اروپايي مرکزي بانک

اروپايي مرکزي بانک (ECB) د «يوروسيسټم» او د مرکزي بانکونو د اروپايي نظام (ESCB) تر څنګ د اروپايی اتحاديې د اوه ادارو څخه يوه مهمه برخه ده. دا د نړۍ په کچه يو له مهمو مرکزي بانکونو څخه دی.[۱]

اروپايي مرکزي بانک
برخه دEuropean System of Central Banks
Industryfinancial service activities, except insurance and pension funding
بنسټ ايښودنه۱يو جون ۱۹۹۸
نومېدو لاملاروپا
Office held by head of the organizationPresident of the European Central Bank
ChairpersonChristine Lagarde
هېوادجرمني
ځای د هېواد په برخه کېفرانکفورت
کوارډينېټي موقعيت۵۰°۶′۳۴″N ۸°۴۲′۹″E
غړی دDigital Preservation Coalition، International Statistical Institute، Committee for the Coordination of Statistical Activities، Network for Greening the Financial System
Applies to jurisdictionEurozone، اروپايي ټولنه
Has subsidiaryGoverning Council of the European Central Bank، Executive Board of the European Central Bank، General Council of the European Central Bank
څښتن دGroßmarkthalle، Seat of the European Central Bank
مرکزي دفتر محلفرانکفورت
واک ورپاته کيدنه لهEuropean Monetary Institute
Significant eventEuropean Central Bank 2014 data breach
IPv6 routing prefix2a02:2ad0:248::/48، 2a02:2ad0:24a::/48
Email addressmailto:info@ecb.europa.eu
Official blog URLhttps://www.ecb.europa.eu/press/blog/
Map

د ECB اداره کوونکې شورا د «يوروزون» او اروپايي اتحاديې لپاره د پيسو تګلارې جوړوي، د اروپايي اتحاديې د غړيو هېوادونو د بهرنيو ارزي زېرمو مديريت کوي، په بهرنيو ارزي فعالیتونو کې ښکېل دی او د اروپايي اتحاديې د منځنيو مالیاتي موخو او د مهمو ګټو اندازه تشريح کوي. د اروپايي مرکزي بانک اجرائيه پلاوی د اداري شورا تګلارې او پرېکړې عملي کوي او شونې ده چې د خپلو کارونو پر مهال ملي مرکزي بانکونه هم رهبري کړي. اروپايي مرکزي بانک ځانګړی حق لري چې د يورو بانکنوټونه صادر کړي. غړي هېوادونه کولای شي چې د يورو سکي (فلزي پيسې) جوړې کړي، خو اندازه يې بايد له مخکې څخه د اروپايي مرکزي بانک څخه تاييد شي. دا بانک همداراز د « TARGET2» تادياتو نظام هم پر مخ وړي.[۲]

اروپايي مرکزي بانک د ۱۹۹۹ز کال د مۍ مياشتې د امسټرډام د تړون تر مخې جوړ شوی، موخه يې دا وه چې د نرخونو ثبات تضمين او پر ځای وساتل شي. د ۲۰۰۹ز کال د ډيسمبر په لومړۍ نېټه، د «لزبن» تړون پلی شو او دې بانک د اروپايي اتحاديې د يوې ادارې رسمي حيثيت خپل کړ. کله چې اروپايي مرکزي بانک جوړ شو، نو د «يوروزون» يوولس غړي هېوادونه يې تر خپل پوښښ لاندې راوستل. له هغې وروسته یونان ورسره د ۲۰۰۱ز کال په جنورۍ کې، سلوانيا د ۲۰۰۷ز کال د جنورۍ، قبرص او مالټا د ۲۰۰۸ز کال په جنورۍ، سلواکيا د ۲۰۰۹ز کال په جنورۍ، ايستونيا د ۲۰۱۱ز کال په جنورۍ، ليتوا د ۲۰۱۴ز کال په جنورۍ او لتوانيا د ۲۰۱۵ز کال په جنورۍ کې يوځای شول. د دې بانک اوسنی رئیس «کرسټيان ليګارډ» دی. مرکزي دفتر يې د المان په فرانکفورټ کې دی، مخکې تر دې چې خپله نوې ودانۍ جوړه کړي، په يوروټاور کې يې کارونه پر مخ وړل.[۳]

اروپايي مرکزي بانک نېغ په نېغه د اروپايي اتحاديې د قانون تر مخې اداره کېږي. د دې بانک د پانګې د زېرمې ارزښت يوولس ميليارده يورو ته رسېږي چې د اروپايي اتحاديې د غړيو هېوادونو د ونډو په توګه يې ملکت د ټولو اوه ويشتو مرکزي بانکونو سره دی. د لومړۍ پانګې د ونډې کلي په ۱۹۹۸ز کال کې د هېوادونو د وګړو د شمېر او «جي ډي پي» پر بنسټ وشوه، خو له هغې وروسته د پانګې کلي بيا بيا ترتيب شوې ده. په اروپايي مرکزي بانک کې ونډې د لېږد وړ نه دي او د ضمانت په توګه هم نه شي کارول کېدای.[۴]

تاریخ

سمول

د اروپايي مرکزي بانک لومړي کلونه (۱۹۹۸-۲۰۰۷)

سمول

اروپايي مرکزي بانک د پيسو اروپايي ادارې (EMI) بالفعل ځای ناستی دی. EMI د اروپايي اتحاديې د اقتصادي او مالي  ټولنې (EMU) د دويم پړاو په پيل کېدو سره جوړ شوی و، څو وکولای شي د يورو دودپيسې خپلونکو هېوادونو لېږدونکي مسايل سمبال کړي او ECB د مرکزي بانکونو اروپايي نظام (ESCB) د جوړولو لپاره چمتوالی ونيسي. EMI خپل مسئوليتونه له هغې څخه د مخکيني اروپايي مالي همکارۍ صندوق (EMCF) څخه په غاړه واخيستل.[۵]

ECB په رسمي ډول د ۱۹۹۸ز کال د جنون په لومړۍ نېټه د اروپايي اتحاديې د تړون (TEU، د Maastricht تړون) په مټ د EMI ځای ونيو، بیا هم، د ۱۹۹۹ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د يورو تر معرفي کېدو يې خپل بشپړ واکونه اعمال نه کړل، کوم چې د EMU د درېيم پړاو ښودنه کوي. بانک د EMU لپاره وروستۍ اړينه اداره وه، لکه چې د «پير وارنر» او رئيس «جيک ډيلورس» د EMU په راپورونو کې څرګنده کړې. دا د ۱۹۹۸ز کال د جون په لومړۍ نېټه جوړ شوی و، د بانک لومړی رئيس « Wim Duisenberg» و، چا چې مخکې د هالنډ د مرکزي بانک د رئیس او پيسو د اروپايي ادارې د مشر په توګه دندې تر سره کړې وې. په داسې حال کې چې د ECB له منځ ته راتګ بيخي مخکې « Duisenberg» د EMI رئيس و (له اليګزينډر لامالوسي څخه يې مسئوليت اخستی و)، د فرانسې حکومت غوښتل چې د فرانسې د مرکزي باننک پخوانی مشر « Jean-Claude Trichet» د ECB لومړی رئيس شي. فرانسويانو استدلال کاوه، دا چې ECB ته په فرانسه کې موقعيت ورکول کېده، له همدې امله يې رئيس هم بايد فرانسوی وي. د المان، هالنډ او بلجيم حکومتونو له دې سره مخالفت وښود، چا چې « Duisenberg» ته د يورو د يو پياوړي ضامن په سترګه کتل. دا ستونزه د شفاهي تړون پر بنسټ پای ته ورسېده، په کومه کې چې به « Duisenberg» د خپلې مودې له بشپړېدو مخکې له خپلې دندې لاس په سر کېږي او د هغه ځای به «Trichet» نيسي.[۵][۶][۷][۸]

«Trichet» د ۲۰۰۳ز کال د نومبر په مياشت کې د « Duisenberg» پر ځای د مشر په توګه دنده پيل کړه. تر ۲۰۰۷ز کال پورې، ECB د پيسو پړسوب نږدې، خو په برياليتوب سره له ۲٪ څخه په کمه اندازه کې په ساتلو بریالی شو.

مالي بحرانونو ته د ECB غبرګون (۲۰۰۸-۲۰۱۴)

سمول

کله چې اروپايي مرکزي بانک له نړيوال مالي بحران او «يوروزون» د پورونو له بحران سره مخ شو، نو دا بانک له ژورو داخلي بدلونو څخه تېر شو.

د يوروزون د پورونو د بحران لمړی غبرګون

سمول

د تش په نوم اروپايي پورونو بحران هغه مهال پيل شو، کله چې د يونان نوي منتخب حکومت د خپلو پورونو او بوديجې د کسر له رښتينې کچې پرده پورته کړه او د اروپايي اتحاديې ادارو ته يې د يونان د دولتي پورنو په تاديه کولو کې د ناکامېدو د راتلونکې ګواښ په اړه خبر ورکړ.

په «يوروزون» کې د احتمالي دولتي پورونو په تادياتو کې د ناکامۍ په وړانديز کولو سره، عامو خلکو، نړیوالو او اروپايي ادارو او مالي ټولنې د يوروزون د ځينو غړيو هېواودنو، په ځانګړي ډول سويلي هېوادونو د اقتصادي وضعيت او اعتباري وړتيا ارزونه يو ځل بیا وکړه. د دې په پايله کې د يوروزون د ګڼو هېوادونو د دولتي پورپاڼو (بانډونو) په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغی. دې چارې په مالي بازارونو کې د خپل ځان پوره کولو وېره راوپاروله: څومره چې د يوناني دولتي پورپاڼو توليد کې زياتوالی راتلو، په همدې اندازه د ناکامۍ شونتيا زياتېده او په همدې ترتيب د پورپاڼو په تولید کې هم زياتوالی راغی.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

دا وارخطايي له دې امله هم زیاته شوې وه چې ECB نه شول کولای د دوه لاملونو له امله د دولتي پورپاڼو د بازارونو په وړاندې غبرګون وښيي او مداخله وکړي. لومړی دا چې عموماً د ECB قانوني کارچوکاټ د دولتي پورپاڼو رانيول منع ګرځوي (د TFEU ۱۲۳ ماده)، دې چارې ECB بازار ته د پيسو له وړاندې کولو څخه منع کړ، کوم څه چې فدرالي زېرمې او د انګلستان بانک ډېر ژر په ۲۰۰۸ز کال وکړ چې د بازارونو په مستحکم کولو کې يې بنسټيزه دنده تر سره کړه.[۱۶]

دويم دا چې د ECB له خوا په ۲۰۰۵ز کال کې د شوې پرېکړې پر بنسټ د يوروزون د ټولو دولتي پورپاڼو لپاره د اعتبار تر ټولو کمه اندازه (BBB-) وړاندې کړه، څو د ECB د پرانيستي بازار د فعاليتونو لپاره د تضمين په توګه وړتيا ولري. د دې مطلب دا و، که چېرته د خصوصي ډلبندۍ يوه اداره، يوه دولتي پورپاڼه له دې حد څخه ښکته ډلبندي کوي، نو ډېر بانکونه به په ناڅاپي دول غېر قانوني شي، ځکه دوی به د ECB د مالي تمويل فعاليتونو ته له لاسرسي بې برخې شي. د ECB د مديره پلاوي پخواني غړي « Athanasios Orphanides» په وينا، د ECB د تضمين په چوکاټ کې دې بدلون د يورو د بحران زړی وکرلو.[۱۷]

له دې څارنيزو خنډونو سره په مخ کېدو، په ۲۰۱۰ز کال کې د « Jean-Claude Trichet» په مشرۍ کې ECB د مالي بازارونو د ارامولو لپاره لاسوهنې ته ميلان نه درلود. د ۲۰۱۰ز کال  مۍ تر شپږمې نېټې، « Trichet» په ګڼو رسنيزو کنفرانسونو کې په رسمي ډول د ECB د دولتي پورپاڼو په رانيولو کې د ګډون شونتيا رد کړه، په داسې حال کې چې يونان، پرتګال، اسپانيه او ايټاليه  اعتباري ډلبندۍ کې د ښکته والي او د سود په اندازه کې د زياتوالي له څپو سره مخ وو.[۱۸]

سرچينې

سمول
  1. "ECB, ESCB and the Eurosystem". www.ecb.europa.eu. 25 June 2015. بياځلي په 2021-09-30.
  2. "STATUTE OF THE EUROPEAN SYSTEM OF CENTRAL BANKS AND OF THE EUROPEAN CENTRAL BANK". eur-lex.europa.eu. بياځلي په 2021-09-30.
  3. "European Central Bank". CVCE. 7 August 2016. بياځلي په 18 February 2014.
  4. "Capital Subscription". European Central Bank. بياځلي په 1 February 2020.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ "ECB: Economic and Monetary Union". ECB. بياځلي په 15 October 2007.
  6. "ECB: Economic and Monetary Union". Ecb.int. بياځلي په 26 June 2011.
  7. "The third stage of Economic and Monetary Union". CVCE. 7 August 2016. بياځلي په 18 February 2014.
  8. "The powerful European Central Bank [E C B] in the heart of Frankfurt/Main – Germany – The Europower in Mainhattan – Enjoy the glances of euro and europe....03/2010....travel round the world....:)". UggBoy♥UggGirl [PHOTO // WORLD // TRAVEL]. Flickr. 6 March 2010. بياځلي په 14 October 2011.
  9. Matlock, George (16 February 2010). "Peripheral euro zone government bond spreads widen". Reuters. بياځلي په 28 April 2010.
  10. "Acropolis now". The Economist. 29 April 2010. بياځلي په 22 June 2011.
  11. Blackstone, Brian; Lauricella, Tom; Shah, Neil (5 February 2010). "Global Markets Shudder: Doubts About U.S. Economy and a Debt Crunch in Europe Jolt Hopes for a Recovery". The Wall Street Journal. بياځلي په 10 May 2010.
  12. "Former Iceland Leader Tried Over Financial Crisis of 2008", The New York Times, 5 March 2012. Retrieved 30 May 2012.
  13. Greek/German bond yield spread more than 1,000 bps, Financialmirror.com, 28 April 2010
  14. "Gilt yields rise amid UK debt concerns". Financial Times. 18 February 2010. بياځلي په 15 April 2011.کينډۍ:Registration required
  15. "The politics of the Maastricht convergence criteria | vox – Research-based policy analysis and commentary from leading economists". Voxeu.org. 15 April 2009. بياځلي په 1 October 2011.
  16. Bagus, The Tragedy of the Euro, 2010, p.75.
  17. Orphanides, Athanasios (9 March 2018). "Monetary policy and fiscal discipline: How the ECB planted the seeds of the euro area crisis". VoxEU.org. بياځلي په 22 September 2018.
  18. "Introductory statement with Q&A". European Central Bank (Press release) (in انګليسي). بياځلي په 3 October 2018.