اسفالت چې د بيټومين (قير) په نوم هم پېژندل کېږي، د پيتروليم يوه ټينګه، توره، ډېره سرېښتناکه مايعه يا نيمه جامده بڼه ده. دا په طبيعي زېرمو کې موندل کېدای شي، يا شونې ده چې تصفيه شوی توليد وي او د قير په توګه ډلبندي شوی دی. له شلمې پېړۍ مخکې، د دې لپاره د «اسفالتوم» اصطلاح هم کارېده. دا ټکی د لرغوني يوناني ژبې له « ἄσφαλτος» ټکي څخه اخيستل شوی چې د « ásphaltos» په بڼه تلفظ کېږي. په نړۍ کې د اسفالت تر ټولو زياتې طبيعي زېرمه چې لس ميلیونه ټنه اټکل شوې ده، د قير جهيل دی چې د سويل لويديځ ټرينيډاډ (د وينزويلا په شمال ختيځ ساحل کې پروت د انتيل په ټاپو کې) په «لا بريا» کې موقعيت لري ، کوم چې د «سيپاريا» سيمه ييز شرکت په منځ کې دی.[۱][۲][۳]

تر ډېره بريده د اسفالت استعمال (۷۰٪) د سرکونو په جوړولو کې دی، چېرته چې دا د اسفالت کانکريټ د جوړولو لپاره د مجموعي ذرو سره په يو ځای کولو د سرېښت يا نښلونکي په توګه کارول کېږي. د دې په نورو مهمو کارېدنو کې د قير په مټ د نمۍ د مخنيوي د تولیداتو په برخه کې دی چې په دې کې د بامونو د جوړولو څادرونه او د اوارو بامونو بندول شامل دي.[۴][۵]

په مادي علومو او انجنيرۍ کې، د «اسفالت» او «بيټومين» اصطلاحات عموماً يو د بل پر ځای د دې مادې د طبيعي او جوړې شوې بڼې لپاره استعمالېږي، خو په سيمه ييزه کچه دا توپير لري چې کومه اصطلاح ډېره عامه ده. په ټوله نړۍ کې، جغرافیه پوهان د طبيعي پیدا شويو موادو لپاره د «بيټومين» ټکی غوره بولي. د جوړو شويو موادو لپاره «بيتومين» د نړۍ په ډېرو برخو کې غوره اصطلاح ده، کوم چې د ټاکلو خامو تيلو د تصفیه کولو له پروسې څخه يو غوره پاتې شوي مواد دي؛ په هر حال، په امريکايي انګليسي ژبه کې، د «اسفالت» ټکی ډېر عام کارېږي. د ګډوډېدو د مخنيوي لپاره، دا اصطلاحات چې «مايع اسفالت»، «د اسفالت نښلونکی»، يا «اسفالت سيمينټ» په امريکا کې کاريږي. په عامو خبرو کې، د اسفالت ګڼو بڼو ته کله کله د «تار» (تارکول) ټکی کارول کېږي، لکه د «لا بيريا» تار زېرمه، خو بيا هم «تار» جلا مواد دي.[۶]

په طبيعي ډول پیدا شوي اسفالت ته کله کله د «خام بيټومين» اصطلاح په کارولو سره ځانګړتيا ورکول کېږي. د دې سرېښتناکوالی د يخې ګوړې سره ورته والی لري، په داسې حال کې چې په ۵۲۵ سانتيګراد (۹۷۷ فارنهايت) تودوخه خوټول شويو خامو تيلو څخه جزوي تصفيې څخه تر لاسه شوي مواد کله کله د «تصفيه شوي بيټومين» په نوم يادېږي. د کاناډا په «البرټا» ولايت کې د نړۍ د طبيعي اسفالت زېرمو له منځه ډېری يې د «ايتاباسکا» د تيلو په شګو کې موجودې دي، کومې چې  ۱۴۲۰۰۰ کيلو متر مربع (۵۵۰۰۰ ميل مربع) ځمکه پوښلې ده چې دا له انګلستان څخه زياته سيمه ده.[۷][۸][۹]

د اسفالت ځانګړتياوې د تودوخې له درجې سره بدلون مومي، د دې معنا دا ده چې يوه ټاکلې اندازه شته، چېرته چې د تخته کولو (فشرده کولو) د پروسې پر مهال، د ذرو تر منځ د غوړوالي په پيدا کولو سره سرېښتناکوالی له مناسب تخته کولو سره مرسته کوي. د ښکته تودوخې درجه مجموعي ذرې له خوځښت څخه منع کوي او په دې ډول يې اړين کثافت تر لاسه کېدل ممکن نه دي. د ساده شوي نمونې سيستمونو کمپيوټري شبيه سازي کولای شي د اسفالت ځينې ټاکلې ځانګړتياوې بیا توليد کړي.[۱۰][۱۱]

اصطلاحات سمول

ارپوهنه (د نوم اصل پېژندنه) سمول

د اسفالت ټکی د وروستۍ منځنۍ انګليسي ژبې څخه اخيستل شوی دی، انګليسي ته د فرانسوي ژبې له اسفالت ټکي څخه لېږېدلی او بنسټ يې د لاتيني ژبې د «asphalton»، «asphaltum» ټکي دي، کوم ټکی چې د يوناني ژبې له «ἄσφαλτος»  (ásphaltos, ásphalton) ټکي څخه لاتيني شوی دی، د دې ټکي معنا ده «اسفالت، بيټومين/قير»، د کوم په اړه چې امکان شته له «ἀ-» څخه اخيستل شوې وي چې معنا يې ده «نه، پرته له» چې دا يو مختاړی دی او معنا منفي کوي او د بلې برخې يعنې «σφάλλειν» (sphallein) معنا يې ده «د غورځېدو لامل ګرځېدل، له کاره ايستل، (په مفعولي حالت کې) تېروتنه، (په مفعولي حالت کې) مخه نيول» دي. د لرغونو خلکو له خوا د اسفالت لومړی استعمال د بېلا بېلو شيانو د خوندي کولو يا سره يو ځای کولو لپاره د سيمينټ په توګه شوی دی او په دې ډول داسې ښکاري چې دا نوم خپله په همدې ډول استعمال څرګندونکی و. په خاص ډول، «هيروډوټس» يادونه کړې چې بيټومين بابيليون ته د دې لپاره راوړل شوي و چې د دې ښار د کلا غټ ديوال پرې جوړ شي. له يوناني څخه، دا ټکی بيا وروستۍ لاتيني ژبې ته ولېږدېد او له هغه ځايه بيا فرانسوي ژبې (asphalte) او انګليسي ژبې (asphaltum او asphalt) ته ولېږدېد. په فرانسوي ژبه کې د اسفالت ټکی په طبيعي ډول د پيدا شوي په اسفالت لمدې شوې د چونې د ډبرې زېرمو لپاره کارول کېږي، همدا راز د سرکونو د اوارولو لپاره کارېدونکي «سفالتيک کانکريټ» په پرتله د لږو تشو ځايونو ياد ډېرو بيټومين موادو لرونکو خصوصي جوړ کړای شوي توليداتو لپاره کارول کېږي.[۱۲][۱۳][۱۴]

د « bitumen» ټکی له لاتيني ژبې څخه دی او د فرانسوي ژبې له لارې يې انګليسي کې ځای موندلی. د لاتيني ژبې د ټکي جرړې په پورټو-اندو-اروپايي ژبو کې موندل کېږي چې په « *gʷet» دی، يعنې «قير».

عصري اصطلاحات سمول

په برتانوي انګليسي ژبه کې، په بنسټيز ډول د «ټرمک» (tarmac) ټکی کارول کېږي، کوم چې يو عام نوم او د « tar macadam» لنډيز دی. د اسفالت پر ځای د «بيټامين» ټکی کارول کېږي. همدا راز اسفالت ټکی د اسفالت کانکريټ ته د اشارې په توګه کارول کېږي، کوم چې د ودانيزې مجموعې او اسفالت مرکب دی (کوم ته چې په عامه ژبه کې tarmac هم ويل کېږي). بيتامين چې له خاورې سره ګډ شوی عموماً د « asphalt» په نوم يادېږي، خو نن سبا دا اصطلاح ډېره کمه کارېدونکې ده.[۱۵]

په استراليايي انګليسي ژبه کې، د اسفالت ټکی د تعمريراتي مجموعې د مرکب د ښودلو لپاره استعمالېږي. «بيټومين» د خامو تيلو له تصفيې څخه درانده ترلاسه شوي پاتې شوي مايع ته ويل کېږي.

په امريکايي انګليسي ژبه کې، د اسفالت ټکی د برتانوي انګليسي ژبې له بيټومين سره يو شان دي. په هر حال، اسفالت عموماً د اسفالت کانکريټ د لنډيز شوې بڼې په توګه هم کارول کېږي (په همدې بنسټ د برتانوي انګليسي د اسفالت يا ټارماک سره برابر ټکی دی).

په کاناډايي انګليسي ژبه کې، د بيټومين ټکی د کاناډا د زياتو درندو خامو تېلو د پراخه زېرمو لپاره کارول کېږي، په داسې حال کې چې اسفالت د تيلو د تصفيې څخه توليد شوي ته کارول کېږي. نري شوي بيټومين (په نل لیکو کې د بهېدو لپاره د نيفتا په واسطه نري کېږي) د کاناډا د پيټروليمو په صنعت کې د «ډيلبيټ» (dilbit) په نوم پېژندل کېږي، په داسې حال کې چې بيټومين په مصنوعي خامو تيلو کې پیاوړي کېږي، کوم چې د «سنکروډ» (syncrude) په نوم پېژندل کېږي او له بيټومين سره ګډ شويو ته د «synbit» نوم اخيستل کېږي.[۱۶][۱۷]

اوس هم بيټومين د پيتروليمو د جامدې يا نيمه جامدې بڼې په طبيعي ډول موندل کېدونکو زېرمو لپاره د ځمکپېژندنې په علم کې ترجيحي نوم دی. «Bituminous rock» د رېګ د ډبرې يوه بڼه ده چې په بيټومين لړل شوې وي. د کاناډا د «البرټا» د تيلو رېګ دې ته ورته مواد دي.

اسفالت يا بيټومين اصطلاحات بايد د «تار» يا ډبرو سکرو «ټار» سره ګډوډ نه کړای شي. «تار» د عضوي هايډروکاربن د وچې تصفيې او «پايروليسس» د ډبلو مايعو توليد دی، کوم چې عموماً د بوټو د کتلو له سرچينو څخه په لاس راځي، که هغه د ډبرو سکرو سره فوسيلي شوي وي، يا تازه کرل شوي وي. له بلې خوا، ډيری بيټومين په طبيعي ډول هغه وخت جوړېږي، کله چې په زياته اندازه د عضوي ژويو مواد د اوبو په مټ راټولېږي او د تولید په نقطه کې سلګونه متره ژور خښېږي، چېرته چې د اکسيجن د نه شتون په صورت کې نامنظم شوي غوړ هايډروکاربن ماليکول په اوږدو ځنځيري حالتونو کې سره يو ځای کېږي. بيټومين د يو جامد يا زيات سرښتناک مايع په بڼه کې وي. شونې ده چې دا د ډبرو سکرو له زېرمو سره هم ګډ شي. بيټومين او د ډبرو سکاره د «برجيس» د پروسې په کارولو سره، د ګيسولين په څېر پيټرولو بڼه کې تصفيه کېدای شي او شونې ده چې بيټومین په ټار کې تصفيه شي، نه د دې په عکس.

سرچينې سمول

  1. کينډۍ:Cite EPD
  2. Abraham, Herbert (1938). Asphalts and Allied Substances: Their Occurrence, Modes of Production, Uses in the Arts, and Methods of Testing (الطبعة 4th). New York: D. Van Nostrand Co., Inc. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Full text at Internet Archive (archive.org)
  3. Oishimaya Sen Nag (17 February 2021). "The unique pitch lakes of the world". WorldAtlas. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. کينډۍ:Ullmann
  5. "Asphalt Applications". www.mineralproducts.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Brown, E.R.; Kandhal, P.S.; Roberts, F.L.; Kim, Y.R.; Lee, D.-Y.; Kennedy, T.W. (1991). Hot Mix Asphalt Materials, Mixture Design, and Construction (الطبعة Third). Lanham, Maryland: NAPA Education and Research Foundation. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0914313021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Oil Sands Glossary". Oil Sands Royalty Guidelines. Government of Alberta. 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ نومبر ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Walker, Ian C. (1998), Marketing Challenges for Canadian Bitumen (PDF), Tulsa, OK: International Centre for Heavy Hydrocarbons, د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ مارچ ۲۰۱۲ باندې, Bitumen has been defined by various sources as crude oil with a dynamic viscosity at reservoir conditions of more than 10,000 centipoise. Canadian "bitumen" supply is more loosely accepted as production from the Athabasca, Wabasca, Peace River and Cold Lake oil-sands deposits. The majority of the oil produced from these deposits has an API gravity of between 8° and 12° and a reservoir viscosity of over 10,000 centipoise although small volumes have higher API gravities and lower viscosities. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "ST98-2015: Alberta's Energy Reserves 2014 and Supply/Demand Outlook 2015–2024" (PDF). Statistical Reports (ST). Alberta Energy Regulator. 2015. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۰ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Polaczyk, Pawel; Han, Bingye; Huang, Baoshan; Jia, Xiaoyang; Shu, Xiang (30 October 2018). "Evaluation of the hot mix asphalt compactability utilizing the impact compaction method". Construction and Building Materials. 187: 131–137. doi:10.1016/j.conbuildmat.2018.07.117. ISSN 0950-0618. S2CID 115423703. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hansen, J. S.; Lemarchand, Claire A.; Nielsen, Erik; Dyre, Jeppe C.; Schrøder, Thomas (2013). "Four-component united-atom model of bitumen". The Journal of Chemical Physics. 138 (9): 094508. arXiv:1307.2468. Bibcode:2013JChPh.138i4508H. doi:10.1063/1.4792045. ISSN 0021-9606. PMID 23485314. S2CID 17886103. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. کينډۍ:LSJ.
  13. کينډۍ:LSJ.
  14. Herodotus, The Histories, 1.179.4, on Perseus.
  15. census, 1900, United States Census Office 12th; Steuart, William Mott; Census, United States Bureau of the (1905). Mines and quarries 1902 (په انګلیسي ژبه کي). Govt. Print. Off. د کتاب پاڼې 980. Bitumen mixed with clay was usually called asphaltum. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "What is Oil Sands". Alberta Energy. 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ فبروري ۲۰۱۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "2007 Canadian Crude Oil Forecast and Market Outlook". Canadian Association of Petroleum Producers. June 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ فبروري ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)