریخ څیړل هم له نوموړی قاعدی څخه مستثناء نه دی د چین او جاپان ترمنځ د سیاسی اړیکو د اسنادونو او مدارکو نه پرته هر هغه څه چی د هندوستان په نظامنامو کی د مختلفو دولتونو ترمنځ د اړیکو په هکله رامنځ ته شوی دی او همدارنګه هغه لیکنی ، مذاکری او دیپلوماتیکی اړیکی چی د اشور ، بابل ، ایران او په همدی توګه د فلسطین  . فنیقیانو او د اسوریانو د مشرانو ترمنځ یی شتون درلود د انبیاوو (ع) د بشری اړیکی او اصولی کړنلاره  ده په ځانګړی ډول هغه روښانه تصور چی له انسانی دیپلوماسی څخه   د اسلام ستر پیغمبر (ص) اخیستی دا د یپلوماسی د روښآنه تاریخ هغه بدلونونه او ټکی دی چی د اسلامی د لوړ او د ویاړ څخه د ډک حقیقته د نړی زیات شمیر مبتکرین څیړونکی لیری پاتی او په دی لوی حقیقت نه پوهیږی .

له بلی خوا د دیپلوماسی مختص کول په هغه مفهوم باندی چی نن یی قدرت لرونکی او ماپریالیستی هیوادونه په خپل نړیوال سیاست کی د نړی د هیوادونو تر منځ په ځانګړی ډول د دریمی نړی د هیوادونو سره په کار اچوی او ورنه  استفاده کوی غرب ته نه  تنها امتیازات او ویاړ نه ثابتوی بلکی د غرب یو له هغه سلګونو تورو ټکو او منفی خصوصیتونو څخه دی چی د نظام او فرهنګ په ضد یی استعمالوی .

د دوهم نړیوال جنګ په درشل کی د پټی او تړلی دیپلوماسی هغه لاس ته راوړنی چی د فریبونو دسیسو او چل او ول سره ملګری وی د نړی د هیوادونو استازی یی دی نتیجی ته ورسول چی دا پټه دیپلوماسی د سیمی او د لویو هیوادونو بحرانونو ته پاملرنه نه کول او د دیپلوماسی له پټو دسیسو ، فریبونو او مختلفو نیرنګونو څخه استفاده کول د دواړو نړیوالو جنګونو اصلی او اساسی عوامل و چی هیوادونو ورنه استفاده کوله او نړی یی له دوه نړیوالو جنګونو سره مخامخ کړله او دا د نظر توافق ددی سبب وګرځید  چی جامع ملل رامنځ ته شی په سازمان ملل کی د ښکاره ، خلاصی ، دنیک نیت او ریښتنولی سره د ملګری دیپلوماسی په لور مخ اړول د نړی د هیوادونو دهیلو او انتظارونو هغه پیل و کوم  چی د شیطانی دیپلوماسی له تګلارو څخه ډیر تنګ راغلی و ولی هغه بنیادی تحولاتو او بدلونونو چی په ټولو برخو کی بیا په ځانګړی ډول د بهرنیو هیوادونو سره د اړیکو په ټینګښت کی رامنځ ته شول د دیپلوماسی دا نوی طریقه او لارښود یی بیا په تدریجی ډول له منځه يووړل او یو ځل بیا په پټه سره د دسیسو ، فریبونو او چل .

او ول نوی طریقی او تګلاری په کار واچولی او ددی ټولو ځای فقط حسن نیت او ریښتنولی ته پا تی شو

د خلاصی او نیک نیت سره د ملګری دیپلوماسی د شکست عمده عوامل کوولای شو په لاندی ټکو کی خلاصه کړو:

۱: د توافقونو له منځه وړل  او د هغی په وړاندی د توطیو جوړول آن تر دی چی اصلی مذاکرات به هم ترسره کیدل .

۲: د دولتونو له خوا د توافقونو په اساس د امتیازونو د رسمی اعلانولو او ورکړی په هکله د سیاسی فشارونو او اعتراضونو ترسره کیدل .

۳: داخلی اعتراضونو او د خپلو هیوادونو د قراردادونو او مذاکراتو څخه د ملتونو ناراضی کیدل .

۴: د قدرت لرونکو هیوادونو بی ځایه مداخله او لاسوهنه تر څو نوموړی مذاکرات له منځه لاړ شی .

۵: ددی فکر کول چی پټی او خصوی مذاکره د شته امکاناتو او وسایلو سره سره د مشکلاتو په حل او فصل کی د ښکاره او علنی طرحو په نسبت زیاته مرسته کی .

په همدی ترتیب یوه نوی طریقه د سیاسی مذاکراتو په ترسره کولو کی رامنځ ته شوه او هغه داچی اخیری توافق ته د رسیدلو څخه مخکی د ټولی خبری د امکان تر حده پټي او محرمانه وساتل شی .

نن ورځ د غربی بلاک دیپلوماسی عبارت ده د لاندنیو طریقو او شیطانی کړنو څخه چی هغه عبارت دی له دسیسو ، فریبونو ، رنګا رنګ توطی جوړولو د هیوادونو په داخل کی پټی لاسوهنی ، د هیوادونو د ضعیفیتونو څخه استفاده کول ، په قدرت باندی اتکا کول ، په مختلفو موسومی شرایطو کی د هیوادونو څخه حمایه کول او ځینی بیا د کومکونو په نامه خپلی مداخلی ترسره کوی چی هغه کومکونه عبارت دی له اقتصادی مرسته کول ، د باور او خوښی فضا رامنځ ته کول ، پټی لاسوهنی ، د بشر د حقوقو څخه دفاع کول ، د کمونیستی خیالی نظری په وړاندی د وحشت ایجادول ، د پراخو او زیاتو امکاناتو څخه ګټه اخیستل په ځانګړی ډول چی په ښکاره ډول قانونی بڼه لری خو که فکر وشی هغه ددوی د څو پیړیو یوه پخوانی استعماری دیپلوماسی ده چی هغوی د خپلو مذاکراتو او سولییزو اړیکو په ټینګښت کی تری استفاده کوی .

د شرقی بلاک دیپلوماسی هم کوولای شو په لاندی ټکو کی خلاصه کړو:

۱: دروغ او رویا : لکه څرنګه چی استالین ویل (( له درغو او ریاکاری پرته دیپلوماسی داسی معنی لری لکه وچی اوبه او یا د لرګی اوسپنه))

۲: بی ځایه تهدید اوجدی څرګندونی: لکه څنګه چی به خروشچف ویل ( د کال ۱۹۵۶ م د انګلیس ، فرانسی ، اشغال شوی فلسطین ، سویس کانال ، د امریکا د متحده ایلاتو او د کیوبا په هکله تهدیدات دومره جدی هم نه وه لکه څومره چی یی تصور کیدلو .

۳: خپل ځان په مقابل لوری تحمیل کول او د حاکمانه چلند ترسره کول  چی استالین دا یو اخلاقی تسلط او برتری ګڼله .

۴: هغو لورو ته تمایل کول چی له هغوی نه پرهیز ، سولییزه هستوګنه او د نه شلیدونکی مفکوری پرته ژوند کول ناممکن بریښی .

۵: په سیاسی ، فرهنګی ، اقتصادی ، نظامی او روانی برخو کی د مناسبو فرصتونو څخه د  ګټی اخیستنی له هنرونو څخه استفاده کول .

د سیاسی علومو زیاتو متفکرینو او د نظر خاواندانو د دیپلوماسی نظر د قبولی په حیث منلی دی او هغه یی په بهرنیو اړیکو کی د یو منطقی طریقی په عنوان اړین ګڼلی دی داځکه چی د مذاکراتو او دیپلوماتیکو طریقو څخه استفاده  کوولای شی چی د ملتونو تر منځ په بهرنیو اړیکو کی شته ستونزی او اختلافات حل او فصل کړی او ددی دا اړیکی په حسنه اړیکو او دوه اړخیزه همکاریو بدلی شی .

د ملتونو ترمنځ د صلحی ، ګډ ژوند ، سولییزی فضاء رامنځ ته کیدل او هغی ته رسیدل کوولای شی چی یوه قوی انګیزه ، د جنګ او دښمنیو په وړاندی یوه منطقی او دیپلوماتیکه طریقه وی ځینی نور بیا د بشر دا لوی ارمان چی نړیوال واحد حکومت دی او همیشه د ملتونو د قوی غوښتنو څخه شمیرل کیږی او دا اتفاق او یووالی د نړیوال سازمان او د جوړښت او تشکیل سبب ګرځیدلی دی او دا د دیپلوماسی د منطقی طریقو دلایل ګڼی او د هغوی په حل او فصل کی شته اختلافاتو باندی پوره پوهه لری .

خو په حقیقت کی دیپلوماسی په ډیره لږه اندازه له نوموړو دلایلو څخه سرچینه اخیستی او هغه خاصی انګیزی او محتویات چی دیپلوماسی یی لری په بل ډول د څیړلو وړ ده داځکه چی کله موږ د دیپلوماسی نظریه تر تحلیل او څیړنی لاندی نیسو نو هغه باید جنګ او دښمنیو ته په ادامه ورکولو باندی مطرح نشی او صرف په دی دلیل چی جنګ او دښمنیو ته لمن وهل د دیپلوماسی غوښتنه ده په داسی حال کی چی دا یو غلط تصور دی . د ډیرو په اند د دیپلوماسی د منفی انګیزو ، منفی هدفونو د ترلاسه کولو کړنلاره او طریقی چی په تیرو او وختونو کی موجودی او په اوسنی وخت کی شتون لری او د پخوانی او نوی استعمار په وخت کی دا دیپلوماسی هم څرګنده شوی موږ هغه تحلیل او څیړنی ته بیایی کوم چی پخوا دا دیپلوماسی موجوده وه او په هغه شکل چی اوس شتون لری موږ رهنمایی کوی او راته د یو لارښود حیثیت لری په دی ځای کی موجوده ديپلوماسی ته لاس رسی او د هغی تحلیل کول د نوموړی نظری په اساس د مهمو اهدافو په لاس ته راوړلو کی زیات موثر دی چی په خلاصه ډول او پرته له کافی تفسیر څخه یی ذکر کوم د هغی اخیرنی نچوړ او نتیجه د دیپلوماسی د برخی علاقه مندانو او څیړونکو ته پریږدم خو ځینی له لاندی عواملو څخه د دولتونو په خوځښتونو کی په عمومی ډول ډیرموثر واقع شوی دی او ځینی بیا له لاندیو عواملو څخه د قدرت لرونکو او د د ریمی نړی د هیوادونو په خوځښتونو کی مهم رول لوبولی دی.

۱: د پراخوالی غوښتنه د امتیازونو ، قلمرونو او مستعمراتو لاسته راوړنه چی د مذاکراتو او ددیپلوماسی له کړنلاری څخه ترلاسه کیږی پرته له دی چی کومی خساری او تاوانونه یی د جنګ په واسطه رامنځته کیږی د ملتونو احساسات د یرغلګرو په وړاندی راپاروی او د تعین شوو اهدافو لاس ته راوړل سخت او له لویو ستونزو سره مخ کیږی .

۲: د دولتونو لپاره د نوو جبهو له خلاصون څخه چی په مختلفو جبهو کی جنګیږی ډډه کول ، تر څو استعماری مقاصدو ته لاس رسی پیداکړی .

۳: د واقعی یرغلګری څیری پټول د اصلی مقاصدو پراختیا او توسعه او په نهایت کی په خپلمنځی مذاکراتو کی د فریب او چل او ول څخه استفاده کول ځکه د دیپلوماسی د طریقی پکار اچول د دارنګه پټو لارو لپاره بهترینه او مهمه طریقه ده

۴: د اخیری جګړی د عنوان په حیث د خپل نظامی قدرت او نظامی مداخلاتو څخه ساتنه او د فشار د الی په حیث له هغوی څخه استفاده کول چی د خپلو کامیابیو په لاسته راوړلو کی د نظامی قدرت څخه ګټه اخیستنه یو له مهمو کامیابیو څخه ده .

۵: د لاسته راغلو امتیازونو او لاسته راغلو موقیعتونو ساتنه ، خو که د جنګ او دښمنی کولو له لاری ورنه استفاده وشی د بیرته لاسه ورکولو احتمال رامنځته کیږی .

۶: ناممکنه موقیعتونو ته رسیدنه چی د زور په واسطه یی امکان ډیر لږ لیدل کیږی لکه هستوی وسلی ، قواوی او ځینی نور داسی عوامل دی چی په جنګ لاس پوری کول معقول او بی نتیجی کوی .

۷: د پراخی غوښتنی د سیاستونو تر منځ سیالی کول چی د دیپلوماتیکو لاروچارو څخه په استفادی سره د دښمنو خواوو د نفوذ د زیاتوالی سبب ګرځی .

۸: اقتصادی مقصدونه او اهداف چی د هغی د پرمخ بیلو لپاره ازاد تجارت لازمی دی او دا امر د دیپلوماتیکو اړیکو د خړ پړکیدو پرته امکان نه لری .

۹: د لویو جنګونو او کورونو سوځولو بیا پیل چی د ملتونو نفرت او کینه د جنګ او د هغه د لاس ته راغلو خرابیو په اړوند راپاروی او د لاری د حل لپاره د دیپلوماتیکو لارو چارو نه پرته تند او بی حساته خوځښتونه رامنځ ته کیږی لکه څرنګه چی له دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته نړی د هغی صحنی شاهده وه .

۱۰: د تمدن ، نوی فنی علم ، د صنعتی او علمی راغلو لاسته راوړنو څخه ساتنه او حراست درلودل کوم چی ملتونو په خپل روزمره ژوندکی د هغی سره خوی اخیستی او هغه یی د ژوند یوه برخ ګرځولی پرته له شک او شبهی څخه د دښمنیو او په خاص ډول د جنګ په کولو سره د راغلو لاسته راوړنو څخه له بیا لاسه ورکولو سبب ګرځی او ځینی نور بیا په کلی توګه له منځه وړی .

۱۱: د هیوادونو اساسی قوانین چی د بهرنیو هیوادونو د بهرنی سیاست چوکاټ مشخص کوی د داخل څخه د کنترول کوونکی میلی په شکل رژیمونه له جنګ کولو څخه منع کوی او دا هیوادونه د دیپلوماتیکو لارو چارو څخه په استفادی کولو سره د شته ستونزو او اختلافاتو په له منځه وړلو کی دی ته هڅوی ترڅو شته ستونزی له دیپلوماتیکو لارو چارو په استفادی حل او فصل کړی .

۱۲: د بشر د حقوقو طرحه او د ملتونو د ازادیو څخه ساتنه  همدارنګه د حاکمیت کولو حق او بالاخره د دولتونو څخه په اسای توګه پیژندل چی د دیپلوماتیک اړیکو ټینګښت ته تحقق وربخښی .

۱۳: د منطقوی او کوچنیو بحرانونو څخه مخنیوی کول چی معمولا د لویو او اوږد مهالو د جنګونو د ترسره کیدلو سبب ګرځی داځکه چی د دوو متخاصمو او دښمنو خواوو کشول د مذاکری میز ته او ددوی ترمنځ د شته ستونزو حل او فصل کول د دیپلوماتیکو لاروچارو په واسطه سره کوولای شی له دغه روان بحران څخه مخنیوی وکړی او کیدای شی چی د اصلی بحران په پای ته رسیدلو باندی پای ومومی .

۱۴: نړیوال سازمانونه او په ځانګړی ډول د ملګروملتونو سازمان او د هغه تابع او اړونده سازمانونه ، نړیوال تعهدات او قراردادونه چی په کامل ډول سره د دیپلوماتیکو لارو چارو څخه په استفادی کولو باندی تاکید کوی او لکه څنګه چی معلومه شوی ده د نوو هیوادونو زیاتو دیپلوماتانو خپله دیپلوماسی د ملګروملتونو په دهلیزونو کی زده کړی ده .

۱۵: د ننیو شته ستونزو او اختلافاتو په حل او فصل کی ناتوانی تر هغه ځایه پوری چی نه تنها د جنګ لاره پآی ته رسیدلی بلکه د دیپلوماسی زیات حجم هم په ځانګړی ډول د دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته د ناکامی ترحده رسیدلی دی او همدا امر ددی سبب شوی دی چی د نړی هیوادونه د دیپلوماتیکو لاروچارو .

۱۶: د اړیکو په ټینګولو کی تیزی کول او د فوری اړیکو ټینګښت ددی سبب شوی دی ترڅو د هیوادونو مشران او ددولتونو استازی چی هر وخت وغواړی کوولای شی په مستقیم ډول او آن تردی چی له لری او پټو لارو څخه یو له بل سره د نظریاتو تبادله ترسره کړی .

۱۷: زور او تحمیل ، مقتدرو او استعماری هیوادونو ته د امتیازونو په بخښولو سره د ملتونو ویښتوب او د هغی په وړاندی مقامومت کول چی معمولا د دښمنیو او جنګونو لاری یی بی فایدی کړی دی او همدارنګه د ویتنام ، کیوبا ، الجزایر د حکومت مقاومت او هغه څه چی په ایران کی د شاهی ظلم په وړاندی ترسره شوه او بالاخره د اسلامی انقلاب د کامیابی سبب وګرځیده په همدی توګه هغه څه چی نن ورځ په افغانستان او لبنان کی ترسره کیږی ټولی هغه ترخی تجربی وی چی د نړی خوړونکی یی د دیپلوماتیکو لاروچارو څخه په استفادی کولو دی ته وهڅول ترڅو خپلو شومو اهدافو ته ورسیږی .

۱۸: د نړی د دیپلوماسی دوه قطبی کیدل ددی سبب وګرځیدل چی هر یو هیواد مجبور شی تر څو له نورو هیوادونو سره د اړیکو په ټینکښت کی د نړی په دوه لویو بلاکونو شرق او یا غرب باندی متقی شی او د دیپلوماتیکو لاروچارو څخه په استفادی کولو یو د پورتنیو حمایت او مرسته خپل ځان ته راجلب کړی او د بل بلاک له خوا څخه د تعرض له کولو څخه ځان په امن او امان کی وساتی .

۱۹: له تصادفی برخوردونو څخه وحشت کول او د هستو بی معنی جنګ په لور کشول چی د دارنګه جنګونو کول له ډیری لږی کامیابی پرته نوره ټوله ویرانی او قطعی خرابی ده د دغه وحشی موازینیو یو ښکاره دلیل دادی چی د دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته په لسګونو سیمیز او منطقوی جنګونه رامنځ ته شول او د نړی لوی خوړونکی قدرتونه چی د هستوی وسلو درلودونکی دی د دارنګه ډارونکو اسلحو د استعمالولو څخه یی په کلکه ډډه وکړله.

۲۰: د نړی له لویو قدرتونو سره په دیپلوماتیکو مذاکراتو کی د برابری د احساس د لاس ته راوړولو امکانات چی د خپل په زړه پوری امتیازونو د ترلاسه کولو زمینه برابره او همواره کړی ترڅو دا امتیازات لاس ته راوړی .

دیپلوماسی چی اصلی او پراخه مفهوم یی د دولتونو ترمنځ خپلمنځی اړیکی او د امورو ښه اداره کول ، د سوله ییزو وسایلو له لاری د هیوادونو په منځ کی ښی او نیکی اړیکی ټینګول دی ، خو نن ورځ په هغه طریقو باندی چی د هغی په وسیله بهرنی سیاستونه په کاروړل کیږی او دولتونه په دی توانیږی ترڅو په بهرنیو اړیکو کی خپلو څرګندو نتایجو او هدفونو ته وریسږی نو په دی توګه د دولت تعریف د بهرنی سیاست تګلاری کورنیو او بهرنیو هدفونو ته د رسیدلو پلان او استراتیژی په نړیواله سطحه څرګندوی چی دارنګه ډیپلوماسی د هغی د مخ پر وړاندی بیولو طریقی او کړنلادی د دیپلوماسی د کیفیت په طریقو کی عمده او اساسی رول لری .

د سیاسی علومو ځینو څیړونکو د دیپلوماسی دغه تعریف ته برتری ورکړی ده او هغه یی دارنګه تعریف کړی ده چی (( کله چی دوه دولتونه یو له بل سره د پیژندلو وروسته اړیکی ټینګی کړی او د اړیکو په ټینګښټ کی توافق د خپلو استازو په واسطه سره ترسره کړی عبارت د دیپلوماسی څخه ده )) په دی توګه د دیپلوماسی د مفهوم په څیړنه کی لاندی ټکو ته رسیږو :

الف: د دیپلوماتیکو اړیکو دواړی خواووی باید دولتونه وی .

ب: دغه دواړو دولتونو باید یو او بل په صحیح ډول سره پیژندلی وی .

ج: د دیپلوماتیکو په اړیکو په ټیګښت کی توافق موجود وی .

د: یو او بل ته خپل دیپلوماتیک مامورین ولیږی او خپله دیپلوماسی د هغه استازو او دیپلوماتانو په واسطه سره چی هیوادونو یو او بل ته استولی دی څرګنده  کړی .

هـ : دهیوادونو تر منځ اړیکی په څو ډوله دی له توافق څخه مخکی اړیکی او وروسته اړیکی چی معمولا  لومړنی شکل یی د عامی دیپلوماسی شکل او دوهم شکل یی د خاصی یا ځانګړی دیپلوماسی څخه شمیرل کیږی او ځینی وخت بیا په ځانګړی ډول د سفیرانو لپاره پکاروړل کیږی .

و: دیپلوماسی هغه روش او طریقه ده چی د جنګ اوجګړی ځای نیسی او د جنګ پیل په حقیقت کی د دیپلوماسی لومړنی ناکامی ده .

ز: داچی دیپلوماسی معلوماتو ته اړتیا لری ، نو بنا دا علم نه بلکی یو فن او طریقه ده چی زیاتره په تجربه باندی متکی ده .

ح: په عملی ډګر کی دغه دیپلوماسی د دولتونو محتوا ، ماهیت ، تګلاره ، پلانونه او بهرنی سیاست معلوموی .

د علومو او فنونو په اصطلاحاتو کی نشو کوولای چی بحث ترسره کړو ولی پره له شک څخه ددغه اصطلاحاتو محتوا همیشه د بحث او څیړنی وړده نو له دی امله د دیپلوماسی له ځانګړو اصطلاحاتو او مفاهیمو څخه صرف نظرکول کوولای شی چی ډیر کلی نتایج تجزیه او تر څیړنو لاندی ونیسو چی په دی ځای کی له څو مهمو ټکو څخه یادونه کوو.

۱: د هیوادونو تر منځ په اړیکو کی د دیپلوماسی منحصر کول د هغه څه په نسبت کوم چی د دولت د پراخوال په مفهوم باندی راغلی دی موافق نه دی داځکه چی که چیری دولت د سازمان په معنی چی د عالی قدرت ، سیاسی تشکل او د ټولو خلکو د ژوندانه د مفکورو او موخو څخه د نشت اخیستو په معنی باندی تفسیر کړو نو په دی وخت کی به هغه هیوادونه چی د خپلو ملتونو په ارادی او عمومی رایو باندی متکی نه دی او د نظامی قدرت او یا د ټولو خلکو له ارادی څخه پرته یی منشاء اخیستی او د خلکو له یوځایووالی څخه منځ ته راغلی دی په دی دلیل چی غیرقانونو جوړښت لری نو اوسیدونکی نشی کوولای چی له نورو هیوادونو سره رسمی او دیپلوماتیکی اړیکی ټینګی کړی له بلی خوا د یو قانونی دولت په څنګ کی هم خلک کوولای شی ترڅو د هیوادونو او ملتونو سره د مذاکر اتو او د دیپلوماتیکو اړیکو په رامنځ ته کولو سره خپل استازی وټاکی دغه امر د هغه هیوادونو په هکله چی په خپلو اساسی قوانینو کی د اساسی او مهمو مسایلو په اړوند ټولپوښتنی ته مراجعه کوی د منلو وړ دی او دغه طریقه هغه مهال د سیاسی حاکمیت د نقض سبب کیږی چی مخکی له مخکی په قانونی توګه نه وو وړاندی شوی .

که چیری د دیپلوماسی په تعریف کی د دولت مفهوم د هغه څه په نسبت چی نن ورځ  د دیپلوماسی په عرف کی رواج لری تفسیر کړو او د بهرنیو چارو د وزارت مامورین د اجراییه قوی په ملاتړ د دیپلوماتیکو طرحو د اجراکولو مسول وګڼو چی د مقننه او قضاییه قوی د تصمیمونو پره د تړلو دروازو تر شا د مسایلو او امورو په حل او فصل لاس پوری کړی ستونزی دوه چنده کیږی په  داسی حالاتو کی دیپلوماسی خپل اصول او قانونی حالت له لاسه ورکوی ، د هیوادونو اړیکی له خپلو خلکو او اوسیدونکو سره په کلی ډول پری کیږی او د متبوع هیوادونو له نظام او سیاسی تشکیلاتو سره په ټکر کی واقع کیږی

۲: لږ تر لږه د دولتونو پیژندل په هغه مفهوم چی نن ورځ ډیر رواج لری دا مفهوم نه شی کوولای . هیوادونو ته د دیپلوماتیکو اعمالو په ترسره کولو سره لازمی مشروعیت وروبښی ، هغه هیوادونه چی د ازادی له حاصلولو څخه وروسته تجزیه کیږی یا له کودتا او یا له انقلاب څخه مخ کیږی هغوی باید له خپلو خلکو سره لازم مشروعیت ترلاسه کړی او د نورو دولتونو له خوا نه د دیپلوماتیکو، رسمی او قانونی اړیکو رامنځ ته کول کافی نه دی .

د هیواد یا دولت پیژندل د اسلام له نظره په  لاندی ۳ صورتونو کی د امکان وړد ی

الف: هغه هیوادونه چی د هغه سیاسی  تشکیلات الهی مشروعیت لری او د هغوی اساسی نهادونه د الهی قوانینو په اساس ولاړ دی هغوی د نظامی مشروعیت درلودونکی دی تر څو دوی د خپلو خلکو ازادی او رایی محترمی وګڼی او د هغی رایو په اساس باندی منځ ته راغلی وی .

ب: هغه هیواد چی د هغه سیاسی نظام د خلکو له ملاتړ څخه برخمند وی د خلکو په غوښتونو او ازادو رایو سره رامنځ ته شوی وی په داسی حالاتو کی دارنګه دولت د خلکو واقعی استازی دولت دی او هغه احترام او لوی اصالت چی د اسلام مبارک دین د خلکو ازادی او رایی ته قایل دی دولت هم په هغه کی شاملیږی دارنګه نظام که هر څومره د ایډیالوژی او قانون له نظره د اسلام د مبارک دین سره مخالف وی خو د خلکو د ملاتړ څخه برخمند نظام وی په رسمیت پیژندل کیږی .

ج: په ضروری مواردو کی د خنډونو څخه تیریدل یعنی د اسلام له نظره (( الضرورات تبح المعذورات )) ځینی هغه هیوادونه چی د کفری نظامونه درلودونکی دی په ظلم جبر او تحمیل باندی متکی دی په هغوی حاکم نظام د خلکو د ارادی او غوښتنی په خلاف باندی په دوی حکومت کوی د اسلام مبارک دین او خلکو ته په لږه او نسبی توافق رسیدلو سره چی د هغوی له ظلم سره په نسبی او قطعی ډول سره یی په رسمیت پيژنی او په دیپلوماتیکو اړیکو مذاکراتو او توافقونو کی د هغه هیواد په تاوان خپل تعهدات نه ترسره کوی نوموړی عمل په حقیقت کی یو ضرورت دی یعنی (( الضرورات تقدر بقدرها )) باندی پای ته رسیږی په دغه ټولو مواردو کی د ملت څخه پیژندنه د خلکو سره د دیپلوماتیکو شرایطو رانمځ ته کول توافقونو ته رسیدل او د اړیکو له لاری خلاصون چی په نړیوالو اړیکو کی د اسلام مبارک دین اصلی او واقعی اهداف دی .

۳: د دغه سوال په ځواب کی چی ایا د دیپلوماتیکو اړیکو په ټینګښت کی د دولتونو له پیژندلو وروسته د توافق کول اجباری دی او یا نه ؟ د دیپلوماسی دغه تعریف ته په کتلو سره به موږ قانع نه کړی ځکه که چیری د دیپلوماتیکو اړیکو ټینګښت د دولت د پیژندلو د ماهیت څخه پرته په بل ډول و پیژنو په داسی حال کی به خامخا د دیپلوماتیکو اړیکو پریکول د هغه دولت له خوا چی مقابل لوری یی په رسمیت پیژندلی دی قانع دلیل وی یا په بله معنی د حقوقی اثر د نه پیژندلو سبب ګرځی په اخیر کی د دیپلوماتیکو اړیکو د اصل ردول د هغه دولت مخکنی پیژندنه ده چی هغه یی په روان بهیر کی فرض کړی او په رسمیت پیژندلی و البته باید یادونه وکړو چی ددایمی اړیکو ټینګښت د دغه حکم څخه مستثنی دی او د طرفی نه توافق ته اړتیا لری.

۴:د دیپلوماسی فن او هنر په هغه شکل چی په عمل کی لیدل کیږی یعنی په هغه شکل چی هغه د مطلق انعطاف شکل دی هر طرف ته باید په اشتبایی توګه استفاده تری ونه شی د دارنګه تصویر په اخیستلو سره نه تنها دیپلوماسی خپل اهمیت له لاسه ورکوی ، بلکه ددی سبب کیږی چی ټولی شیطانی لاری او دماکیولی طریقی د دیپلوماسی اصلی طریقه وبلل شی او دیپلوماتیکی اړیکی په فریب ، دسیسو ، دروغو ، نفاق ، وعده ماتوونه ، چل او ول او له تحمیلی لارو څخه په استفاده کولو باندی خلاصه کړو نو په همدی دلیل سره په انسانی اړیکو کی کلی ضوابطو ته اشاره کول د دیپلوماسی کامل تعریف ته ضروری دی .

۵: دیپلوماسی د دولت د په زړه پوری منافعو ، بهرنی سیاست د پرمخ بیولو لپاره هغه وسیله ده چی هغی ته فقط د یوی وسیلی په توګه کتل کیږی بناء پر دی د انسانی ظالمانه مناسباتو ترمنځ دیپلوماسی تر یوه سرحده یوه ارتباطی وسیله او د ارزشونو ضد ګڼل کیږی مثلا د امریکا د متحده ایالاتونو د بهرنی سیاست د کړنلاری حجم چی د دغه هیواد په ملی امنیت او د منافعو په لاسته راوړلو کی طرحه شوی دی او په هره وسیله چی امکان ولری باید ترسره شی نوموړی هغه استبدادی او ظالمانه طریقی دی چی پرته له شیطانی وسایلو څخه په استفاده کولو باندی د خپلو استعماری منافعو او اهدافو ته رسیدل ناممکن بریښی .

بناء د دیپلوماسی څخه د دارنګه تصویر اخیستل کوم شی موږ ته ثابتوی ؟

ایا کوولای شو د دیپلوماسی څخه د دارنګه تعریف په اخیستلو سره د دولتونو اړیکی په دیپلوماسی او جنګ کولو کی را محدودی کړو؟ بالاخره د دیپلوماسی څخه د دارنګه تصویر په اخیستلو سره د جګړو او د هغوی له راغلو خرابیو څخه دغه پکاراچول شوی دیپلوماسی د خلاصون لاره وګڼو؟ او یا که له ډار څخه ډک څاه دی چی له جګړو څخه ورته سخت او خرابیدونکی عواقب پاتی دی .

۶: که چیری دیپلوماسی د جګړی ځای ناستی روش او طریقه وګڼو باید چی د هغه ضوابط ، اهداف ، اصول او نتایج له جګړی څخه کاملا متفاوت او فرق ولری په داسی حال کی چی له دیپلوماسی څخه د لومړی تصویر په اخیستلو سره هیڅ داسی کومه نمونه وجود نه لری چی هغه د ذکرشوی حقیقت بیانونکی وی .

له دیپلوماسی څخه په دی معنی استفاده کول چی د استازو د لیږلو په واسطه سره دی اړیکی ټینګی شی او یا د یو هیواد د بهرنی سیاست د اجراء کولو فن او هنر دیپلوماسی ده له دیپلوماسی څخه د دارنګه استفاده کولو نتیجه د جنګ او جګړو کولو له نتایجو سره یو شان ده او کله کله خپلو جګړه یزو اهدافو او نتایجو ته رسیدل یوه نږدی او له سهولتونو څخه ډکه لاره ده چی موږ ته دا په ګوته کوی که چیری جنګ او جګړی د زیانونو خسارو د رامنځ ته کولو دلیل او اصلی لامل وګڼو دیپلوماسی هم په یو داسی پراخه تعریف سره له جګړو د پیښه شوو زیانونو نه زیاته له ویرانیو او زیانونو څخه ډکه ده ؟ که نه اصلی خرابی او ویرانی په خپل ذات کی یو منفی ارزش نه شمیرل کیږی ځکه چی هره ودانی او جوړونه له تخریب او له خرابیو څخه پیل کیږی .

۷: د دیپلوماسی مفهوم د هغه حکم په اساس چی په تیرو تعریفونو کی ورته اشاره وشوه د صلحی شرایطو ته ځانګړوالی لری او د جګړی پیل په حقیقت کی د دیپلوماسی د ماتی او شکست پیل دی دغه نظر له هغه ځایه څخه اخیستل شوی دی چی کله د ۱۹۵۰ م کال څخه وروسته د سیاسی علومو ډیرسیاسی شنونکی او د نظر خاوندان په دی باندی معتقد شول چی هیڅ یو ملت نه شی کوولای چی د جنګ او جګړو له لاری خپلو موخو ته ورسیږی ، دا ځکه چی جنګ د دواړو دښمنو طرفونو د خرابیو او ویرانیو اصلی سبب دی. ترهغه  ځایه چی نن د چټک غبرګون او د لومړنی ضربی د استعمال نظریه او د هغی څخه استفاده کول مطرح دی دا نظریه د دیپلوماسی په ټولو نظریاتو باندی حاکمه ده او په ټولو ځایونو کی د محدودو جنګونو څخه استفاده کول د سیاسی وسیلی د عنوان په توګه مطرح ده چی د دیپلوماسی ځای ناستی د جنګ  او جګړی کول ګرځیدلی دی او دیپلوماسی یی لکه داره کړی ده که چیرته جنګ او جګړی د خپلو ټولو منفی اثارو سره چی ملتونه یی د بهرنیو تجاوزونو په وړاندی د حل د لاری په حیث انتخابوی یو ځل د دیپلوماسی او د دیپلوماسی له ټولو هغه نه ارزښت لرونکو خصلتونو سره مقایسه کړو او هغه څه چی د جنګ او جګړی څخه لاس ته راځی د هغه څه په نسبت چی په دروغجنه دیپلوماسی کی له منځه ځی تر څیړنی لاندی ونیسو په دغه ریښتنی ځای ناستی کی به ترد ید او شک اختیار کړو .

اصولا په اوسنی عصر کی دیپلوماسی په عمل کی د یوی کورنی جګړی نتیجه او محصول دی چی د لویو قدرتونو له خوا څخه د نړی په خلکو باندی تحمیل شوی ده پرته له دی نه چی هیوادونه خپل موقفونه لوړ وساتی او دغه هیوادونه په خپل نظامی قدرت ولاړ دی هغو ی د تجاوز او د تحمیل سیاست اختیار کړی دی او د متجاوزینو د لاس ماتولو څخه پرته په څنګه وکوولای شو چی دیپلوماتیکو لارو چارو او مذاکراتو ته زړه ښه کړو د جګړی پر ځای د دیپلوماسی په لوری توصیه کول په حقیقت کی د ضعیفو ملتونو د کشولو وسیله ده او د ظالمو هیوادونو د مقاصدو او غوښتونو تحمیل کول دی په ضعیفو هیوادونو په ساده اصطلاح که ووایو هغه کسان چی فکر کوی چی دیپلوماسی د دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته د لویو قدرتونو اقتدار او نفوذ را کم کړی دی په دی اړوند بایو ووایو چی له هغه ځایه چی ظالمو هیوادونو د هستوی جنګونو څخه د راغلو نتایجو په دلیل له دغه بازی څخه د اور په واسطه لاس اخیستی دی ، خپل فعالیتونه او متجاوز عملیاتونن یی د هیوادونو داخلی امورو ته متوجه کړی دی او خپلو ظالمانه  مقاصدو او غوښتنو ته د ریسدلو په خاطر یی د ملی امنیت د راویستلو او ملی منافعو ته د وفادار پاتی کیدلو په نامه یی د دیپلوماسی لاره په مخ کی نیولی ده تر څو له دی لارو څخه خپلو اهدافو ته ورسیږی که چیرته  دیپلوماسی د جګړی په ځای سلحه یزه ځای ناستی ده ایا دا فقط د لویو قدرتونو د منافعو او غوښتونو لپاره ده چی کاملا صادق هیوادونه دی ؟ او یا د هغه ملتونو لپاره هم همدغه دیپلوماسی ده چی نن ورځ د لویو هیوادونو سره لاس او ګریوان دی ؟ نه هیڅ وخت داسی نه ده .

دوهم بحث : د اسلام دیپلوماسی

سمول

د حضرت رسول اکرم (ص) د دیپلوماسی څخه مقصد هغه فعالیتونه دی چی انحضرت (ص) د حکومت د ریس په توګه ، د استازو او ټاکلو سفیرانو ، د اسلامی دولت د سیاسی وظایفو د ترسره کولو او د بهرنی سیاست په اړوند د اسلام کلی تګلارو ته حقیقت همدارنګه د اسلامی دولت له حقوقو او منافعو څخه د قبایلو او مختلفو دینی ډلو په منځ کی ساتنه او د غیر مسلمانانو هغو ټولونو چی د اسلام ه قلمرو څخه دباندی شتون لری د هغوی له ټولو حقوقو او ملی منافعو څخه ساتنه کیدله په حقیقت کی د اسلام د سیاست عالی اهداف او کلی نظریات د اسلامی امت لویی منافع ګڼل کیدله چی د ا د حضرت رسول اکرم (ص) دیپلوماسی راپه ګوته کوی د دغه کلی دیپلوماسی رهبری د اسلام د سترپیغمبر (ص) خپله د انحضرت (ص) له خوا څخه د اسلامی اصولو او ضوابطو په نظرکی نیولو سره ترسره کیدله او د زمانی له شرایطو ، مقابل طرف د خصوصیاتو د هغوی د خاصو او عامو غوښتونو سره دا دیپلوماسی یوه مناسبه دیپلوماسی وه چی په هغه باندی اړیکی او روابط حاکم وه .

که چیرته دیپلوماسی د مذاکراتو هنر وګڼو او یا هغه خپلو اهدافو ته د رسیدلو لپاره یوه کاروړنکی وسیله وګرځوو نو دغه تعریف د انحضرت (ص) د فعالی دیپلوماسی په هکله په ښکاره ډول صدق کوی او ریښتنی تعریف دی ولی د انحضرت (ص) د دیپلوماسی امتیاز په دی کی دی چی د انحضرت (ص) طریقه او کړنلاره په اجتماعی قوانینو ، ریښتنی نړی لید او انسانی اصولو او ارزښتونو باندی ولاړه وه او د هغی اساس او تهداب هغه اصولو او ضوابطو تشکیلوله چی له الهی وحی او پیژندل شوو عقلی موازینو باندی اتکاء درلوده او له هغه څخه یی نشئت اخیستلو .

په خبرو اترو کی هر رقم هنر استعمالول او له دغه هنر څخه استفاده کول نه شی کوولای چی دا دیپلوماسی وی لکه هغه ښځه چی د علمی او عقلی پیژندل شوو اصولو څخه پیروی نه کوی نو دا انسانی ارزښتونه په حقیقت کی په نظر کی نه شی نیولی . مګر هغه څه چی نن ورځ په نړی کی د دیپلوماسی په نوم روان دی په حقیقت کی د متبوع هیوادونو د منافعو په ساتنه کی یو فعالیت دی ، نه د هغوی د ملتونو د منافعو په ساتنه کی هڅی او په همدی دلیل سره کارکوونکی  دارنګه دیپلوماسی د دولتونو په افرادو پوری تړی او هغه کسان چی ټاکل کیږی تر څو د خپل ماموریت په قلمرو کی فقط ددی په فکر کی دی تر څو دا جوته کړی چی د هغو متبوع نظام کوولای شی د سیاسی نظام څخه برخمند وی او یا ددی په هڅه کی دی چی څرنګه وکوولای شی چی د خپل متبوع هیواد په ګټه خپل ملت ته فریب ورکړی د هغوی طبعی زیرمی ، ثروت او ازادی چور او چپاول کړی په حقیقت کی ننی او حاضره دیپلوماسی یا د غلامی هنر دی او یا هم د غلام کیدلو هنر ، او هر هغه څوک چی غواړی د دیپلوماسی هنر د استقلال او ازادی په نوم وکاروی نو هغه دی د اجنبی او بی ګانه هیوادونو له غلامی څخه ځان وژغوری .

ددغه بحث په اخیر کی به ووینی چی د اسلام ستر پیغمبر (ص) د قبایلو ، قومونو ، ملتونو او د هیوادونو له مشرانو سره په خپلو اړیکو کی خلک د دیپلوماتیکو اړیکو د ټینګښت اصلی خاوندان او مستحیقین ګڼل او هغه (ص) دغه اړیکی د سازش په مفهوم نه ټینګولی بلکی دایی د توافقونو د راویستلو اصلی عامل ګڼلی .

په دیپلوماتیکو اړیکو کی د انسانیت د دلیل په اساس اصله ازادی ، واک ، متقابل احترام ، نیک نیت او صداقت هغه اصول دی چی د اسلام ستر پیغمبر (ص) د قومونو ،قبایلو او زمامدارانو سره چی له انحضرت (ص) سره یی په نوع د انواعو اړیکی درلودی انحضرت (ص) د مذاکراتو او مناسباتو پایه او اساس شمیرلی .

د اسلام ستر پیغمبر (ص) د قومونو ، ملتونو د هغوی د مشران سره د خپلو سیاسی اړیکو د ټینګښت په بهیر کی او د هغوی د استازو سره په ټولو لیدلو او کتلو کی له ځینو ځانګړو مواردو پرته چی د دښمنی سبب ګرځیدلی دی نور نو په غالب ګمان کامیاب او موفق و او دغه تصادم او یا لیدنه یا د اسلام د مبارک دین په راوړولو پآی ته رسیدله او یا هم د توافقونو او قراردادونو د امضاء کیدلو او ټینګښت سبب ګرځیده په دغه ټولو مواردو کی هیڅکله هم نه خپله حضرت رسول اکرم (ص) او نه د هغه استازو له فریب کاری ، د سیسو ، دروغ ویل ، نفاق اچول ، وعده ماتولو او داسی نورو منفی ارزشونو څخه کار نه دی اخیستی او تل یی له سادګی او د خبرو له پټوالی نه پرته له صراحت او پوره اخلاص څخه د خپل ځان او مقابل لوری په ګټه کار اخیستی دی او د قومونو ، قبایلو ، ملتونو او د هیوادونو له ریسانو د هدایاتو او غوښتونو څخه یی اسقبال کړی دی او هیڅکله یی ځان سازش او سستی نه دی ورکړی اصول او قواعد یی د زمانی مقاطعو او ژر تیریدونکو مصالحو قربانی کړی نه دی .

ومن الله توفیق

  1. احمدي, سید احمد (۲۰۲۲). د اسلامي سیاست په موضوع کي مونوګراف (۱ ed.). ننګرهار: احمدي. {{cite book}}: Check date values in: |year= / |date= mismatch (help)