اروپایی زرغون څرموښکۍ

اروپایی زرغون څرموښکۍ
Lacerta viridis
مملکه ژوی
شاخه شمزۍ لرونکي ژوي
طایفه خاپوړن
ډله پولک لرونکي ځناوران
تیره شرمښکياني

اروپایی زرغون څرموښکۍ (په لاتين: Lacerta viridis) د اروپایی څرموښکۍ څخه تر ټولو لوی خاپوړن دي چی په ځانگړي ډول په اتریش، سلووانیا، اوکراین،تورکيه کی او د تور سمندر تر نژدې ژوند کوي.

توصیف سمول

اروپایی زرغون څرموښکۍ لمړني ځل د Specimen Medicum, Exhibens Synopsin Reptilium Emendatam cum Experimentis circa Venena په کتاب کی د اتريشی ځناور پوه یوسیفوس نیکولاس لورېنټي لخوا توصیف شوه. په اوس وخت کی په اروپا کی د زرغون څرموښکۍ دوه ډولونه چی د Lacerta viridis او Lacerta bilineata په نومونو یادېږي ژوند کوي. څرموښکۍ د هگۍ اچوونکي ځناورانو څخه ده چی اوږدوالي یی ۴۰ سانتمتر دي. د مذکر د بدن رنگ قهوه ای او د مونث د بدن رنگ زرغون دي اروپایی زرغون څرموښکۍ په ځانگړي ډول خشره، د مرغانو هگۍ او مېوه خوړي.

  • Lacerta bilineata په جنوب لويديځي اروپا کی ژوند کوي
  • Lacerta viridis په جنوب ختيځي اروپا گی ژوند کوي