اسرائیل څه دی؟

اسرائیل څه دی؟

سمول

اسرائیل څه دی؟

سمول

ځيني کسان اسرائيل فقط یو نهه ميليوني هيواد ګڼي چې په محدوده جغرافيه آباد په ورڅېرمه اسلامي هيوادونو باداري چلوي او یو نيم میليارديز مسلمان امت يې په وړاندې عاجز دی.

خو خبره دومره ساده هم نه ده. دلته هڅه کوو د اسرائيلو د دې اوسني موقف شاليد راوپلټو او د موضوع تاريخي سوابق رڼا ته کړو.

د آخرين نبوت له زمانې وړاندې نړیوال نظم د فارس او روم له امپراطوريو تشکيل شوی و، خو د اسلام په راتګ سره چې د فارس امپراطوري ونړېده، اسلامي امت په شرق کې د غربي تمدن  سیال شو. غرب چې د پخواني یونان او مقدوني سکندر له زمانې بیا د مسيحي روم تر وخت یې په نړیواله کچه د یوه مطرح قوت په حیث خپل سياسي، نظامي او فرهنګي هژموني راساتلې وه اسلام او اسلامي امت ته یې په داسې نظر کتل چې په هر لحاظ ورسره سيالي کولای شي.

له هماغه وخته داسلام او غرب شخړه راپیل شوه. په تېرو ۱۴ پيړیو کې دا شخړه له څلورو مراحلو تېره شوې چې کله یو اړخ د برلاسۍ او تهاجم په حالت کې وي او بل دفاع کوي او کله برعکس. لومړنيو پیړيو خصوصا د راشده او اموي خلافتونو په وخت کې چې مسلمانانو د غرب پر خوا فتوحات کول او غرب ګام پر ګام شاتګ کاوه د دې شخړې اوله مرحله وه. صليبي جنګونه چې غرب څه کم دوه سوه کاله په اسلامۍ نړۍ مسلسل بریدونه وکړل او ځیني سیمې یې اشغال کړې دوهمه مرحله وه. له صلیبي جګړو وروسته د مصر د ممالیکو او عثمانیانو په لاس د صلیبيانو شړل، په مدیترانه واک بشپړول او د بالقان په شمول د شرقي اروپا د سیمو فتوحات یې دریمه مرحله وه، له رنسانس وروسته په شرق او ټوله اسلامي نړۍ د اروپايانو استعماري حملې یې څلورمه مرحله و چې تر اوسه په یو  شکل دوام لري.

خو په دې ټولو مرحلو کې اسلامي امت که څه هم کله کمزوری شوی، اما داسې حالت ته نه دی تللی چې په نړیواله کچه د لويو پریکړو له سټيج څخه وغورځي. په هر څومره پاشلي حالت کې یې بیا هم د غرب سره سیالي روانه ساتله.

خو سل کاله پخوا د عثماني دولت له سقوط وروسته مسلمانان په لومړي ځل د زبرځواکۍ له منصب نه وغورځېدل. په شرق کې د زبرځواکۍ منصب شوروي اتحاد اشغال کړ او بیا که به شرق او غرب يادېدل مطلب به ترې شوروي اتحاد او امريکا و. دا وخت نو د مسلمانانو غربي سيالانو لکه امریکا، برتانیه، فرانسه، المان وغیره چې د پخواني روم میراثخواره دي، دې ته یې اړتیا نه درلوده چې پاشل شوي، بې څوکه او بې ځواکه اسلامي امت سره ځان په سیالۍ کې مصروف کړي. دوی د مسلمانانو د تحقير، تذليل او د غرب په نیابت سیالۍ پاللو لپاره ورک يهودان سره راټول کړل، دولت یې ورجوړ کړ او د عربو په منځ کې یې د مطلق سياسي، نظامي او هراړخيز ملاتړ په مټ ځای پر ځای کړل.

صهيونست رژيم ته د هغه خروړي سپي کار وسپارل شو چې د کلي خان په خپله دروازه کې تړلی وي او یا هغه ناظر چې د کلي د خان په حمايه او نیابت خلکو ته ښکنځل کوي یا ورسره شخړې کوي.

اسرائیل لکه څنګه يې چې وجود د برتانيې د بهرنيو چارو د وزیر آرتور بالفور لخوا اعلان شوی او د غرب په حمايه له عدم نه وجود ته راغلي، دغه راز یې د پایښت ذمه هم غرب اخیستې. په ملل متحد کې د امریکا د ويټو حق د اسرائيل د دفاع چتر دی، د ټول شرق لپاره په اسرائيلو کې د امریکا د وسلو او نظامي وسايلو ډېپو صهيونست رژیم د نظامي تدارکاتو له اړخه بشپړ په ځان متکي کړی.

ستاسو به یاد وي چې تېر کال د غزې د جنګ له پيل سره د امریکا جنګي بیړۍ په حرکت راغلې او پنټاګون اعلان وکړ چې که هر چا په دې جنګ کې مداخله وکړه د امریکا له سخت ځواب سره به مخامخ شي.

بناء د غزې جنګ د اسلام او غرب د هماغه یو نیم زرکلن تقابل دوام دی، خو فرق دا دی چې پخوا به له اصلي غربيانو سره شخړه وه مګر اوس په حیث د امت  د غرب په دروازه کې له تړلي سپي سره شخړې ته پاته شوي یو.