اروبا

د هالنډ پاچايي يو ټاپوزمه هېواد په کارابين کې

اروبا چې په رسمي ډول د اروبا هېواد په نوم پېژندل کېږي، د نيدرلينډ د سلطنت په داخل کې يو تشکيلونکی هېواد دی، او د کارابين سمندر په سويل کې موقعيت لري. اروبا د وينزويلا د ټاپووزمې پيراګوانا شمال لور ته شا اوخوا 29 کيلو متره (18 ميله) او د کيوراکاو په شمال لوېدېځ کې 80 کيلو متره (50 ميله) په واټن سره موقعيت لري.[۱]

اروبا د خپل شمال لوېدېځ څخه تر سويل ختيځ پورې 23 کيلو متره (20 ميله) اوږدوالی لري، او د پراخوالي په نقطه کې 10 کيلو متره (6 ميله) پلنوالی لري. د Bonaire، Curaçao او اروبا څخه جوړېدونکی ګروپ د ABC په ټاپوګانو يادېږي. د هالنډ کرابيين، په کرابيين کې د نورو درې هالنډي مهمو ټاپوګانو تر څنګ چې SSS ټاپوګان دي، له ABC ټاپوګانو راچاپېر دی. د هالنډ کرابيين د نفوس شا اوخوا يو په درېیمه برخه د اروبا ده.[۲]

په 1986ز کال کې، دا د نيدرلينډ په سلطنت کې يو تشکيلونکی هېواد شو، او په رسمي ډول يې د اروبا هېواد نوم خپل کړ.

د نيدرلينډ په هېواد کې د نيدرلينډ، Curaçao او Sint Maarten تر څنګ د څلورو نورو هېوادونو له ډلې د يو په توګه، د اروبا وګړي هالنډي هويت لري. په اروبا کې اداري فرعي ادارې نه شته، خو د سرشمېرنې په موخه په اتو سيمو وېشل شوی دی، چې «اورنجسټاد» يې پلازمېنه ده.[۳][۴][۵]

د ډېرو کارابيين په خلاف، کوم چې لونډ استوايي اقليمونه لري، د اروبا اقليم وچ او په وچو ځمکو ښايسته شوی دی. په پرتليز ډول ټول کال توده او لمريزه هوا لري. اروبا 179 کيلو متر مربع (69.1 مربع ميل) مساحت لري او د 2020ز کال د سرشمېرنې تر مخې نفوس يې 108166 دی.[۶][۷][۸]

د نوم رېښې

سمول

احتمالاً د اروبا نوم له «Caquetío Oruba» څخه اخيستل شوی دی، چې د "په ښه موقعيت کې ټاپو" معنا لري، ځکه چې Caquetío (Caquetío د شمال لوېدېځې وينزويلا اصلي اوسېدونکي دي) په دې ټاپو هغه مهال موجود وو، کله چې Alonso de Ojeda (يو هسپانوی لوڅاو و) په لومړي ځل په دې ټاپو قدم کېښود. د 1529 کال او د «ويسټ فاليا» د تړون (1648) د لاسليک تر منځ موده کې، د دې ټاپو لپاره د هسپانويانو له خوا د "Isla de Oruba" نوم کارول کېدو. له لاسليک وروسته، دا ټاپو هالنډ ته وسپارل شو، او کرار کرار يې نوم په اروبا واوښت.

د اروبا نور مختلف نومونه هم و چې د نورو امريډين ډلو (د امریکا اصلي اوسېدونکي) له خوا کارول کېدل، چې شونې ده ټولو د اوسني نوم اروبا په جوړېدو کې ونډه درلودلې وي. د دې ټاپو لپاره د Caquetío بل نوم Oibubia و، چې د "لارښودنه شوي ټاپو" په معنا دی. د Taino قوم له خوا دې ټاپو ته د Arubeira نوم ورکړل شوی و. د Kalinago خلکو هم د دې ټاپو لپاره دوه نمونه درلودل چې يو يې Ora Oubao د "صدفي ټاپو" په معنا او بل يې Oirubae چې د "د Curaçao ملګری" په معنا و.[۹][۱۰]

يو عام ناسم فهم دا دی چې د اروبا نوم له Oro hubo څخه اخيستل شوی دی (چې د "يو وخت دلته سره زر و" جملې هسپانوي بڼه ده). په هر حال، هسپانويانو دا ټاپوګان د islas inútiles په نوم ونومول، چې د "بې ګټې ټاپوګان" په معنا ده، ځکه چې دلته معدني شمتني کمه وه. يوه پېړۍ وروسته په 1824ز کال کې د «وليام راسمجن» په نوم يو دولس کلن شپون په اروبا کې سره زر کشف کړل، او دلته د اروبا د سرزو زرو هجوم رامات شو.[۱۱][۱۲]

تاريخ

سمول

له سيراميک عصر مخکې

سمول

د اروبا له تاريخ مخکې پړاو کې، جلا جلا پړاونه موجود وو چې هغه دا دي: لرغونی يا له سيراميک مخکې او نو-انډين يا سيراميک (Dabajuroïd) پړاو. د اروبا لرغونی نېواک تر لومړۍ مخزېږديزې زرېزې پورې ښه دوام درلود، کوم چې د کرابين ټاپوګانو د نورو برخو په پرتله يو څه وروسته دی. د ژوند لرغونی طرز د کب نيونې، ښکار، او راټولېدو پر بنسټ د خوراکونو د اقتصاد په شا اوخوا راڅرخېدو، چې سمندري سرچينو هم پیاوړی اهميت درلود.باغداري، کروندګري او سيراميک هم نه وو (سيراميک د کلالۍ صنعت دی چې لومړي بشر لوښي جوړ کړي او استعمال کړي دي). دې خلکو نه يوازې دا چې ډبرې تراشلې، بلکې ښې جوړولې او تېره کولې يې هم. وسلې او نور وسايل په بنسټيز ډول له ډبرو جوړ و. د تېره څنډې لرونکي تبرونه، ترخزې او چاقوګان عموماً استعمالېدل، په داسې حال کې چې چاقوګان يې د اوږدې بڼې او پلنو څنډو څخه پېژندل کېدل. د Sero Muskita په نوم د يادونې وړ يوې سيمې يوه داسې وسيله جوړه کړې وه چې په دې ټاپو کې د نورو لرغونو سيمو څخه پخوانۍ ده. د دې وسيلې د کب نيولې طريقه او بڼه له هغې وسيلې سره ورته والی لري چې په «اريکوک» کې موندل شوې ده، کومه چې د شا اوخوا 2000 مخزېږديز څخه مخکې تاريخ ښودنه کوي. په دې ټاپو کې د دې وسايلو شتون کله کله د اوارو سيمو څخه د راغلو خلکو له امله کېدای شي. په ټوليز ډول، په اروبا کې د لرغوني عصر 33 سيمې پېژندل شوي دي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د انسانانو ابتدايي کډوالي او د کلتور تبادله

سمول

د دې پړاو په اوږدو کې، د «ليورډ» ټاپوګانو د سويلي امريکا له مرکزي سيمو سره اړيکې وساتلې او په سوداګرۍ کې مشغول وو، په ځانګړي ډول په وينزويلا کې د اوسني وخت د Falcón-Zulia ايالت او احتمالاً د «لاګوجيرا» (وينزويلا/کولمبيا) د ټاپووزمې له شريکباڼو سره. د ژبې هغه ځانګړې ډله څرګنده نه ده چې دوی ورسره اړيکه درلوده. د اروبا په «مالموک» او «کناشيټو» کې د «اميرينډيايانو» (اصلي امريکايانو) له 60 څخه تر 70 هديرو په کشف سره دا نظریه تاييد کېدای شي. د تدفين په دې سيمو کې، پنځه يې کوچني «کناشيټو» تدفين ځايونه موندل شوي دي، او د هغې تاريخ د سل مخزېږديز او سل زېږديز پېړۍ تر منځ دی. په زړه پورې دا ده چې د «اسوټوپي» څېړنو څخه روښانه شوې چې هلته د خښ شويو خلکو په منځ کې يو يې له اروبا څخه نه و، او د هغه خوراک د اوربايي توکمو نورو څلورو کسانو په پرتله مختلف و. له دې موندنې معلومېږي چې ابتدايي کډوالي او کلتوري تبادلې په ابتدايي پړاو کې د همدې لرغونو هندوستانيانو د کلتوري نمونو برخه وه.[۱۷][۱۸]

له دې وروسته پړاو پر لور په تګ سره، په مالموک کې د تدفين د يو ځای تاريخ د 450 او 1000 زېږديزو کلونو تر منځ مودې ته رسېږي. د اروبا د هغه مهال اوسېدونکو کوچنی، دروند او ډبل جسم درلود، چې د بالغ نارينه منځنۍ ونه يې 1.75 متره (5.2 فوټه) لوړه و او د ښځې منځنۍ ونه يې 1.49 متره (4.9 فوټه) وه. د تدفين دود دستور يې د لرغوني ټاپو د اوسېدونکو ټولنيزو تعاملاتو د چلندونو په اړه معلومات وړاندې کوي. د خښولو د نمونو پر بنسټ، دا اټکل شوی چې دوی له پنځلسو څخه د دېرشو کسانو په قبيلو کې سفر کاوه. يو بالغ سړي به د دې ډلو مشري کوله، څوک به چې د دې ډلې په منځ کې خښېدو. د هغه په قبر د ډبرو په اېښودلو سره د هغه د لوړ مقام اهميت څرګنداوه. د دې کورنۍ د ډلې پاتې غړي به د هغه په شا اوخوا کې خښېدل.[۱۹][۲۰]

نو-هندي پړاو: Caquetío

سمول

د نو-هندي – Caquetío له رارسېدو ډېر ژر وروسته لرغونی نفوس د لرغونپېژندنې له معلوماتو څخه د 950 زېږديز په شا او خوا کې له اروبا ورک شو. روښانه ده چې له ټولنيز، اقتصادي او ټيکنالوژۍ اړخه د Caquetío کلتور پیاوړی و. شونې ده چې نوی Caquetío هندوستانيان په اروبا کې د لرغونو هندوستانيانو سره يوځای د يو څه وخت لپاره اوسېدلي وي، او هغوی بالاخره يا بې ځايه شوي او يا په دوی کې مدغم شوي دي.[۲۱]

سرچينې

سمول
  1. "Aruba". Encyclopædia Britannica. 
  2. "Aruba". Encyclopædia Britannica. 
  3. کينډۍ:Cite CIA World Factbook
  4. کينډۍ:Cite CIA World Factbook
  5. "Aruba". Encyclopædia Britannica. 
  6. "Aruba". Encyclopædia Britannica. 
  7. کينډۍ:Cite CIA World Factbook
  8. "Mapping Census 2020: Social Demographic Diversity in Aruba – Central Bureau of Statistics" (په انګليسي). 5 April 2022. نه اخيستل شوی 2022-10-30.
  9. Dick, Kenneth. "Aboriginal and early Spanish names for some Caribbean, Circum-Caribbean islands and cays" (PDF). stcroixarchaeology. The St, Croix Archeological Society. Archived (PDF) from the original on 2022-10-09.
  10. Brushaber, Susan; Greenberg, Arnold (2001). Aruba, Bonaire & Curacao Alive!. Hunter Publishing, Inc. p. 38. ISBN 978-1-58843-259-9.
  11. Hartog, Johan (1961). Aruba: Past and Present: from the time of the indians until today (په انګليسي). Translated by Verleun, J.A. Oranjestad, Aruba: D.J. De Wit.
  12. Teenstra, M. (1837). De Nederlandsche West-Indische eilanden in derzelver tegenwoordigen toestand, Aflevering 2. In L. U. (KIT), www.colonial.library.leiden.edu (p. 381). AMSTERDAM: C.G.Sulpke.
  13. Alofs, L. (2018). "Inheemse eilanden: een korte kennismaking" [Indigenous islands: a brief introduction]. Koloniale mythen en Benedenwindse feiten : Curaçao, Aruba en Bonaire in inheems Atlantisch perspectief, ca. 1499-1636 [Colonial Myths and Leeward Realities: Curaçao, Aruba, and Bonaire from an Indigenous Atlantic Perspective, ca. 1499-1636]. Sidestone Press. pp. 19–27. ISBN 978-90-8890-602-2.
  14. Kelly, H.J.; Hofman, C.L. (2019). "The Archaic Age of Aruba: New evidence on the first migrations to the island". Early Settlers of the Insular Caribbean: Dearchaizing the Archaic. Leiden: Sidestone Press. pp. 147–162.
  15. Mickleburgh, Hayley L.; Laffoon, Jason E. (2018). "Assessing dietary and subsistence transitions on prehistoric Aruba: Preliminary bioarchaeological evidence". The Archaeology of Caribbean and Circum-Caribbean Farmers (6000 BC - AD 1500). London: Routledge. doi:10.4324/9781351169202. ISBN 9781351169202.
  16. De Josselin De Jong, J. P. B. (1919). "De Beteekenis Van Het Archaeologisch Onderzoek Op Aruba, Curaçao En Bonaire". De West-Indische Gids. 1: 317–334. ISSN 0372-7289. JSTOR 41847531.
  17. Alofs, L. (2018). "Inheemse eilanden: een korte kennismaking" [Indigenous islands: a brief introduction]. Koloniale mythen en Benedenwindse feiten : Curaçao, Aruba en Bonaire in inheems Atlantisch perspectief, ca. 1499-1636 [Colonial Myths and Leeward Realities: Curaçao, Aruba, and Bonaire from an Indigenous Atlantic Perspective, ca. 1499-1636]. Sidestone Press. pp. 19–27. ISBN 978-90-8890-602-2.
  18. Versteeg, A. H. (1991). A preceramic burial site at Malmok (Aruba). In Proceedings of the Thirteenth International Congress for Caribbean Archaeology. Ayubi EN, Haviser JB (eds). Reports of the Archaeological–Anthropological Institute of the Netherlands Antilles (No. 9, pp. 105-126).
  19. Alofs, L. (2018). "Inheemse eilanden: een korte kennismaking" [Indigenous islands: a brief introduction]. Koloniale mythen en Benedenwindse feiten : Curaçao, Aruba en Bonaire in inheems Atlantisch perspectief, ca. 1499-1636 [Colonial Myths and Leeward Realities: Curaçao, Aruba, and Bonaire from an Indigenous Atlantic Perspective, ca. 1499-1636]. Sidestone Press. pp. 19–27. ISBN 978-90-8890-602-2.
  20. "Distributions of graves and gifts". نه اخيستل شوی 11 Nov 2023.
  21. Alofs, L. (2018). "Inheemse eilanden: een korte kennismaking" [Indigenous islands: a brief introduction]. Koloniale mythen en Benedenwindse feiten : Curaçao, Aruba en Bonaire in inheems Atlantisch perspectief, ca. 1499-1636 [Colonial Myths and Leeward Realities: Curaçao, Aruba, and Bonaire from an Indigenous Atlantic Perspective, ca. 1499-1636]. Sidestone Press. pp. 19–27. ISBN 978-90-8890-602-2.