اسلامي افراطیت
اسلامي افراطیت یا افراطي اسلام هغو افراطي عقیدو او چلندونو ته اشاره کوي، چې د اسلام له دین سره تړاو ولري. دا مخالف اصطلاحات، د بېلابېلو پېژندونو پرمټ وړاندې شوي، له علمي مفاهیمو نه نیولې تر دې نظریې پورې چې له اسلام پرته نورې ټولې ایډیالوژۍ ناکامې شوې او په ټیته مرتبه کې دي. دا کولای شي، د اسلام هغو فرقو ته هم وغځېږي، چې دا ډول عقیدې نه لري. په سیاسي تعریفونو کې هغه تعریفونه شامل دي، چې د بریتانیا د حکومت له خوا کارول کېږي او اسلامي افراطیت، د اسلام هر ډول بڼې ته کاروي، چې له «ډیموکراسۍ، د قانون حاکمیت، انفرادي آزادۍ، متقابل احترام او له بېلابېلو دینونو او عقیدو» سره مخالفت لري.[۱][۲]
دا باید له اسلامي بنسټپالنې یا اسلامیت سره په ټکر که نه وي، لومړی یې د مسلمانانو د خوځښت په توګه پېژندل شوی او په دې باور دي، چې اکثریت مسلمان هېوادونه، باید د اسلامي دولت بنسټونو ته را وګرځي او دویم یې یو ډول سیاسي اسلام دی، که څه هم ځینې بیا اسلامي بنسټپالنه او اسلامپالنه دواړه د اسلامي افراطیت ډولونه ګڼي. اسلامي ټروریزم او جهاد، زیاتره وخت د افراطیت پایله ده، خو په ټولو حالتونو کې نه دی.
پېژندونه
سمولعلمي پېژند
سمولد افراطي اسلام علمي پېژند دوه برخې لري:
لومړی: اسلامي فکر وایي: له اسلام پرته نورې ټولې ایډیالوژۍ که له لوېدیځ سره تړاو ولري (د پانګوالۍ نظام) او که له ختیځ (کمونیزم او سوسیالیزم) ناکامې شوې او خپله ماته یې څرګنده کړې ده.[۳]
دویم: اسلامي تفکر وایي: نیمه سیکولر رژیمونه غلط دي، ځکه له اسلام نه بې پروا دي.[۴]
د افراطي اسلام مهمې اغېزې
سمولد اسلام په لومړیو کې
سمولد افراطي اسلام د علمي پېژند له مخې دویم شرط دا دی، چې هغه څه د افراطي اسلام په توګه ونومول شي، چې د دولت ضد وي. په پایله کې د افراطي اسلام لپاره حکومت شرط دی. په هر حال، سره له دې چې د ویسټفالیا سوله په ۱۶۴۸ز کال کې رامنځته شوه او ملي دولت یې معرفي کړ، د اسلامي تاریخ د جوړوونکو پېړیو لیکنو پر معاصرو لیکنو اغېزې درلودې. معاصرې لیکنې په هغه مهال پورې اړوندېږي، چې په اسلامي نړۍ کې د ملي دولت مفهوم په افراطي ډول رامنځته شو. د افراطي اسلام اصلي اغېزې، چې له لومړي اسلام نه سرچینه اخلي، دا دي:
خوارج
سمولاسلامي افراطیت، د اسلام په لومړي تاریخ پورې اړه لري، یعنې هغه مهال چې په ۷مه پېړۍ کې خوارج راڅرګند شول. د خوارجو، سنیانو او شیعه ګانو تر منځ اصلي اختلاف د پیغمبر اکرم (ص) تر وفات وروسته رامنځته شول، چې د اسلامي امت د لارښوونې لپاره د سیاسي او مذهبي ځایناستي پر سر شخړه وه. خوارجو له خپل اصلي سیاسي درېځ نه افراطي عقیدو ته وده ورکړه، چې دوی یې له سني او شیعه مسلمانانو نه جلا کړل. شیعه ګان په دې باور دي، چې علي ابن ابي طالب د محمد (ص) ریښتینی ځایناستی دی، خو سنیان وایي، چې ابوبکر (رض) د دغه مقام وړ دی. خوارج د لومړۍ فتنې ( لومړۍ اسلامي کورنۍ جګړې) پر مهال له شیعه او سني نه بېل شول، دوی په ځانګړي ډول د تکفیر په اړه افراطي درېځ خپل کړی و، چې سني او شیعه مسلمانان یې کافر یا دروغجن مسلمانان (منافقین) اعلان کړل او له همدې امله یې دوی له دین نه د اوښتنې لپاره د وژلو وړ ګڼل. [۵][۶][۷]
اسلامي سنت د خوارجو اصل په ۶۵۷ز کال کې د علي( رض) او معاویه تر منځ په صفین کې د جګړې پر مهال ګڼي. کله چې علي (رض) له پوځي کړکېچ سره مخامخ شو او موافقه یې وکړه، چې دا لانجه به منځګړیتوب ته سپاري؛ خو له دې سره یې د ګوند ځینې غړي له ملاتړه په شا شول. قضاوت یوازې د الله (ج) په لاس کې دی (لاَ حُكْم إلَا لِلّهِ) دا د دغو بېلتون غوښتونکو شعار وګرځېد. دوی ځان ته الشورات (پلورونکي) وویل، تر څو شهادت ته د لېوالتیا لپاره د خپل ژوند پلورل ښکاره کړي.[۸]
لومړیو خوارجو د علي (رض) او معاویه (رض) مخالفت وکړ او خپل مشران یې وټاکل. علي (رض) دوی ته کلکه ماتې ورکړه، چې په پایله کې د یوه خوارج له خوا شهید شو. خوارج د امویانو پر وړاندې په چریکي جګړو کې ښکېل وو، خو یوازې د دویمې فتنې (دویمې اسلامي کورنۍ جګړې) په لړ کې هغه مهال پر یو خوځښت بدل شو، چې دوی په یوه وخت کې د خپلو سیالانو په پرتله ډېرې سیمې نیولې وې. خوارج د ابن الزبیر د خلافت لپاره اصلي ګواښ و، دوی په دې موده کې یمامه او د سویلي عربستان ډېرې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې او د الطایف ښار یې ونیو. [۸]
اذریقه د خوارجو افراطي ډله ګڼل کېږي، چې د ایران د لوېدیځ ځینې برخې یې د امویانو تر واکمنۍ لاندې نیولې وې، تر دې چې په ۶۹۹ز کال کې له واکه وغورځول شوه. ډېرو معتدلو اباضیه خوارجو په عباسي دوره کې په شمالي او ختیځه افریقا او په ختیځ عربستان کې سیاسي واک ته دوام ورکړ. افراطي خوارجو هر مخالف مرتد اعلاناوه؛ نو له دې امله یې غوښتل چې پر کوچنیو ډلو ووېشل شي. څو ګډ ټکي چې د خوارجو وېشل شوو ډلو لرل ،هغه د خلافت په اړه د دوی نظر و، چې په دوو ټکو کې یې د نورو مسلمانانو له نظرونو سره توپیر درلود.
- لومړی: دوی اصولي برابري غوښته او په دې نظر وو، چې هر پرهېزګار او دیندار مسلمان (ان که یو ایتوپیایي غلام وي) خلیفه کېدای شي او په دې برخه کې کورنی یا قبیلوي تړاو بې ارزښته دی. د مشرۍ یوازینی شرط تقوا او د ټولنې له خوا منل دي.
- دویم: دوی ومنله، چې دا د مومنانو دنده ده، تر څو هغه مشر چې په ګمراهۍ کې دی، ګوښه یې کړي. دویم اصل د خوارجو په دیني علم کې ژور مفهوم درلود. د خلافت په لومړیو تاریخونو کې د دې نظریو د پلي کولو لپاره یوازې ابوبکر (رض) او عمر (رض) د مشروع خلفاوو په توګه مني. د عثمان (رض)د خلافت لومړني شپږ کلونه مشروع ګڼي او علي (رض) په بشپړ ډول ردوي.
تر هغه مهاله، چې ابن المقفع د عباسي دورې په لومړیو کې خپله سیاسي رساله ولیکله، نو تر هغه را وروسته خوارج نور د اسلام مرکزي سیمو ته مهم سیاسي ګواښ نه و. [۹]
عصري اسلام
سمولسلفیت او وهابیت
سمولسلفیه په سني اسلام کې یو محافظه کار خوځښت دی، چې د ۱۹مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې راڅرګند شو. دوی د پرهېزګارو نیکونو (سلف الصالح) سنت ته بېرته ورګرځي او دفاع ترې کوي. دا د تر ټولو چټک او مخ پر ودې خوځښت په نامه یاد شوی. هر عالم په ټولنیز، دیني او سیاسي ډګر کې بېلابېل نظرونه وړاندې کوي. سلفیان پر یوې عقیدې باور کوي، چې لنډیز یې دا دی: د اسلام لپاره بنسټپال چلند، د حضرت محمد (ص) او د هغه د لومړیو پیروانو «سلف الصالح» تقلید کول.... دوی دیني ابداع یا بداعت ردوي او د شریعت (اسلامي قانون) له تطبیق نه ملاتړ کوي. سلفي خوځښت پر درېیو ډلو وېشل کېږي: لومړۍ لویه ډله تر ټولو پاک پالونکي (خاموش) دي، چې له سیاست نه ډډه کوي. دویمه لویه ډله مبارز فعالان دي، چې په سیاست کې ونډه لري او درېیمه او وروستۍ ډله جهادیان دي، چې لږه کي جوړوي. زیاتره توندې اسلامي ډلې، د سلفي جهادي خوځښت او له فرعي ډلو نه یې سرچینه اخلي. دویمه لویه ډله سلفي فعالان دي، چې د سیاسي فعالیت اوږد دود لري، لکه: هغوی چې د اخوان المسلیمن په څېر سازمانونو کې فعالیت کوي، اخوان المسلمین د عربي نړۍ لوی اسلامي خوځښت دی. د دوی لویه ډله ارام پالونکي دي، چې له سیاست نه په جلا کېدو باور لري او له فتنې (ګډوډۍ) نه د مخنیوي لپاره د مسلمانانو له حکومتونو سره بیعت کوي، که هر څومره استبدادي هم وي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
وهابي خوځښت، د حنبلي عالم محمد ابن عبدالوهاب له خوا رامنځته او رهبري شو، محمد ابن عبدالوهاب په مرکزي عربستان کې د نجد سیمې دیني مبلغ او په عربي ټاپووزمه کې یې د ال سعود د واکمنۍ په رامنځته کولو کې مهمه ونډه لرله. ابن عبدالوهاب هڅه وکړه، ترڅو د اسلامي دین بنسټیز اصول چې د ده په باور دي، بېرته را وګرځوي او دین له غیر اسلامي باورونو او مذهبي اعمالو نه پاک کړي. د هغه آثار لنډ دي او د قرآن کریم له اقتباسونو او حدیثي ادبیاتو نه ډک دي، لکه د هغه اصلي او غوره الهیاتي رساله؛ کتاب التوحید (د توحید کتاب) دی. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
وهابیت د سني اسلام د یوې محافظه کارې، سختې او بنسټپالې څانګې په توګه تشرېح شوی، چې پر پاکو نظریو او د قرآن پر تحت اللفظي تفسیر باور لري. د «وهابیت» او «سلفیت» اصطلاحات، کله ناکله له یو بل سره بدلېږي، که څه هم د «وهابي» نوم په ځانګړې توګه، د محمد ابن عبدالوهاب پیروانو او د هغه د اصلاحي نظریو لپاره کارول کېږي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
معاصر اسلام
سمولمعاصره دوره، له ۱۹۲۴ز کال نه وروسته پیلېږي، د عثماني سترواکۍ (۱۹۰۸ز- ۱۹۲۲ز) له ماتې سره عثماني خلافت هم ړنګ شو. دې پېښې په عمومي ډول پر اسلامي فکر ډېره اغېزه وکړه، په ځانګړي ډول، په هغه څه یې ډېره اغېزه درلوده، چې وروسته د افراطي اسلامي فکر په توګه رامنځته شو.[۲۸]
سرچینې
سمول- ↑ Cook, David (2015). Understanding Jihad. University of California Press. p. 103. ISBN 9780520287327.
- ↑ Casciani, Dominic (10 June 2014). "How do you define Islamist extremism?". BBC News. نه اخيستل شوی 27 January 2016.
- ↑ Cook, David (2015). Understanding Jihad. University of California Press. p. 103. ISBN 9780520287327.
- ↑ Cook, David (2015). Understanding Jihad. University of California Press. p. 107. ISBN 9780520287327.
- ↑ Izutsu, Toshihiko (2006) [1965]. "The Infidel (Kāfir): The Khārijites and the origin of the problem". The Concept of Belief in Islamic Theology: A Semantic Analysis of Imān and Islām. Tokyo: Keio Institute of Cultural and Linguistic Studies at Keio University. pp. 1–20. ISBN 983-9154-70-2.
- ↑ Khan, Sheema (12 May 2018). "Another battle with Islam's 'true believers'". The Globe and Mail. The Globe and Mail Opinion. نه اخيستل شوی 19 April 2020.
- ↑ Hasan, Usama (2012). "The Balance of Islam in Challenging Extremism" (PDF). Quiliam Foundation. Archived from the original (PDF) on 2 August 2014. نه اخيستل شوی 2015-11-17.
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Brown, Daniel (2017). A New Introduction to Islam (3rd ed.). Oxford: John Wiley & Sons, Ltd. pp. 163–169. ISBN 9781118953464.
- ↑ Brown, Daniel (2017). A New Introduction to Islam (3rd ed.). Oxford: John Wiley & Sons, Ltd. pp. 163–169. ISBN 9781118953464.
- ↑ Naylor, Phillip (15 January 2015). North Africa Revised. University of Texas Press. ISBN 9780292761926. نه اخيستل شوی 5 December 2015.
- ↑ Esposito, John (2004). The Oxford Dictionary of Islam. Oxford University Press. p. 275. ISBN 9780195125597. نه اخيستل شوی 5 December 2015.
- ↑ "Salafism: Politics and the puritanical". The Economist. 27 June 2015. نه اخيستل شوی 29 June 2015.
- ↑ Meleagrou-Hitchens, Alexander; Hughes, Seamus; Clifford, Bennett (2021). "The Ideologues". Homegrown: ISIS in America (1st ed.). London and New York: I.B. Tauris. pp. 111–148. ISBN 978-1-7883-1485-5.
- ↑ Marc Sageman (21 September 2011). Understanding Terror Networks. University of Pennsylvania Press. pp. 61–. ISBN 978-0-8122-0679-1.
- ↑ Vincenzo Oliveti (January 2002). Terror's Source: The Ideology of Wahhabi-Salafism and Its Consequences. Amadeus Books. ISBN 978-0-9543729-0-3.
- ↑ Peskes, Esther (2012). "Wahhabis". Encyclopaedia of Islam, Second Edition. Leiden: Brill Publishers. DOI:10.1163/1877-5888_rpp_SIM_224015. ISBN 978-9004161214.
- ↑ Bokhari, Kamran; Senzai, Farid, eds. (2013). "Conditionalist Islamists: The Case of the Salafis". Political Islam in the Age of Democratization. New York: Palgrave Macmillan. pp. 81–100. doi:10.1057/9781137313492_5. ISBN 978-1-137-31349-2.
- ↑ Encyclopedia of the Ottoman Empire. (2009). New York: Facts On File. 260–261. ISBN 978-0816062591.
- ↑ Wagemakers, Joas (2021). "Part 3: Fundamentalisms and Extremists – The Citadel of Salafism". In Cusack, Carole M.; Upal, M. Afzal (eds.). Handbook of Islamic Sects and Movements. Brill Handbooks on Contemporary Religion. Vol. 21. Leiden and Boston: Brill Publishers. pp. 333–347. doi:10.1163/9789004435544_019. ISBN 978-90-04-43554-4. ISSN 1874-6691.
- ↑ Laoust, H. (2012). "Ibn ʿAbd al-Wahhāb". Encyclopaedia of Islam (2nd). Leiden: Brill Publishers. DOI:10.1163/1573-3912_islam_SIM_3033. ISBN 978-90-04-16121-4.
- ↑ Haykel, Bernard (2013). "Ibn ‛Abd al-Wahhab, Muhammad (1703-92)". In Böwering, Gerhard; Crone, Patricia; Kadi, Wadad; Mirza, Mahan; Stewart, Devin J.; Zaman, Muhammad Qasim (eds.). The Princeton Encyclopedia of Islamic Political Thought. Princeton, NJ: Princeton University Press. pp. 231–232. ISBN 978-0-691-13484-0. نه اخيستل شوی 15 July 2020.
- ↑ Esposito, John L., ed. (2004). "Ibn Abd al-Wahhab, Muhammad (d. 1791)". The Oxford Dictionary of Islam. New York: Oxford University Press. p. 123. ISBN 0-19-512559-2. نه اخيستل شوی 1 October 2020.
- ↑ "Ibn Abd al-Wahhab, Muhammad - Oxford Islamic Studies Online". www.oxfordislamicstudies.com. Oxford University Press. 2020. نه اخيستل شوی 15 July 2020.
- ↑ Musa, Mohd Faizal (2018). "The Riyal and Ringgit of Petro-Islam: Investing Salafism in Education". In Saat, Norshahril (ed.). Islam in Southeast Asia: Negotiating Modernity. Singapore: ISEAS Publishing. pp. 63–88. doi:10.1355/9789814818001-006. ISBN 9789814818001. S2CID 159438333.
- ↑ Hasan, Noorhaidi (2010). "The Failure of the Wahhabi Campaign: Transnational Islam and the Salafi madrasa in post-9/11 Indonesia". South East Asia Research. Taylor & Francis on behalf of the SOAS University of London. 18 (4): 675–705. doi:10.5367/sear.2010.0015. ISSN 2043-6874. JSTOR 23750964. S2CID 147114018.
- ↑ "6 common misconceptions about Salafi Muslims in the West". OUPblog (په انګليسي). 2016-10-05. نه اخيستل شوی 2021-08-20.
- ↑ Kepel, Gilles (2003). Jihad: The Trail of Political Islam. New York: I.B. Tauris. pp. 61–62. ISBN 9781845112578.
- ↑ Cook, David (2015). Understanding Jihad. University of California Press. p. 93. ISBN 9780520287327.