استوايي توپان (د ګردجنې بړبوکۍ توپان)

استوايي توپان يو چټک تاوېدونکي توپاني نظام دی چې ځانګړتياوې يې داد ي: د يوه کم فشار مرکز، په لاندې تړلې سطحه کې د اتموسفير څرخېدل، سخت بادونه او د اسماني تندر مارپيچي (تاوراتاو) جوړښت، کوم چې د سختو بارانونو او توپانونو لامل ګرځي. د استوايي توپان ځای او پیاوړتيا ته په کتنې سره دې ته جلا جلا نومونه ورکول کېږي، په انګليسي ژبه کې دا نومونه په دې ډول دي: hurricane (سمندري توپان)، typhoon (توپان)، tropical storm (استوايي توپان)، cyclonic storm (د باد او دوړو توپان)، tropical depression (استوايي فشار)،  يا په ساده ډول cyclone (توپان). سمندري توپان هغه پیاوړی استوايي توپان دی چې په اتلانتيک سمندر يا شمال ختيځ ارام سمندر کې منځ ته راځي، هغه توپان چې په شمال لويديځ ارام سمندر، هندي سمندر، سويلي ارام يا (کم وخت) په سويلي اتلانتيک کې منځ ته راځي typhoon بلل کېږي، يو بل ته ورته توپانونو ته يوازې د « tropical cyclones» (استوايي توپانونو) نوم کارول کېږي، په هندي سمندر کې دا ډول توپانونو ته (سخت توپاني توپانونه) هم ويل کېږي.

استوايي (Tropical) اصطلاح، د دې سيستمونو جغرافيايي نظامونو سرچينې ته کارول کېږی، کوم چې په ځانګړي ډول په استوايي سيندونو کې منځ ته راځي. د «Cyclon توپان» اصطلاح، د همدې سيمو هغو بادونو ته کارول کېږي چې په يوه داريه کې خوځښت کوي، د دوی په مرکزي صفا سترګو په محور راڅرخي (د سترګې يا eye اصطلاح په مرکز کې تر ټولو ارامې هوا مرکز ته کارول کېږی، په عمومي توګه په صفا اسمان او کمې هوا کې وي)، بادونه یې په شمالي نيمه کره کې د ساعت د عقربې د تاوېدو په خلاف او په سويلي نيمه کره کې د ساعت د عقربې د تاوېدو پر لور  چلېږي. مخالف لور ته د تاوېدو لامل يې «کوريوليس» اغېز دی. استوايي توپانونه په عمومي توګه په پرتليز ډول د تودو ابو په سترو هستو کې منځ ته راځي. دا ډول توپانونه په عمومي توګه د سمندرونو له سطحې  د اوبو له بخار نه انرژي تر لاسه کوي، کوم بخار چې په پايله کې د لمدې هوا په راپورته کېدو او د مړښت تر حده (يوه ماده په بله کې تر هغه وخته ګډېدل چې نور يې د زغملو شونتيا نه وي) سړيدو نه وروسته په وريځو او باران کې راټوليږي.د توانايۍ (انرژۍ) دا سرچينه، په منځني جغرافيايي عرض البلد کې له سيکولوني توپانونو سره توپير لري، لکه: ختيځ او اورپايي توپانونه، کوم چې په عمومي توګه د افقي تودوخې له مخالفتونو نه منځ ته راځي. په عمومي توګه د استوايي توپانونو قطر د سل او دوه زره کيلو متره (۶۰ او ۱،۲۴۰ ميله) تر منځ وي. هر کال د نړۍ ډېرې سيمې د استوايي توپانونو له امله اغېزمنې کېږي، د شمالي امريکا خليجي ساحلونه، استراليا، هندوستان او بنګله دېش په کې شامل دي.

په سختي سره د استوايي توپانونو تاوېدونکي بادونه، د ځمکې د څرخېدو په مټ د ښکارېدونکي زاويي چټکتيا د ساتنې پايله ده، ځکه چې بادونه د تاوېدونکي محور پر لور داخل لور ته چلېږي. په پايله کې ډېر کم وخت د استوا له ليکې نه په 5° درجه کې منځ ته راځي. استوايي توپانونه په سويلي اتلانتيک کې ډېر کم وي (که څه هم کله ناکله يې بېلګې منځ ته راځي)، لامل يې په پرله پسې ډول د سختې هوا په مټ د هغوی پرې کېدل (يعنې سخته هوا دا توپانونه له منځه وړي) او د دوو استواګانو ترمنځ د نژدې کېدو د سيمې کمزوري ده، خو له بلې خوا افريقايي ختيځه فواره او د اتموسفير ناټیکاوي په اتلانتيک سمندر او کرابين سيند کې توپانونه راپورته کوي، په داسې حال کې چې له استراليا سره نژدې پېښېدونکی توپان د اسيا د موسمي بادونو او لوېديځ بحر الکاهل د تود ډنډ له امله پيلېږي. 

د تود سمندر اوبه، د دې توپانونو لپاره د انرژۍ (توانايۍ) لومړۍ سرچينه ده. په همدې سبب په عمومي توګه، دا توپانونه د نژدې اوبو پر سر ډېر سخت وي او د ځمکې پر مخ په چټکۍ سره کمزوري کېږی. په دې سبب د داخلي ځمکنيو سیمو په پرتله ساحلي سيمې په ځآنګړي ډول د استوايي توپانونونو له امله له ويجاړۍ سره مخامخ کېږي. شونې ده چې ساحلي ويجاړۍ د سختو بادونو او باران، لوړو څپو (د باد له امله)، د څپو په څېر د توپان د راپورته کېدو (د باد او سخت فشار د بدلونونو له امله) او د بړبوکيو د خپرېدو وړتيا لرلو له امله منځ ته راشي. استوايي توپانونه له يوې پراخې سيمې نه هوا راکاږي (د اتموسفيري نمۍ او له اوبو نه په بخار اوښتې نمۍ نه)  او د دې هوا اوبه لرونکي مواد په یوه کوچنۍ سيمه کې په باران کې راټولوي. شونې ده چې له باران نه وروسته د دې نم لرونکې هوا بیا ډکول، له ساحلي ليکې نه تر څلوېشت کيلو متره (۲۵ ميله) واټن پورې د څو ساعتونو يا څو ورځو لپاره د سختو بارانونو لامل وګرځي، د دې اوبو اندازه د سيمه یيز اتموسفير له هغو اوبو ډېره زياته ده چې اتموسفير يې په يوه وخت کې په ځان کې زېرمه کوي. شونې ده چې همدا چاره د سيند د سيلاب، د ځمکې پر مخ د سيلاب او د يوې پراخې سيمې په لر او بر کې د سيمه یيزو اوبو د مخنيوي د جوړښتونو د ډوبولو لامل وګرځي. که څه هم شونې ده چې په انسانانو يې اغېزې ويجاړونکې وي، شونې ده چې استوايي توپانونه د وچکالۍ د شرايطو په کمولو کې اساسي نقش ولري، خو دا ادعا اختلافي ده. دا توپانونه تودوخه او انرژي له استوايي سيمو نه لرې کوي او جغرافيايي معتدلو عرضونو ته يې لېږدوي، کوم چې د نړيوال اقليم په منظم کولو کې مهمه دنده تر سره کوي.

شاليد

سمول

استوايي توپان، په ټوله نړۍ کې د استوايي يا فرعي استوايي اوبو دپاسه د تودې هستې لرونکې، بې مخه سينوپتيکي پيمانې (لنډې کچې) د کم فشار لرونکي نظام لپاره يوه عمومي  اصطلاح ده. په عمومي توګه دا نظامونه ښه پېژندل شوی مرکز لري، له کوم نه چې په اتموسفير کې د تودوخې د لېږد ژور جريان او د ځمکې سطحې ته نژدې لګېدونکی باد چاپېر وي. [۱][۲]

له تاريخي پلوه، له زرګونو کلونو راهيسې استوايي توپانونه په نړۍ کې پېښ شوي دي، له دې استوايي توپانونو نه لومړی يو يې په لويديځه استراليا کې نږدې له زېږد نه مخکې ۶۰۰۰ کاله پخوا ثبت شوی دی، خو مخکې تر دې چې په شلمه پېړۍ کې د ستلايټ انځورونه تیار شي، د دې ډېرو نظامونو معلومات نه دي شوي، تر هغه وخته چې له ځمکې سره ټکر شي يا په تصادفي ډول يوه بېړۍ ورسره مخامخ شي.[۳][۴]

اوسمهال، په ټوله نړۍ کې په منځني ډول له اتيا نه تر نوي پورې نومول شوي استوايي توپانونه منځ ته راځي، د دوی له منځه له نيمايي زيات يې د توپان په ځواک داسې بادونه منځ ته راوړي چې ځواک يې پنځه شپېته کيلونيوټن (کليو ونيوټن د ځواک اندازه کولو معيار دی) (په يوه ساعت کې ۱۲۰ کيلومتره، ۷۵ ميله په يوه ساعت) کې يا له دې نه زيات وي. په ټوله نړۍ کې، په عمومي توګه داسې ګومان کېږي چې يو استوايي توپان هغه مهال منځ ته راغلی ، چې منځني سطحي بادونه له پنځه دېرش کيلو نيوټن (په يوه ساعت کې ۶۵ کيلو متره، په يوه ساعت کې ۴۰ ميله) نه په چټکه اندازه لیدل شوي وي. په دې پړاو کې ګڼنه (فرضيه) دا ده، چې يو استوايي توپان په خپله پاييدلی دی او کولای شي، چې له چاپېريال نه له مرستې اخیستلو پرته خپل شدت ته دوام ورکړي.[۴]

په ۲۰۲۱ز کال کې په « Nature Geoscience» کې د څارنې(مشاهداتو) يوه خپره شوې لیکنه دې پايلې ته رسېدلې ده چې، شونې ده د استوايي توپانونو جغرافيايي حدود د «هيډلي» د څرخېدو د اقليم د تودوخې په ځواب کې د قطب پر لور پراختيا مومي، (هيډلي څرخېدل د استوايي اتموسفيري څرخ لپاره يوه اصطلاح ده).[۵]

منځ ته راتګ

سمول

استوايي توپانونه په عمومي توګه په دوبي کې منځ ته راځي، خو په ډېرو استوايي توپاني ډنډونو کې نږدې په هره مياشت کې لیدل شوي دي. د اقليم جريان لکه « ENSO» او « Madden–Julian oscillation» د استوايي توپاان د جوړېدو وخت او شمېر (تعدد) ته بدلون ورکوي. د استواء د خط په دواړو خواوو کې د استوايي توپان پيل په عمومي توګه د دوو استواګانو د نژدې کېدو په سيمه کې کېږي، چېرې چې بادونه يا له شمال ختيځ يا سويل ختيځ نه لګيږي. د کم فشار په دې پراخو سيمو کې، د تود استوايي سمندر پر سر هوا ګرمېږي او په جلا شويو ټوټو کې لوړېږي، کوم چې له برېښنا او تندرونو سره د مله باران لامل ګرځي. دا بارانونه ډېر ژر پای مومي، خو شونې ده چې د برېښنا او تندرونو په يوه ستره ټولګه کې سره يو ځای شي. همدا حالت  تود، لوند او په تېزۍ سره د زياتېدونکي باد جريان منځ ته راوړي، کوم چې د ځمکې د څرخېدو سره په تعامل کې په توپاني ډول تاوېږي.  [۶][۷][۸]

د دې برېښنا او تندر د زيات جوړېدو لپاره د ډېرو لاملونو اړتيا ده، چې په هغې کې د سمندر د سطحې تودوالی شا او خوا اووه وېشت درجه سانتيګراد (۸۱ درجه فارنهايت) او د دې سيستم په شا اوخوا کې د عمودي بادونو کم پرې کول، د اتموسفير ناټيکاو، د تروپوسفير له لوړو نه تر منځنيو کچو په سطحو کې زياته نمي، پوره کوريوليس ځواک تر څو وکولای شي ، د کم فشار يو مرکز جوړ کړي، له مخکې نه شته د کمې کچې تمرکز يا ګډوډي. د استوايي توپان د سختوالي لپاره يو حد شته چې د دې په لار کې د اوبو د تودوخې له درجې سره کلکه اړيکه لري. په ټوله نړۍ کې په کلني ډول په منځنۍ کچه د استوايي توپان په سختۍ سره شپږ اتيا استوايي توپانونه منځ ته راځي. د دوی له منځه اووه څلوېښت يې په يوه ساعت کې له څلور اويا ميله (په يو ساعت کې له ۱۱۹ ميله) نه لوړ شدت لري او شل نور يې په سختو استوايي توپانونو بدلېږي (د سافير-سيمپسون په پيمانه لږ تر لږه د درېیمې درجې سختوالي).[۹][۱۰][۱۱]

سرچینې

سمول
  1. "Glossary of NHC Terms". United States National Hurricane Center. خوندي شوی له اصلي څخه په February 16, 2021. بياځلي په February 18, 2021.
  2. "Tropical cyclone facts: What is a tropical cyclone?". United Kingdom Met Office. خوندي شوی له اصلي څخه په February 2, 2021. بياځلي په February 25, 2021.
  3. Nott, Jonathan (March 1, 2011). "A 6000 year tropical cyclone record from Western Australia". Quaternary Science Reviews. 30 (5): 713–722. Bibcode:2011QSRv...30..713N. doi:10.1016/j.quascirev.2010.12.004. ISSN 0277-3791. بياځلي په March 13, 2021.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Global Guide to Tropical Cyclone Forecasting: 2017 (PDF) (Report). World Meteorological Organization. April 17, 2018. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په July 14, 2019. بياځلي په September 6, 2020.
  5. Studholme1, Joshua; Fedorov1, Alexey V.; Gulev, Sergey K.; Emanuel, Kerry; Hodges, Kevin (December 29, 2021). "Poleward expansion of tropical cyclone latitudes in warming climates". Nature Geoscience. 15: 14–28. doi:10.1038/s41561-021-00859-1. S2CID 245540084.{{cite journal}}: CS1 maint: numeric names: authors list (link)
  6. Landsea, Christopher. "AOML Climate Variability of Tropical Cyclones paper". Atlantic Oceanographic and Meteorological Laboratory. بياځلي په September 23, 2010.
  7. "Madden–Julian Oscillation". UAE. خوندي شوی له the original on March 9, 2012. بياځلي په September 23, 2010.
  8. "Tropical cyclone facts: How do tropical cyclones form?". United Kingdom Met Office. خوندي شوی له اصلي څخه په February 2, 2021. بياځلي په March 1, 2021.
  9. Landsea, Chris. "How do tropical cyclones form?". Frequently Asked Questions. Atlantic Oceanographic and Meteorological Laboratory, Hurricane Research Division. بياځلي په October 9, 2017.
  10. Berg, Robbie. "Tropical cyclone intensity in relation to SST and moisture variability" (PDF). RSMAS (University of Miami). بياځلي په September 23, 2010.
  11. Chris Landsea (January 4, 2000). "Climate Variability table — Tropical Cyclones". Atlantic Oceanographic and Meteorological Laboratory, National Oceanic and Atmospheric Administration. بياځلي په October 19, 2006.