اسد الله همتيار

داکتر اسد الله همتيار د افغانستان د ولسي جرگې غړی دی.

ډاکتر اسدالله همتیار د میانور زوی ۱۳۴۳ ه ش د لوګر ولایت د خروار ولسوالي د بلوخیلو د کلي کې زیږیدلی. ثانوي زده کړې یې د هجرت په دیار کې د اتحاد په عالي لیسه کې تر سره کړې دي. لوړې زده کړې یې د کابل په طبي پوهنتون کې تر سره کړې ۱۳۸۱ ه ش کال فارغ شوی.د لوګر په ولایتي روغتون کې یې د ډاکتر په حیث کار کړی و. د بیړنۍ لوې جرګې، د اساسي قانون د لوې جرګې غړ و. د خروار ولسوالي د روغتیا د برخې مسول و. په ۱۳۸۴ ه ش د لوګر ولایت څخه ولسې جرګې ته لار پیدا کړه او خپله پنځه کلنه دومره بشپړه کړه. له وکالته

وروسته یې د کابل په انتاني روغتون کې دنده واخیسته او هم دلته یې تخصص هم تر سره کړ. بعد له وخته به یې په خپله معاینه خانه کې د ناروغانو تداوي کوله. اسدالله همتیار په ۱۳۹۶ ه ش کال د اسد د میاشتې په نهمه نیټه په خپله معاینه خانه کې د نامعلومو وسلوالو له خوا په شهادت ورسیده. دافغانستان د پارلمان له ودانۍ سره نږدې خاورو ته وسپارل شو. روح دې ښاد وي.