په بیولوژي کې، یو ارګانېزم (د لرغونې یوناني کلمې ὄργανον (órganon) 'وسیله، تطبیق، ابزار'، او -ισμός (-ismós)) هر هغه عضوي، ژوندی سیستم دی چې د یوه انفرادي موجود په توګه کار کوي. ټول ژوندي موجودات له حجرو (د حجرو تیوري) څخه جوړ شوي دي. ژوندي موجودات د حیواناتو د طبقه بندۍ (taxonomy) له مخې پر ډلو وېشل شوي دي، لکه څو حجروي یا کثیر الحجروي حيوانات، نباتات او فنجي؛ یا یو حجروي مایکرو ارګانیزمونه لکه پروتیستونه، باکتریا، او آرکیا. د ژوندیو موجوداتو ټول ډولونه د تکثیر، ودې او پراختیا، ساتنې، او د محرکاتو پر وړاندې د غبرګون وړتیا لري. ګونګټې، مرکب کبان، چهارپایان، مرخېړي، او عروقي نباتات د څو حجروي ژوندیو موجوداتو بېلګې دي چې د ودې په جریان کې تخصصي نسجونه او ارګانونه توپیروي.[۱][۲]

یو حجروي ارګانېزم کېدای شي یو پروکاریوټ وي یا هم یوکاریوټ وي. پروکاریوټونه د دوه جلا ساحو په وسیله ښودل کېږي – باکتریا او آرکیا. یوکاریوټیک ارګانیزمونه له غشا سره تړلې حجروي هستې په شتون سره پېژندل کېږي او له غشا سره تړلې اضافي برخې لري چې د ارګانیلونو په نوم یادېږي (لکه په حیواناتو او نباتاتو کې مایتوکوندریا او په نباتاتو او اوبړیو کې پلاستایدونه، چې ټول په عمومي ډول له اندوسیمبیوتیک باکتریا څخه اخیستل کیږي). فنجي، حیوانات او نباتات په یوکاریوټونو کې د ژوندیو موجوداتو یا ارګانیزمونو د سلسلو مثالونه دي.[۳]

د ځمکې پر مخ  شته ژوندیو انواعو د شمېر په اړه اټکلونه له ۲ ملیون څخه تر ۱ ټریلیون پورې دي، چې له ۱.۷ ملیون نوعو څخه ډېر یې مستند شوي دي. د ټولو ډولونو تر ۹۹٪ ډېر، چې اندازه یې تر پنځو ملیارد ډولونو یا انواعو څخه زیاته ده، ژوند یې کړی او د ورکېدو اټکل یې کېږي.[۴][۵][۶][۷][۸]

په ۲۰۱۶ کال کې، د ټولو ژوندیو موجوداتو له وروستیو نړیوالو مشترکو اجدادو (LUCA) څخه د ۳۵۵ جینونو یوه مجموعه وپېژندل شوه.[۹][۱۰]

تعریفونه سمول

یو ارګانېزم ممکن د مالیکولونو د یوې مجموعې په توګه تعریف شي چې د یو څه زیات یا کم باثباته ټولیز موجود په توګه فعالیت کوي او د ژوندانه ځانګړتیاوې ښيي. د ډکشنریو تعریفونه ښایي پراخ وي او ځینې داسې جملې کاروي لکه "هر ژوندی جوړښت، لکه نبات، حیوان، فنجي یا باکتریا، چې د ودې او تکثیر وړ وي". ډېری تعریفونه بیا ویروسونه او ممکن د انسان لخوا جوړ شوي غیر عضوي ژوند ډولونه نه رانغاړي، ځکه چې ویروسونه د تکثیر لپاره د کوربه حجرو په بایو کیمیاوي ماشین پورې اړه لري. سوپر اورګانیزم یو ژوندی موجود دی چې له ډېرو برخو جوړ دی او د یوه واحد فعال یا ټولنیز واحد په توګه کار کوي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

کیمیا سمول

ارګانیزمونه هغه پیچلي کیمیاوي سیسټمونه دي، چې په داسې طریقو تنظیم شوي چې د تکثیر، او د پایښت لارو چارو ته وده ورکوي. هماغه قوانین چې غیر عضوي کیمیا اداره کوي، عضوي کیمیاوي پروسې هم اداره کوي. دا عموما د ټولو ژوندیو موجوداتو ښکارندې دي چې له یوه چاپیریال سره د دوی جوړښت ټاکي او له همدې امله د دوی د DNA پر بنسټ ولاړو جینونو د ژوندي پاتې کېدو لامل کېږي.

د ژوندیو موجوداتو یا ارګانېزمونو اصل یا ریښه، میټابولیزم، او ډېر نور داخلي فعالیتونه د کیمیاوي ښکارندو پایله ده، په ځانګړې توګه د لویو عضوي مالیکولونو د کیمیاوي فعالیت له لارې. ارګانیزمونه د کیمیاوي مرکباتو پیچلي سیسټمونه دي چې د تعامل او چاپیریال له لارې مختلف رولونه لوبوي.

ارګانیزمونه نیمه تړلي کیمیاوي سیسټمونه دي. که څه هم دوی د ژوند انفرادي واحدونه دي (لکه څنګه یې چې تعریف اقتضا لري)، خو بیا هم دوی د دوی په شاوخوا چاپیریال پورې تړلي نه دي. د کار کولو او فعالیت لپاره دوی په دوامداره توګه انرژي اخلي او خوشې کوي. آټوټروفونه له لمر یا غیر عضوي مرکباتو څخه د رڼا په کارولو سره د کار وړ انرژي تولیدوي (د عضوي مرکبونو په بڼه) په داسې حال کې چې هیټروټروفونه له چاپیریال څخه عضوي مرکبات اخلي.

په دغو مرکباتو کې لومړنی کیمیاوي عنصر کاربن دی. د دغه عنصر کیمیاوي ځانګړتیاوې لکه د کاربن اتومونو په ګډون له نورو کوچنیو اتومونو سره د تړلو لپاره د هغه پراخ تړاو او نژدې‌والی، او کوچنۍ اندازه یې چې د څو اړیکو جوړولو توان لري، کاربن ته دا شونتیا وربښي چې د عضوي ژوند د بنسټ په توګه کار ورکړي. کاربن دا وړتیا لري چې کوچني درې اتومي مرکبات (لکه کاربن ډای اکسایډ) جوړ کړي، او همدارنګه د زرګونو اتومونو لوی ځنځیرونه یا لړۍ چې کولی شي مواد (نیوکلیک اسیدونه) ذخیره کړي، حجرې سره یوځای وساتي، او معلومات (پروټین) ولیږدوي.

مکرومالیکولونه سمول

هغه مرکبات چې ژوندي موجودات جوړوي، کېدای شي په مکرومالیکولونو او نورو کوچنیو مالیکولونو ووېشل شي. د مکرومالیکول څلور ګروپونه نیوکلیک اسیدونه، پروټینونه، کاربوهایډریټ او لیپیډونه دي. نیوکلییک اسیدونه (په ځانګړې توګه ډیوکسیریبونوکلیک اسید، یا DNA) د نیوکلیوټایډونو د ترتیب په توګه جینیاتي معلومات ذخیره کوي. د نیوکلیوټایډونو د څلورو مختلفو ډولونو ځانګړی ترتیب (اډینین، سایټوسین، ګوانین، او تایمین) ډېرې داسې ځانګړتیاوې لري چې ارګانېزم جوړوي. دا ترتیب په کوډونونو وېشل شوی، چې هر یو یې د دریو نیوکلیوټایډونو ځانګړی ترتیب دی او له یوه ځانګړي امینو اسید سره مطابقت لري. په دې توګه د یوه ځانګړي پروټین لپاره د DNA کوډونو ترتیب چې د امینو اسیدونو د کیمیاوي ځانګړنو له امله جوړ شوی، په یوه ځانګړي ډول پوښل کیږي او په دې توګه یو ځانګړی فعالیت ترسره کوي.

جوړښت سمول

ټول ژوندي موجودات له جوړښتي واحدونو څخه جوړ دي چې د حجرو په نوم یادیږي؛ ځینې ​​​​یې یو واحد حجره لري (یوني سیلولر) او نور یې ډېر حجروي واحدونه (ملټي سیلولر) لري. ملټي سیلولر ارګانیزمونه د دې وړتیا لري چې حجرې تخصصي کړي ترڅو ځانګړې دندې سرته ورسوي. د دې ډول حجرو یوه ډله نسج دی، او په حیواناتو کې دا د څلورو بنسټیزو ډولونو په توګه واقع کیږي، لکه اپیتیلیم، عصبي نسج، د عضلاتو نسج، او نښلوونکی نسج. د نسج څو ډولونه د یو عضوي یا ارګان په بڼه یوځای کار کوي ترڅو یو ځانګړي فعالیت تولید کړي (لکه د زړه لخوا د وینې پمپ کول، یا د چاپیریال په وړاندې د خنډ په توګه لکه پوستکی). دا ماډل بیا تر لوړې کچې رسېږي چې پکې ډېر ارګانونه د عضوي سیسټم په توګه کار کوي لکه د زیږون سیسټم، او د هاضمي سیسټم. ډیری ملټي سیلولر ارګانیزمونه د څو ارګانونو له سیسټمونو څخه جوړ دي، کوم چې د ژوند لپاره همغږي کوي.

سرچينې سمول

  1. Mosby's Dictionary of Medicine, Nursing and Health Professions (الطبعة 10th). St. Louis, Missouri: Elsevier. 2017. د کتاب پاڼې 1281. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780323222051. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hine, RS. (2008). A dictionary of biology (الطبعة 6th). Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 461. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-920462-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Cavalier-Smith T. (1987). "The origin of eukaryotic and archaebacterial cells". Annals of the New York Academy of Sciences. 503 (1): 17–54. Bibcode:1987NYASA.503...17C. doi:10.1111/j.1749-6632.1987.tb40596.x. PMID 3113314. S2CID 38405158. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Brendan B. Larsen; Elizabeth C. Miller; Matthew K. Rhodes; John J. Wiens (September 2017). "Inordinate Fondness Multiplied and Distributed:The Number of Species on Earth and the New Pie of Life" (PDF). The Quarterly Review of Biology. 92 (3): 230. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Anderson, Alyssa M. (2018). "Describing the Undiscovered". Chironomus: Journal of Chironomidae Research (31): 2–3. doi:10.5324/cjcr.v0i31.2887. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Kunin, W.E.; Gaston, Kevin, المحررون (1996). The Biology of Rarity: Causes and consequences of rare – common differences. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-412-63380-5. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Stearns, Beverly Peterson; Stearns, S.C.; Stearns, Stephen C. (2000). Watching, from the Edge of Extinction. Yale University Press. د کتاب پاڼې preface x. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-08469-6. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 8 November 2014 باندې). Prehistory's Brilliant Future. New York Times.
  9. Weiss, Madeline C.; Sousa, Filipa L.; Mrnjavac, Natalia; Neukirchen, Sinje; Roettger, Mayo; Nelson-Sathi, Shijulal; Martin, William F. (2016). "The physiology and habitat of the last universal common ancestor". Nature Microbiology. 1 (9): 16116. doi:10.1038/nmicrobiol.2016.116. PMID 27562259. S2CID 2997255. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 25 July 2016 باندې). Meet Luca, the Ancestor of All Living Things. The New York Times.
  11. "organism". Chambers 21st Century Dictionary (online). (1999). 
  12. "organism", د آکسفورډ انګلیسي قاموس (الطبعة 3rd), د آکسفورډ پوهنتون چاپ, 2004 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |mode=CS1 غير صالح (مساعدة) (Subscription or UK public library membership required.)
  13. Dupré, J. (2010). "The polygenomic organism". The Sociological Review. 58: 19–99. doi:10.1111/j.1467-954X.2010.01909.x. S2CID 142512990. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Folse Hj, 3.; Roughgarden, J. (2010). "What is an individual organism? A multilevel selection perspective". The Quarterly Review of Biology. 85 (4): 447–472. doi:10.1086/656905. PMID 21243964. S2CID 19816447. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: numeric names: قائمة المؤلفون (link)
  15. Pradeu, T. (2010). "What is an organism? An immunological answer". History and Philosophy of the Life Sciences. 32 (2–3): 247–267. PMID 21162370. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Clarke, E. (2010). "The problem of biological individuality". Biological Theory. 5 (4): 312–325. doi:10.1162/BIOT_a_00068. S2CID 28501709. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Gardner, A.; Grafen, A. (2009). "Capturing the superorganism: A formal theory of group adaptation". Journal of Evolutionary Biology. 22 (4): 659–671. doi:10.1111/j.1420-9101.2008.01681.x. PMID 19210588. S2CID 8413751. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Michod, R E (1999). Darwinian dynamics: evolutionary transitions in fitness and individuality. Princeton University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-05011-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Queller, D.C.; J.E. Strassmann (2009). "Beyond society: the evolution of organismality". Philosophical Transactions of the Royal Society B: Biological Sciences. 364 (1533): 3143–3155. doi:10.1098/rstb.2009.0095. PMC 2781869. PMID 19805423. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Santelices B. (1999). "How many kinds of individual are there?". Trends in Ecology & Evolution. 14 (4): 152–155. doi:10.1016/s0169-5347(98)01519-5. PMID 10322523. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Wilson, R (2007). "The biological notion of individual". Stanford Encyclopedia of Philosophy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Longo, Giuseppe; Montévil, Maël (2014). Perspectives on Organisms – Springer. doi:10.1007/978-3-642-35938-5. S2CID 27653540. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-642-35937-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Kelly, Kevin (1994). Out of control: the new biology of machines, social systems and the economic world. Boston: Addison-Wesley. د کتاب پاڼي 98. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-201-48340-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Pepper, J.W.; M.D. Herron (2008). "Does biology need an organism concept?". Biological Reviews. 83 (4): 621–627. doi:10.1111/j.1469-185X.2008.00057.x. PMID 18947335. S2CID 4942890. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Wilson, J (2000). "Ontological butchery: organism concepts and biological generalizations". Philosophy of Science. 67: 301–311. doi:10.1086/392827. JSTOR 188676. S2CID 84168536. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Bateson, P. (2005). "The return of the whole organism". Journal of Biosciences. 30 (1): 31–39. doi:10.1007/BF02705148. PMID 15824439. S2CID 26656790. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Dawkins, Richard (1982). The Extended Phenotype. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-286088-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)