اسدالله غضنفر () (په انگرېزي: Asadullah Ghazanfar) د کندز ولايت د چهار درې په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. هغه د استاد محمد صديق پسرلي زوى دى او دا مهال په کابل کې ژوند کوي.

اسدالله غضنفر

زده کړې

دولسم ټولگی يې د کندز ښار په شېرخان لېسه کې لوستی او وروسته يې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځی لوستی دی. ښاغلي غضنفر د پېښور له پوهنتونه په پښتو ادبياتو کې د ماسټرۍ سند اخيستی او خپل لومړنی رسمي کار يې د ايران په تهران راديو کې ترسره کړی دی.

ليکوالي

اسدالله غضنفر په پېښور کې د مياشتنۍ سپېدې مجلې د چاپ په برخه کې له مرستو خپل ادبي او فرهنگي کار پيل کړ. گڼ شمېر لنډې کيسې يې وليکلې او وروسته وروسته يې د لنډو کيسو پر فني اړخ ډير کار وکړ.

نوموړي پر ١٩٩٩ ز کال د داستانونه دوه مياشتنۍ مجله له پېښوره چاپ کړه. دا د پښتو ژبې په ادبياتو کې لومړنۍ مجله وه چې يوازې لنډو کيسو ته ځانگړې شوې وه، خو تر دوه نيم کلن خپرندويي فعاليت وروسته داستانونه بنده شوه. له تېر کال څخه يو وار بيا داستانونه پيل شوې چې له کابله خپرېږي.

دندې

ښاغلی غضنفر د ازادۍ له راډيو سره همکاري لري خو د دوی ډير کار لا هم د داستان ليکنې پر فني او کره کتونکي اړخ راڅرخي.

اسدالله غضنفر د ۱۳۹۳ ل کال په ليندۍ مياشت کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د فرمان پر بنسټ د هېوادمشر ډاکتر محمد اشرف غني د فرهنگي چارو د سلاکار په توگه په دنده وگومارل شو.

چاپ شوي اثار يې

  1. سېمبول په ادب کې.
  2. ساړه بادونه (لنډې کيسې).
  3. د تاريخ ننداره (ژباړه) د ۱۳۸۸ ل کال چاپ.
  4. د نثر ليکلو هنر د ۱۳۹۲ ل کال چاپ.
  5. د يو تېر اور اېرې (لنډې کيسې.
  6. کولتور او ټولنه.
  7. جادوگر هنر.
  8. د تاريخ سبقونه (ژباړه) د ۲۰۱۳ ز کال چاپ.
  9. د زرو هېندارو کور (ژباړه).
  10. څراغ د ۱۳۹۶ ل کال چاپ


سرچينې

  1. ليکوال ويبپاڼه
  2. ازادي راډيو
  3. http://www.taand.com/archives/100110 Archived 2019-09-04 at the Wayback Machine.
  4. https://ocs.gov.af/dr/order_details/198
  5. https://pa.azadiradio.com/a/28630085.html
  6. https://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2013/09/130916_ns_book_revewe
  7. http://www.taand.com/archives/89212 Archived 2019-09-04 at the Wayback Machine.
  8. http://www.taand.com/archives/70440 Archived 2019-09-04 at the Wayback Machine.