اسعارو په اړه څو واقعاتونه
لیکوال : نورالحق ن. څلی
نن ورځ په آسیا کې ډېرې جګړې په هغو مستعمرو کې پېښېږي چې برتانیې د دوهمې نړیوالې جګړې نه په وروسته کلونو کې ستومانه ، تش لاسه او پرېښودلې . د امپراتورۍ دغه شوم میراث لا تر اوسه ډېر د لیدو وړ دی او دا یو له لاملونو څخه دی چې په اکادمیکو کړیو کې ولې برتانوي امپراتوري د جر و بحث اساسي موضوع جوړوي . ځکه د برتانیې پخوانۍ مستعمرې نیمه پېړۍ وروسته د تاوتریخوالي او ناکرارۍ غټې سرچینې او په ناولي انډو خر کې ډوبې دي .
پوښتنه پیدا کېږي چې ولې داسې وشول او یا راز یې په څه کې دی ؟ ځواب یې په لاندې کرښو کې دی .
برتانیې د دوهمې نړیوالې جګړې په پای ، یا په بله وینا د استعمار نه په راوروسته وختونو کې ، خپل جیوستراتیژيکي لید د ګډوډۍ په رامنځ ته کولو ، د ګډوډۍ په غځولو او د یوه هېواد په تجزیه کولو جوړ کړ ؛ دقیقأ د همدغه تګ لوري له مخې په ۱۹۴۷ کې هند ووېشل شو . دغه پالیسي د خونړۍ ټوټه ټوټه کیدنې د یوې اوږدې پروسې سبب ګرځي . اوس مهال په هغو هېوادونو کې چېرې چې د برتانیې استعماري ځواکونو پخوا ښکار کاوه همدغه پروسه نندارې ته وړاندې شوې ده او لا تر اوسه دپام وړ اغیزې لري .
کله چې برتانیې په ۱۹۴۷ کې د هند نیمه وچه پرېښودله هغه یې پر هند او پاکستان باندې ووېشله . له دې چې د برتانیې د جیوستراتیژۍ جوړونکي تازه له دوهمې نړیوالې جګړې څخه راوتلي وو نو د تېلو او ګاز لرونکو سیمو د کنترول ارزښت ورته مالوم و . د ستراتیژۍ جوړوونکو په دې ټینګار کاوه که چېرې د دغو سیمو تر لاس لاندې کول نه شي سمبالېدلی ، برتانیه او د هغې متحدین باید د ګوزار کولو په یوه واټن کې پاتې شي تر څو د دغو اومه موادو د زېرمو کنترول خوندي او د نورو لاس ته لوېدل یې ناشوني کړي . دغلته د هغه وخت برتانوي هند ( اوسني هند او پاکستان ) د ستراتیژیکي ارزښت لوبه رامنځ ته کېږي ، هغه څه چې تاریخ لیکونکو او سیاسي شنونکو یې هېروي .
د هند / پاکستان او منځني ختیځ ستراتیژیک ارزښت :
المان د ۱۹۴۵ کال د مې د میاشتې پر پنځمه نېټه تسلیم شو . په همدغه ورځ صدراعظم ونستون چرچل امر وکړ تر څو د کابینې د پلان جوړول د کادرونو له خوا د جګړو د پای ته رسېدو نه وړاندې « په هند او د هند په سمندر کې د برتانوي امپراتورۍ د ستراتیژیکو ګټو د ساتنې لپاره د اوږد مهالې پالیسۍ د اړتیا » یوه ارزونه وکړي . د مې د میاشتې پر نولسمه نېټه دغه د ارزونې ډیر پټ ګزارش د هغه مخې ته کېښودل شو . د ګزارش مرکزي ټکی دا و چې برتانیه باید له نیمې وچې سره خپل نظامي ارتباط وساتي تر څو سیمې ته د شوروي اتحاد ګواښ شنډ کړي .
په ګزارش کې د برتانیې لپاره د هند د ستراتیژیک ارزښت لرلو په تړاو څلور دلیلونه راوړل شوي دي :
لمړی – د یوې نظامي اډې په توګه د هند ارزښت په دې کې دی چې دغلته مېشت ځواکونه په آسانۍ سره د هند سمندر ، منځني ختیځ او لېرې ختیځ په سیمو کې کارول کېدای شي .
دویم – هند د هوایي او سمندري اړیکو د ترانزیت د مرکزي نقطې په توګه کارول کېدا شي .
دریم – هند د ښه جنګي کیفیت لرونکي ځواک ستره زخیره ده.
څلرم – د هند له شمال لوېدیځ څخه د برتانیې هوایي ځواک کولی شي د شوروي اتحاد تاسیسات وګواښي .
په راوروسته کې آن د هند تر آزادۍ پورې د برتانیې د ستر درستیز په هره ارزونه کې پرته له دې چې د هند په نیمه وچه کې سیاسي او قانوني بدلونونو ته پام وشي د نظامي ارتباط د ساتلو په اړتیا باندې ټینګار شوی دی . په همدې تړاو هغوی یو شان د هند د شمال لوېدیځ پر ځانګړي اهمیت باندې تاکید کړی دی . ( اشد محرم سند ، پي اچ پي (۱۵ ) ( ۰ ) وروستی ، ۱۹۴۵د مي ۱۹ ، ال / ډبلیو / اس / ۱ / ۹۸۳۹۸۸ ) د ختیځ او هند ټولګه د برتانیې کتابتون ، لندن . )
لکه څرنګه چې پوهېږو د دغسې جیوستراتیژیکو موخو لاسته راوستل په ګرده کې ستره لوبه ونومول شوه . د اتلسمې پېړۍ په پیل کېدو سره فرانسویانو ته هم د هند د ارزښت پته ولګېده او په جدیت سره یې هڅه وکړه چې په اروپا کې د خپلو سیاسي موخو لپاره د هند د سرچینو د لرلو د پروسې یوه برخه واوسي . دغه هیله هغه وخت خپل اوج ته ورسېدله کله چې ناپلیون دا وموندله چې تر هغو پورې هند د برتانیې په لاسونو کې وي دا به ناشونې وي چې په اروپایي جګړو کې بشپړه ماته ورکړل شي . نو ځکه د ناپلیون برم لرونکی پوځ د روسیې خاورې ته له داسې ضمني جوړ جاړي سره ننوت چې د ځمکې له لارې او د افغانستان له خاورې په تېرېدو سره به هند ونیسي . کله چې برتانویان پر دغه پلان پوه شول نو یو په بل پسې یې د فرانسویانو پر ضد ائتلافونه جوړ کړل چې پایله یې د فرانسې او روسیې تر منځ جګړه شوه ، د کومې په پای کې چې ناپلیون کمزوری شو .
وروسته روسان هم وتوانېدل چې دغه د ځمکې لاره او د هغې ګټې ومومي او په چټکتیا سره جنوبي خاناتو ( مرکزي آسیا ) ته ننوتل او یو پر بل پسې يې لاندې کړل . کله چې برتانویانو هند ته د روسانو د ننوتلو یا ښکاره د لاندې کولو خطر احساس کړ نو درې لارې ېې غوره کړې .
لمړی – له ۱۸۵۷ څخه وروسته یې د کشمیر ، افغانستان او د سک اتحادیه ډوله ایالتونو په بڼه حایلې(بیلیدونکې) پاچاهۍ جوړې کړې .
دویم – د برتانوي هند پوځ یې د ستر درستیز د هغو اصولو سره سم وروزه چې د فون مولتکه په شان الماني ستراتیژۍ جوړوونکو تالیف کړي وو .
دریم – د هند فرهنګي میراث یې ککړ کړ .
ټولنیزه مهنډسي دومره بریالۍ وه چې په سلو کلونو کې هندوستانیانو د خپل ویاړلي فرهنګ هر څه له لاسه ورکړل – کلچر ، دودونه ، ساینس – هندوستانیانو فکر کاوه چې دوی له هغو ( فرهنګي میراث ) سره هیڅ هم نه شي کولی او په عاجزۍ سره یې ځانونه برتانویانو او د هغوی روزنیز سیستم ته تسلیم کړل .
د دې لپاره چې د هند بشپړ کنترول تر لاسه کړي برتانویانو د مذهب ، ټبر ، قبیلې ، کاست ، سیمې او ژبې په اړه « د بېل یې کړه ، اېل یې کړه » پالیسي کاروله ؛ د کومې اغېزې چې لا تر اوسه د فکري ، عاطفي او رواني مرییتوب د دوامداره خټې په بڼه احساس کېږي . له دغه آفت څخه هندوستانیانو لا تر اوسه د راوتلو توان و نه موند . دا دقیقأ هغه څه دي چې نن ورځ زمونږ د هېواد او د شام د جګړې په زون کې لوبې کوي . دا هماغه ستراتیژۍ ده چې تر نن ورځې پورې دوام لري خو د بېلا بېلو نومونو او اصطلاحاتو لاندې پټه ساتل کېږي – نوې ستره لوبه ، سړه جګړه ، نوې سړه جګړه ، د ترهګرۍ ضد جګړه او داسې نور .
هسې د « نفوذ په ساحو » کې د « ځواک د انډول » په نوم آن د دوهمې نړیوالې جګړې نه وروسته څومره هېوادوه تجزیه شول ؟ کله چې پولې راکښل کېدلې لانجې هم ورسره راوکښل شوې او دغه د « سولې پلان » ونومول شو . لکه څرنګه چې اوس غواړي عراق او سوریه تجزیه کړي ، کټ مټ همدغسې یې په ۱۹۴۷ کې هند ووېشه ؛ هغه وېش دواړو هېوادونو ته څومره سوله راوړله ؟ ولې هند او پاکستان یو بل ګرم بولي او په زړه پورې یې لا دا چې بې خبره دي او یا هیڅکله هم هغه ستراتیژیک لاملونه نه مني د کومو لپاره چې برتانویانو سره ووېشل ؟ عجیبه ده اووه لسیزې کېږي چې هند او پاکستان وایي مونږ آزادي لرو خو دواړه اړ دي هغه پولې باید ومنې چې د برتانیې له خوا راکښل شوې دي او یواځې ډېرې ویجاړۍ يې راوړې دي ؟
پای